استاد شاه ولي افغان (په انگرېزي: Shah Wali Afghan) د افغاني سندارا يوه پېژندل شوې څېره ده. نومړي د سندربولۍ او سندارا ډگر کې د استادۍ تر کچې زده کړې کړي چې په دې توگه يې افغانستان ته د ختيځې غزلبولۍ په ډگر کې لوی وياړ ور په برخه کړی. نوموړی اوس د کاناډا په ټورنټو ښار کې د کډوالۍ شپې ورځې تېرولو سره سره افغاني سندارا ته په چوپړ بوخت دی او له ۳۰۰ ډېر زده کوونکي لري .

شاه ولي افغان

شاليد
زېږون نوم شاه ولي افغان
زېږېدنه مارچ 7, 1334(1334-03-07)
کاپيسا, افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه

مخينه

 
استاد شاه ولي او استاد بختيار

استاد شاه ولي افغان چې په ماشومتوب کې غلام دستگير نومېده، د خليفه بهرام خان ځوی او د خليفه تبرک شاه لمسی دی. دی د کاپيسا ولايت د تگاب ولسوالۍ د امن زي سيمې په شل وټي کلي کې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې زېږېدلی دی. په هډ پښتون او د ساپو دخليفه په ټبر پورې اړه لري. استاد شاولي شپږ وروڼه لري، چې پينځه يې مړه دي او يو يې ژوندی دی چې ولي جان نومېږي او له استاد شاه ولي نه کشر دی. اؤ نؤمؤرى دملآ مياگل جان نو كر هم پاتي شوي