موسیقي

(له سندارا نه مخ گرځېدلی)

موسیقي د میلوډي، هارموني، ریتم او د غږ د تون د عناصرو له مخې د غږ د تنظیم کولو هنر دی. چې د ټولو انساني ټولنو نړیوال کلتوري اړخ جوړوي. د موسیقي په عمومي تعریف کې د موسیقي عمومي عناصر لکه د غږ زیر او بم والی (چې په میلودي او هارموني واک لري) ریتم ( او د هغو اړوند مفاهیم ټیمپو، میټر او بیان) ډینامیکس (لوړ والی او نرم والی) او د غږ او ټیمبر کیفیت ( چې کله هم ورته د موسیقي د غږ رنګ ویل کېږي) شاملېږي. کېدای شي د موسیقي مختلف ډولونه له دغو عناصرو څخه په ځینو ټینګار وکړي یا ټینګار ونکړي او یا یې هم له پامه وغورځوي. موسیقي د سازونو د پراخه ډولونو او د غږونو د تخنیکونو له مخې په موسیقاري او یا هم رپ ډول اجرا کېږي؛ دلته یوازې انسټرومنټل (بې شعره) پارچې، یوازې غږیزه پارچې (لکه هغه سندرې چې ورسره ساز نه وي) او هغه پارچې چې سندره او ساز سره ګډوي شتون لري. د میوزیک کلمه له یوناني (mousiké; "(art) of the Muses") اخیستل شوې.[۱][۲][۳]

د ټنگټکور ابیڅي

په ټولیزه بڼه، هغه چارې چې موسیقي د یو هنر او یا هم یوې کلتوري چارې په توګه تشرېح کوي په کې د موسیقاري اثارو (سندرو، نغمو، سمفوني او نور) جوړېدل، د موسیقي نقد، د موسیقۍ د تاریخچې مطالعه او د موسیقاري ښکلا پېژندنې ارزونه پکې شاملېږي. د پخواني یونان او هند فیلسوفان موسیقي په دوه برخو کې تعریف کوي: میلوډي، د هغو نغمو په توګه چې په افقي ډول برابرېږي او هارموني د هغو نغمو په توګه چې په عمودي ډول برابرېږي. د موسیقي اړوند معمول عبارات لکه " د کرو هارموني (harmony of the spheres) "او "دا زما غوږونو ته جوړه موسیقي ده" دغه ټکي ته اشاره کوي چې موسیقي فرمایشي ده او اورېدل یې خوندور دي. له دې سره د شلمې پېړۍ کمپوز جوړونکی جان کېج باور لري چې هر غږ کېدلای شي، موسیقي وي، د بېلګې په توګه "دلته هېڅ ځورونکی (نایز) نشته، یوازې غږ دی".[۴]

د موسیقۍ جوړول، اجرا کول، اهمیت او آن تعریف یې د کلتورونو او ټولنیزو جوړښتونو له مخې توپیرونه لري. په حقیقت کې، د تاریخ په اوږدو کې، د موسیقۍ یو شمېر نوي ډولونه یا فورمونه تر نیوکو لاندې نیولي او هغه یې "موسیقي نه ده ګڼلې"، لکه په ۱۸۲۵ ز کال د بیټوون (Beethoven) Grosse Fuge string quartet کمپوزونه، د ۱۹۰۰ مې لسیزې په پیل کې لومړنی جاز او په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې هارډکور پنک (hardcore punk). موسیقي بېلابېل ډولونه لري لکه د ټولې د خوښې وړ موسیقي (popular music)، سنتي موسیقي (traditional music)، هنري موسیقي (art music)، د مذهبي مراسمو لپاره لیکل شوې موسیقي او کاري سندرې لکه چنټيز (chanteys). [۵][۶][۷]

په ډېرو کلتورونو کې موسیقي د خلکو د ژوندانه د طریقې مهمه برخه جوړوي، ځکه په مذهبي مراسمو، یو شمېر مراسمو یا جشنونو (لکه فراغت او واده)، ټولنیزو فعالیتونو (لکه ګډا) او یو شمېر کلتوري مراسمو کې کلیدي رول لوبوي. وګړي کېدلای شي موسیقي د شوق له مخې وغږوي، لکه یوځوان چې د ځوانانو په آرکستر کې سیلو غږوي او یا هم د مسلکي میوزیک جوړونکي یا سندرغاړي په توګه کار وکړي. د موسیقي په صنعت کې سندرې او موسیقي جوړونکي کسان ( لکه سندرې لیکونکي او کمپوزران)، میوزیک غږونکي ( چې ارکسترا، جاز ډله او د راک بانډ میوزیک غږونکي، سندرغاړي او غږ جوړونکي په کې شاملېږي)، هغه کسان چې موسیقي ثبتوي (موسیقي تولیدونکي او د غږ انجینران)، هغه کسان چې کنسرت برابروي او هغه کسان چې ثبت شوې پارچې، او موسیقي تر پېرودونکو رسوي شاملېږي. حتی که چېرې یوه سندره اجرا شوې هم وي، د موسیقي په برخه کې منتقدین، د موسیقي ژورنالستان او موزیک پوهان کولای شي هغه و ارزوي او ورباندې نظر ورکړي.

هنر او تفرېح

موسیقي د ګڼ شمېر موخو لپاره کمپوز او اجرا کېږي، د خوند اخیستو په موخه، مذهبي او یا هم تشریفاتي مراسمو لپاره او یا بازار ته د تفریحي محصول په توګه وړاندې کېږي. هغه مهال چې یوازې د موسیقۍ د کمپوز لیکلې بڼې ته لاسرسی کېده، لکه په کلاسیکه او رمانتیکه دوره کې، د موسیقي مینه والو به د خپلې خوښې وړ موسیقۍ د کمپوز لیکلې بڼه پېرودله څو وکولای شي په خپل کور کې یې له پیانو سره اجرا کړي. کله چې فونوګراف یا ګرامافون جوړ شو، مشهوره سندرې ثبت شوې او د هغو د لیکلو بڼو ځای یې ونیو او د موسیقۍ مینه والو به کولای شول د خپلې خوښې وړ سندرې واوري. په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د ټیپ ریکارډر او په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د ډیجټال میوزیک په رامنځته کېدو د موسیقۍ مینه والو کولای شول خپل د خوښې وړ سندرو لیست جوړ او له ځان سره یې په لېږدېدونکي کسټ غږونکي یا MP3 غږونکي کې وګرځوي.[۸]

شوقي یا اماتور موسیقي غږونکي کولای شي د خپل ځان د خوند اخیستو لپاره یوه سندره جوړه او یا اجرا کړي او خپل عاید له بلې لارې برابر کړي. حرفوي موسیقاران یا سندرغاړي بیا کېدای شي د ګڼ شمېر سازمانونو او بنسټونو له خوا په کار وګمارل شي لکه د وسله والو ځواکونو له خوا (د مارش ډلو لپاره، د کنسرت ډلو لپاره او یا هم د عامه موزیک په ډلو کې)، کلیسا ګانو او کنیسه و، سمفوني ارکسترونو، د فلم جوړونکو کمپنیو او د موسیقۍ د ښوونځیو له خوا وګمارل شي. حرفوي سندرغاړي ځینې وختونه د آزادو او یا هم فصلي موسیقارانو په توګه کار کوي، په بېلابېلو مراسمو او ګڼ شمېر ځایونو کې د قراردادونو په لټه کې وي. همدارنګه د اماتور او حرفوي موسیقارانو ترمنځ هم ګڼ شمېر اړیکې وي. اماتور موسیقاران په پیل کې له حرفوي موسیقارانو زده کړه کوي. په ټولنیزو جوړښتونو کې مخکښ اماتور موسیقاران له حرفوي هغو سره په یو شمېر مراسمو لکه سیمه ییزو کنسرتونو او سیمه ییزو ارکسترونو کې ونډه اخلي.

په موسیقۍ درملنه

په موسیقۍ درملنه په ځان دننه بهیر دی چې یو ماهر روغتیا پال موسیقي د هغه له ټولو اړخونو (فزیکي، احساسي، رواني، اجتماعي، ښکلا پېژندنې او معنوي) سره د خپل پېرودونکي د روغتیا د ښه کولو په موخه کاروي. په ځینو مواردو کې، د پېرودونکي اړتیاوې په مستقیمه توګه د موسیقي له لوري پوره کېږي؛ په ځینو مواردو کې د هغو اړیکو له مخې چې د پېرودونکي اوروغتیا پال ترمنځ جوړوي، هغو ته رسېدنه کېږي. په موسیقۍ درملنه د هر عمر لرونکو کسانو لپاره د ګڼ شمېر شرایطو لکه : اروایي ستونزو، طبي ستونزو، فزیکي ناتوانۍ، حسي اختلالاتو، د ودې کولو د نه وړتیاو، د نشه یي توکو د کارولو اړوند ستونزو، ارتباطي اختلالاتو، شخصیتي ستونزو او د عمر د زیاتوالي له امله رامنځته شوو ستونزو په حالت کې کارول کېږي. همدارنګه کېدای شي د زده کړو په برخه کې د ودې، د نفس د عزت د رامنځته کولو، تشویش د له منځه وړو له بدني سپورت څخه د ملاتړ او روغتیا ته اړوندو ډېرو فعالیتونو د آسانه کولو په موخه وکارول شي. په موسیقۍ روغتیا پالان کېدای شي خپل پېرودونکي سندرو ویلو، موزیک غږولو، سندرې جوړولو او د موسیقۍ نورو اړوندو کارونو ته وهڅوي.

په موسیقۍ درملنې ته یو له لومړنیو اشارو د الفارابي (نږدې ۸۷۲- ۹۵۰) د عقل د معاني (Meanings of the Intellect) په رساله کې شوې، چې په ارواه د موسیقي درملیزې اغېزې تشرېح کوي. موسیقي له ډېر مهاله له احساساتو سره د وګړو د جوړ راتلو په موخه کارول کېدله. په اوولسمه پېړۍ کې عالم رابرت بورټن (Robert Burton) په خپل کتاب (The Anatomy of Melancholy) چې د ډېفرېشن د اناتومي په معنی دی استدلال کوي چې موسیقي او ګډا د رواني ناروغیو په ځانګړې توګه د ډېفرېشن په درملنه کې مهمه ونډه لري. هغه زیاته کړې چې موسیقي "فوق العاده قدرت لري ...چې نورې ناروغۍ هم له منځه یوسي" او هغه یې "د ناهیلیتوب او ډېفرېشن پر وړاندې ځانګړې درملنه بللې". هغه په لرغونې زمانه کې، کانوس، کمانچه غږونکي ته اشاره کوي، چې هغه موسیقي وکاروله څو " مالیخولیایي یا تر ډېفریشن لاندې سړی یې خوشاله ... مین یې نور پسې مین، او مذهبي سړی یې لا پسې عابد کړ". په عثماني امپراتورۍ کې هم، رواني ناروغۍ په موسیقۍ درملنه کېدلې. د ۲۰۰۶ ز کال په نومبر میاشت کې ډاکټر مایکل جی کروفورډ (Dr. Michael J. Crawford) او د هغه همکارانو وموندله چې په موسیقي درملنه د شیزوفرني له ناروغانو سره مرسته کوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینې

  1. Company, Houghton Mifflin Harcourt Publishing. "The American Heritage Dictionary entry: Music". ahdictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "music | Art Form, Styles, Rhythm, & History". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Mousike, Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek–English Lexicon, at Perseus". perseus.tufts.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 13 August 1992 باندې). John Cage, 79, a Minimalist Enchanted With Sound, Dies.
  5. Watson 2009, 109–10.کينډۍ:Incomplete short citation
  6. Reiland Rabaka. Hip Hop's Amnesia: From Blues and the Black Women's Club Movement to Rap and the Hip Hop Movement. Lexington Books, 2012. p. 103
  7. Manabe, Noriko. The Revolution Will Not Be Televised: Protest Music After Fukushima. Oxford University Press, 2015. p. 163.
  8. Kirszner, Laurie G. (January 2012). Patterns for College Writing. Bedford/St. Martin's. p. 520. کينډۍ:ISBN
  9. Haque, Amber (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Psychology from Islamic Perspective: Contributions of Early Muslim Scholars and Challenges to Contemporary Muslim Psychologists"]. Journal of Religion and Health 43 (4): 357–377 [363]. doi:10.1007/s10943-004-4302-z. 
  10. cf. The Anatomy of Melancholy, Robert Burton, subsection 3, on and after line 3,480, "Music a Remedy"
  11. Ismenias the Theban, Chiron the centaur, is said to have cured this and many other diseases by music alone: as now thy do those, saith Bodine, that are troubled with St. Vitus's Bedlam dance. Project Gutenberg's The Anatomy of Melancholy, by Democritus Junior
  12. "Humanities are the Hormones: A Tarantella Comes to Newfoundland. What should we do about it?" Archived 2015-02-15 at the Wayback Machine. by Dr. John Crellin, MUNMED, newsletter of the Faculty of Medicine, Memorial University of Newfoundland, 1996.
  13. Aung, Steven K. H.; Lee, Mathew H. M. (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Music, Sounds, Medicine, and Meditation: An Integrative Approach to the Healing Arts"]. Alternative and Complementary Therapies 10 (5): 266–270. doi:10.1089/act.2004.10.266. 
  14. Treatment of Mental Illnesses With Music Therapy – A different approach from history Archived December 1, 2013, at the Wayback Machine.
  15. Dr. Michael J. Crawford page at Imperial College London, Faculty of Medicine, Department of Psychological Medicine.
  16. Crawford, Mike J.اصطلاحي تېروتنه: ناپېژندل شوې ټکي "etal". (November 2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Music therapy for in-patients with schizophrenia: Exploratory randomised controlled trial"]. British Journal of Psychiatry 189 (5): 405–409. doi:10.1192/bjp.bp.105.015073. PMID 17077429. "Music therapy may provide a means of improving mental health among people with schizophrenia, but its effects in acute psychoses have not been explored".