حاجي عبدالقدير (په انگرېزي: Haji Abdul Qadeer) د افغانستان د جهادي حکومت په واکمنۍ کې د ننگرهار ولايت والي و. نوموړی د قومندان عبدالحق او حاجي دين محمد ورور و او د افغانستان په سياست کې يو ښکېل کس پاتې شوی. کله چې روسانو په افغانستان يرغل وکړ نو د روسانو په وړاندې د يوه جهادي قومندان په توگه ودرېده. کله چې طالبانو د ننگرهار ولايت ونيوه نو هغه خپل سياسي اېتلاف د شورای نظار سره اعلان کړ او د هغوی تر څنگ يې د طالبانو سره جگړه پيل کړه.

عبدالقدير

دا هم وګورئ

سرچينې