صبغت الله مجددي

د افغانستان شپږم لنډمهاله ولسمشر

صبغت الله مجددي (١٩٢٦ - ۲۰۱۹). په ١٩٩٢ کال کې د کمونېسټي رژيم د راپرځېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني هېوادمشر په توگه دنده درلوده. صبغت الله مجددي د نجات اسلامي افغانستان د گوند مشر هم وو.

صبغت الله مجددي
صبغت الله مجددي
صبغت الله مجددي

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ اپریل ۱۹۲۵(1925-04-21)
کابل   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه ۱۱ فبروري ۲۰۱۹ (۹۳ کال کلنۍ کي)
کابل [۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د افغانستان شاهي واکمني (۱۹۲۶–۱۹۷۳)

د افغانستان جمهوريت (۱۹۷۳–۱۹۷۸) د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲–۲۰۰۲) د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶–۲۰۰۱) افغانستان د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت (۱۹۷۸–۱۹۹۲)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

واک
عملي ژوند
تعلیم د الازهر پوهنتون
حبيبيه عالي ليسه   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو
عربي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کابل پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ښاغلی مجددي په پاکستان کې د مجاهدينو تر منځ د يوه پخواني تړون پر بنسټ د افغانستان د اسلامي دولت هېوادمشر شو. نوموړی تر دوو مياشتو پورې د افغانستان هېوادمشر و چې بيا تر ده وروسته برهان الدين رباني د هېوادمشرۍ په چوکۍ کېناسته. هغه په دې هېڅکله و نه توانېده چې د مجاهدينو د بېلابېلو گوندونو او تنظيمونو تر مېنځ پخلاينه راولي.
په اوسينيو سياسي پېښو کې، مجددي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه گوښه کړی وه. د ٢٠٠٣ کال په ډېسمبر مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښاغلی مجددي د لويې جرگې د ريس په توگه وټاکل شو. مجددي پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۹ میلادی (د ۹۳ کالو په عمر) کي ومړ.

پخواني وختونه سياسي او شخصي ژوند سمول

ښاغلی مجددي په ١٩٢٦ زېږيز کال کې د افغانستان لويديځ ولايت هرات کې زېږېدلی. نوموړی د مجددي له کورنۍ نه ده چې نصب يې د احمد سرهندي مجددي پورې رسېږي.

د روسانو يرغل ( 1979 - 1989 ) سمول

د هېوادمشرۍ وخت سمول

صبغت الله مجددي د يوولس ورځو وروسته په کابل کې د مېشتو گوندونو لخوا د هغه تړون له مخې د دوه مياشتو لپاره هېوادمشر وټاکل شو چې په هغه تړون کې د گلبدين حکمتيار د حزب اسلامي گوند او شعيه گوندونه په تړون کې نه ؤ شامل شوي. په همدې تړون کې داسې هم راغلي وه چې د صبغت الله مجددي د هېوادمشرۍ د مودې وروسته به د جمعيت اسلامي گوند مشر برهان الدين رباني د څلورو کالونو لپاره د افغانستان هېوادمشر وټاکل شی.

د ۱۹۹۲ د جون په مياشت کې د مجددي د هېوادمشرۍ موده پای ته ورسېده او واک يې د رهبرۍ شورا ته وسپاره، چې تر دې وروسته رهبرۍ شورا برهان الدين رباني د هېوادمشر په توگه ونوماوه. د همدې ډول ترتيباتو د مخالفت پر اساس حکمتيار پر کابل باندې راکټي بريدونه پيل کړل چې همدا بريدونه تر درې کالونو پورې پرله پسې توگه کېدل او په همدې توگه د ۱۹۹۵ د فبرورۍ په مياشت کې حکمتيار کابل پرېښودلو ته مجبوره شو.

وروسته د طالبانو نه سمول

واک اخيستنه له
ډاکټر نجيب الله
څخه
د افغانستان هېوادمشر
April 1992 – June 1992
واک سپارنه و
برهان الدين رباني
تـــه

باندنۍ تړنې سمول

  1. https://tribune.com.pk/story/1908902/3-former-afghan-president-sibghatullah-mojaddedi-passes-away/