سلیم یاووز

لمړئ سلطان سلیم چي دسلیم یاووز په نامه هم یادیږي دعثماني ټولواکمنی (خلافت) نهم واکمن اود دویم سلطان بایزیدخان زوی دی . نوموړی د۱۴۷۰زیږدیزکال داکتوبر پر۱۰نېټه په اماسیه کي پیدا سو .

سلیم اول
(عثمانی ترک: سليم اوَّل د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سلیم یاووز
سلیم یاووز

Ottoman Caliph
Amir al-Mu'minin
Custodian of the Two Holy Mosques
Kayser-i Rûm
دوره له ۱۵۱۲زیږدیزکال څخه تر ۱۵۲۰زیږدیزکال پوري
دطرابزون ولایت مشر
فعاليت 1487 – 1510[۱]
د شخص معلومات
اصلي نوم سلطان سلیم خان یاووز بن سلطان بایزیدخان
پيدايښت ۱۰ اکتوبر ۱۴۷۰
مړینه ۱۵۲۰ زیږدیزکال دسپټمبر ۲۲نېټه
د مړینې لامل انتراکس   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد سلیمان ۱   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار دویم سلطان بایزید   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور ګلبهار خاتون
کورنۍ عثماني ترک کورنۍ
ځايناستی
آخري معلومات
کار/مسلک شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه عثماني ترکي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عثماني ترکي ژبه
عربي
پارسي
تاتاري ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
سلیم یاووز
سلیم یاووز

دسلطان سلیم لمړنئ ژوند سمول

سلطان سلیم د۱۱ کلونو شهزاده ووچي دخپل پلار له لوري دطرابزون مشرتوب ته واستول سو اودغه دنده یې تر۱۵۱۰زیږدیزکال پوري سرته ورسول . سلیم په ۱۴۹۳زیږدیزکال کي دکریمیا دمشرله لور سره چي حفصه خاتون نومېدل واده وکړ اوپه راتلونکي کال یې له هغې څخه دسلیمان په نوم شهزاده پيداسو چي په وروسته کي دعثماني خلافت واکمن وګرځېدی .

په ۱۵۱۰زکال کي سلیم دخپلي مور تروفات وروسته له وروڼوسره دواک پرسره جګړه پيل کړه اودغي جګړې تر۱۵۱۲زکال پوري دوام وکړ څوچي په اخرکي سلیم دعثماني فوځ (ینګ چري) په مرسته وتوانېدی ترڅوپلار له سلطنت څخه لیري اوخپله چاري په لاس کي واخلي . تردغه پیښي لږ ورځي وروسته سلطان بایزیدهم وفات سو .

دسلیم واکمني سمول

سلطان سلیم چي څنګه واک ته ورسېدی دټولو ترمخه یې له خپلو وروڼوسره جګړه پیل کړه اوپه لنډه موده کي یې هغوی ټول ووژل اویایې هم تیښتي ته اړکړه . دوروڼو تروژلو وروسته سلیم له اروپايي دولتونوسره سوله وکړه اوددې لپاره چي خپل دجګړو مخ دختیځ په لوري واړوي له هنګریې، وینس اوبیلابیلو هیوادونوسره یې تړونونه لاسلیک کړه .

داروپايي دولتونوڅخه چي سلیم څنګه بېغمه سو سمدستي یې خپل مخ اناطولي اود ایران صفوي واکمني ته واړاوه ځکه دایران صفوي واکمن شاه اسماعیل داوخت په اسلامي نړۍ کي دعثماني خلافت لپاره لوی ګواښ وو اوسلیم ددې لپاره چی دغه ګواښ له منځه یوسي لمړئ یې په اناطولي کي زرګونه شیعه ګان اودصفوي دولت پلویان ووژل اوترهغه وروسته یې دشاه اسماعیل سره دجګړې لپاره چمتووالی پيل کړ .

دایران واکمن شاه اسماعیل چي کله دسلطان سلیم له چمتووالي څخه خبرسو هغه هم خپل قزلباش لښکر تیارکړ اوپه ۱۵۱۲زکال دچالدران پرمیدان د دواړو واکمنیوترمنځ خونړي جګړه وسوه چي په پایله کي یې شاه اسماعیل ډېره سخته ماته وخوړه اوعثماني ترکان بریالي سوه چي دایران تبریزښار ونیسي، ورپسې په همدې کلونوسلطان سلیم پاته ختیځ ولایتونه هم لاندي کړه اودشمالي کردستان ټوله سیمه یې په عثماني خلافت پوري وتړل .

دچالدران ترجګړې وروسته سلطان سلیم خپل مخ دمصر په لوري واړاوه اودهغه ځای له مملوک واکمن سره جګړې ته مټي راونغښتلې . دغه واکمني چي په اسلامي نړۍ کي ترایوبیانو وروسته منځ ته راغلې وه په لمړي سرکي یې له عثمانی خلافت سره ښې اړیکي درلودې خوپه وروسته کي کله چي یې دعثمانیانوسره پریوشمېر موضوعاتو شخړه راغله نوخبره ترجګړې ورسېدل اوسلطان سلیم په ۱۵۱۶ز کال کي دشام په مرج دابق سیمه کي مملوک فوځ تریرغل لاندی ونیوی چی په پایله کي یې مملوکانو ماته وخوړه اوعثمانیان وتوانېدل ترڅوشام فتحه کړي . په دغه جګړه کي دمملوک سلطنت واکمن قانصوه غوري هم ووژل اوسلطان سلیم هغه په ډېرعزت سره خاوروته وسپاره .

دقانصوه غوري ترخاورلو سپارلو وروسته سلطان سلیم مخ دمصرپه لوري ولاړی اوڅومیاشتي وروسته یې په ۱۵۱۷ز کال کي مملوکانوته دویم ځل ماته ورکړه چي په دې سره پاته مملوک سلطنت هم سقوط اودمصر اوشام سربېره حجاز هم دعثماني ترکانولاسونو ته ولوېدی .

دحجاز په لاسته راوړلو سره سلطان سلیم ځان داسلامي نړۍ خلیفه ونوماوه اوپه مصرکي چي کوم عباسي خلیفه دمملوکانو ترواک لاندي اوسېدی له هغه څخه یې په رسمي ډول دخلافت چاري عثماني کورنۍ ته ولېږدولې .

دسلیم وفات سمول

دمملوک سلطنت تر پرځولو وروسته سلطان سلیم غوښتل ترڅودعثماني خلافت سمندري ځواک قوي کړي اوبیرته دخپلو پلرونو اونیکه ګانو په څېر داروپا فتوحاتوته لاس واچوي خوداهیله یې ځکه پوره نسول چي نوموړی دیو ناروغی له کبله د۱۵۲۰زکال دسپتمبر پر۲۲نېټه وفات سو .

دسلیم اولادونه سمول

سلطان سلیم دوې مېرمني درلودې چي یوه یې حفصه سلطان او دویمه یې عایشه خاتون نومېدل، اولادونه یې خدیجه سلطانه، شاه سلطان، بیخان سلطان، حفصه سلطان،خانم سلطان، قمرشاه سلطان فاطمه سلطان، ارخان، صالح، کورکوت، موسی اوسلیمان قانوني وه اوهمدغه اخري زوی یې دپلار ترمرګ وروسته دعثماني خلافت واک ته ورسېدی .

دسلیم په اړه سمول

سلطان سلیم په ټوله عثماني مشرانوکي ډېرسخت اوقاطع انسان وو اوله همدې کبله تاریخ پوهانو ورته دیاووز لقب ورکړی دی، ددغسي سخت طبیعت په هاخوا سلطان سلیم له شعر اوپوهي سره ځانګړې مینه درلوده اوپه عثماني دربارکي یې بېلابیل پوهان له ځان سره ساتلي وه .

سرچینې سمول

http://www.theottomans.org/english/family/selim1.asp

  1. Hanefi Bostan, XV-XVI. Asırlarda Trabzon Sancağında Sosyal ve İktisadi Hayat, p. 67