زامبيا

د مرکزي او سوېلي افريقا ترمنځ يو هېواد
(له زېمبيا نه مخ گرځېدلی)

زمبیا چې رسمي نوم یې د زېمبیا جمهوریت دی په سویلي افریقا کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. د زمبیا پلازمینه لوساکا او رسمي ژبه یې انګلیسي ده ۶۱۸'۷۵۲ کیلومتره مساحت او ۰۰۰'۶۶۸'۱۱ میلیونه وګړي لري. د یاد هیواد د پیسو واحد د زمبیا کواچای ده.


  
زامبيا
زامبيا
زامبيا
بیرغ
زامبيا
زامبيا
نښان

زامبيا
زامبيا

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۱۴°سویل ۲۸°ختیځ / 14°سويل 28°ختيځ / -14; 28   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
کچه 752618 کیلومتره مربع (۲۰۰۴)[۲]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه لوساکا   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې انگليسي [۳]  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۲۴ اکتوبر ۱۹۶۴  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر لږ تر لږه 25 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د بې کارۍ کچه 13 سلنه (۲۰۱۴)[۴]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
پیسې د زمبیا کواچای (۱ جنوري ۲۰۱۳–)  د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بیړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲ (ساتونکی او د اور وژنې څانګه )[۵]  د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لورۍ کيڼ [۶]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ ZM  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +260  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

زامبیا (/ˈzæmbiə, ˈzɑːm-/) په رسمي ډول د زامبیا جمهوریت په وچه کې پروت هېواد دی چې د مرکزي، سویلي او ختیځې افریقا پر تقاطع موقعیت لري. که څه هم معمولاً په مرکزي-سویلي افریقا کې پروت بلل کېږي. په شمال کې د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت، په شمال ختیځ کې له تانزانیا، په ختیځ کې له مالاوي، په سویل ختیځ کې له موزامبېک په سویل کې له زېمبابوې او بوتسوانا، په سویل لویدیځ کې له نمېبیا او په لویدیځ کې له انګولا سره ګاونډيتوب لري. د زامبیا پلازمېنه لوساکا ده چې د زامبیا په سویلي مرکزي برخه کې موقعیت لري. نفوس یې په سویل کې تر ډېره د لوسکا په شاوخوا او په شمال کې د کاپربېلټ په ایالت کې چې د هېواد اصلي اقتصادي  قطبونه دي متمرکز دی.[۷][۸]

دا سیمه د لومړي ځل لپاره د خویسان خلکو له خوا د اوسېدو وړ وګرځېده، دا سیمه په ۱۳مه پېړۍ کې د بانټو د پراختیا تر اغېز لاندې راغله. په ۱۸مه پېړۍ کې د اروپایي کاشفانو په دوام بریتانیا دا سیمه د ۱۹مې پېړۍ په پای کې د بریتانیا په شمال -لویدیځه رودزیا او  شمال -ختیځه رودزیا مستعمره کې خپله   تحت الحمایه وګرځوله. دې دواړو په ۱۹۱۱ ز کال کې شمالي رودزیا رامنځته کړه. زامبیا د استعماري دورې په ډېره برخه کې د سویلي افریقا د بریتانوي شرکت په مشوره له لندن څخه د یو منصوب دولت له خوا اداره کېده.[۹]

زامبیا د ۱۹۶۴ ز کال د اکتوبر په ۲۴ له بریتانیا څخه خپلواکي تر لاسه کړه او لومړی وزیر کینېت کوندا یې پرانیستونکی ولسمشر شو. د کوندا سوسیالست متحد ملي خپلواک ګوند (UNIP) له ۱۹۶۴ ز څخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې په واک کې پاتې شو. کواندا په سیمه ییزه دیپلوماسۍ کې په سویلي رودېزیا (زېمباوې)، انګولا او نمېبیا کې د نښتې د حل لارې په لټه له متحده ایالاتو سره په نږدې همکارۍ کلیدي رول ولوباوه. زامبیا له ۱۹۷۲ ز څخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې د یو واحد ګوند لرونکی هېواد و، UNIP یوازینی سیاسي ګوند و چې د "یو ملت یوې زامبیا له شعار سره" د کوایندا له خوا رامنځته شوی و. په ۱۹۹۱ ز کال کې له  سوسیال دیموکراتیک غورځنګ څخه فرېدرېک چلیوبا کواندا ځای ناستی شو او ټولنیزې -اقتصادي پراختیا او د دولت د تمرکز لرې کولو دوره یې پیل کړه. زامبیا له هغه مهال راهيسې په یو څو ګوندي هېواد بدل شوی او د واک د سوله ییز لېږد څو لېږدونه یې تجربه کړي.[۱۰]

زامبیا پرېمانه طبعي سرچینې لري، چې له ډلې يې معدني مواد، حیات وحش، ځنګلونه، خوږې اوبه او کرنیزې ځمکې یادولی شو. نړیوال بانک په ۲۰۱۰ ز کال کې زامبیا په نړۍ کې د اقتصادي سمون/اصلاح د چټکې ودې هېواد معرفي کړ. د سویلي او ختيځې افریقا د ګډ بازار مرکزي دفتر (COMESA) په لوساکا کې پروت دی. [۱۱][۱۲]

نوم سمول

د زامبیا خاوره له ۱۹۱۱ ز کال څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د شمالي رودزیا په نوم پېژندل کېده. په ۱۹۶۴ ز کال کې يې له بریتانیا څخه د خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو له امله نوم په زامبیا بدل شو. د زامبیا نوم د زامبري له سیند څخه اخیستل شوی (زامبېزي، ښايي د لوی سیند په معنا وي).[۱۳]

تاريخچه سمول

له تاریخ څخه مخکې دوره سمول

د کالامبو په ابشار او د زامبري په دره کې د ژور کېندنې کار د فرهنګونو پرله پسې‌والی ښيي. د کالبمو ابشار ته نږدې د لرغوني کمپ وسایل رادیو کاربن دي چې لرغونتوب یې له ۳۶۰۰۰ کلونو څخه مخکې دورې ته ورګرځي.

د بروکېن هېل سړي (د کابوه سړي په نوم هم یاديږي) د کوپړۍ/جمجمې د فوسیل پاتې شونې چې له میلاد څخه مخکې له ۳۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۵۰۰۰ کلونو پورې اړه لري، تر ډېره ښيي چې په دې سیمه کې لومړنیو انسانانو ژوند کړی. د بروکېن هېل یا ماتې غونډۍ سړی د زامبیا د کابوه په سیمه کې کشف شوی.  [۱۴]

خویسان او باټوا سمول

مډرنه زامبیا، نږدې ۳۰۰ کاله له میلاد څخه وروسته د خویسان او باټوا د خلکو مېشت‌ځای شوه، کله چې مهاجرتي بانټو یانو هلته ژوند کول پيل کړل. باور دا دی چې د خویسان ټبر د افریقا له ختيځ څخه سرچینه اخیستې او نږدې ۱۵۰۰۰۰ کاله مخکې يې د سویل لور ته پراختیا موندلې. د توا خلک په دوو ډلو ووېشل شول: کافوه توا چې د کافوه اپارتمانونو ته څېرمه او لوکانګا توا چې د لوکانګا په جېبه کې یې ژوند کاوه. په زامبیا کې د ډبریز هنر ډېری لرغونې بېلګې لکه د مولا د کاڼو نقاشۍ، د مومبوا غارونه او د ناچیکوفو غارونه دغو لومړنیو ښکاریانو ته ورګرځي. خویسانو په ځانګړي ډول توا په ټوله مرکزي او سویلي افریقا کې له بانټو یانو کروندګرو سره  په ځانګړي ډول د پېرونکي-پېرودونکې یوه ښه اړیکه رامنځته کړه، خو په پای کې يا د بانټو یانو له خوا جذب یا هم بې کوره شول.  [۱۵][۱۶]

بانټو  (ابانټو) سمول

د بانټو  یا ابانټو  (معنا خلک) قوم یوه لویه متنوع قومي او ژبه ‌نیزه ډله ده چې په سویلي، ختیځه او مرکزي افریقا کې د نفوس اکثریت جوړوي. له دې امله چې زامبیا د مرکزي افریقا، سویلي افریقا او د افریقا د لوی سیند څلورلارې ده، د نننیو زامبیایانو تاریخ د دغو  درېیو سیمو تاریخ دی.

په دغو درېیو سیمو کې ډېری تاریخي پېښې په هم‌مهال ډول پېښې شوې دي او په دې توګه د زامبیا تاریخ نه شي کولی د نورو افریقایي هېوادونو په څېر په بشپړ ډول په تاريخ‌وار ډول وړاندې شي. د مدرنې زامبیا لومړنی تاریخ د شفاهي سوابقو، لرغون پېژندنې او د لیکل شویو ریکارډونو (تر ډېره غیر افریقايي وګړو لیکلي) له پخواني‌والي څخه استخراج شوی. [۱۷]

د بانټو اصلیت سمول

د بانټو خلک اصلاً د کامرون او نایجیریا په شاوخوا کې د افریقا په لویديځ او مرکز کې اوسېدل. نږدې له ۴۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کاله مخکې یې د زریزې اوږده پراختیا د لویې وچې په ډېرو برخو کې پيل کړه. دا پېښه د بانټو د پراختیا( خورېدو) په نوم یاديږي. دا د بشر په تاريخ کې یو له تر ټولو لویو مهاجرتونو څخه و. باور دا دی چې بانټ‌یان لومړني کسان و چې د اوسپنې کارونې تېکنالوژي يې د افریقا پراخو سیمو ته د ننه کړه. د بانټو پراختیا اساسا له دوو لارو څخه تر سره شوه؛ چې يوه يې د کانګو له حوزې څخه لویديځ مسیر و او بله یې د افریقا د لویو سیندونو له طریقه ختیځه لار وه.  [۱۸] 

ایداري وېش سمول

تاریخ سمول

کلتور سمول

جغرافیه سمول

اقتصاد سمول

  1.     "د [[:کينډۍ:اسم الصفحة]] اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۷ مې ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  2. http://unstats.un.org/unsd/demographic/products/dyb/DYB2004/Table03.pdf
  3. موضوع: 1
  4. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  5. Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۱۰ جولای ۲۰۱۶ — سمونګر: International Telecommunication Union
  6. http://chartsbin.com/view/edr
  7. Henderson, Ian (1970). "The Origins of Nationalism in East and Central Africa: The Zambian Case". The Journal of African History. 11 (4): 591–603. doi:10.1017/S0021853700010471. ISSN 0021-8537. JSTOR 180923. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Zambia | Population, Capital, Language, Flag, & Map | Britannica". www.britannica.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "History | Zambian High Commission". www.zambiapretoria.net. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Andy DeRoche, Kenneth Kaunda, the United States, and Southern Africa (London: Bloomsbury, 2016).
  11. Karlyn Eckman (FAO, 2007).GENDER MAINSTREAMING IN FORESTRY IN AFRICA ZAMBIA.
  12. Ngoma, Jumbe (18 December 2010). "World Bank President Praises Reforms In Zambia, Underscores Need For Continued Improvements In Policy And Governance". World Bank.
  13. Everett-Heath, John (7 December 2017). The Concise Dictionary of World Place Names. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780192556462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Malcolm Southwood, Bruce Cairncross & Mike S. Rumsey (2019). "Minerals of the Kabwe ("Broken Hill") Mine, Central Province, Zambia, Rocks & Minerals". Rocks & Minerals. 94:2: 114–149. doi:10.1080/00357529.2019.1530038. S2CID 135446729. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Holmes, Timothy (1998). Cultures of the World: Zambia. Tarrytown, New York: Times Books International. د کتاب پاڼي 19–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-0694-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Twa". Zambia's Traditional History. 30 March 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Taylor, Scott D. "Culture and Customs of Zambia" (PDF). Greenwood Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bostoen, Koen (26 April 2018). "The Bantu Expansion". Oxford Research Encyclopedia of African History. doi:10.1093/acrefore/9780190277734.013.191. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190277734. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)