عبدالاحد مومند (زوکړه د ۱۹۵۹ ز کال د جنوري ۱ ) (په انگرېزي: Abdul Ahad Momand) لومړنی افغان تشياليونی دی چې د تشيال مزل يې وهلی. هغه خپلې زده کړې په پوځي هوايي پوهنتون کې بشپړې کړې خو وروسته يې د شوروي اتحاد په تخنيکي مرستو تشيال ته الوتنه وکړه او په دې ډول افغانستان هم د داسې هېوادو په شمېر کې راغی، چې خپل استازي يې تشيال ته استولي دي. عبدالاحمد مومند پر ۱۹۸۸ ز کال له همدغې تشيال الوتنې نه وروسته د گڼ شمېر افغانانو له خوا وستايل شو او د هماغه وخت د هېوادمشر له خوا لوړه پوځي رتبه ورکړل شوه. اړینه ده وویل شي، چې تر تشیال الوتنې وروسته ده ته د هماغه مهال شوروي اتحاد اتلولي هم ورکړ شوه.

عبدالاحد مومند
Intercosmos Research Cosmonaut
مليتافغان
دريځکورناستی
زېږون۱ جنوري ۱۹۵۹(1959-01-01) ‏(عمر: ۶۵ کاله)
سرده، افغانستان
نورې دندېهواباز
رتبهډگروال
په تشيال کې وخت۸ ورځې، ۲۰ ساعته، ۲۶ دقيقې
غوراوی۱۹۸۸ ز.
ماموريتونهمير اي پي-۳ (سويوز ټي ام-۶/سويوز ټي ام-۵)
ماموریتی نښان

مخينه

عبدالاحد مومند د افغانستان د غزني ولايت په سرده کې نړۍ ته سترگې پرانيسې دي. نوموړی د افغانستان لومړنی او په نړېواله کچه څلورم مسلمان ستوريونی دی.

زده کړې

ښاغلي عبدالاحد مومند له خپلو لومړنيو زده کړو نه وروسته د کابل له پوليتخنيک انستيتوت څخه او بيا وروسته له هوايي پوهنتون څخه فارغ شو، نورې لوړې زده کړې يې په پخواني شوروي اتحاد کې بشپړې کړې دي.

له هوابازۍ تر ستوريونۍ

عبدالاحد مومند لومړنی افغان ستوريونی دی. تر دې دمخه چې هغه ستوريونی شي، عبدالاحد مومند د افغانستان په هوايي پوځ کې د پیلوټۍ دنده ترسره کوله. نوموړی پر ١٩٨٨ ز کال ستوريونی شو او په همدې توگه د افغانستان په وگړو کې لومړنی کس وو چې تشيال ته يې الوتنه وکړه. نوموړی پر ١٩٨٨ ز کال د مير په تشيال تمځي کې ٩ ورځې پاتې شو. له مومند سره په دې سفر کې ولاديمير لياخوف او ډاکتر واليري پولياکوف ملگری ول چې د سويوز تی‌ام-٦ ډوله تشیال بېړۍ په ډله کې شامل ول .
په فضا کې يې د اوسېدو پر مهال د خپل هېواد افغانستان انځورونه واخيستل او په اخترفيزيکي،‌طبي او چاپېريال پېژندنې په ازمايښتونو کې يې برخه واخيسته. په اصل کې له هغه سره په دې سفر کې د افغانستان يو بل پیلوټ، ښاغلی محمد دوران غلام معصوم هم تشيال ته تلونکی وو، خو د سفر د پېل نه دمخه د محمد دوران روغتيايي حالت خراب وو، د اپنډکس په ناروغۍ اخته شوی وو نو ځکه هغه ونه شو کړای چې تشيال ته الوتنه وکړي. کله چې عبدالاحد مومند په مير تشیال تمځي کې وو، نو هغه د وخت د هېوادمشر ډاکټر نجيب الله سره په خپله مورنۍ ژبه يانې پښتو ټليفوني خبرې وکړې. عبدالاحد مومند اوسمهال د جرمني په شتوتگارت ښار کې اوسي. .
په همدې ډول نوموړی ته د وخت د دولت له خوا د بريد جنرالۍ رتبه او د افغانستان جمهوريت د اتل لقب ورکړ شو. پر ۱۹۸۸ ز کال له عبدالاحد مومند نه مخکې درې مسلمان تشیالیوني تشیال ته ختلي ول. هغه لومړنى مسلمان چې تشيال ته يې پر ۱۹۸۵ ز كال كې الوتنه كړې، هغه د سعودي عربستان تبعه، شاهزاده سلطان بن سلمان عبدالعزيز السعود وو. ده د STS-51G پروگرام له مخې د ((ډيسكاوري)) په نامه امريكايي تشيال بېړۍ كې تشيال ته الوتنه وكړه. تر ده وروسته دویم مسلمان تشیالیونی د سوريې تبعه محمد فاريس وو چې پر ۱۹۸۷ ز كال په شوروي سايوز – TM-3 ډوله تشيال بېړۍ كې يې تشیال ته الوتنه وكړه. دى څه موده د مير په نامه تشيال تمځي كې وو. د ((اسلام انلاين نېټ)) سايټ شوروی تشياليونى موسى خیرامانوویچ مناروف هم د مسلمانو تشياليونو په نوملړ كې راولي، چې د مير تشيال تمځي ته د سوريې له تشياليوني فاريس نه پنځه مياشتې وروسته ختلى وو. موسى خيرامانوويچ مناروف د پخواني شوروي اتحاد تبعه، خو په خټه ازربايجانى دى. په دې ډول موسی مناروف درېیم مسلمان تشیالیونی بلل کېدای شي. له موسی مناروف نه وروسته څلورم مسلمان تشیالیونی افغان تبعه عبدالاحد مومند وو. دده دا الوتنه هغه مهال وشوه چې تشياليونى موسى مناروف خپلې الوتنې ته دوام وركاوه او پاس په مير تشيال تمځي كې وو. لكه څنگه چې اسلام انلاين نېټ ليکي، دا د تشيالپوهنې په تاريخ كې هغه يوازينۍ پېښه ده، چې په مدار كې هممهال دوه مسلمان تشياليوني ول.

د الوتنې تفصيل

د روسيې او افغانستان د پيلوټانو امله چې د و. ا. لياخوف، و.و. پولياکوف او عبدالاحد مومند، درې کسيزه ډلې نه جوړ و د مير محوري تمځي ته د څېړنو او تجربو په موخه ولېږدېدل چې هلته د و.گ. ټيټوف او م. ک. ماناروف سره يوځای تجربې وکړي. Returned Manarov, Titov (Soyuz TM-4), Chretien (Soyuz TM-7) to Earth. Initial orbit 195 X 228 km at 51. 57 deg. Maneuvered to a 235 x 259 km orbit, then docked with Mir at 05:41 GMT on August 31st, 1988 at its 339 x 366 km orbit. Moved from aft to forward port September 8th, 1988. Undocked 03:33 GMT December 21st, 1989. Revised software installed as a result of TM-5 abort overloaded computer. Landing planned for 06:48 aborted. Backup program used. Orbital Module retained through retrofire. Recovered December 21, 1988 09:57 GMT. Landed 180 km SE Dzhezkazgan.

کابل د تشيال نه (ناسا)

Kabul, Afghanistan area as seen from the Apollo 7 spacecraft during its 39th revolution of the earth. Photographed from an altitude of 127 nautical miles, at ground elapsed time of 61 hours and 20 minutes. Also, visible in picture are the Panjshir River and the Koh-i-Baba Mountains.

افغانستان د تشيال نه (ناسا)

A northwest-looking view across Pakistan, eastern Iran and Afghanistan as photographed from the Mercury-Atlas 9 capsule by Astronaut L. Gordon Cooper Jr., during his 22 orbit Mercury-Atlas 9 (MA-9) spaceflight.


اوسنی دريځ: غير فعال

Trained as: Research Cosmonaut

ډله: ۱۹۸۸ نړېواله ډله ۶

د سفر لپاره د ټاکنې کال: ١٩٨٨

تشيال کې د سفر کال: ١٩٨٨

تشيال کې ټولټال آلوتنې: ١.

په تشيال کې ټول وخت: ٩ ورځې.

تبصرې: د افغانستان هوايي قوه. Originally backup; replaced Masum

محمد دوران غلام معصوم

د زېږېدو هېواد: افغانستان

قوميت: افغان.

د زېږېدو کال: نه دی مالوم

دريځ: غيرفعال.

Trained as: Research Cosmonaut.

دنده: پيلوټ.

جنس: نارينه

ډله: 1988 International Group 6

د ټاکنې کال: 1988

Departure Year: Cancelled due sickness

د آلوتنو شمېر: NA

ټولټال وخت: NA

تبصرې: د افغانستان هوايي قوه. Originally prime crew

انځورتون

سرچينې

  1. محمد طاهر کاڼی ، په تشیال کې لومړنی افغان (راټولوونه او ژباړه، د ۱۳۹۰ لمريز (۲۰۱۱) ز کال چاپ.

دا هم وگورۍ

باندنۍ تړنې