د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم

د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم
Куб зенитный ракетный комплекс
SA-6 Gainful

وسله د مځکې نه هوا ته توغندی سستم
تولیدونکی روسیه
جوړونکی Vympel NPO

د تور ډولونه 2K12 Kub
2K12M3
2K12M4

د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم (په روسی کې:Куб зенитный ракетный комплекс) د منځی توغولو د مځکې نه هوا ته یو ډول د راکټ سیستم دی چې د الوتکو، هلیکوپترونو او توغندیو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږی. دغه راکتی سیستم کولای سی په شپه کی او د باران په وخت کی جگړه وکړی او د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم په ځانگری ډول د پوځي قطعاتو د ساتنی لپاره کارېږی.

تاریخ سمول

د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم په ۱۹۵۹ کال کی طرح شو او د ۱۹۶۵ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې جوړېده. شوروی پوځ د هغی راکټی سیستم څخه په رسمی ډول د ۱۹۶۵ کال څخه کار واخیست.

توصیف سمول

د ۲ کا ۱۲ کوب د توغندی سیستم یوه ډله د پنځو قلیه وسیلو څخه تشکیل کېږی چی په هغه کې څلور جنگی او د توغندی وړونکی موټرونه او یو د رادر وړونکی موتر دی. هر د توغندی وړونکی موټر دری رهبری شوی راکټونه لری . هر راکټ د ۵۶ کیلوگرامو سروکی لری. هره توغندۍ د جامدو سون موادو په واسله حرکت کوی. د ۲ کا ۱۲ کوب رادر کولای سی شپږ هدفونه وڅاری او پر دوو هدفونو د توغندو په مرسته برید وکړي. د ۲ کا ۱۲ کوب ۲۴ کیلومتره واټن وهلی سی.