صفيه بنت حيي بن اخطب

صفيه بنت حيي بن اخطب د اسلام د وروستني پيغمبر مېرمن وه د هغې د پلار نوم يې حيي بن اخطب ,او دمور نوم يې ضره وو . كله چې په عربو كي دامام يا پاچا په نوم له ولجې څخه كومه ښه برخه بيله شوه هغه به دصفيي په نوم ياديدله ,حضرت زينب رضي الله عنها په همدې توگه دخيبر په وتلي غزا كي درسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كي راغله ,ځكه خو هم دصفيي په نامه ياديدله . دحضرت صفيي رضي الله عنها پلار دبنو نضير ديهودانو رئيس ,او مور يې دبنو قريضه ديهودانو دمشر لوروه ,صفيه لومړى سلام بن مشكم ته واده شوه هغه طلاقه كړه بيا كنانه بن ابي الحقيق په نكا ح كړه ,كنانه دخيبر په غزا كي ووژل شو او صفيه بندي شوه ,كله چې دخيبر دجنگ بنديان راټول كړاي شول نو حضرت دحيۀ كلبي رضي الله عنه حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم ته عرض وكړ چې يوه مينځه وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وفرمايل ورشه يوه خوښه كړه ,دحيۀ كلبي رضي الله عنه صفيه خوښه كړه چې پدې كې يو صحابي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورغى او عرض يې وكړ چې تاسي دبنو نضير او بنو قريضه يهودو رئيسه حضرت دحيۀ كلبي ته وركړه ؟ هغه يواځي له تاسو سره ښايي . رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت دحيه رضي الله عنه ته يوه بله مينځه وركړه او صفيه يې ازاده او بيا يې نكاح ورسره وكړه ,چې دخيبر په لاره په صهبا نومي ځاي كي يې دواده مراسم تر سره شول . رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت صفيي سره خورا مينه درلوده ,يوه ورځ يې وليده چې صفيه ژاړي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورڅخه وپوښتل ولي ژاړې ؟ صفيي ورته وويل چې عايشه او زينب رضي الله عنهما وايي چې مونږ په ټولو بيبيانوكي غوره يو مونږ درسول الله صلى الله عليه وسلم سره په نكاح سر بيره دهغه دتره لوڼې هم يو . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې :تاهغوي ته ولي ونه ويل چې حضرت هارون عليه السلام زما پلار ,حضرت موسى عليه السلام زما تره او حضرت محمد صلى الله عليه وسلم زما خاونددى ,نو په څه شي تاسي له ماڅخه ښې كيدلای شي ؟ حضرت صفيه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال وفات شوې او دجنت البقيع په هديره كې خاورو ته سپارل شوي ده . انا لله وانان اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .

دا هم وگوري