د انسان سر.
د پړانگ سر.

د دماغ یا مغزو برخې

  • دننه پرده : د ننه پرده په مغز اونخاع پورې سرېښ ده او د مغز د تغذیې دنده لري لري.
  • منځنۍ پرده : منځنۍ د مکړي په نوم ياديږي، چې پر بهرنۍ پرده پورې سرېښ ده او د دننه پردې څخه لږ مخکې او شاته واټن لري.
  • بهرنۍ پرده : دا د قوي نښلونکي نسج څخه جوړه شوې او په محافظتي هډوکو باندې سرېښ ده.

د arachnoid يا مکړي او د دنني پردې تر منځ په تش ياله کې یو روښانه مایع شتون لري، چې د وينې د رګونو ترشحات دي. دا مایع د مغز نخاعي مایع په نوم یادیږي او دنده یې د عصبي نسج يا عصبي وودنې ساتنه ده. Cerebrum سېرېبروم د دماغ ترټولو لویه برخه ده او د دوه نیمایی کرو لرونکې ده چې د قوي او سپینو عصبي تارونو په واسطه تړل شوې او د دوه نیمایی کره ترمنځ اړیکه هم د دې عصبي تارونو په واسطه جريان پيدا کوي. د مغز سطحي برخه خړ رنګ لري او د مغزو د کورټیکس په نوم یادیږي. په انسانانو کې د مغزو کورټیکس د هغه د لويوالي او پراخوالي او په ټاکلې اندازه ځای په خاطر د‌ ګونځو ډوله حالت لري د مغز د کورټیکس لاندې، سپینه ماده شتون لري چې د مایلین شوي عصبي تارونو له یوې ډلې څخه جوړه شوې ده، او دا تار د نیورونونو همه لړی ده چې د عصبي سیسټم د نورو برخو سره په خړ کورټیکس کې موقعیت لري.