سوده بنت زمعه چې د بي بي سودې په نامه هم پېژندل کېږي د اسلام د وروستي پيغمبر محمد مېرمن او د لومړنيو مسلمانانو ښځو نه شمېرل كيږي . دې هغه مهال له خپل ميړه سكران بن عمرو سره حبشې ته هجرت وكړ. يو روايت دادى چې سكران په حبشه كې مرتد شو اوعيسويت ته واوښت . بي بي سودې ورنه طلاق واخيست اومكې ته بيرته راغله سكران هماغلته په حبشه كې مړ شو . بل روايت دادی چې سوده رضي الله عنها دسكران په ملتيا مكې ته راغله اوڅو ورځې وروسته سكران وفات شو. له سكران څخه دسودې رضي الله عنها يو زوى وو چې عبدالرحمان نوميده او دجلولاء په وتلې جگړه كې په شهادت ورسيد. داُم المؤمنين بي بي خديجې رضي الله عنها له وفاته وروسته دسودې رضي الله عنها دپلارزمعه په خوښه اوشته والي كې ددې نكاح له حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم سره وشوه . دغه مباركه بي بي دلوړې ونې او خورا ښې تنې ميرمن وه . لوى خدای جل جلاله ورسره ددغو اوصافو ترڅنگ فياضي , سخاوت , اطاعت اوفرمانبرداري هم ورپه برخه كړې وه . داُم المؤمنين سوده رضي الله عنها دوفات په كره نيټه كې اختلاف دى خو داخبره باوري ده چې دحضرت عُمر رضي الله عنه دخلافت پرمهال لاژوندۍ وه .

دا هم وگوري