عبدالهادي عطايي

عبدالهادي عطايي (د ل کال زوکړه، کندهار) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر دی.

مخينه سمول

عبدالهادي عطايي (عبدالهادي عطايي ملا) د ملا عطا محمد اخوند (چې په حاجي اخوند نامتو وو) زوی دی، د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې خرقې شريفې ته نزدې په خپله پلرنۍ مېنه کي زېږېدلی دی. کورنۍ يې د پوهنې او فضل برخه درلوده او پلار يې د خپل وخت پوه سړی وو چې له خطي کتابونو سره يې مينه درلوده. د عبدالهادي عطايي مشر ورور محمد ابراهيم عطايي نوميږي چې د افغانستان له نامتو ليکوالو او پېښليکونکو څخه دی.

عبدالهادي عطايي د کابل پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي فارغ او د پښتو ژبي په معاصرو شاعرانو کې د ډېر ښه کچ يو نازکخيال شاعر دی. د نامتو ليکوال او څېړونکي محمد معصوم هوتک په وینا «له شهرته يې ښه نه راځي او له بده مرغه لږ شعر وايي.»

دندې سمول

کډوال کېدل سمول

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

د شعر څو بېلگې يې سمول

غزل

ساقي واخله پیاله واخله، نور دي خوم رانذرانه کړه

زما تنده د عمرونو، یو دریـــاب را پیـــمانه کړه

د مـــــکار زاهــــد پر قبر، بدمستان سره ټول سوي

انتـــقام له ژونده اخلي، هدیره یــــــې میخانه کړه

د گمراه عقل ځنځیر مي، د گلرخ په پښو کي توی کړ

د پایزېب له هــــره شرنگه، جوړه مسته ترانه کړه

د خزان زخــــــمي بلبله، پســـــــرلی دي مبارک سه

د سرو گلـــــــو په بسترکي، هېره تېره افسانه کړه

بیا بې گورو چــــــي شیخ څنگه، لنډوي د جنت لاره

ستا مستي یې په سر بار کړه، زما جنون یې زولانه کړه

چـــې فتــوا د ملایانو، بیا ســــزا نه کړي واجبه

د قـــــضا د مسند مهر، د مینـــوشــو حواله کړه


د ۱۹۷۹ ز کال مارچ، کابل

سرچينې سمول

  1. http://hotakonline.com/uploads/Maqalay/Others/academician.attayi.pdf Archived 2021-08-17 at the Wayback Machine.
  2. http://www.nahimi.dk/web/index.php/ps/2012-08-11-18-17-34/14234-2015-10-29-18-14-14[مړه لينکونه]