عطا محمد نور د افغانستان د ۱۹۹۲مو.ز کالونو څخه را پدېخوا يو سخت دريځی تاجک توکمه جنگسالار او د بلخ ولايت زورواکی او غیر قانوني والي دی. دی په کال ۱۹۶۰ م زېږدیز کې د بلخ ولایت په مزار شریف کې زېږېدلی .

عطا محمد نور

مخینه

عطا محمد چې د نورمحمد ځوی دی چې مزار کې زېږېدلی په خټه تاجک دی او نیکونه یې د کولاب څخه راکډه شوي . دی د جنگي ډلې شمالي ټلوالې مهم غړی دی . ده په تېرو درو لسیزو کې ټوپک په غاړه جنگ جگړې کړي دي او د اوزبک ډلې عبدالرشید دوستم نه پخلا کېدونکی دښمن و . له ۱۹۹۲ م زېږديز کال څخه چې په افغانستان کې کورنۍ جگړې تودې شوې ښاغلی عطانور هم په ډېرو ولایتونو کې خلک ځورول او په کابل کې به یې بانکونه ، صنعتي مراکز او دولتي موسسات لوټل چې د جمعيت اسلامي ډلې مالي امکانات به یې وربرابرول. د ۱۹ کالو و چې ټوپک یې د برهان الدین رباني په مشرۍ اوچت کړ او د روسانو په مقابل نورو مجاهدینو سره ودرېده وروسته د کرزي په حکومت کې د شمالي ولایت بلخ والي مقرر شو . وېل کېږي چې د ولایت د والي دنده یې په ډالرو رانیولې او تر نن پورې دی د بلخ ولایت ځايناستی ځان گڼي . د کرزي د حکومت يوه تر ټولو بې مسولیته کړنه همدا وه چې دولتي دندې به یې په پیسو خرڅولې او يا به یې د روابطو او اړیکو په وجه وېشلې چې د نن ورځې افغانستان کې یې عمومي فساد عام او بې قانوني يې ډېره کړې .

کورنۍ

ښاغلی عطا محمد نور يو واده کړی او اووه ماشومان لري چې پينځه يې هلکان او دوه يې لوڼې دي .

زده کړې

ښاغلي عطا محمد نور تر دولسم ټولگي پورې زده کړې په مزار شریف کې کړي او په کال ۱۹۸۳م زېږديز کې فارغ شوی او نورې لوړې زده کړې نلري .

ځانگړتياوې

په کورنيو جگړو کې یې ونډه (۱۹۹۲ـ ۱۹۹۶) اخیستې د طالبانو پر وړاندې جگړه (۱۹۹۶ـ ۲۰۰۱)يو فعال غړی و . د کرزي حکومت والي او د ولایتي بوديجې څخه يې ډېرې پیسې سویس بانک او دوبۍ بانکونو کې خپل په نوم ذخیره کړي د همدې بیت المال په برکت اوس يو میلیونر دی.

سزچینې