عافيه صديقي

زده کړې

هغه په امریکا کې د ادراکي عصبي علومو په برخه کې زده کړې کړې او په 2001 کې یې د برانډیس پوهنتون څخه دوکتورا ترلاسه کړې.

له القاعدې سره مرسته

عافیه صدیقي د خالد شیخ محمد سره تړاو لرلو تورنه ده چې د سپټمبر د یولسمې د بریدونو طرحه کوونکو څخه یو دی. د ۲۰۰۳ کال په مارچ میاشت کې د شیخ محمد خالد لخوا د القاعدې لپاره د مالي مرستیالې په توګه نومول شوې وه او د FBI پي بي ای د پوښتنو لپاره غوښتل شوي لیست کې شامله شوه.

د صدیقي مدافع وکیل وویل

CIA صدیقي هغه وخت ونیولو کله چې هغه په ​​۲۰۰۳ کال کې له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روانه وه او د نیولو پر مهال یې یو زوی ووژل شو.


نیول او محاکمه کول

د ۲۰۰۳ زېږديز کال راهیسې، هغه تر هغه وخته پورې ورکه شوه تر هغو چې د افغانستان په غزني ولايت کې د سوډيم سيانور له لوښو او د بم جوړولو له نوټونو سره يو ځای ونيول شوه.

صدیقي د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر په میاشت کې د نیویارک په فدرالي محکمه کې د قتل د هڅې او په غزني کې له امریکایي چارواکو سره د خبرو پر مهال د وهنې او زخمي کولو تور ولګول شو چې ګواکي پر امریکايي چارواکو يي د بريد پلان درلود، خو صدیقي دا تورونه ردوي. د ۲۰۱۰ کال په لومړیو کې له ۱۸ میاشتو بند وروسته په ۸۶ کاله بند محکومه شوه.

د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۲۱ مه د صدیقي مدافع وکیل د لاهور های کورټ سترې محکمې ته د صدیقي د نیول کیدو اسناد وړاندې کړل.

کورنۍ

هغې په ۱۹۹۵ کال کې له امجد محمد خان سره واده وکړ، درې اولادونه یې پيدا شول او په ۲۰۰۲ کال کې یې له خپل خاوند څخه طلاق واخیست. دهغی کورنۍ يي دخوشې کولو لپاره ډیرې هڅې وکړې حتي القاعده شبکې د يوه امريکايي وګړي په مقابل کې د عافيي صديقي د تبادلې غوښتنه وکړه همدارنګه طالبانو هم د يوه امريکايي جنرال په بدله کې د تبادلې غوښتنه وکړه داعش هم ددوه امریکايي وګړو په بدله د امریکا له حکومت څخه د تبادلې غوښتنه وکړه خو د امریکا حکومت هېڅ کله عا فیه صدیقي تبادله نکړه. د ۲۰۰۳په فبروري کې، هغې د عمار البلوشي (علي عبدالعزیز علي) سره واده وکړ.