عبدالاحد کرزی

عبدالاحد کرزی (۱۹۲۲ – ۱۴ جولای ۱۹۹۹) یو افغان سیاستوال و، چې په ۱۹۶۰ لسیزه کي یې د پاچا ظاهر شاه په واکمنۍ کي د افغانستان د ملي شورا د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. [۱] [۲] [۳] [۴] نوموړی د خیر محمد خان زوی او د حبیب الله کرزي او عزیزالله کرزي ورور و. د هغه زامن پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی، احمد ولي ، محمود او عبدالقیوم دي چي احمدولي کرزی یې دکرزي د دویم جمهوریت پرمهال دخپل یوساتونکي له لوري ووژل سو اوپاته دوه ذکرسوي وروڼه یې اوس (2024) هم ژوندي دي. [۱] عبدالاحدکرزی دکندهار دبل مشهوره شخص حکمت کرزي تره دی.

عبدالاحد کرزی د پښتنو دپوپلزیو دقوم د مشر په توګه دولسي جرګې په ټاکنو کي له خپلي کورنۍ سره له کندهار څخه پلازمېنې کابل ته ولاړ. [۵] نوموړی د افغانستان پر جمهوری ریاست نیوکې پیل کړې اوله همدې کبله په درې کاله بند محکوم سو چي په ترڅ کي یې د کورنۍ جایدادونه دحکومت له لوري ضبط سول. [۶]

د1999 کال دجولای پر14 نېټه عبدالاحد کرزی هغه مهال د دوو طالبانو له لوري ترور اوقتل سو کله چي نوموړی دپاکستان په کویټه ښار کي دمهاجر په توګه اوسېدی. یاده پېښه هغه وخت ترسره سوه کله چي عبدالاحدکرزی دسهار له لمانځه وروسته له جومات څخه کور ته روان وو. [۲] دکرزی دواړه قاتلین پر موټر سایکل سپاره وو او دنوموړي تروژني وروسته یې له سیمي پښې سپکي کړې. دقاتلینوګولۍ نه یوازې کرزی، بلکې د هغه یوملګری (باز) هم وواژه، چي ویل کېږي د افغانستان له یوې شتمني کورنۍ څخه وو.دمرګ پرمهال عبدالاحدکرزی د ۷۵ او ۷۷ کلونو ترمنځ و. [۶] [۱] ترمړیني وروسته یې دهغه زوی حامد کرزي د پوپلزي قوم مشري او مسوولیتونه پر غاړه واخیستل.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ (په 13 July 2012 باندې). Karzai family tree. BBC
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ (په 3 March 2015 باندې). Exile on Charles Street: Restaurateur Qayum Karzai's life is split between Baltimore and his native Afghanistan. Baynard Woods. The Baltimore Sun
  3. (په 3 June 2012 باندې). Intrigue in Karzai Family as an Afghan Era Closes. The New York Times.
  4. (په 11 December 2001 باندې). Pashtun Comes To Shove. Anne Applebaum. Slate (magazine)
  5. "President Hamid Karzai Archived 6 October 2022 at the Wayback Machine.". The Embassy of Afghanistan, Washington DC.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Francis X. Clines (په 17 December 2001 باندې). A NATION CHALLENGED: THE FAMILY; For Afghan Leader, American Support of Another Sort. The New York Times.