سپین بیرغونه
سپین بیرغونه، (په ژبه کُردي: ئاڵاى سپي) چې د سفیانیون په نوم هم پیژندل کیږي،[۱][۲] د کردانو یوه وسله واله اسلامپاله او ملتپاله ډله ده چې د انصارالاسلام یوه څانګه ده. دوی د عراق په شمال کې د عراقي حکومت پر ضد په شخړو کې میشت دي.[۳][۴] دوی د کردانو د ساتنې او د یوه خپلواک اسلامي کردستان لپاره جګړه کوي. دوی په 2017 کې د عراقي اردو لخوا د کردانو ښارونو نیولو په ځواب کې رامینځته شوي.[۵][۶]
سپين بیرغونه (White Flags) | |
---|---|
د د عراق او کردانو جګړه او د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې شريک | |
پورته: د سپین بیرغونو مشهور بیرغ لاندې: د سپين بیرغونو لږ کارول شوی بیرغ | |
فعال | ٢٠١٧ – اوس |
نظریات |
|
گروپ | کردان |
مشران | |
د کاروايانو ځاينه | په هغو سیمو کې چې د عراقي حکومت او کردانو تر منځ لانجه لري |
د پيل کيدو سبب | انصارالاسلام په کوردستان |
اتحادی | |
مخالفین |
نظریات سمول
سپین بیرغونه کرد ملتپال او بېلتون غوښتونکي دي، چې غړي یې ځانونه د "کردانو مقاومت" بولي.[۷][۸] د عراق حکومت ویلي چې سپین بیرغونه د انصارالاسلام یوه برخه ده.[۹]
د دې ادعا د حقیقت ثبوت دا دی چې د سپین بیرغونو مشر او بنسټ ایښودونکی، عاسي قوالي، یو سخت اسلامپال او کرد ملتپال دی چې پخوا د کردانو په حکومت کې و. هغه د ملا کرېکار او د انصار الاسلام له مختلفو غړو سره هم نږدې اړیکې درلودې. د سپینو بیرغونو متناسب بیرغ په سر کې "انصار الاسلام غورځنګ" لیکل شوی.[۱۰]
د عراق حکومت پېشمرګه (د کردانو پوځ) او د کردستانو حکومت د سپین بیرغونو په ملاتړ تورن کړي دي.[۱۱]
بریدونه سمول
سپین بیرغ د عراقي چارواکو له خوا یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي. د 2017 په وروستیو کې، یو عراقي او ترکي سیاستوال کرد مشران د دې ډلې په ملاتړ تورن کړل. دا خبره د کردستان سیمه ایز حکومت رد کړې ده.[۱۲] د سپین بیرغونو یو مشر، هېوا چور، د هغه د څلویښتو کلونو په لومړیو کې د کردانو اسلامپاله وسله وال، په عراق کې د القاعدې پخوانی غړی و، خو هغه وروسته له هغې پریښوده چې په عراق کې القاعده له داعش سره یوځای شوه.[۱۳] سپین بیرغونه چریکي تاکتیکونه لکه د برید په څیر کاروي او په افغانستان کې د طالبانو په څیر چاودیدونکي توکي کاروي. سپین بیرغونه هم هاوانونه او راکټونه کاروي. دغه ډله د عراقي پوځ پر اډو، پوستو او پوځیانو بریدونه کوي او ډېری وخت پر ملکي وګړو هم بریدونه کوي.[۱۴]
هم وګوره سمول
سرچینې سمول
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.

- ↑ (په 8 April 2018 باندې). [{{{url}}} ISIS 2.0]. Sunday Herald
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.