عبدالرحيم مندوخېل

عبدالرحيم مندوخېل (زوکړه ۱۹۳۷ زېږدي کال، بلوڅستان ايالت، ژوب - مړینه د ۲۰۱۷ ز کال مې) د پښتونخوا ملي عوامي گوند مرستيال مشر، د پښتنو د ملي او سیاسي غورځنگ مبارز، لیکوال او تاريخپوه وو.

مخينه سمول

عبدالرحیم مندوخېل پر ۱۹۳۷ ز کال د بلوچستان په ژوب کې د ښایسته ناوې پر غاړه د شنه غره په لمن کې په اومژه مندوخېل کلي کې د عبدالرحمان په کور کې دې نړۍ ته سترگې غړولې وې. نوموړی پر ۱۹۴۳ ز کې د ژوب په لسېه (های سکول) کې زدکړې پېل کړې او پر ۱۹۵۳ ز کال یې تر لسم ټولگي پورې زده کړې همدلته وکړه. تر دې وروسته يې د کوټې له گورنمنټ کالج (اوسني ساينس کالج) څخه اېف اې او بي اې (۱۲ او ۱۴ ټولگي) پورې زده کړې وکړې او پر ۱۹۶۱ - ۶۳ ز کلونو يې په پېښور پوهنتون کې د وکالت لوړې زده کړې ترسره کړې.

خدای بښلی مندوخېل د خپلو زده کړو پر مهال د عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهيد) او عبدالغفار خان (باچا خان) په مشرۍ د پښتون قام د سیاسي تحریک فعال غړی پاتې شو. نوموړی په پاکستان کې د امريت يا پوځي واکمنۍ پر ضد د غورځنگونو مهمه برخه وو. عبدالرحيم مندوخېل دوه ځله د پاکستان د سېنټ (سنا) غړی او یو ځل د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو. نوموړی په وروستي ځل د ۲۰۱۳ ز کال په ټاکنو کې د کوټې او چاغي پر څوکۍ د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب شو او د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پر همدې څوکۍ پاتې شو.

سياستوال او ليکوال عبدالرحیم مندوخېل د سیاست تر څنگ له لیک لوست سره هم تړلی وو او د تاريخپوه په توگه يې يو شمېر کتابونه ليکلي او گڼ لېکچرونه يې ورکړي وو. د نوموړي په چاپ شوو اثارو کې افغان او افغانستان، انگرېز استعمار او افغانستان، او ټولواکي شامل دي.

نوموړي د پښتنو د بیدارۍ لپاره ډېره مبارزه کړې ده. د افغانستان استقلال د عبدالرحیم مندوخېل مرام وو. هغه په خپل کتاب «افغان او افغانستان» کې یو ځای لیکلي چې، زما نیکه ملا نور خان پر ۱۹۱۹ زېږدي کال د انگریز خلاف جگړه کې برخه اخیستي وه.

عبدالرحیم مندوخیل له صحافت سره هم مینه درلوده. هغه له ۱۹۵۸ تر ۱۹۵۹ زېږدي کاله له راډیو پاکستان سره د نطاق په توگه دنده ترسره کړې وه. د څه وخت لپاره د محکوم ولایت بلوچستان، د کلا سیف الله په یو ښوونځي کې د سر ښوونکي په توگه هم پاتي سوی، چې وروسته یې بیا د څو کلونو لپاره د مدافع وکیل په توگه دنده پر مخ یووړه.

مندوخیل صاحب لومړی ځل پر کال ۱۹۹۱ ز کال د وزیرانو شورا غړی سو. پر ۱۹۹۷ ز کال د ولایتي شورا وکیل وټاکل سو او بیا په ۲۰۰۶ ز کال بیا د دويم ځل لپاره د وزیرانو شورا غړی سو. د ۲۰۱۳ ز کال په ټولټاکنو کې د مشرانو جرگې ته له کوټې او چاغي څخه په نشست این اې ۲۶۰ بریالی شو.

مدني اکر سمول

عبدالرحیم مندوخېل واده کړی وو، او له هغه نه يې په پاتې کورنۍ کې ۶ زامن او دوې لوڼې دي. د هغه د مشر زوی، ښاغلي ډاکټر بایزید په وینا چې مندوخېل صاحب به همېشه موږ ته له انسان سره د مینې، دوستۍ، خوش اخلاقۍ او تعليم، په اړه ښووونې کولې.

مړينه سمول

عبدالرحیم خان مندوخېل، د تاریخ او سیاست استاد، د مشرانو په جرگه کې د پښتونخوا ملي عوامي گوند غړی، د لوی افغانستان د محکوم ولایت، د ۲۰۱۷ ز کال د مې میاشتې پر ۲۱ د کوټې ښار د نري رنځ په روغتون کې تر ډېرې ناروغۍ تېرولو وروسته، نږدې د ۸۱ کلو په عمر له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې څای شه.

د جنازې په مراسمو کې يې د گوند زرگونو پلويانو، د خېبر پښتونخوا او بلوچستان سياستوالو گډون کړى وو.

د جنازې مراسمو ته يې له کوټې د افغانستان جنرال قونسل وحيدالله مومند له يوه پلاوي سره ورغلى وو او د ارواښاد کورنۍ او د گوند غړيو ته يې د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب تسليت وړاندې کړ. د جنازې په مراسمو کې د افغانستان د قونسلگرۍ يوه اتشې جعفر افغان نيازي د افغان ولسمشر او اجرائيه رئيس پيغام ولوست: «د افغانستان جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني د خپل ځانگړي پيغام په ترڅ کې د ارواښاد پر مړينه خواشيني ښودلې او همدا راز د حکومت اجرائيه رئيس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله خپله غمرازي ښکاره کړې ده. ارواښاد مندوخېل د خان شهيد عبدالصمد خان نېژدې ملگرى وو چې يو عمر يې د خپل ولس د خپلواکۍ، هوساينې او پرمختگ لپاره هر اړخېزه مبارزه وکړه. نوموړى د ټولو افغانانو تر منځ د درناوي وړ شخصيت ګڼل کېده.»

د پښتنو د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي د نوموړي مړينه په اوس وخت کې د پښتنو افغانانو لپاره ستره ضايع وګڼله او ويې ویل، تشه به يې تر ډېره ډکه نه شي.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- افغان او افغانستان، د ۲۰۱۵ زېږدي کال چاپ.

۲- انگریزي استعمار او افغانستان.

۳-

اخځليک سمول

۱- https://www.voadeewanews.com/a/abdulraheem-mandokhel-passed-away/3863352.html

۲-https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-39991986

۳-https://www.mashaalradio.com/a/28501895.html

۴-http://www.afghansabawoon.com/%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%84%DB%90/%D8%AF-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B1%D8%AD%DB%8C%D9%85-%D9%85%D9%86%D8%AF%D9%88%D8%AE%DB%90%D9%84%D8%8C-%DA%98%D9%88%D9%86%D8%AF-%DB%8C%D9%88%D9%86-%D8%AA%D9%87-%D9%84%D9%86%DA%89%D9%87-%DA%A9/

۵- https://pa.azadiradio.com/a/28501426.html

۶- https://www.tolafghan.com/news/7979‎