سږي

اناتومی دسږو

سږي د انسان او ډېرو حېواناتو د ساه اخستلو نظام کې لومړي غړي دي، ځينې کبان او ځينې کونجکې هم دا غړي لري. په تي لرونکو او ډېرو هغو کې چې ستون فقرات (د ملاتير) لري، سږي يې د زړه په دواړو خواوو کې له ستون فقرات (د ملا تير) سره نژدې پراته وي. د ساه اخستلو په نظام کې د سږو کار دا دی چې له هوا نه اکسين تر لاسه کړي او د وينې جريان ته يې ولېږدوي او د ګازو د تبادلې په بهير کې د وينې له جريان نه کاربن ډای اکسايډ اتموسفير ته خوشې کړي. تنفس په بېلا بېلو ډولونو سره د بېلا بېلو عضلاتي نظامونو په مټ پر مخ وړل کېږي. تي لرونکي، په سينه ښوېدونکي حيوانات او مرغۍ د ساه اخستلو د ملاتړ او پياوړي کولو لپاره له بېلا بېلو غړو کار اخلي. په لومړيو څلور پښو لرونکو څارويو کې، د خولې په پمپ کولو سره د ستوني د عضلو له لارې هوا د هغوی سږو ته رسېده، دا هغه طريقه ده چې اوس هم په «امپيبيانو» کې ليدل کېږي (امپيبيان هغه حيوانات چې په وچه او اوبو دواړو کې ژوند کوي-ذو الحياتين). په انسانانو کې د تنفس لپاره هغه اساسي غړی چې د ساه اخستلو دنده پر مخ وړي«دیافراګم» (هغه جلا کوونکې پرده چې سينه له خېټې بېلوي) دی. سږي د هوا جريان هم برابروي، چې د انسانانو د خبرو په ګډون د خولې د اوازونو شونتيا رامنځ ته کوي.

The lungs flank the heart and great vessels in the chest cavity. (Source: Gray's Anatomy of the Human Body, 20th ed. 1918.)
Air enters and leaves the lungs via a conduit of cartilaginuous passageways — the bronchi and bronchioles. In this image, lung tissue has been dissected away to reveal the bronchioles
, 20th ed. 1918.)

انسانان دوه سږي لري، يو چپ اړخ او بل ښي اړخ ته دي. دواړه د سينې د پنجرې په تشه کې پراته دي. ښی سږی له چپ سږي غټ دی، په سينه کې د تشې يوه برخه د چپ سږي او زړه سره شریکه ده. دواړه سږي نږدې يو اعشاريه درې کيلو ګرامه (۲.۹ پاونډه) وزن لري؛ خو ښي لور ته سږی يو څه دروند دی. سږي د ښکتني تنفسي ماشين برخه ده، هغه ماشين چې د ساه اخستلو له پايپ سره پيليږي او بيا يې څانګې په سترو او کوچنيو څانګو (برونش او برونشيول) کې سږو ته رسېږي او د تنفس هوا د رسوونکې سيمې په مټ تر لاسه کوي. د رسولو سيمه، د برونشيو په پای کې ختمیږي. دا د تنفسي سيمې په تنفسي برونشيول وېشل کېږي، کوم چې بيا په «الويولي» لارو وېشل کېږي، له دې بيا الويلي کڅوړې جوړېږي، په کومو کې چې اليولي (الويل کوچنۍ کڅوړه ډوله موجود دی) وي، په همدې ځای کې د ګازونو تبادله منځ ته راځي. اليولي د ساه اخستلو د برونشيولونو او اليولر د ويالو په دېوالونو باندې ډېر کم موجود وي. دواړه سږي په شريکه سره نږدې د ۲،۴۰۰ کيلو متره (۱،۵۰۰ ميله) په اندازه د هوا لارې او له درې سوه نه تر پنځه سوه ميليونه پورې اليولي لري. له هر سږي د دوه پردوه لرونکې يوه کڅوړه چاپيره ده چې د څنډې په پرده يادېږي؛ دواړه پردې د اړخيزو مايعاتو د يوې پردې په مټ بېلې شوې دي، کوم چې بهرنیو او داخلي پردو ته اجازه ورکوي چې له زيات سولېدو پرته د تنفس پر مهال یو د بل دپاسه وښوېږي. داخلي پرده هر سږی په برخو وېشي، چې «لوب» بلل کېږي. ښي سږی درې «لوب» او چپ سږی دوه لري. دا لوبونه بيا په « bronchopulmonary» برخو او د سږو په کوچنیو لوبونو وېشل شوي دي. سږي د وينې يوه بې سارې وړاندې کول لري، د اکسيجن د تر لاسه کولو او د کاربن ډای اکسايډ د خوشې کولو په موخه، د سږي د وينې په جريان کې له زړه نه له اکسيجن خالي وينه تر لاسه کوي او د وينې د برونشي دوران پر مهال د سږو نسجونو ته  اکسيجن لرونکې وینه په جلا ډول رسېږي.

شونې ده چې د سږو نسج د ډېرو تنفسي ناروغيو تر اغېز لاندې راشي، لکه: د سږو نمونيا او د سږو سرطان. د سږو په اوږدمهالو خنډي ناروغيو کې اوږدمهاله برونشيت او «امفيزم» (د سږو پړسېدل) شامل دي، شونې ده چې لامل يې نشه کول (د لوګي نشه) يا د زيان رسونکو موادو په وړاندې ښکاره کېدل وي. له يو مسلک سره د اړوندو خلکو د سږو ډېرې ناروغۍ د ځينو توکو له امله منځ ته راغلې دي، لکه د ډبرو سکرو ګرد، اسبيسټوس فايبرونه (ناسوځ مالوچ يا پاغونده) يا د ډبرو دوړې. د برونکايټس په څېر ناروغۍ کولای شي ،د ساه اخستلو پر نالۍ اغېزې وکړي. د سږو سره اړوند طبي اصطلاحګانې ډېر ځله په پلمو « pulmo» سره پيليږي، دا ټکی له لاتيني pulmonarius نه اخستل شوی (چې معنا يې ده سږي)، لکه پلمونولوژي،يا نيمومو سره پيليږي (چې له لاتيني ټکي « πνεύμων» نه اخستل شوی او معنا يې ده سږی) لکه په نمونيا (سينه بغل) کې.

په جنيني وده کې، سږي بهر لور ته د يوې بهرنۍ کڅوړې په څېر په جوړېدو پيل کوي، دا يوه داسې نالۍ ده چې د هاضمې د نظام د پورته برخې د جوړولو دنده پر مخ وړي. کله چې دواړه سږي جوړ شي، جنين له مايعاتو په يوې ډکې امينيټک (يوه کڅوړه ده چې منځ يې خالي او له مايعاتو ډکه وي) کڅوړې کې اېښودل کيږی او له همدې امله دوی د ساه اخستلو لپاره کار نه کوي. وینه هم د شریاني لارو په مټ له سږو بل لور ته اوړي. په همدې بنسټ، د زېږد پر مهال د سږو له لارې د هوا رسېدل پيليږي او هغه لاره بنديږي چې وينه يې بل لور ته اړوله، تر څو سږي وکولای شي، تنفس پیل کړي. سږي يوازې د کوچنیوالي په لومړيو کې بشپړه وده کوي.

جوړښت سمول

اناتومي سمول

سږي په سيمه کې د زړه  دواړو غاړو ته د پوښتيو په پنجره کې پراته دي. سږي په مخروطي بڼه وي چې پورته سر يې ګرد او نازک وي، پراخه مقعر (ګرد تش منځی) بېخ لري چې د ډيافراګم په محدبه سطحه پراته وي. د سږو څوکه د غاړې تر بېخ پورې غځېدلې وي، چې د لومړۍ پوښتۍ له هغې کچې نه لږ پورته ځای ته رسېږي، په کومه نقطه کې چې پوښتۍ د سينې له منځني هډوکې سره وصل کېږي. سږي د پوښتيو په پنجره کې د ملا تير سره له نژدې ځای نه د سينې تر مخې پورې او د «تراشيا» (وچه مرۍ) د ښکتنۍ برخې نه تر ديافراګم پورې غځېدلي دي. په سینه کې يو څه سيمه د کيڼ سږي او زړه تر منځ شريکه ده، همدا سږی په خپله څنډه کې يوه نښه(کنده) لري چې د چپ سږي  د زړه د کندې (cardiac notch) په نامه يادېږي، همدا نښه د دې لپاره ده، چې زړه ته يې ځای ورکړی. د سږو مخامخ او بهرنۍ څنډې پوښتيو ته مخامخ دي چې د دوی په سطحو باندې کوچنۍ کندې يا نښې جوړوي. د سږو منځنۍ سطحې د سينې د مرکز پر لور وي، د زړه، سترو وريدونو (غټو رګونو) او کارينا په مقابل لوري کې پرتې وي، چېرې چې «ټريشيا» په دوو مهمو برونشونو وېشل کېږي. د زړه اغېز يوه کنده يا نښه ده، چې د سږو په سطحه په هغه سيمه کې جوړه شوې چې د زړه په مقابل کې موقعيت لري. [۱][۲][۳]

دواړه سږي داخل لور (د خپل ځان اړخ ته) ته مرکزي تاوېدل لري، چې «هليوم» بلل کېږي، چېرې چې د وينې لرګونه او د هوا لارې تر سږو رسېږي چې د سږو رېښې جوړوي. د هيليوم دپاسه « bronchopulmonary» «لمف» غوټې هم شته. [۴]

له سږو نه د سږو د څنډو پرده چاپېره ده. دا څنډه دوه «سيروسي» پردې دي؛ بهرنۍ دېوالي پردې د سينې د پنجرې داخلي دېوال پوښلی او د دخلي کولمو پردې نېغ په نېغه د سږو سطحه پوښلې ده. د دواړو څنډو تر منځ یوه ممکنه سيمه شته چې د څنډې يا تشې (خالیګاه) په نوم ياديږی، په کوم کې چې د څنډو غوړونکی يو نری پوړ پروت دی.

لوبز سمول

هر سږی په برخو وېشل شوی دی چې «لوبز» بلل کېږي، دا وېش داخل ته د کولمو د تاويدونکې څنډې د پردې په مټ د کات یا درز په بڼه شوی دی. لوبز په څو برخو وېشل کېږي او همدا برخې بيا په نورو څانګو وېشل شوې چې فرعي څانګو ته يې «لوبولس» وايي. په ښي سږي کې درې او په چپ سږي کې دوه لوبونه دي.

له زېږد مخکې د ودې په لومړيو کې دا درزونه د کولمو د پوښ په بېرته تاوېدو سره جوړيږي، کوم چې د مرۍ غاړې سره وېشي او سږي په لوبونو وېشي چې د سږو په پراخېدو کې مرسته کوي. ښي سږی د يو افقي درز او يو مايل درز په مټ په درې لوبونو وېشل شوی دی. کيڼ سږی د يو رېونده درز په مټ په دوو لوبونو وېشل شوی دی، کوم چې په ښي سږي کې له رېونده درز سره پر ليکه دی. په ښی سږي کې لوړ افقي درز، لوړ (پورتنی) لوب له منځني لوب څخه جلا کوي. ښکتنه رېونده درز،د  درز ښکتنی لور له منځني او پورتني لوبونو نه جلا کوي.

د سا اخيستنې کړنې سمول

اېنرژي په بدن کې د اېروبيک سااخيستنې په پايله کې جوړېږي. اېروبيک سااخيستنه يا سااخيستنې ته آکسيجن ډېر اهم عنصر دی او په دغه کړنه کې کاربون ډای آکسايډ يو درېيم گړی جوړښت دی، سلولونو ته د آکسيجن سمه لېږدېدنه او د سلولونو نه د کاربون ډای آکسايډ وېستنه، دا ټول د اېروبيکې سااخيستنې برخې دي. د لاروچارو د کتلو لپاره

د سا نه اخيستنې کړنې سمول

د سااخيستنې د کړنو، لکه دگازونو بدلون او د هايډروجن آيون د غلاظت د مننظمولو سره سره سږي دا لانديني کړنې هم ترسره کوي:

  • د سره رگونو په وينه کې د ژواکپوهنيزو فعالو توکو او دارو درملو غلاظت باندې اغېزه کوي.
  • په تور رگونو کې غوټه شوې وينه فلتر کوی
  • د يوې فيزيکي پستې ټوټې په څېر زړه ته د يو بالښت حيثيت لري او د سږو نرم والی د فشار په وړاندې د زړه ژغورنه کوي.

د تيورو ژوؤ سږي سمول

د تيورو ژويو سږي د مچيو ځالې ته ورته سفنجي بڼه لري. ددوي د سږو سطحه په لويه کچه د ايپيتېليم ووب نه جوړه ده. د انسانانو سږي د دغه ډول سږو ښه بېلگه ده. د سااخيستنې کړنه په لويه اندازه د عضلي پرين په مرسته ترسره کېږي. پرين د ټټر او خېټې غړي هم سره بېلوي. کله چې پرين مخ په ښکته ځان راغونجوي نو په همدغه وخت کې هغه تشه چې سږي پکې پراته دي هم لويېږي. هوا د پزې او خولې له لارې بدن ته ننوځي، بيا همدا هوا د ستونې نه تېرېږي او کرنکې ته ورننوځي، کرنکه په خپلې لاندنۍ برخه کې په څانگو وېشل شوې چې دغه څانگې د برونکي په نامه يادېږي، همدا شان هوا هم په همدغو څانگو کې ورننوځي او په دې وخت کې بيا سږي د هوا نه ډک شي او د ټټر د تشې لويوالی، سږو کې د هوا د ننوتلو آسانتيا راولي. د پرين آرامه حالت بيا يو برعکس عمل ترسره کوي، کله چې سږي په آرامه حالت کې وي نو همدا سږي بېرته مخپورته راټولېږي چې په دې سره په سږو کې دننه هوا دباندې راوځي. د ورځښت او سپورټ په وخت کې پرين په چټکۍ سره خپل کار ترسره کوي.

اناتومي سمول

د آلوتونکو ژويو سږي سمول

د خاپوړن ژويو سږي سمول

د بې شمزۍ ژويو سږي سمول

آر سمول

سرچينې سمول

  1. Drake, Richard L.; Vogl, Wayne; Mitchell, Adam W.M. (2014). Gray's anatomy for students (الطبعة 3rd). Edinburgh: Churchill Livingstone/Elsevier. د کتاب پاڼي 167–174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7020-5131-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Betts, J. Gordon (2013). Anatomy & physiology. د کتاب پاڼي 787–846. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-938168-13-0. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Standring, Susan (2008). Borley, Neil R. (المحرر). Gray's Anatomy: The Anatomical Basis of Clinical Practice (الطبعة 40th). Edinburgh: Churchill Livingstone/Elsevier. د کتاب پاڼي 992–1000. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-443-06684-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Alt URL
  4. Moore, K (2018). Clinically oriented anatomy (الطبعة 8th). د کتاب پاڼي 333–339. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781496347213. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)