علمي تخیلي ژانر

علمي تخیلي ژانر یا ساینس فېکشن (انګلیسي: Science fiction، چې کله ناکله د ساینس فای sci-fi یا SF په بڼه هم رالنډېږي) د ګماني تخیل یو ژانر دی چې معمولا له تخیل او راتلونکو تصوراتو او مفکورو سره سروکار لري، لکه پرمختللی ساینس او ​​ټیکنالوژي، د فضا سپړنه، د وخت سفر، موازي کاینات، او له ځمکې بهر ژوند. دغه ژانر د "ایډیاوو یا نظرونو ادبیات" بلل کېږي، او ډېری وختونه د ساینسي، ټولنیزو او ټیکنالوژیکي نوښتونو د احتمالي پایلو پلټنه کوي.

د علمي تخیلي ژانر ریښې ممکن لرغونو افسانو ته ورسېږي، او له خیالي، وېروونکو، او اتلولیزو افسانو سره تړاو لري، او ګڼ فرعي ژانرونه رانغاړي. دقیق تعریف یې له پخوا راهیسې د لیکوالانو، نقد کوونکو، پوهانو او لوستونکو ترمنځ اختلافي دی.[۱]

د نړۍ په ډېرو برخو کې علمي تخیلي ژانر په ادب، فلم، ټلویزیون او نورو رسنیو کې مشهور شوی او اغېزې یې ښندلې دي، او همدا راز ویل کېږي چې د "حیرانتیا احساس" هم تلقین کوي. دا ژانر د تفریح ​​ترڅنګ کولی شي د اوسنۍ زمانې ټولنه تر نیوکې لاندې راولي او بدیلونه ولټوي.[۲]

تعریفونه سمول

د ساینس فېکشن امریکایی لیکوال او اېډېټر لیسټر ډیل ري لیکي: "حتی د دغه ژانر ځانګړو مینه والو ته هم ستونزمنه ده چې تشریح کړي چې ساینس فېکشن څه دی" او د "بشپړ قناعت وړ تعریف" نشتوالی له دې کبله دی چې "د علمي تخیلي ژانر لپاره کوم حدود نشته." د آیزاک آسیموف په وینا، "ساینس فېکشن د ادب د هغې څانګې په توګه تعریفېدای شي چې د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ په برخه کې پېښېدونکو بدلونونو ته د انسانانو له غبرګون سره تړاو لري." رابرت انسون هاینلاین لیکي: "د نږدې ټولو علمي تخیلي ژانرونو یو اسانه لنډ تعریف داسې کېدای شي: د راتلونکو احتمالي پېښو په اړه واقعبینانه حدس او ګومان، چې د واقعي نړۍ او تېر او اوس وخت په اړه د کافي پوهې او د ساینسي مېتود د طبیعت او اهمیت د بشپړ درک پر بنسټ وي."[۳]

دا چې د ساینس فېکشن د یوه منل شوي تعریف ټاکل خورا ستونزمن دي، لامل یې تر یوه بریده دا دی چې د ساینس فېکشن د مینه والو ترمنځ داسې یو تمایل شته چې هر څوک له خپله نظره دا پرېکړه کوي چې واقعا ساینس فېکشن څه او له څه شي جوړ دی. ډېمون نایټ بیا دا ستونزه یو څه راټوله کړه او ویې ویل: "ساینس فېکشن هغه څه دي چې موږ یې د بیانولو پر وخت اشاره ورته کوو." بالاخره دا ښایي لا ګټور وي چې د ساینس فېکشن په اړه د نورو لا ډېرو مشخصو ژانرونو او فرعي ژانرونو د تقاطع یا نښلون د نقطې په توګه خبرې وشي. [۴][۵]

تاریخچه سمول

ځینې ​​پوهان پر دې باور دي، چې علمي تخیلي ژانر یا ساینس فېکشن په لرغونو وختونو کې پیل شوی، په ځانګړې توګه کله چې د افسانې او حقیقت ترمنځ کرښه پیکه او مبهمه وه. د "ريښتینې کیسه" تر نوم لاندې اثر چې په دویمه پېړۍ کې د طنز لیکونکي لوسیان لخوا لیکل شوی، د عصري علمي تخیلي ژانر ډېری موضوعات او استعارې رانغاړي، چې پکې نورو نړیو ته سفر، له ځمکې بهر د ژوند ډولونه، د سیارو ترمنځ جګړې، او مصنوعي ژوند د یادولو وړ دي. ځینې ​​پوهان دا لومړنی علمي تخیلي یا ساینس فېکشن ناول ګڼي. د "عربي شپې" اثر ځینې کیسې، د لسمې پېړۍ د "بامبو ماتوونکي کیسه" اثر او د ابن النفیس د ۱۳مې پېړۍ د "تیولوګس آټوډیډیکټس" اثر هم د ساینس فېکشن عناصر لري.[۶]

د علمي یا ساینسي انقلاب او د روشنګرۍ د دورې په جریان کې لیکل شوی د جوهانس کیپلر اثر "سومنیم" (۱۶۳۴)، د فرانسیس بیکن "نوی اتلانتیس" اثر (۱۶۲۷)، د اتاناسیوس کیرشه "ایتینراریوم اکسټاټکیوم" اثر (۱۶۵۶)، د سیرانو ډي برجراک "د سپوږمۍ د دولتونو او امپراتوریو مزاحیه تاریخ" اثر (۱۶۵۷) او "د لمر دولتونه او امپراتورۍ" اثر (۱۶۶۲)، د مارګریټ کاوینډیش د "سوځنده نړۍ" اثر (۱۶۶۶)، د جانتن سویفټ "د ګولیور سفرونه" اثر (۱۷۲۶)، د لوډویګ هولبرګ "نیکولای کلیمي ایټر سبټرانیوم" اثر (۱۷۴۱) او د ولټایر "مایکروماګاس" اثر (۱۷۵۲) د ځینو لومړنیو واقعي ساینس فېکشن یا علمي تخیلي اثارو په توګه مطرح دي. آیزاک آسیموف او کارل ساګان بیا "سومنیم" اثر لومړنۍ علمي تخیلي کیسه ګڼلې ده. دا اثر سپوږمۍ ته یو سفر انځوروي او دا بیانوي چې د ځمکې حرکت له هغه ځایه څه ډول ښکاري.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۷مه پېړۍ کې د یوې ادبي بڼې په توګه د ناول له مطرح کېدو وروسته، د ماري شیلي "فرانکنسټین" اثر (۱۸۱۸) او "وروستی سړی" اثر (۱۸۲۶) د ساینس فېکشن یا علمي تخیلي ناول د بڼې په پېژندلو کې مرسته وکړه. برایان آلډیس وايي، چې فرانکنسټین د ساینس فېکشن لومړنی اثر و. "اېډګر آلن پو" هم یو څو داسې کیسې لیکلې دي، چې علمي تخیلي ګڼل کېږي. په دغو کیسو کې "د یو هانس فاال بې ساري ماجرا" (۱۸۳۵) هم ده، چې سپوږمۍ ته یې یو سفر انځور کړی دی. جولس ویرن بیا جزئیاتو او علمي دقت ته د هغه د پاملرنې له کبله مشهور دی، په ځانګړي توګه "تر سمندر لاندې شل زره ټولنې" اثر کې (۱۸۷۰). په ۱۸۸۷ کال کې د هسپانوي لیکوال اېنریکو ګاسپر وای ریمبو له لوري لیکل شوي ناول "اېل اناسرونوپیټ" لومړنی ماشین معرفي کړ.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ډېری کتونکي ایچ جي ویلز د ساینس فېکشن یو له خورا مهمو لیکوالانو څخه ګڼي، حتی "د ساینس فېکشن شکسپیر" یې بولي. د نوموړي په مهمو علمي تخیلي اثارو کې "د وخت ماشین" اثر (۱۸۹۵)، د ډاکټر موریو ټاپو (۱۸۹۶)، نه لیدل کېدونکی انسان (۱۸۹۷)، او د جهانونو جګړه (۱۸۹۸) اثار شامل دي. د نوموړي ساینس فېکشن یا علمي تخیلي اثارو د فضایي کایناتو یرغل، بیولوژیکي انجینرۍ، نه لیدل کېدل یا نامرئي‌والی او د وخت سفر انځوروي. نوموړي په خپلو غیرداستاني یا نان-فېکشن مستقبلي اثارو کې د الوتکو، نظامي ټانکونو، اټومي وسلو، د سپوږمکۍ تلویزیون، فضايي سفر، او د نړۍ په کچه شبکې سره ورته یو څه وړاندوینه وکړه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

فېلم سمول

لومړنی یا لږترلږه یو له لومړنیو ثبت شوو ساینس فېکشن فېلمونو څخه، د ۱۹۰۲ کال "سپوږمۍ ته یو سفر" فېلم دی، چې د فرانسوي فېلم جوړوونکي جورج میلیس له لوري ډاریکټ شوی دی. دغه فېلم پر وروستیو فېلم جوړوونکو هم ژوره اغېزه ښندلې، او په سینمایي نړۍ کې یې یو ځانګړی خلاقیت او خیال له ځان سره راوړی دی. پردې سربېره، د میلیس ابتکاري اېډېټ او د ځانګړو اېفېکټونو تخنیکونه په پراخه کچه تقلید شوي او د سنمایي نړۍ پر مهمو عناصرو بدل شوي دي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د ۱۹۲۷ کال "میټروپولیس" نومی فېلم چې د فریټز لنګ له لوري ډایریکټ شوی، لومړی اوږد ساینس فېکشن دی. که څه هم په خپل وخت کې د دغه فېلم ډېر هرکلی ونه شو، مګر اوس بیا یو ستر او اغېزناک فېلم ګڼل کېږي. په ۱۹۵۴ کال کې ګوډزیلا فېلم چې د ایشیرو هونډا له لوري ډایریکټ شوی، د ساینس فېکشن فېلمونو د کایجو فرعي ژانر پیل کړ، چې پکې د هرې بڼې ستر مخلوقات ښودل کېږي او معمولا پر لویو ښارونو بریدونه کوي یا په جګړه کې نورې هیولاوې ښيي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

تلویزیون سمول

ساینس فېکشن او تلویزیون نږدې اړیکې لري. تر دې ډېر مخکې چې خپله تلویزیون د ۱۹۴۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې په پراخه کچه د لاسرسي وړ شو، تلویزیون یا د تلویزیون په څېر ټیکنالوژۍ په مکرر ډول په ساینس فېکشن کې راڅرګندې شوې دي.[۴۰]

لومړی مشهور ساینس فېکشن تلویزیوني پروګرام د RUR ډرامې یو ۳۵ دقیقه‌اي غورچاڼ و، چې د چک ډرامه لیکونکي کارل چاپک لخوا لیکل شوی و، او د ۱۹۳۸ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د بي بي سي د الکساندرا ماڼۍ له سټوډیوګانو څخه په ژوندۍ بڼه خپور شو. په امریکايي تلویزیون کې لومړی مشهور ساینس فېکشن پروګرام بیا د ماشومانو ماجرا سریال "کپتان ویډیو او د هغه ویډیو ساتونکي" و چې د ۱۹۴۹ کال له جون څخه د ۱۹۵۵ کال تر اپریل پورې خپور شو.[۴۱][۴۲]

سرچينې سمول

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Prucher, Jeff (ed.). Brave New Words. The Oxford Dictionary of Science Fiction (Oxford University Press, 2007) page 179
  3. Asimov, "How Easy to See the Future!", Natural History, 1975
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. See, e.g., Fredericks, S.C.: "Lucian's True History as SF" Archived 16 July 2020 at the Wayback Machine., Science Fiction Studies, Vol. 3, No. 1 (March 1976), pp. 49–60; Georgiadou, Aristoula & Larmour, David H.J.: "Lucian's Science Fiction Novel True Histories. Interpretation and Commentary" Archived 13 August 2009 at the Wayback Machine., Mnemosyne Supplement 179, Leiden 1998, ISBN 90-04-10667-7, Introduction; Grewell, Greg: "Colonizing the Universe: Science Fictions Then, Now, and in the (Imagined) Future", Rocky Mountain Review of Language and Literature, Vol. 55, No. 2 (2001), pp. 25–47 (30f.); Gunn, James E., The New Encyclopedia of Science Fiction, Viking, 1988, ISBN 978-0-670-81041-3, p. 249, calls it "Proto-Science Fiction."; Swanson, Roy Arthur: "The True, the False, and the Truly False: Lucian's Philosophical Science Fiction" Archived 30 July 2020 at the Wayback Machine., Science Fiction Studies, Vol. 3, No. 3 (Nov. 1976), pp. 227–239
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.[مړه لينکونه]
  12. Khanna, Lee Cullen. "The Subject of Utopia: Margaret Cavendish and Her Blazing-World." Utopian and Science Fiction by Women: World of Difference. Syracuse: Syracuse UP, 1994. 15–34.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. La obra narrativa de Enrique Gaspar: El Anacronópete (1887), María de los Ángeles Ayala, Universidad de Alicante. Del Romanticismo al Realismo : Actas del I Coloquio de la S. L. E. S. XIX, Barcelona, 24–26 October 1996 / edited by Luis F. Díaz Larios, Enrique Miralles.
  16. El anacronópete, English translation (2014), www.storypilot.com, Michael Main, accessed 13 April 2016
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  21. Tresch, John (2002). "Extra! Extra! Poe invents science fiction". In Hayes, Kevin J. The Cambridge Companion to Edgar Allan Poe. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 113–132. ISBN 978-0-521-79326-1.
  22. "Mary W. Shelley". Encyclopedia of Science Fiction. (1993). Orbit/Time Warner Book Group UK. 
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  27. (په 8 October 2017 باندې). HG Wells: A visionary who should be remembered for his social predictions, not just his scientific ones.
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  29. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  30. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  31. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  32. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  33. SciFi Film History - Metropolis (1927) Archived 10 October 2017 at the Wayback Machine. – Though most agree that the first science fiction film was Georges Méliès' A Trip to the Moon (1902), Metropolis (1926) is the first feature length outing of the genre. (scififilmhistory.com, retrieved 15 May 2013)
  34. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  35. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  36. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  37. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  38. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  39. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  40. Science Fiction TV, J. P. Telotte, Routledge, 26 March 2014, pages 112, 179
  41. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  42. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.