د 1843 د هزاره جات جګړه

په 1843 کي د هزاره جات جګړه په افغانستان کۍ د انګلیس - افغان لومړۍ جګړې وروسته د وضعیت په پایله کي رامنځ ته سول. ددې جګړې په جریان کي بهسود او بامیان له افغاني واکمنۍ څخه جلا سول او دوست محمد په کابل کي د واک له بیا پیلولو وروسته ددوی د بیرته نیولو هڅه پیل کړه.

لنډیز سمول

د افغان انګلیس په لومړۍ جگړه کي د درانيو واکمن شاه شجاع دراني غوښتل چي تخت بیرته ترلاسه کړي او په افغانستان کي د سدوزي کورنۍ یو ځل بیا واک ته ورسوي. نوموړي په ۱۸۳۹ کال کي د انګریزانو په مرسته په بریالیتوب سره یرغل وکړ. شاه شجاع د 1839 څخه تر 1842 پوري تر هغه وخته واکمني کوله څو چي د دوست محمد خان د زامنو په ځانګړې توګه د وزیر اکبر خان له خوا مات سو. له یادي پیښي وروسته دوست محمد خان د کابل پر تخت کښېناست او د بامیان او بهسودو په څېر د جګړو په پایله کي یې د باغي سیمو د بیا نیولو پلان پیل کړ. [۱]

پایله سمول

د بریالۍ جګړې په پایله کي دوست محمد خان وتوانید ترڅو خپله واکمني پراخه، او وروسته په ۱۸۴۵ کال کي له بامیان څخه د هندوکش تر هاخوا د بلخ پر سیمو باندي هم کنټرول ترلاسه کړي. [۲]

ورته لیکني سمول

  1. Lee 2019.
  2. Noelle 1997.