د ګندمک تړون د افغان انګلیس سره په دویمه جګړه کې د امیر شیر علی خان د ماتې وروسته چې نوموړی بیا د افغانستان شمال ته وتښتید، په ۱۸۷۸ز کال په مې میاشت کې د نوموړی د زوی امير محمد يعقوب خان او لوی بریتانیا ترمتځ امضا شو. د گندمک په پرېکړه تړون کې د څلورو مهمو پرېکړو يادونه شوې:

  1. د افغانستان حکومت به د برتانيې د سلاح او مشورې څخه پرته د هېڅ خارجي هېواد سره اړيکه نه ټينگوي .
  2. په کابل او د اړتيا په وخت کې به د افغانستان په نورو سيمو کې د برتانيې دايمي استازی منل کېږي .
  3. برتانيه به د خيبر د درې او د کرم ، پښين او سيوي کنټرول اخلي .
  4. امير ته به له کاله شپېته زره پونډه ورکوي .
پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې د محمد يعقوب خان سره د گندمک د تړون پر مهال، د ۱۸۷۹ ز. کال د مۍ مياشت