شاپ (په لاتینی ژبې: suppositorium) د جامد درمل شکل دی چی مقعد یا واژن (مهبل) ته ورکول کېږی. شاپ کولای شی پر انسان موضوعی یا کلی آغیزه وکړی. دغه د درمل شکل کولای شی د دردونو، تبی، قبض، واژن د سرایت د علاج لپاره کار واخلی.

د گلسيرين شاپونه چی د قبض د علاج لپاره کارېږي
د شاپ قالب

تاریخ

شاپ ډېر پخوانۍ د درمل شکل دی. انسانانو په پخوانۍ وخت کې د مچیو د موم څخه شاپونه جوړکړل. خو په اوس وخت کې د شاپونو جوړولو لپاره د مصنوعي موادو څخه لکه گلسيرين، آډېپس نېوټراليس (Adeps neutralis)، ژلاتین، د ترکوندی تیل، د کاکاو تیل کار اخلی. په اوس وخت کی شاپونه په صنعت او درملتون کی د قالبی په مرسته جورېږی.

شاپونه

د شاپ بنیادي (اصلي) ماده د نیمه پلاسټیک خاصي ماده ده چی د شاپ جوړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږی. د شاپ وزن ۲ یا ۳ گرامو ته رسېدلای شی. دغه ماده باید د انسان پر بدن باندي هیڅ د حساسیت آغیزه و نه لرِی. هر د شاپ ماده د بنیادي(اصلي) مادې، امولسیون کونکي موادو او درملونو څخه جوړ شوي دي. شاپونه چی مهبل ته ور کول کېږي کروي فورم لري او اصلي ماده يې عمومًا د ژلاتین څخه جوړېږي. شاپونه چی مقعد ته ورکول کېږي د استوانې (سلنډر) فورم لري.

د شاپ ډولونه

  • اصلی شاپ
    • درمل په اصلي مادې کی حل شوی دي
  • د سوسپانسیون شاپ او د امولسیون شاپ
  • د سوسپانیون - امولسیون شاپ