اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد (زوکړه د ۱۳۰۰ لمريز لېږدي کال، د لړم ۲۳، د کندهار ښار - مړینه د ١٣٨٣ ل كال د لېندۍ ١١، کابل) د افغانستان يو نامتو پښتو ژبی ليکوال، شاعر، څېړونکی او فرهنگي شخصيت دی.

استاد عبدالشکور رشاد

مخينه

اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د ١٣٠٠ لمريز لېږدي كال د لړم د مياشيې پر ۲۳ نېټه (د ١٩٢١ زېږدي كال د نومبر پر ١٤)، چې له لويي برتانيا څخه زموږ د گران هېواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر شوي ول، د کندهار ولايت (كندهار ښار) د بابړو د كوڅې په يوې مخورې او درنې كورنۍ كې سترگې دې نړۍ ته پرانيستې. په دغه كورنۍ کې د سوداگرۍ تر څنگ له پوهنې سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان دمروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې ، په پاړسي عربي ، اردو او انگريزي ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي محمد اياز خان دخپل وخت مشهور سوداگر او ورنيكه يې ( غور نيكه ) محمد جان خان ، تر نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي ديو لك سكو خاوند او دمعاصر افغانستان دبنسټ ايښودنكي ستر احمدشاه بابا ( ١٧٤٧ - ١٧٧٣ م ) د وخت له مشهورو خلكو څخه و. دا كورنۍ پخوا دپاچا جوړونكو ( King Makers ) كورنيو څخه بلل كېده ، لكه نور محمد خان بابړ چي ( مستوفي الممالك ) او گل محمد خان بابړ چي د ( امين الملك ) دنده سرته رسوله او دافغانستان ټولي اقتصادي او دهغه دپلان چاري ور دغاړي وې ، دلوي احمدشاه بابا سره يې كورنۍ دوستي هم درلوده او دهغه د لمسي شهزاده زمان چي وروسته له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت كښېناست او دشاه زمان په نوم يې شهرت تر لاسه كړ ، خسر يې هم و .


روزنه او پالنه

داستاد رشاد په روزنه او پالنه كي په لومړي گام كي دهغه فاضل پلار مهمه ونډه درلوده ، لكه چي دى خپله د گوربت مجلې سره په مركه كي وايې : "زما لومړى استاد زما پلار و ، پر هغه دي خداى ورحميږي زه يې روزلى ، خو متاسفانه چي د هغه سيورى په ١٣ كلنۍ كي زما له سره څخه ليري سو او ما دده له ټول فضيلت څخه استفاده ونه سوه كړاي ، تقريبا ً ٦٩ ( اوس ٧٣ ) كاله وړاندي ما انگرېزي الفبا له پلاره زده كړې او عربي كتابونه مي هم تر مختصر پوري له پلاره سره ويلي دي ، پاړسي كتابونه مي لكه گلستان ، بوستان ، حافظ او نور ټول له پلاره سره لوستي ، البته نور استادان مي هم درلوده، خو لومړى استاد مي پلار و ." او همدارنگه د افغانستان په نوم كوم اخبار چي په لاهور كي خپرېدى او پښتو برخه يې درلوده ، د دوى پلار ته را استول كېدى او هغه يې مطالعه كاوه .

دندې او کارونه

خو د خپلي ځيركتيا له امله ډېر ژر په ١٩٣٣ م كال كې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په ١٩٣٤ م كال يې پر ديارلس كلنۍ د ښوونكي په توگه رسمي ماموريت پيل كړ ، چي د پوهي او سن دلږوالي له امله يې په كوچني ښوونكي ډېر شهرت پيداكړ چي حتى ډير شاگردان به يې تر ده مشران هم وه . په ١٩٤٦ م كال دكندهار د ښار دانتخابي ټولني رئيس او په ١٩٤٧ م كال دكندهار د ښاروال مرستيال سو او له ١٩٤٧ م كال وروسته هندوستان ته ولاړ ، هلته يې خپلو ځانگړو زده كړو او هم يې دپښتنواو پښتو په اړه ژورو څيړونو ته دوام وركړ ، چي د "لودي پښتانه" كتاب ، چي ٤٢٠ مخونه لري او "سوري پښتانه" چي ٤٠٠ مخونه لري يې ښه بيلگي دي او دهغه تر څنگ يې هندي ژبي او ديوانگري ليكدود هم زده كړ او څه سانسگريټ او انگرېزي ژبي يې هم وكوتي . ١٩٥٢ م كال د ويښو ځلميانو چي د افغانستان لومړي ملي ديموكرات گوند و ، د استازي په توگه د كندهار د ښاريانو له خوا پارلمان ته انتخاب سو خو دكندهار د والي عبدالغني خان ( قلعه بيگي ) او دچارواكو دمخالفت په وجه چي د ويښ ځلميانو او پوهاند رشاد سره يې درلود د دوى د رائيو صندوق د پوليسو له خوا ضبط او دى دښاروالۍ له تالار او انتخاباتي حوزې را وايستل سو . په ١٩٥٧ م كال دپښتو ټولني د مسلكي غړي او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توگه وپېژندل سو چي وروسته بيا د پښتو ټولنې د رياست مسلكي مرستيال وټاكل سو ، سره له دې چي د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و . په ١٩٦١ م كال د پخواني شوروي اتحاد دسنت پيرزبورگ (پخوانى لينن گراد) دښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توگه د دوه نيم كاله له پاره ولېږل سو ، چي وروسته افغانستان ته راستون او د كابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانگه كي استاد او بيا د دغه ډيپارټمنټ (څانگي) شف (مشر) سو او د وخت لوړه علمي رتبه پوهاندي يې په ١٩٧٤ م كال كي تر لاسه كړه، څو د١٩٧٨ م تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً تقاعد ته سوق سو، خو ددې رژيم د مخالفت سره سره يې خپلي علمي او فرهنگي اړيكيد كابل پوهنتون، د علومو د اكاډمۍ، علمي ټولنو او كړيو سره وساتلې.

ادبي ژوند

استاد رشاد لومړى شعر په ١٩٣٤ م كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ١٩٣٨ م او لومړى څېړنيزه ليكنه په ١٩٤١ م كال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) كي خپاره سوي دي . دده په وينا له ٢٦ كلنۍ څخه د ويښو ځلميانو د نهضت غړى و .

د جهاد پر مهال په كابل كي اوسېد، خو مضامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چي په هيواد كي خطر ورته پېښ نه كړي، د كلفورنيا په Freedom ، د ناروې په مجاهد ولس، جرمني ، اطريش، هند، پېښور ، كراچي او نورو ځايونو كي خپرېدل او چي ډېر به ترخه نه وو او په سمبوليك ډول به پكي د وخت رژيم غندل سوى او ملي جهاد او آزادي ستايل سوې وه ، په كابل كي هم خپرېدل او له ١٩٩٢ م كال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ د واك د ساتلو او يا تر لاسه كولو جگړه پيل او ايتنيكي اختلافاتو ته لمن ووهل سوه، د هغه دغندني په خاطر يې هم شعرونه او ليكني له هيواد څخه دباندي خپرې كړي او د طالبانو په وخت كي په يوه غونډه كي چي د ١٩٧٩ م كال د روسانو د يرغل د غندني په اړه نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفكرانو او دموكراسۍ په اړه وغانده او دا يې په ډاگه وويل چي: " زه ويښ ځلمى وم ، يم او اوسم به او دا گوند هغه گوند دى چي په افغانستان كي يې د لومړي ځل له پاره د ډيموكراسۍ ږغ پورته كړ ."

د ١٩٧٨ م كال تر پيښي را وروسته بيا تر ١٩٩٢ م كال پوري ددوى د سياستونو د غندني په اړه يوه شعري ټولگه د " ملحد شاهۍ" په نوم ليكلې او د ١٩٩٢ م كال څخه بيا تر ١٩٩٦ م كال پوري يوه شعري ټولگه د"تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ" په نوم ليكلې او وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د " طالب شاهۍ" په نوم يوه شعري ټولگه ليكلې ده . استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواكۍ او بلواكۍ پر ضد شعرونه او ليكني كړي دي ، خو په څرگند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د چارواكو سره په مخالفت (اپوزيشن) كي تېر سوى دى ، چي نه يې ظالم واكمنان منلي او نه يې پردۍ واكمنۍ ، د ډيموكراټ او متعادل سياست خوښوونكى او ريفورمست دى . په دغه توپير چي په لږ آزاد چاپېريال كي يې مخالفت څرگند او د اختناق په شرايطو كي به يې په پټه او سمبولونو مخالفت كاوه . له دا ټولو ستونځو سره سره چي په وار وار تعقيب سوى او تهديد سوى و او دا امكان يې هم تر لاسه كړى وو چي څو ځله په شخصي ډول جاپان ، هندوستان ، پاكستان ، يمن امريكا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي ، خو خپل هيواد يې خوشي نه كړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى .

ارواښاد استاد به تل دا ويل چي " هيوادپر هر چا گران دى خو ما ايمان پر راوړى ، كه مرم هم به دلته يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم ." ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انگريزي ژبو پوهېدى او له تركي او جاپاني ژبو څخه يې هم استفاده كولاى سواى . پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كي هم ښه عروضي شاعري كوله ، خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختگ او ودي په لاره كي تېر كړى دى ، علمي ، ادبي او تاريخي اثار يې ليكلي ، د نړيوالو ادبياتو ژباړي يې كړي او زيات شعرونه يې زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ كړي دي . ددوى (٤٩) اثار له سلگونو مقالو سره چاپ سوي دي چي په لاندي ترتيب سره ذكر كيږي :

چاپي اثار

  1. ملحد شاهي يا كمونيست شاهي، شعري ټولگه ده چي د ١٩٧٨ م كال د كودتا څخه تر ١٩٩٢ م كال پوري د وخت د حكومت د كړنو غندنه پكي سوې ده.
  2. تنظيم شاهي ، شعري ټولگه ده چي د ١٩٩٢م كال څخه تر ١٩٩٦ م كال پوري د هغه وخت د حالاتو ذكر پكي سوى دى.
  3. طالب شاهي ، شعري ټولگه ده، چي د طالبانو د حكومت وروسته چاپ سوې ده.
  4. لودي پښتانه په ٤٢٠ مخونو كي، د ١٩٥٨ م كال چاپ .
  5. ډهلي د پښتنو په وخت كي، سريزه، د ١٩٦٠ م كال چاپ .
  6. د ليو تولستوى درې نكلونه، (پښتو ژباړه) د ١٩٦١ م كال چاپ .
  7. د يولسم ټولگي پښتوقرائت ، د ١٩٦١ م كال چاپ .
  8. د دولسم ټولگي پښتوقرائت، د ١٩٦١ م كال چاپ .
  9. د امير خسرو دهلوي هندي شاعري، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
  10. د خيرالبيان لغتونه، سريزه، په ١٢٢ مخونوكي، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
  11. د خيرالبيان په سريزه كي درې مقالې، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
  12. د دولت لواڼي د دېوان سريزه ، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
  13. د واصل روښاني دېوان، سريزه او سمون، د ١٩٧٤ م كال چاپ .
  14. پاڼي ڼي، اښت ادهياى او په هغه كي پښتو كلمې، د ١٩٧٥ م كال چاپ .
  15. گيتانجلي (د رابندراناټ ټاگور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، په ١٠٤ مخونو كي ، د ١٩٧٥ م كال چاپ .
  16. تاج (د رابندراناټ ټاگور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، د ١٩٧٥ م كال چاپ .
  17. د گولډن شتت د فرهنگ سريزه، د ١٩٧٧ م كال چاپ .
  18. د گلشن روه سريزه په ١٩٢ مخونو كي، د ١٩٧٧ م كال چاپ .
  19. د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سريزه او سمون، د ١٩٧٧ م كال چاپ .
  20. د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، د ١٩٧٨ م كال چاپ .
  21. بديع درسي كتاب ، د دارالمعلمين له پاره، د ١٩٨٠ م كال چاپ .
  22. د ابن سينا مخارج الحروف پښتو ژباړه .
  23. د پښتو تجويدونو تاريخچه په ٧٤ مخونو كي، د ١٩٨٠ م كال چاپ .
  24. د پښتو اسماء الحسنى سريزه، د ١٩٨٠ م كال چاپ .
  25. دڅمكنو ميا عمر، د ١٩٨١ م كال چاپ .
  26. د حاجي جمعه باركزي د دېوان سريزه او لغتنامه، د ١٩٨٢ م كال چاپ .
  27. پر افغانستان او بريتانوي هند باندي څو خبري، د ١٩٨٢ م كال چاپ .
  28. د پټي خزانې فرهنگ، د ١٩٨٣ م كال چاپ .
  29. در بارۀ ظفرنامۀ اكبري و ناظم آن، د ١٩٨٦ م كال چاپ .
  30. د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه، د ١٩٨٨ م كال چاپ .
  31. لس مقالې، د ١٩٨٨ م كال چاپ .
  32. سوبهاش چندرابوس، د ١٩٨٩ م كال چاپ .
  33. د زړه ويني (شعري ټولگه)، د ١٩٩١ م كال چاپ .
  34. د افغانستان بدي ورځي (شعري ټولگه)، د ١٩٩٤ م كال چاپ .
  35. لولپه پېغله (شعري ټولگه) ، د ١٩٩٥ م كال چاپ .
  36. كوروش خون آشام، ( پاړسي نظم) ، د ٢٠٠٠ م كال چاپ .
  37. د پښتنو غميزه (شعري ټولگه)، د ٢٠٠١ م كال چاپ .
  38. خښمېدلې امريكا (شعري ټولگه)، د ٢٠٠٢ م كال چاپ .
  39. د واده كلى كربلا سو (شعري ټولگه) ، د ٢٠٠٣ م كال چاپ .
  40. د تودو وينو حمام افغانستان سو (شعري ټولگه)، د ٢٠٠٣ م كال چاپ .
  41. د افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه د علامه رشاد سره د مركو ټولگه، (لومړۍ برخه)، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .
  42. تېروتني (تاريخي او ادبي) لومړۍ برخه، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .
  43. بې لاسو ښځه (د ليو تولستوى د اثر ژباړه)، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .
  44. لوى احمدشاه بابا د خلگو له نظره ، ( د افغانستان د اكاډيمۍ له خوا)، د ١٩٩١ م كال چاپ .
  45. روڼې اوښكي (شعري ټولگه) په ١٢٠ مخونو كي، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
  46. د گلانو گېډۍ (شعري ټولگه)، په ٤٦ مخونو كي، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
  47. د بېنوا ياد، په ٤٥ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
  48. ادبي نثرونه، په ٦١ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
  49. د كارنامو مېرمني، په ٦٨ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .
  50. نصاب الصبيان، سريزه، ١٩٨٢ م كال چاپ .
  51. فوايد فقيرالله، لغتنامه او تعليقات، ١٩٨٠ م كال چاپ .
  52. د پښتو - جاپاني قاموس په باب .
  53. د حيات افغاني د پښتو ژباړي تصحيح، تحشيه او تعليقات.
  54. د حالنامې سريزه، تعليقات او لغتنامه .
  55. د پټي خزانې عروضي اړخ .
  56. د تاريخ سياح مسيحي كتنه او نظر .
  57. د زمانشاه او سلطان ټيپو سريزه .
  58. پښتانه شعراء (دريم ټوك) د ٢٧ شاعرانو د احوالو او اثارو پېژندنه، تصحيح او تنقيح .
  59. د ملاعبدالباقي د تبيين الواجبات سريزه .

ناچاپه اثار

  1. . پښتانه شعراء په اردو ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثر كي (٣٨٣) تنه شاعران راغلي دي ، ٨٥٠ مخونه لري .
  2. . پښتانه شعراء په پاړسي ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په پاړسي ژبه يې شاعري كړې ده ، په دغه اثر كي (٢٠٠) تنه شاعران معرفي سوي دي ، ٧٠ مخونه لري .
  3. . غالب جنگ غازي نواب احمدخان بنگښ او د هغه كورنۍ، ١٩٠ مخونه لري.
  4. . آيا؟ په دغه اثر كي هغه تېروتني او تېر ايستني په گوته سوي چي هغه په پښتو او پاړسي ادبياتو او تاريخ كي د پاملرني وړ دي ، ٥٠٠ مخونه لري .
  5. . د قومو او قبيلو په باب ياداښتونه، ٦٧٠ مخونه لري .
  6. . مستشرقين، په دغه اثر كي (٢٠٠) تنه ختيځ پوهان چي د افغانستان، پښتو او پاړسي ژبو په باب يې څېړني كړي ، معرفي سوي دي ، ٥٤٠ مخونه لري .
  7. . امين الملك گل محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه كورنۍ چي د استاد له نيكونو څخه دى ، ٢٤٠ مخونه لري .
  8. . ملي قهرمان غازي محمداكبرخان ، ٢٣٠ مخونه لري .
  9. . سوري پښتانه، ٤٠٠ مخونه لري .
  10. . د كندهار د مدرسو تدريسي نصاب، ٤٠٠ مخونه لري .
  11. . حضرت ابوبكر صديق، ٢٣٠ مخونه لري .
  12. . په زړه پاړسي ، پهلوي او اويستا كي پښتو كلمې، (د پوهنتون د ماسټرۍ په نصاب كي شامل اثر) ٣٨٠ مخونه لري .
  13. . د كندهار زيارتونه، ٧٠٠ مخونه لري .
  14. . ادبي قاموس، دغه اثر شپږ ټوكه دى ، لومړى ټوك (١٢٠٠) مخونه، دوهم ټوك (٦٣٠) مخونه، دريم ټوك (١٢٥٠) مخونه، څلورم ټوك (٦٠٠) مخونه، پنځم ټوك (٦٥٠) مخونه او شپږم ټوك (١٢٠) مخونه لري .
  15. . پښتانه مصنفين، دغه اثر درې ټوكه دى، لومړى ټوك (١٠٠٠) مخونه، دوهم ټوك (٧٦٠) مخونه او دريم ټوك (٥٨٠) مخونه لري .
  16. . جغرافيايي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، لومړى ټوك (٨٠٠) مخونه او دوهم ټوك (٣٦٠) مخونه لري .
  17. . د كندهار تاريخي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، په لومړي ټوك كي مخكي تر مغلو حالات بيان سوي دي او (٩٧٠) مخونه لري او په دوهم ټوك كي وروسته تر مغلو حالات بيان سوي دي چي (١٠٤٠) مخونه لري .
  18. . د احمدشاهي عصر نوميالي، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (٥٠٠)مخونه لري او دا برخه د احمدشاهي شاهنامې د تعليقاتو په نامه راغلې ده . دوهم ټوك (٤٢٠) مخونه لري چي په دې برخه كي له احمدشاهي شاهنامې پرته د نورو نومياليو ذكر راغلى دى .
  19. . پښتانه مشاهير، درې ټوكه دى ، لومړى ټوك (١٥٠) مخونه ، دوهم ټوك (٢٠٠) مخونه او دريم ټوك يې تر لاس لاندي و لږ ليكل سوى دى .
  20. . د طريقت شجرې ، د هغو طريقو په باب چي په افغانستان او پښتنو كي مشهوري دي ، ٢٠٠ مخونه لري .
  21. . نسبي شجرې، دغه شجرې پنځه ټوكه دي، لومړى ټوك په هندوستان كي د پښتنو نوابيو او نامتو كورنيو په اړه دى، (٢٧٠) مخونه لري، دوهم ټوك د سدوزو پاچاهانو، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى ، (٩٠) مخونه لري، دريم ټوك د محمدزيو پاچاهانو ، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى، (١٨٥) مخونه لري ، څلورم او پنځم ټوكونه د پښتنو قومو او قبيلو په اړه عمومي شجرې دي، چي څلورم ټوك (٣٢٠) مخونه او پنځم ټوك (١٢٠) مخونه لري .
  22. . سل متله په اوو ژبو، دغه اثر په څلورو ټوكونو كي دپښتو، پاړسي عربي، انگريزي، روسي، اردو او تركي ژبو ورته متلونه راوړي دي .
  23. . ٢٠٠٠ دوه زره روسي متله په پښتو ژبه ، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (٣٦٥) مخونه ، دوهم ټوك (٤٥٠) مخونه، دريم ټوك (٤٢٠) مخونه او څلورم ټوك (٤٢٥) مخونه لري .
  24. . د خوشال فرهنگ، دغه اثر اووه ټوكه دى، لومړى ټوك طب نامه (٤٠٠) مخونه، دوهم ټوك بازنامه (٢٦٠) مخونه، دريم ټوك رباعيات او قطعات (٢٨٠) مخونه، څلورم ټوك دستارنامه (٤٨٠) مخونه، پنځم ټوك غزليات او قصايد (٥٢٠) مخونه، شپږم ټوك غزليات او قصايد (٣٢٠) مخونه، اووم ټوك غزليات او قصايد (٣٦٠) مخونه لري .
  25. . د پټي خزانې فرهنگ، دوهم ټوك، (٤٠٠) مخونه لري .
  26. . د گلشن روه لغتنامه ، (٨٠٠) مخونه لري .
  27. . نواب حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه كورنۍ (د افغانستان د علومو اكاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي دى) .
  28. . د فرهنگونو په باب، په دغه اثر كي هغه ټول فرهنگونه چي په ختيځ كي ليكل سوي ، معرفي سوي دي ، ترتيب يې په لاندي ډول دى :
    • پښتو فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
    • پاړسي فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
    • عربي فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
    • تركي فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
    • هندي فرهنگونه (د الفبا په ترتيب).
  29. . بديع، (٧٥٠) مخونه لري .
  30. . بيان، (٥٠٠) مخونه لري .
  31. . قافيه، (٦٥٠) مخونه لري .
  32. . عروض، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (١١٣٠) مخونه، دوهم ټوك (٣٦٨) مخونه ، دريم ټوك (٤٤٠) مخونه او څلورم ټوك (۹٥) مخونه لري.
  33. . معاني، (٦٥٠) مخونه لري .
  34. . نقد، د پښتو، پاړسي ، او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو كي، (٥٠٠) مخونه لري .
  35. . مكتبي قاموس، په دغه اثر كي د ښوونځيو د كتابونو(٦٠٠٠) لغاتونه تشريح سوي دي .
  36. . په گلشن روه كي د بابو جان منتخبات نثر نه دى، (د پوهاندۍ اثر) ٢٤٠ مخونه لري .
  37. . لاله، (شعري ټولگه)، (١٥٠) مخونه لري .
  38. . چاپ سوي څلوېښت حديثه .
  39. . د محبت نغمې، (شعري ټولگه)، (١٥٠) مخونه لري .
  40. . نيم ديد، (شعري ټولگه) .
  41. . د شعرونو پنځه ټولگي، لومړۍ ټولگه (٦٢) مخونه، دوهمه ټولگه (٥٠) مخونه، دريمه ټولگه (١٢٦) مخونه، څلورمه ټولگه (٦٢) مخونه او پنځمه ټولگه (١٨٠) مخونه لري .
  42. . شمس الكفات خواجۀ بزرگ احمد بن حسن ميمندي، ، (١٠٥) مخونه لري ، (نيمگړى اثر) .
  43. . شهيد سردار محمدداود، ١٨٠ مخونه لري ، (نيمگړى اثر) .
  44. . امان الله شاه غازي .
  45. . (١٠٠) زاړه لغاتونه .
  46. . د سنسكريت ژبي گرامر، (٧٤٠) مخونه لري .
  47. . د جاپاني ژبي گرامر او معلومات، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٣٠) مخونه او دوهم ټوك (١٦٥) مخونه لري .
  48. . د روسي ژبي گرامر، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٦٠) مخونه او دوهم ټوك (١٧٠) مخونه لري .
  49. . په پښتو كي مناظرې، (٧٥) مخونه لري.
  50. . الفنامې، (٨٥) مخونه لري.
  51. . د پښتو نظم عروضي سيستم، (٤٥٠) مخونه لري .
  52. . په پښتو كي د نظم ډولونه، (٢٩٠) مخونه لري .
  53. . سبك پېژندنه، (٢٠٠) مخونه لري .
  54. . د ډورن په پښتو ډكشنري كي تېروتني .
  55. . تېروتني او تېر ايستني، په پښتو، دري او عربي كتابونو كي .
  56. . پښتو نكلونه او پښتو كيسې .
  57. . ځيني ادبي خبري، (٢٠٠) مخونه لري .
  58. . د جاپان سفرنامه (يون ليك)، (٩٠) مخونه لري .
  59. . د امريكا سفرنامه (يون ليك)، (١٠٠) مخونه لري .
  60. . د يمن سفرنامه (يون ليك)، (١٣٥) مخونه لري .
  61. . بړيڅي پښتانه، (١٢٠) مخونه لري .
  62. . غازي ايوب خان، (نيمگړى اثر) .
  63. . برمكيان، (٢٢) مخونه لري (نيمگړى اثر) .
  64. . زړه پاړسي (فـُـرس قديم)، (٥٠) مخونه لري .
  65. . د سوسيالوجۍ په اړه ياداښتونه، (١٢٠) مخونه لري .
  66. . پښتانه شعراء په عربي ژبه كي، (نيمگړى اثر) .
  67. . د پښتو كتابو كاتبان، (١٢٠) مخونه لري .
  68. . تعليقات ، (٦٠) مخونه لري .
  69. . سرياني قصيده، (٤٠) مخونه لري .
  70. . د خوشال خان ياد، (١٠٠) مخونه لري .
  71. . عربي گرامر، (١٢٠) مخونه لري .
  72. . شيخ قاسم سليماني، (١٢٠) مخونه لري .
  73. . د تحفه القاسمي په اړه نيمگړې ليكنه .
  74. . دخوستي، تڼي، گوربزي لهجو ځيني كلمات .
  75. . رقوم نويسي .
  76. . پنځه كتابونه د مختلفو ياداښتونو، (٦٠٠) مخونه لري .
  77. . د محاربۀ كابل په اړه نيمگړي تعليقات .
  78. . پردي دودونه، (٢٠) د مخونه لري .
  79. . د فوايد دعوا لغتونه، (١٥٠) مخونه لري .
  80. . وحدة الوجود، (٤٠) مخونه لري .

كه ددوى ٨٠ ناچاپ اثار د ټوكونو په ډول وشمېرو چي ما ته څرگند دي (١١٦) ټوكه ناچاپ اثار د كتابونو په ډول او په لسهاوو ناچاپه مقالې او نور اثار يې هم سته ، چي ډيري څېړني ته اړتيا لري او هغه چي موږ ته څرگند دي ، په ټوليز ډول د استاد (٥٩) اثار او په سلهاوو مقالې او شعرونه چاپ او (٨٠) اثار او په لسهاوو مقالې او شعرونه يې ناچاپ پاته دي .

د پوهانو اندونه

اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د خپل استعداد، علاقې، پرله پسې زيار او مطالعې په نتيجه كي عالم، عامل او معلم پېژندل سوى او د پښتو ادبياتو د تاريخ د معاصري دورې ليكوال ارواښاد كانديد اكاډيميسن سر محقق محمد صديق روهي د استاد په اړه ليكي:

"پوهاند رشاد په تاريخ، ادبپوهنه او لغت پوهنه كي د تبحر درلودلو له امله د روښانفكرانو له خوا د"فاضل استاد" لقب گټلى دى . د ده د معلوماتو پراختيا او قوي حافظه اورېدونكى په حيرت كي اچوي. فاضل استاد په اوسني وخت كي د پښتو او پاړسي ادب د كلاسيكو متونو د مشكلاتو د حل كولو له پاره يوه مهمه مرجع گڼل كيږي. استاد رشاد نه يوازي د خپل علمي تبحر له كبله، بلكي د تقوى او د نفس د مناعت په درلودلو سره د پوهانو او روښانفكره قشر په منځ كي خاص محبوبيت گټلى دى".

محمد صديق روهي


هېره دي نه وي چي فاضل استاد ته د ١٣٨٢ ل كال د مرغومي پر نهه ويشتمه په جلال آباد ښار كي دده په وياړ جوړ سوي سيمينار په ترڅ كي د (علامه) بېسارى دروند لقب وركړه سو.

مړينه

دا ستر پوهاند او نابغه علامه رشاد بابا د ١٣٨٣ ل كال د لېندۍ د مياشتي پر يوولسمه (١١مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كي د ماپښين پر دوولس نيمو (١٢:٣٠) بجود زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد.

انالله و انا اليه راجعون

انځورتون

علامه رشاد دتاريخ ليکني په ډگر کي

ليکوال  : پوهنوال رسول باوري


تر دې مهاله زيات شمير پوهانو ، څيړونکو اوليکوالو د علامه رشاد پر علمي شخصت ليکني او څيړني کړيدي . او د څيړنو دا لړۍ لا روانه ده . يو شمير پوهانو د علامه رشاد تخليقي اثارڅيړلې او په هغو کي يې د نوښت غښتلۍ څرک موندلۍ دۍ ، يوشمير څيړونکو د استاد ادبي څيړنو ته پام کړۍ او په هغو کي يې د علامه رشاد ځواکمن دريځ جوت کړيدۍ او همداشان په ژبپوهنه ، کلتور پوهنه ، متون پوهنه او د پوهي په نورو ډگرونو کي يې د علامه اکادميسن پوهاند رشاد ونډه جوته کړېده . زه په دې لنډه ليکنه کي علامه رشاد د يوه مورخ په توگه را يادوم اوور سره يوځای هغو ځانگړنو ته د درنولوستونکو پام اړوم چي د معياري تاريخ ليکني بنسټيز ارونه دي .

د تاريخي اثارو د پيژندني او د هغو په اړه د رايې څرگندوني لپاره تر ټولو لومړنۍ پړاو د هغه تاريخي اثر د ليکوال او يا مورخ د ذهنيت او ليد لوري پيژندل او پوهيدل دي ، چي نوموړۍ مورخ کومو اندونو او ځانگړو افکارو ته ژمن او يا لږ تر لږه له هغو څخه اغيزمن شوۍ دۍ . علامه رشاد هم د نورو مورخينو په څير ليد لورۍ او د خپلو تاريخي ليکنو لپاره يې معنوي مودل او ذهني لارښود درلود ، هغسي چي استاد رشاد د لودي پښتانه نومي اثر په سريزه کي ليکي : (( په نړۍ کي له لرغونو زمانو دادوددۍ چي ملکونه ، اولسونه ، کامونه ، کورنۍ ، او حتی شخصيتونه لوړيږي ، ځوړيږي ، ودانيږي ، ورانيږي وړيږي ، واک مومي ، بيواکه کيږي ، ژوند مومي او محوه کيږي ، دا ټولي اوښتني ( تغييرات ) ځانته سببونه لري ، د دغو سببو نو پلټنه او گرويږنه او د هغو د اغيزو او نتائجوڅيړل او شنل د تاريخ غايه ده ))

دا د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر مورخ او فيلسوف ابن خلدون نظريه ده . نوموړي په اتمه هجري پيړۍ کي ژوند کاوه ، په تونس کي وزيږدۍ ، بيا يې دد ژوند تر ورستيو کلونو د الازهر پوهنتون کي د الهاياتو ، فلسفې او اسلامي تاريخ داستاد په توگه دنده تر سره کول . د ابن خلدون څخه په لسگونو تاريخي ، فلسفي او ديني کتابونه په ميراث پاته دي ، خود ( د ابن خلدون مقدمي ) په نوم اثرنړيوال شهرت گټلۍ دۍ ، په دې اثر کي د تاريخ او ټولنپوهني په تړاو دنوموړي اندونه خپاره شويدي . د ابن خلدون نظرياتو نه يوازي د اسلامي نړۍ دمورخينوپر افکارو اثر ښندلۍ ؤ ، بلکي د نړۍ پر بيلا بيلو فلسفي او تاريخي ذهنيتونو يې داسي اغيزي پريښي ، چي يوشمير يې متاثره کړي او يو شمير نورو بيا د خپلو افکارو د تدوين لپاره د منځپانگي تر بريده ورڅخه گټه پورته کړيده ، چي په لويديځه نړۍ کي د بيلگي په توگه نامتو ټولنپوه اگست کنت او په ځانگړي ډول د شلمي پيړۍ انگليسي نامتو مورخ او فيلسوف ارنولد تايبې يادولای شو چي په علمي کړيو کي يې د (( تمدنونو د انحطاط فيلسوف )) په نوم زيات شهرت وگاټه . د ټولني دايروي وده چي د ابن خلدون له نظرياتوڅخه راپيل شويده ، په اوس مهاله بيلا بيلو ايز مونو، سياسي او ټولنيزو مسلکونو کي په يوه يا بل ډول کارول کيږي . علامه رشاد هم د ابن خلدون نظريو ته ژمن پاته شوۍ د تاريخ ليکني هغه متود يې کارولۍ چي ريښې او جرړي يې د ابن خلدون په نظريو کي له ورايه څرگندي دي .

ډيرو شننوکو د علامه رشاد په اړه دا خبره منلې چي هغه هيڅ يوه کرښه د کاغذ پر مخ نه راکښل څوچي د هغې په اړه به يې باور او ډاډ نه وای حاصل شوۍ . همدا وينا داستاد علامه رشاد د نورو ټولنيزو علومو تر څنگ په تاريخي څيړنو کي هم په پوره وړتيا څرگنده ده . د علامه رشاد څخه په زيات شمير تاريخي ليکني د ادب او ژبپوهني په تړاو را پاته دي ،چي د بيلگي په توگه ، ډيلۍ د پښتنو په وخت کي سريزه ؛ در باره نظامنامه اکبري و ناظم ان ؛ کوروش خون اشام ، د قيصه خوانۍ خونړۍ پيښه ، څوارلس کلن غازي حاتم او زيات شمير نور داډول خپاره شوي اثاريادولای شو ، خو زما د دې ليکني لپاره د علامه رشاد د نورو تاريخي کتابونو څخه د لودي پښتانه په نوم تاريخي اثر چي د ٤٢٥ پاڼو په لرلو په هند کي د لودي کورنۍ بشپړ تاريخ دۍ ، او هم مي د يوې بيلگي په توگه د نورو تاريخي مقالو څخه په لس مقالې نومي کتاب کي د (( دکرلانيو پاچا هي کورنۍ )) د بحث لپاره ټاکلي دي .

په تاريخي اثارو کي هغه ليکنه يا کتاب د زيات باور وړ گرځي چي د تاريخي څيړنو ټول ارونه پکښي کارول شوي وي . د دې ارونو څخه يو هم د باوري منابعو او لاسوندونو څخه گټه اخيستنه ده چي د پيښو د تصديق او سپيناوي لپاره کارول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه او هم د کرلانيو پاچاهي کورنۍ په اړه د هري پيښي او هري وينا لپاره لاس وند وړاندي کړي او هره وينا يې د ماخذ په مرسته د منلو وړ گرځولې ده . د دې ادعا د ثبوت لپاره د لودي پښتانه ، تاريخي اثر د متن هره پاڼه لوستونکي ته د ډاډ څرگند لاس وند دۍ . د بيلگي په توگه  : په ٧٩ نه اويا يمه پاڼه کي چي د سلطان بهلول د رسيدلو په اړه سرليک پيل کيږي ورسره سم د بيلا بيلو ماخذونو او لاسوندونو ياودنه کوي ، د خورشيد جهان ؛ مرقع افغان ؛ شوکت افغان د اثارو بيلا بيلي پاڼي را يادوي ، چي د نوموړي مطلب د کره کولو لپاره تر ټولو ډاډمن اخځونه دي ، او دا ميتود د لس مقالي نومي اثر په بيلا بيلو برخو کي هم په پوره ځير تيا کارول شويدۍ .

د برلاسو تاريخي څيړونکو يوه ځانگړ تيا دا ده چي د پيښو پر مهال ليکل شويو اثارو ته پوره پام اړوي او د لومړي لاس منابعو په توگه د هغو اثارو څخه زياته گټه پورته کوي چي د پيښي مهال ته نږدې او يا پر يوه مهال وي ، پوهاند رشاد هم د بر لاسو مورخينو په څير د لودي پښتانه په اړه زيات هغه اثار او منابع کارولي چي د هغه مهال ليکوالو ليکلي دي ، لکه مسالک الممالک ( اصطخري ) کتاب الهند ( البيروني ) زين الاخبار ( عبدالحۍ گرديزي ) حدودالعالم ، تزک بابري ( بابر نامه : اودخان خان )طبقات ناصري ( جوزجاني ) اوداسي په لسگونو ، نور يادولای شو .

په تاريخي څيړنو کي يوه بله ستره ځانگړتيا دا ده چي د يوې ادعا لپاره د يوه ماخذ وړاندي کول بس نه دي ، لاس بري مورخين د يوه لاسو ند پر ځاي د ډيرو لاسوندونو پيدا کولو او وړاندي کولو ته پام کوي او زيار باسي چي د خپلي ادعا د سپيناوي لپاره څو ماحذونه وړاندي کړي او يا د يوه ماخذ د تصديق لپاره نور ماخذونه وښئي . علامه رشاد هم د همدې ميتود څخه په لودي پښتانه نومي اثر کي او هم په لس مقالې نومي کتاب کي ، کار اخيستۍ دۍ . د لودي پښتانه په ١٤٩ مه پاڼه کي چي د جونپور دريمه جگړه را يادوي او په لمن ليک کي د هغه مبارک خان سپيناوۍ کوي چي په دې جگړه کي ښکيل دۍ ، او وايې چي دا د ماخذونو په حواله هغه مبارک خان نه دۍ چي د مبارک خان لواڼي په نوم پخوا ياد شويدۍ ، بلکي دا د مونجي خيلو لودي کورنۍ اړوند يوه بل مبارک خان دۍ .(پاڼه ١٤٩ لودي پښتانه )

اکادميسن علامه رشاد په هغه مقاله کي چي د کرلاڼيو پاچاهي تر سرليک لاندي يې خپره کړيده هم دا ميتود کارولۍ دۍ ، د بيلگي په توگه : د کرلاڼي د نوم څيړلو لپاره بيلا بيل لاسوندونه او منابع وړاندي کوي او تر هغه بريده يې د لاسوندنو او اثارو کره کتنه کړيده چي په پر له پسې توگه يې يو ماخذ په بل ماخذ تائيد کړېدۍ ، او ان دا چي طبعاتي تيروتنو ته يې هم پام کړي او هغه يې يادي کړيدي ، لکه چي په لس مقالې نومي اثر په ٣٦ پاڼه کي ليکي : د صولت شير شاهي په ١١٤ مخ کي چي سيد احمد مرتضی ليکلۍ او د عليگړ پوهتون له لوري چاپ شويدۍ هلته د تاج خان سره يوځای بواني ليکل شويدۍ ، چي دا چاپي تيروتنه ده . ( پاڼه ٣٦ لس مقالې )

د تاريخ د علمي يون دوه بنسټيز فکتورونه د زمان او مکان يوالۍ دۍ ، هغه تاريخي پيښه چي زمان او مکان يې څرگند نه وي دبشپړي تاريخي پيښي په توگه نه شميرل کيږي . د همدې اصل له مخي په ټولو تاريخي اثارو کي د پيښي ځای ښودل او د وخت څرگندتيا تر ټولو لومړۍ په پام کي نيول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه نومي کتاب کي په پر له پسې توگه دا اصل په پام کي نيولۍ او د هرې پيښي سره يې د وخت سپيناوۍ کړي او هم يې د سيمي او ځای پيژندل شوني کړيدي . د نوموړي اثر هيڅ يوعنوان او سر ليک بيله څرگندي نېټې نه ليدل کيږي او ورسره د پيښي سيمه او ورشو هم جوته شويده . د بيلگي په توگه په ١٠٩ پاڼه کي د بهلولپور سرليک را يادوو : بهلولپور د خزينته الا صفی په حواله سلطان بهلول ته منسوب دۍ ، په ٩٣٢ هجري کال چي کله بابر مغل د سلطان شهاب الدين غوري ودان شوۍ ښار سيال کوټ وران کړ نو يې د هغې سيمي اوسيدنکي بهلولپور ته وليږل . د بابر نامې په ١٦٦ مخ کي ليکل شويدي چي د بهلولپور کلا د چناب د سين پر غاړه پرته ده . ( ١٠٩ پاڼه ، لودي پښتانه ) .

د ا لنډه ليکنه په پوره روښانتيا دا برملا کوي چي علامه رشاد هغسي چي د هيواد د ستر اديب او نامتو ليکوال په توگه پيژندل شويدۍ ، د هيواد په تاريخ ليکنه کي يې هم ستر لاس درلود او د تاريخ د يوه عالم په څيريې هغه تاريخي پيښي ، تاريخي کورنۍ او يوشمير تاريخي کسان را پيژندلي چي د هيواد د تاريخ لپاره يې پيژندگلوي اړينه وه . او له نيکه مرغه استاد په پوره ځير تيا په تاريخي پاڼو کي د هغو تشو ډکولو ته زيار ايستلۍ چي د اوسني نسل لپاره يې پوهيدل اړين دي .

دپام وړيادونه:

په دې لنډه ليکنه کي د علامه رشاد (( لودي پښتانه . پښتو ټولنه . ١٣٣٦ . )) او (( لس مقالې . دولتي مطبعه . ١٣٦٧ )) سربيره د لاندي اخځونو څخه هم گټه اخستل شويده ، چي د الفبا په ترتيب دي :

  1. باوري ، رسول . د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرگندوني . د مقالو ټولگه . سلام ټولنه . ٢٠٠٢ .
  2. ساپی ، ضمير . تاريخ چيست ؟ . پوهنتون کابل . ١٣٥٤ .
  3. شفا ، شجاع الدين . مايه ، بعد از هزار و چهارصد سال . نشرات زردشتيان . ٢٠٠٤ .
  4. فروغ السادات ، اخضري . تطابق عوامل انحطاط دول ابن خلدون . دانشگاه تهران . ١٣٧٧ .
  5. مير حسين شاه . تاريخ نويسي در شرق . پوهنتون کابل . پروگرام ماستري تاريخ . ١٣٦٧ .

ليكنه: ډاكټر طارق "رشاد"