شهاب ۳

پوځ د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک
هېواد ایران
واټن ویشتونکی ۱۰۰۰ شهاب ۳ ای
۲۰۰۰ سهاب ۳ بی
د راکت وزن ۱۷،۴۸۰ کیلوگرامه
سروکی وزن ۱۰۰۰ کیلوگرامه

شهاب ۳ د ایران د مځکې نه مځکې ته یو توغندی دی، چې ۲۰۰۰ کیلومتره لیرې واټن ویشتونکی دی. دغه توغندی د سترتیژیکي هدفونو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږی.

تاریخ

ایران او د کوريا ولسواک خلق جمهوريت په ۱۹۹۳ کال کی یو مهم تړون لاسلیک کړل. د تړون په اساس او د کوريا ولسواک خلق جمهوريت ایران ته د نو ډونگ ۱ توغندو ور کړ. د ایران انجینیرانو د نو ډونگ ۱ توغندی کاپی وکړل او نوی بالیستیک توغندی جوړول. د شهاب ۳ توغندی د ۲۰۰۳ کال څخه جوړېږي. هره توغندی کولای سی اتمی یا غیر اتمی سروکی (خولۍ ، بم) ولری. دغه راکتونه د مصنوعی اقمار په مرسته رهبری کېږی او د مایع سون موادو په واسله حرکت کوی.