انگرېزي: Shahnawaz Tanai) د افغانستان يو پخوانی پوځي جنرال دی چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د دولت په وړاندې يې يوه ناکامه کودتا ترسره کړه او تر کودتا وروسته پاکستان کې يې پناه وغوښتله. تر دې دمخه يې د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان په وړاندې په پوځي کودتاه کې د کوماندو بولندوی پاتې شوی.

شهنواز تڼی
شهنواز تڼی
شهنواز تڼی

محمد اسلم وطن جار
محمد رفیغی
د ملي اردو ریس
د واکمنۍ دوران
۱۹۸۶ – ۱۹۸۸
د دفاع وزیر
د واکمنۍ دوران
۱۹۸۸ – ۱۹۹۰
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۵۰
خوست ولایت
د مړينې نېټه 7 مارچ 2022 (71–72 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان
لقب پوځي جنرال
ګوند د خلق ډموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پوځي ځواک  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د ثور انقلاب
په افغانستان کې شوروی جګړه
افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز )  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پوځی ژوند

فعالیتونه

شخصی ژوند

مخينه

ډگر جنرال شهنواز تڼی د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ په دره گي کلي کې زېږېدلى دى.

زده کړې

ده لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په ښوونځي کې کړې دي او د کابل له حربي لېسې څخه تر فارغېدو وروسته په حربي پوهنتون کې شامل او په ١٣٥٠ کال کې ددې پوهنتون له پلې پوهنځى فارغ شوى دى . نوموړي ، له ١٣٥٢ تر ١٣٥٦ کاله د کابل په بالاحصار کې د پراشوتي کوماندو او په پخواني شوروي اتحاد کې د قوماندانۍ او مسلکي مهارتونو زده کړې کړې دي.

دندې

شهنواز تڼي د ريشخورو د ٧مې پلې فرقې د يوه بلوک د قوماندان او د کابل بالاحصار د کوماندويي پراشوتي ځواک د ټولي قوماندان په توگه تر دندو اجرا کولو وروسته ، د ١٣٥٧ کال د ثور په ٧مه ، د خلقيانو او پرچميانو له خوا د سردار محمد داود خان د رژيم د ړنگېدو پر ورځ د کابل په بالاحصار کې د کوماندو پوځ قوماندان وټاکل شو . تڼي ، چې د ثور د ٧مې په کودتا کې يې فعاله ونډه لرله ، تر ١٣٦٨ کاله د مزار شريف په دهدادي کې د وسلوال پوځ لوى قوماندان ، د شمال زون د دفاع د رييس ، د هرات د عسکرى پوځ لوى قوماندان او د زون د دفاع رييس ، د دفاع وزارت د کشف د رييس ، د قرغې د ٨مې فرقې قوماندان ، د لومړي نمبر مرکزي قول اردو قوماندان ، د کابل گارنيزيون قوماندان ، د افغانستان د وسله وال پوځ لوى د رستيز ، د وطن د دفاع د عالي شورا منشي او دفاع وزير په توگه دندې ترسره کړې دي.

شهنوزا تڼي چى د خلک دموکراتيک گوند د مرکزي کومېټې او ددې گوند د سياسي بېرو غړيتوب يې درلود ، په ١٣٦٨ کال کې د وخت د جمهور رييس ډاکټر نجيب الله پر ضد تر پوځي كودتاه وروسته پاکستان ته ولاړ او په ١٣٨٣ کال کې هېواد ته راستون شو. شهنواز تڼي ، په ١٣٧٢ کې د افغانستان د سولې غورځنگ گوند بنسټ کېښود او اوس هم د همدغه گوند مشري کوي.

اخځونه

  1. د پژواک خبري اژانس د انټرنېټپاڼې د ژوند ليکونو برخه .