د کیسې طرحه

د کیسې طرحه څه ده؟ سمول

په مخکنیو بحثونو کې مو د سوژې یا لومړني فکر او د لاسته راوړلو په اړه څه نا څه خبرې وکړې او په دې اړه مو تمرین هم ترسره کړ. که مو لومړني فکر ته پراختیا( وسعت) ورکړی او لیکلی وي، نو ښکاره ده چې تر یوې کچې پورې ورسره بلدتیا لرئ. دا چې په غیر ارادي یا ناخودآګاه شکل مو هڅه کړې کولای شئ چې جملې له یو بل سره وتړۍ او یوې پایلې ته ورسېږئ؛ ګټور ګام مو اخیستی. په کیسې کې هڅه کېږي، چې ټولې پېښې او صحنې یوه له بلې سره په ښه ډول وتړل شي، له کمۍ او کاستۍ سره سره خپل اوج او وروستۍ پایلې ته ورسېږۍ. دلته د بېلګو په راوړول سره په تکنیکي شکل د داستان له طرحې سره آشنا کېږئ.

فرض کړئ له کابل څخه مزار ته سفر کوئ، مخکې له حرکت  څخه باید د هېواد نقشې ته وګورئ. وینئ، چې مزار ته د رسیدو لپاره ، باید له څو ولایتونو او سیمو تیر شئ، لکه پروان، سالنګونه، بغلان، سمنګان،... که له دغو ولایتونو څخه چې ذکر شول تېر نشئ، هېڅ نشې کولای چې مزارشریف ته ورسیږئ؛ ځکه دغه ټول ولایتونه له یو بل سره تړلي، له هغه وروسته مزار ته رسېږئ. په کیسه کې هم پېښې او حالتونه شته چې د داستان د طرحې او نقشې په مرسته پېښې  یو له بل سر وتړل شي، چې کیسه پایلې ته ورسوي.

که موږ دغه ، مزار ته سفر ، لومړنی فکر یا سوژه وګڼو. اوس نو  د نقشې له مخې له ولایتونو تېرېدل او موخې ته رسېدل، طرحه نومېږي.

یا فرض کړئ د کور جوړولو لپاره یو ټوټه ځمکه پیرئ، چې باید ټولې خواوې یې په نظر کې ونیسئ؛ لومړی خو  تاسې نقشې ته اړتیا لرئ، چې تاسو ته یې سکلیټ او چوکاټ په نقشه کې ښکاره شي. دلته  د کور لپاره ځکمه پیرودل لومړنی فکر یا سوژه او د کور لپاره نقشه د کیسې طرحه ده. د کیسې نقشه په اصل : د کیسې سکلیټ یا طرحه ده. د نقشې په مرسته د ودانۍ دیوالونه او چتونه سره تړل کیږي ، به کیسه کې هم لیکوال د مهمو پېښو په تړلو سره چوکاټ او د داستان طرحه مشخص کوي.

ومو ویل چې د کیسې نقشه د کیسې طرحه ده. نو د طرحې لپاره باید پو شوو چې پېښې څنګه له یو بل سره وتړو، ترڅو کیسې جوړه شي.

اوس په طرحه  پوه شوو،چې د کیسې طرحه څه ده؛ نو په بل ګام کې یې باید په ځانګړونو هم پوه شو:

۱- ومو ویل چې د کیسې طرحه، د څو پېښو په تړلو سره ترلاسه کیږي او موږ د کیسې پایلې ته رسوي. کله چې لوستونکي د کیسې لوستلو پر مهال د کیسې هرې پېښې ته رسیږي، په ذهن کې یې د ولې پوښتنه پیدا کېږي، چې ولې او څنګه دغه پېښه وشوه؟ لیکوال باید د طرحې په اوږدو کې د ولې پوښتنه چې لوستونکي ته پیدا کیږي، ځواب کړي. لوستونکی چې د کیسې د لوستلو په وخت کې له ولې پوښتنې سره مخ کېږي، لیکوال یې باید د داستان لیکنې په اوږدوکې په منطقي ډول ځواب کړي. په کیسه کې چې هره وړه  او غټه پېښه راځي، ځانګړی دلیل باید ولري، چې هغې ته د کیسې په طرحه کې د علت او معلول اړیکه وایي.

۲- د دې ترڅنګ چې لیکوال له حقیقي پیښو څخه چې په ژوند کې یې ویني خپله سوژه ټاکي ، له تخیل څخه هم ګټه اخلي. ځینې وخت یوه وړوکې واقعي پېښه لیکوال ته ذهنیت ورکړي او لیکوال هم هغې کوچنۍ پېښې ته  په ذهن کې دومره ښاخونه ورکړي، چې په کیسې بدله شي. هغه برخې چې د لیکوال د ذهن له مخې ترسره کېږي، باید داسې وپییل شي، چې لوستونکی یې په اسانۍ سره حس کړي او ورته د باور وړ وي. یا لیکوال خپل ذهني تخیل په رښتیني بڼه کیسه کې بیان کړي.یا که اغراق هم کوي داسې باید ولیکل شي، چې ناممکن ښکاره نشي؛ که چېرې لوستونکو ته  د کیسې یوه  برخه له واقیعت او حقیقت څخه لرې ښکاره شي یا کېدای شي هغه پېښه غیرممکنه وګڼي، له کیسې سره یې اړیکه پرې کېږي او له دې سره د کیسې قوت کمېږي. نو د کیسې ټولې پېښې باید لوستونکي ته باور ورکړي او هغه ته طبیعي ښکاره شي.

۳- بل هغه څه چې لوستونکي د کیسې په ویلو کې ورسره مخ کېږي، راکړه ورکړه ده؛ چې د اشخاصو د باورونو او غوښتنو ترمنځ پېښېږي.  ښې بېلګې یې کولای شو په پولیسي ناولونو کې ووینو. په پولیسي ناولونو کې معمولاً شخصیتونه( مجرم او پولیس) له یو بله سره په جنجالونو کې وي. د پولیسانو ډله تل د مجرم په پیدا کولو، له مجرم سره په جنجالونو او یا له وهلواو ډبولو سره را ګیر وي. دغه جنجالونه یوازې په پولیسي ناولونو کې په فزیکي او جسمي بڼه  وي.  مګر په غیر پولیسي ناولونو او کیسو کې ممکن شخصیتونه له خپلو دروني غوښتنو او باورونو یا هم د نورو له افکارو سره په جار او جنجال کې وي. دا هم کېدای شي، چې د کیسې شخصیتونه له خپل چاپیریال، شاوخوا څېزونو یا هم له طبیعت سره په جنجال اخته وي. د بېلګې په توګه:

-دوه متفکر اشخاص د خپلو عقایدو د ثبوت لپاره له یو بل سره بحث او خبرې اترې کوي؛ په اصل کې د دغو دووکسانو ترمنځ فکري جنجالونه رامنځته شوي. په داستان کې دا یو ډول مسئله ده ، چې د داستان دوه کرکترونه یو له بل سره پرې لاس او ګریوان دي.

- یا یو کس له خپلو دروني غوښتنو سره په جنجال کې وي، چې نشې کولای خپله مسئله حل کړي یا واحد نظر ته ورسیږي ، په داسې داستان کې کرکتر له خپل ځان سره لاس او ګریوان وي.

- غرختونکی د غره څوکې ته د رسېدلو لپاره له کاڼو سره لاس او ګریوان وي، په دې ډول داستان کې لوستونکی د داستان تر پایه په تمه وي  چې، د غره ختونکي دغه جنجال له کاڼو سره چېرته رسېږي. په دغه ډول داستانونو کې د داستان کریکتر له طبیعت سره لاس او ګریوان وي.

هغه جنجالونه چې د کیسې د اشخاصو له افکارو، باورونو او غوښتنو ترمنځ وي، په بېلابېلو بڼو ترسره کیدای شي.

-        د یو شخص جنجال له بل سره( کیدای شي،په  فزیکي او یا هم فکري بڼه وي.)

-        د اشخاصو جنجال له طبیت او چاپیریال سره

۴- په کیسه کې بله مهمه خبره  چې باید ورته باید پام وشي، دا دی چې د کیسې اصلي غوټه د چانس، تصادف او تقدیر له مخې خلاصه نشي. لکه که په کیسه کې یوه مور خپل ماشوم د لارې  په سر پریږدي او د کلونو له تېرېدو وروسته یې خپل ماشوم په اتفاقي ډول پیدا کوي، په دغه صورت کې د کیسې اصلي غوټه له دلیل پرته خلاصه شوه نو  لوستونکو ته په سطحي ښکاره شي.

د کیسې د طرحې ځانګړنې: سمول

1.    د علت او معلول ترمنځ باید اړیکه ښه رعایت شوې وي، یعنې هره پېښه د ځان لپاره منطقي دلیل ولري.

2.    د کیسې پېښې باید د باور وړ وي.

3.    جار او جنجال باید ولري.

4.    د کیسې اصلي غوټه باید تصادفي خلاصه نشي.

یوه ښه طرحه باید له انتظار او پلټنې سره مل وي؛ کله چې لوستونکی یوه کیسه تر وروستیو پورې لولي، باید د هغه په راتلونکي باندې په آسانه توګه پوه نشي بلکې له پلټنو وروسته باید د کیسې په پایله پوه شي. که کیسه یواړخیزه مخته لاړه شي، لوستونکی ستړی کوي، د پاتې برخې لوستلو ته یې زړه نه کېږي.  په ښه طرحه کې لیکوال باید پېښې داسې له یو بل سره وپیي چې لوستونکی د هرې پېښې په لوستلو سره  له ځان څخه وپوښتي( له دې وروسته به څه پېښ شي؟) همدغه پوښتنه لوستونکي ته د پاتې برخې د لوستلوانګیزه ورکوي. لیکوال د هرې پېښې په لیکلو سره یو بحران او سردرګومي پیدا کوي او هر بحران او پېښه لوستونکو ته  په ذهن کې انتظار پیدا کوي. لوستونکي دېته منتظر کېږي، چې پو شي( له دې وروسته به څه پېښېږي.)  یا دغه بحران په چېرته رسېږي؛ چې کیسه لیکنه کې ورته « د کیسې انتظار» وایي.

د کیسې د طرحې د ښه پېژندلو په موخه د  « رضایت لیک» کیسه  له تحلیل سره ولولئ.

رضایت لیک سمول

ټولو زده کوونکو د هرې شنبې سهار له ځان سره« رضایت لیک» راوړ او کله چې به هر سهار د ټولګیو مخ ته صف صف دریدل د سر، غاړې، لاسونو... د نظافت لیدلو په وخت کې به یې مدیر ته ورکاو. له دې سره به بېغمه او په ارامه ذهن ټولګي ته تلل. که به یې رضایت لیک نه وو راوړی ؛ له لښتو او وهلو سره به یې هرکلی کېده.

په همدې اساس هلکانو او نجونو د یوه وړوکي خط « رضایت لیک» له وجې به سم سیده ، ماشومان شول خبره یې منله،د پلار اومور خولې ته به ځیر و،چې سړي ته به یې خوند ورکاوه،ترڅو وشي کړای ددوی رضایت ترلاسه کړي. په ښوونځي کې څو تنه نجونې هم وې. نجونو به له هر ډول تنبلۍ او بېکارۍ لاس اخیسته. په باغو او د غره لمنوکې به یې خس کول، له میندو سره به یې د قتغ او ډوډۍ په پخلي کې برخه اخیسته،غوا به یې لوشله، کوڅه به یې جارو کوله، لوښي به یې مینځل او د پلار د پرتوګ زنګنونه به چې شڼېدلي وه پیوند به یې ورکاوه، خوږه ژبه به یې کاروله« مور جانې! پلارجانه!» به یې ویل، ترڅو رضایت لیک واخلي. هلکانو هم همداسې کول، ښه، آرامه او په هوښیارۍ سره به یې کارونه کول. غوا او مېږو ته به یې واښه راوړل. په مني کې به یې د ونو لاندې پاڼې غونډولې. له پلار سره به ځمکو ته د کار لپاره تلل او همداسې غوړمالي به یې کوله« پلار جانه، پلارجانه!» به یې ویل او هغه به یې نرماوه، چې رضایت لیک ورکړي. کله به یې چې رضایت لیک واخیست نو بېرته به هم هغه پخواني حالت ته وګرځېدل، هماغه اخلاق به یې وو. بېرته به هغه چلند  ته تلل چې خوند به یې ترینه واخیست. هم هغسې تنبلي به یې کوله.

پلار او مور هم په دې چل پوه وو. د اونۍ له لومړیو به چې هلکانو او نجونو هره څه کول، ښه یې کول او که بد، کیناستل او که یې خوړل. دا خبره به یې له غوږ نه تېرېدله.«ښه نو داوبو لار، په ژرنده ده، آخر هم د شنبې سهار کېږي، رضایت لیک خو غواړې؟  هغه وخت بیا زه او ته سره پوهېږو. بیا راته عذر ونکړې. ښا!»

ټول هلکان راټول شول، مدیر صاحب ته لاړل چې« مدیر صاحب! زموږ مور او پلار سواد نلري. هغوی نشې کولای څه ولیکي او هغه امضا کړي. هغوی اړ دي، چې میرزا رسول ته لاړ شي، هغه ته عذر وکړي او یو څه ورکړي، ترڅو دوه کرښې رضایت لیک ورته وليکي.»

رښتیایې ویلې، په کلي کې دوه کسان وو، لږ لیک لوست یې کولای شول؛ یو له بل نه ډېر فیس غوښته او ډېره تمه یې درلوده. دوی به دوه کرښې لیکلې، غوښتنلیک، د سلام او کلام لیک او د دغو لیکونو ویلو چانس یې درلوده، د لیکونو ویلو او لوستلو لپاره یې زر ډول خبرې درلودې، د بې سواده کسانو پوستکی به یې ویسته.

د مدیر صاحب زړه وسوزېد، و یې ویل:« مور او پلار مو ښوونځي ته راولئ، ترڅو په خپله خوله ووایي، چې له تاسو خوشحاله دي، کنه.»

د شنبې سهار به زده کوونکو خپل مور او پلار په عذر او زارۍ، په سلو بهانو او جنجالونو تر ښوونځي راوستل. میندې او پلارونه به د ښوونځي یوه څنډه کې داسې ناست وو، لکه چې کومې جنازې ته راغلي وي؛ ترڅو یو یو به ښاغلي مدیر ته ورتلل او ورته به یې ویل چې زوی یا لور یې لکه ګل غوندې ښه دي. له امر پرته ټول کارونه ترسره کوي. د ګاونډیانو دیوالونه او شیشې په کاڼو نه ولي... د خپلو اولادونو ډېره ستاینه به یې ورته کوله.

د دغو بیوزلو به نیمه ورځ په همدې ورکه شوه، له دې سره به له کار او باره پاتې وو.مدیر ته یې وویل:

-ښاغلی مدیر دا څه کار دی، چې ته یې کوې، موږ کار او ژوند لرو. څاروي مو له ولږې او تندې مري. ځمکې مو له کرنې پاتې دي. دا نو څه ؟ موږ هر وخت ډنګه ډنګه راشو دلته په یوه پښه درته نیغ ولاړ یو، دیوې خبرې لپاره چې زموږ اولادنو دا وکړه او دا یې ونکړه. که یې کور کې کوم بد کار وکړو، موږ خپله ورسره پوهېږو، چې تاسې ته زحمت نه وي.

مدیر قهرجن شو او ویې ویل: « ستونزه نشته، تاسې خپله ښه پوهیږئ، بس له دې وروسته نه ښوونځي ته راشئ اونه کوم رضایت لیک مضایت لیک ولیکئ ، ځئ په مخه موښه شه»

زده کوونکي له خوشحالۍ پورته پورته الوتل او عجب غږونه  یې له خولې ویستل،د رضایت لیک له غمه خلاص شول، نو پیل یې وکړ خپلو ورانیو ته، هر ځای به یې اورونه بلول چې بیا به یې کنترول له لاسه لاړ او ځای ځای به وراناوه، خرونه، غواګانې، پسونه،باښې،مرغۍ او ودانې ونې يې په کراره نه پرېښودې.یوازې به چې کله وږي شول او خیټې به یې تشې شوې بیا به یې نو کورونه ته را منډه کړه، په دسترخوان به کیناستل او غټې غټې مړۍ لکه د پیشنګوري ککرۍ به یې اخیستې.لږ تر لږه به په ورځ کې څو کمیسونه او پرتګونه شلیدل او څو ککرې به په وینو خوشتې کاله ته راتلې،چې دوی به یو له بل سره نښتل.د پلار و مور دړکې مړکې ، کوتکونو او څپیړو هم ځای ونه نیوه، په خیال کې به یې هم نه و چې څوک را ته څه وایۍ. نجونو هم د میندو له لاسونو ، څمڅه نه اخیسه، په یو ځای کې به سره را غونډې شوې او شور ماشور به یې جوړ کړ او په هِر هِر به یې خندل، میندو او پلرونو به په لوړ غږ خو لنډ لنډ څه ورته ویل ، اخ و ټخ به یې شو او شونډې به یې زوړندې شوې. د پلرونو تریخ چلند، د میندو ښیراوو او سپکو سپورو او باباګانو ته یې شیطنتونو هم ځای ونه ونیوه.خو خبره دېته ورسیده چې؛

میندې او پلرونه بیا ښوونځي کې سره را غونډ شي چې:

-        ښاغلیه، لمن در ته نیسو. زموږ خو زور په دوی نه رسیږي، رضایت لیک ډېر ښه و، بیایې پلی کړئ.

پریکړه وشوه ،چې د پورته ټولګیو هلکان چې څه نا څه لیک او لوست کولی شي او نور ته رضایت لیک لیکي، ودې لیکي.

هلکانو ته بیا کار جوړ شو.  بیا اړ وو، چې رضایت لیک په پای کې د خط خطي کولو یا یې تر لاندې شصت اېښودلو لپاره عذر او زاري وکړي، له بې سرۍ  به یې لاس اخیسته، کارونه به يې ټول ترسره کول د مور او پلار امر به یې مانه. له دې سره به لوستو هلکانو ځان او ملګرو ته له ستاینې ډګ رضایت لیکونه لیکل. لاندې به یې ترې لاسلیک او یا هم شصت اېښوده. هغه به یې مدیر صاحب ته وړل، مدیر هم ډېر هوښیار وو، پوهېده چې دغه شصت کوچنی دی او د خواري کښو پلارونو چې هر وخت په کار بخت وي، شصت نه دی. کله به چې کوم کلیوال زده کوونکي باندې شکي شه، د هغه لاس به یې وکوت، د کوتو هغه کرښې به یې وکتلې ، چې شصت سره به یې سر نه خوړ، لاسونو ته به یې لرګی ونیو او ښه به یې ودرباوه، بیا به یې ورته وویل:«مور یا پلار مو ښوونځي ته راولئ!»

ولې ټول هلکان داسې نه وو. د ډېرو کار سم و. ډېر هوښیار او چالاکه وو، داسې ښکلي او بااعتباره رضایت لیکونه یې راوړل چې په تیږه دې ایښی وای، تیږه یې اوبه کوله. مګر غلي وو،  تیزو او شیطانو هلکانو  د عذر او زارۍ پرځای او د بېلارۍ پرځای، خطرناکه فکرونه کول. ډېر په مهارت او هنر په هغوی سره چلېدل او د رضایت لیک لاندې به یې په ډېر هنر باندې شصت اېښوده.

نور باید هلکانو د پښو ګوتو هم ښودلې وای؛ ځکه ځېنو به ګوتې تړلې وې او ویل به یې چې ګوتې مې زخمي دي. یا به یې رښتیا وې او یا له دروغو تړلې وې. دوی باید تړلې ګوتې خلاصې کړې وای ځکه مدیر مجبور و چې دروغ او رښتیا معلوم کړي. هلکانو له هر ډول چلو چم څخه کار اخیسته ،چې د مور او پلار شصت په څیر شصت کیږدي یا په یوه او بله بهانه له مور او پلار څخه شصت واخلي، خو مدیر تر هغو څو ګامه مخکې و،ښاغلی پوهېده، چې هلکان د اونۍ له پیله د مور او پلار شصت ته غله دي او دا وايي، چې کاشکي يې تل ورسره د مور او پلار ګوتې وای؛ چې کولای  یې شوای چې د خپل او دملګرو په رضایت لیک کې شصت کیږدي، نو په ښوونځي کې به له دومره شرم او بیچارګۍ خلاص وای.

مور او پلار یې هم پوهېده چې شصت یې قدر او قیمت پیدا کړی دی، پام به یې کاوو. د شپې ارامه نه وېده کېده. کله به چې ویده کېده، لاسونه به یې بالښت لاندې کول، چې کمبختی بد دی،داسې نشي، چې څوک یې شصت په پټه په لیک کې ونه لګوي. هو په ریښتیا سره ! وېریدلي وو او رښتیا یې احتیاط کا و. یو هلک د موسا زراعي په نوم باندې د پلار د شصت لپاره تللی و، چې پلار یې ویده و. د هغه شصت یې په خپل رضایت لیک کې ایښی و؛ کله چې سپین ږیری سهار له خوبه ویښیږي، ګوري چې د ګوتې شصت یې چا په رضایت لیک کې ایښی دی،  سپین ږیری له رنګ ګوتې سره ښوونځي ته تللی و او د موسی آبرو یې وړې وه. په همدې اساس مور او پلار دیته متوجه شوي و چې په خوب کې د خپل شصت د ساتلو فکر ورسره وي.

د مور او پلار د شصت ارزښت زیاتېده. مدیرصاحب هم  جدي نیولې وه، چې هره اونۍ به ښه رضایت لیک او بې عیبه شصت پکې وي.

شیطان او تنبلو زده کوونکو چې ولیدل ،باید د مور او پلار ناز یوسي او یا هم د مدیر وهل وزغمي؛ چې هېڅ یو یې هم په طبیعت برابر نه وو. دا ځل دوی « درې کوښې سکینې ترور) پسې ورغلل ، ترڅو د هغې له ګوتو څخه په خپلو رضایت لیکونو کې ګټه واخلي. سکینه ترور یوه سپین سرې غریبه ښځه وه، په سترګو هم رڼده شوې وه، عادت یې وو، چې تل به یې یوه کوښه په لاس کې او دوه به یې پښو وې او په آبادۍ به ګرځېدله. کله به یې چې د پښو یو کوښه په ویالې، اوبو، ونو، بوټو... کې ورک شوه، پسې به نه ګرځېده.  سم د لاسه هغه کوښه چې په لاس کې به یې وه، هغه به یې پښو ته کړه او حرکت به یې کاو. ورته مهمه هم نه وه، چې دا بله یې څه ډول ده. هغه که زړې کوښې ، بوټان او یا هم چپلیکې؛ هر څه به یې چې مخې ته راتله، پښو کول به یې. تل به درې  کوښې ورسره وې، نو ځکه یې « درې کوښې سکینه ترور » بلله. د سکینې ګوتې په رضایت لیکونو کې ډېرې مناسبې وې، ځکه څوک به نه پوهېدل چې سکینه دې داسې کار وکړي.

سکینه هم په لومړیو کې نه پوهېده چې په ګوتو سره یې څه مهم کار د هلکانو لپاره کوي. کرار کرار د خپلو ګوتو په قدر باندې پوهه شوه. نور یې مفت شصت نه اېښوده، باید یو څه یې ورکړي وای. کاسه ماستې، لږ قند، وچ چای، وچ اینځر... هر څه به یې چې ورکول اخیسته به یې. له هلکانو به یې پوښتل چې ولې یې مور او پلار رضایت لیک کې شصت نه ږدي؟ کله به چې پوهه شوه، چې قوي جرم یې کړی، د جرم د قوت له مخې به یې د خپل شصت قیمت ښکته او پورته کاو. د دې ترڅنګ به سکینې ترور ډېر ناز هم کاو او ډېر څه به یې ترې اخیسته؛ که به ماشوم څه نه درلودل، مجبور وو، چې له چینې نه ورته اوبه راوړي، ګوټه به یې ورته جارو کوله، لوښي به یې وینځل... له هغه وروسته به یې شصت ورته اېښوده.

هر ورځ به ښوونځي ته تلل راتلل، هېڅ کیسه نه وه. یوه ورځ د علي رضا مور ښوونځي ته راغله.

مدیر صاحب! نه پوهېږې څومره بد کار وشو؛ خبرې ته غوږ نیول خو څه کوې، داسې کارونه کوي، چې  بل چاته یې ووایې، سړی خجالت کېږي، څو ورځې مو په کور کې شیریني( بوره) ورکېده، وروسته پو شوم، چې اوړه یې درې کوښې سکینې ترور ته ورکوله؛ موږ خپله بوره نه لرو، چې یو کاشوغه چای ته واچوو؛ هغه بوره چې میلمه ته مو پرېښودې وه، هغه یې وړې وه، نه پوهېږم چې څومره چای او بوره به یې ټوله کړې وي.

ترې نه یې وپوښتل ولې؟

ولې دې بوره ویوړه او سکینې ته دې ورکړه؟

ښاغلی مدیر د علي رضا له ژبې پو شو، چې په مخکنۍ رضایت لیکونو کې د سکینې د شصت نښه ده.

یو هلک یې سکینې پسې ولېږه، چې هغه ښوونځي ته راولي.

سکینه نه راتله، له ځان سره یې په زوره راوستله.

له هغې وروسته به چې زده کوونکي په کتارکې ولاړ وو، ترڅو د هغوی پاکي او رضایت لیکونه وګوري« درې کوښې سکینه ترور »به هم د صف ترڅنګ ولاړه وه او ګوتې به یې مدیر ته ورښودې.

د هڅاندو، غوږنیوونکو او با ادبه هلکانو له خولې به  پلار جانه! پلارجانه! کلمې نه لرې کېدې.

د هوښیارو او تیزو جینکو خوله کې به د مورجانې! کلمه زمزمه کېده.

رضایت لیکونه په ښکلي خط او شصتونه به روښانه. کلي به په ارامۍ کې وه.

د طرحې په تعریف کې مو وویل: لیکوال د څو مهمو پېښو په یوځای کولو سره دکیسې طرحه مشخص کوي. د رضایت لیک کیسې طرحه مو ولوستله، ورته پام وکړئ:

« مدیر صاحب د شنبې هر سهار به له زده کوونکو د مور او پلار له لوري، رضایت لیکونه غوښتل. زده کوونکي له مور او پلار نه د رضایت لیک په اخیستلو سره مجبور وو، چې د هغوی خبرې ومني.

زده کوونکي له رضایت لیکونو د خلاصون لپاره مور او پلار مجبور کړل، چې مدیر صاحب ته ورشي؛ ترڅو هغه له رضایت لیک غوښتل واړوي. د رضایت لیکونو په نه غوښتلو سره  د زده کوونکو بېغوري او شوخي بیا پیل کېږي. والدین له مدیر څخه  بیا غواړي، ترڅو بېرته د رضایت لیکونو غوښتل پیل کړي. زده کوونکي دا ځل بیا جعلي رضایت لیکونو او شصتونو پسې ګرځي او جعلي رضایت لیکونه چمتو کوي. مدیر د رضایت لیکونو له جعل نه خبریږي، هغه په ډېر دقت سره رضایت لیکونه او شصتونه ګوري؛ زده کوونکي مجبوریږي، چې بیا نظم مراعت کړي، د مور او پلار په اطاعت سره کلی بیا ارامېږي.»

اوس هغه ځانګړنې چې د داستان د طرحې په اړه مو وویلې، په دغه داستان کې یوه یوه بررسي کوو:

د کیسې په طرحه کې مو وویل: د علت او معلول ترمنځ باید اړیکه ښه مراعت شي؛ ترڅو په کیسه کې د ولې پیدا شوې پوښتنې ځواب شي.

مثلاً:

-ولې هر سهار د ښوونځي مدیر له زده کوونکو رضایت لیکونه غوښتل؟

- ولې زده کوونکو  خپل والدین مجبور کړل چې مدیر د رضایت لیکونو له غوښتلومنصرف کړي؟

- ولې والدینو له مدیر څخه  وغوښتل ترڅو بیا له زده کوونکو رضایت لیکونه وغواړي؟

- ولې مدیر په دقت سره رضایت لیکونه کتل؟

او ډېرې نورې د ولې پوښتن...

تاسې د کیسې په لوستلو کې کولای شئ، د دغه ډول ولې پوښتنو ته ځواب پیدا کړئ.

***

د داستان له ځانګړنو څخه یوه بله ځانګړنه هم د لیکوال د باورونو منښت دی.

کیدای شي ددغه داستان لیکوال د داستان له پیښې سره مخامخ شوی وي او پېښې ته د خاښونو او څانګو ورکولو په وسیله یې په داستان اړولې وي او داچې لیکوال پېښې ته خاښونه او څانګې ورکړي نو شاید له خپل تخییل څخه یې هم ګټه پورته کړې وي.د دغه داستان لیکوال پیښې داسې له واقعیتونو سره تړلي دي، چې د داستان په هیڅ برخه کې څوک دافکر نه کوي چې داسې نشي کیدای یا د باور نه درلودلو هیڅ یوه برخه هم نه لري، لوستونکی چې د داستان هرې پیښې ته رسیږي هغه په خپل ذهن کې راولي او پرته له کوم دلیله یې مني.تر دې چې د لوستونکي په ذهن کې داسې ځای نیسي چې ګواکې خپله لوستونکی ورسره مخامخ و،نو د دغه داستان لیکونکي د لیکلو پر مهال د داستان باوري کولو لپاره ډیره هڅه کړې ده .

د داستان د طرحې یوه بله مهمه ځانګړنه لالچونه اواخوډبونه دي، لکه څنګه چې وویل شول د داستان به بهیر کې کیدای شي د داستان د کرکترونو د هغوی د اندونو ، کړنو او غوښتنو ترمنځ اخوډب رامنځته شي اوویل شول ، چې دغه لالچونه او اخوډبونه کیدای شي د دوو کسانو ترمنځ په فزیکي یا فکري بڼه رامنځته شي، یا کیدای شي دیوه شخص د خپلو اندونو او غوښتنلو ترمنځ اخوډب رامنځته شوی وي.یا کیدای شي د یوه شخص او د طبیعت ترمنځ کشمکش او اخوډب موجود وي،په دغه داستان کې موږ د ښاغلي مدیر او زده کوونکو ترمنځ لالچونه او اخوډب وینو، د داستان په لومړي پاراګراف کې لولو چې:

«ټولو زده کوونکو د هرې شنبې سهار له ځان سره« رضایت لیک» راوړ او کله چې به هر سهار د ټولګیو مخ ته صف صف دریدل د سر، غاړې، لاسونو... د نظافت لیدلو په وخت کې به یې مدیر ته ورکاو. له دې سره به بېغمه او په ارامه ذهن ټولګي ته تلل. که به یې رضایت لیک نه وو راوړی ؛ له لښتو او وهلو سره به یې هرکلی کېده.»

له دې وروسته د مور او پلار  له اولادونو سره اخوډب سره مخامخ کیږو، چې د رضایت لیکونو د اخیستلو لپاره يې اولادونه اړ وه ، چې د خپلو میندو او پلرونو خبره ومني او له پلرونو سره کار وکړي او نجونې له خپلو میندو سره د ډوډۍ په پخولو کې مرسته وکړي، غواوې ولوشي او کوڅه جارو کړي ترڅو رضایت لیکونه ترلاسه کړي.

د داستان په یوه ځای کې لولو چې:

« میندو او پلرونو ته هم یو څه په لاس ورغلي و، د اونیو له لومړیو ورځو څخه به ماشومان په کراره تلل، سیده او بې ضرره به راتلل،لږ به یې بیکاره تیروله، سمه به یې خوړله، ډیر به یې ځان مصروف  ساته او دوی به ورته د رضایت نښه کښودله.»

بیا د داستان په بل ځای کې ، د اولیاوو او مدیر ترمنځ اخوډب وینو چې میندې او پلرونه د دلایلو او لاملونو په راوړلو سره کوښښ کوي مدیر په دې راضي کړي چې د رضایت لیک له غوښتلو تیر شي.

بیا دوهم ځل د اولیاوو او زده کوونکو ترمنځ اخوډب وینو چې زده کوونکي د رضایت لیک په نه ورکولو سره خپلو شیطنتونو او بې سریو ته بیرته ورګرځي.د مور او پلار خبره نوره نه اوري او د پلار دړکې مړکې او لښتې هم پرې څه اغیز نه لري، په لږ خبره هم په قهریږي وبنګیږي او شونډې یې زوړندې شي.

بیا په دې پسې د ښاغلي مدیر او زده کوونکو ترمنځ اخوډب دی ، چې زده کوونکي په بېلابېلو چمونو سره رضایت لیکونه جعل کوي او مدیر چې کله د رضایت لیکونو له جعل څخه خبریږي ، بېلابېلې نورې لارې چارې لټوي، په پای کې زده کوونکي له درې کوښې سکینې ترور سره آشنا کیږي ، له هغې څخه غواړي چې په رضایت لیکونو یې ګوته کیږدي ، بیا درې کوښې سکینه ترور  د خپلې ګوتې په ارزښت پوهیږي او له زده کوونکو څخه د خپلې ګوتې اجوره غواړي او په همدې ډول تر پایه...

د دغې کیسې اصلي غوټه، د رضایت لیکونو او شصتونو جعلي  والی او د درې کوښې سکینې ترور د شصت نښه ده . دا چې د درې کوښې سکینې ترور د ګوتې نښه د هغوی د مور او پلار د ګوتې، نښې ته ورته ده، له هغې غواړي چې د رضایت لیکونو په پای کې د هغې شصت ولګوي. هغه هم د بېلابېلو څېزونو په اخیستلو سره د هغوی په رضایت لیکونوکې شصت ږدي. تر هغې پورې چې د یوه زده کوونکي پام  کېږي، چې په کور کې بوره کمېږي؛ هغه په دې اړوند د ښوونځي له مدیر سره خبرې کوي، هغه زده کوونکی د مدیر له تهدید وروسته د بورې کمیدو راز  افشا کوي.

دلته د ښوونځي مدیر په اتفاقي شکل باندې د رضایت لیکونو جعل والي باندې نه خبریږي. د کیسې اصلي غوټه په اتفاقي شکل نه پرانیستل کېږي؛ بلکې د یوه زده کوونکي مور په کور کې د بورې په کمېدلو سره پوهېږي او  دغه کیسه د ښوونځي له مدیر سره شریکوي؛ د ښوونځي مدیر د زده کوونکي په تهدیدولو سره په  اصلي موضوع پوهېږي او د کیسې غوټه پرانیستل کېږي.

تمرین: سمول

هغه پېښه چې ورسره مخامخ شوي یاست ، یامو له چا اوریدلې ده  په بشپړه بڼه ولیکئ بیا هغې پیښې ته پراختیا ورکړئ  او په کیسې یې واړوئ. له هغه وروسته مو په کیسه کې د کیسې د طرحې ځانګړنې بررسي کړي:

-        هره پېښه( حتا وړه پېښه) په کیسه کې منطقي دلیل لري؟

-        ټول هغه مواد مو چې په داستان کې راوړي دي، کیدای شي په اسانۍ سره ومنل شي؟یعنې د باور وړ دي؟

-        په کیسه کې څومره اخوډب پېښ شوی دی؟

-        پېښې په تصادفي شکل حل کېږي، یا د خاص  او منطقي دلیل پر بنسټ؟

څنګه کرکټرکښنه وکړو؟ سمول

که شاوخوا ته نظر وکړئ، هریو کس ځانته اوپه  بېلابېله بڼه د ژوند ډول او شرایط لري. د هرچا د ژوند شرایط د هغه په خبرو، ګړنو، عمل او ظاهرې بڼه باندې مستقیم اغېزه لري. د ژوند شرایط، زده کړې،عمر او  د سیمې او چاپیریال له اړخه  ټولنیز موقعیت د دې لامل کیږي، چې د هر یوه کړنې، د جامو طرز او سلیقه، نړۍ لید او شکل او څهره سره توپیر ولري.

لکه دوه کسان چې بېلابېلې دندې لري په نظر کې ونیسئ ؛ وګورئ څومره دغه دواړه په ظاهر کې توپیر لري. یو کلیوال له ښاري کس سره پرتله کړئ، یا یو قصاب له یو ښوونکي سره، یوو وکیل له ډریوار سره، د کور ښځه له یوې اداري کارکونکې ښځې سره...

طبیعي خبره دی، چې یوکلیوال له ښاري سره په  ظاهري بڼه توپیر لري. د یوه قصاب چهره له یو ښوونکي سره، د کور ښځې کړنې له یو ې دنده لرونکې ښځې سره، یو وکیل له ډریوار سره...

معمولاً یو کلیوال کس  له سیمه یزو جامو سره( اوږده لمن په ګلانو ښکلې شوې) په ذهن کې انځور وي؛ مګر یو ښاري له ښاري جامو سره. یو قصاب له څوربې او غټې څهرې، له تېزې چړې، په لاس کې ساتور... په ذهن کې انځور وي؛ ولې ښوونکی له رسمي جامو، سپینې چپنې، لاس کې یې کتابچه په ذهن کې انځور وي.

لکه څنګه چې پوهېږو یوه کیسه د انسانانو له ژوند څخه رااخیستل کېږي او په کیسه کې اشخاص باید داسې اشخاص وي، لکه څنګه چې یې موږ په خپل شاوخوا کې ګورو؛ څنګه چې زموږ په ګردچاپیر کې یو ډول اشخاص له څېرې، ګړنو، خبرو... کې یو شان نه دي، همداسې باید زموږ د داستان کرکټرونه یا اشخاص هم یو ډول شرایط، د ژوند کولو طریقه  ونه لري.

تاسې هم باید د کیسې د لیکلو په وخت کې ډېر ځېر شئ، چې دیو ډوله شرایطو لرونکي شخصیتونه مو په کیسه کې رانشي. که ستاسې د کیسې کرکټر ښوونکی وي، د هغه حرکت، ظاهري څېره، خبرې... هم باید د ښوونکي وي. که چېرې یو کلیوال وي د هغه هر څه باید د کلیوال په څېر وي. یا که چېرې د یو ښوونځي مدیر وي، د هغه کړه وړه باید د یوه مدیر وي،لکه څنګه چې یو مدیر په حقیقي ژوندانه کې دی.

لیکوالان معمولاً په دوه ډولونو د کیسې کرکټرونه لوستونکو ته ورپېژني.

۱- په مستقیم ډول

۲- په غیر مستقیم ډول

په مستقیم ډول یعنې لیکوال د خپلې کیسې کرکټرونه په واضح او معلوم شکل معرفي کوي. مثلاً لیکي: « هغه یو قصاب دی.» یا « هغه یو زده کوونکی دی»

په غیرمتستقیم ډول؛ یعنې لیکوال د خپلې کیسې کرکټرونه په ناڅرګند او نامعلوم شکل لوستونکو ته ور پېژني. یعنې د هغو د صفتونو او کړنو د بیانولو پر اساس او د نوموړي شخص د کړنو په ترسره کولو سره چې شخص یې په عملي بڼه کوي؛ لوستونکي پوهوي چې شخص څه کاره او کومې ځانګړنې لري.

که چېرې لیکوال په مستقیم شکل شخصیتونه معرفي کوي، دا نو بیا د کیسې ځانګړنه بایلي او یوه راپورتاژ  ته ورته کیږي. ښه خبره دا ده، که ممکن وي، د کیسې کرکټرونه باید د هغوی له کړنو او خبرو اترو له مخې لوستونکو ته وروپېژندل  شي. مثلاً کله چې لیکوال وغواړي یو قصاب په کیسه کې لوستونکو ته وروپېژني، د دې پرځای چې ووایي: «هغه قصاب و» لیکي« غټ برېتونه یې تاو کړي وو، په چنګک کې ځوړنده غوښه یې تر څنګ را ځړیده. هغه یې راښکته او ټوټه ټوټه کړه. بیا یې غوښې وړولو ماشین ته واچوله.»

دلته لیکوال په مستقیم ډول نه وایي: « هغه قصاب و» مګر لوستونکي د قصاب د صفتونو او توضیحاتو په بیانولو سره پوهېږي، چې هغه قصاب دی. یا کله چې لیکوال وغواړي یو زده کوونکی معرفي کړي، د دې پر ځای چې ووایي، هغه زده کوونکی دی. د هغه کتابونه، د ښوونځي یونیفورم، د ازموینې شپې،، درس ویل، په ټولګي کې د زده کوونکي شتون... ته اشاره کوي. یا کله چې لیکوال وغواړي یو خواشنی او غریب کس موږ ته معرفي کړي؛ امکان تر برید هڅه کوي، چې په مستقیم ډول یې معرفي نه کړي. د هغه کس دخپګان حالت، کړنې، غریبوالی... لوستونکو ته ښیي.

په یو کیسې کې کیدالی شي یو یا څو کرکټرونه وي. یو د دغو څو کسانو نه کیدای شي ډېر رول ولوبوي. په ټوله کې دغه کس د کیسې اصلي لوبغاړی دی او پېښه ټوله د هغه په شاوخوا راچولي او  لږو او ډېرپه هره وړه   پېښه کې  هم رول لري،نو هغه شخص چې ټولې پېښې د هغه په خاطر او یا هم د هغه په واسطه رامنځته کېږي، د کیسې یا داستان اصلي کرکټر دی او نور کسان چې لږ او ډېر په کیسه کې فعال دي، د کیسې فرعي کرکټرونه دي. په ځېنو کیسو کې داسې کسان هم شته چې کوم رول نه لوبوي؛ ولې د کیسې د چاپیریال، د اصلي او فرعي کرکټرونو د ښودلو لپاره په کیسه کې موجود وي؛ چې د لښکر سوری ورته وایي. ژباړن((د دغو کرکترونو په مرسته کیسه د خلکو له عادي ژوند سره تړل کیږي.)) مثلاً: په فارسي کې د« بابا لنګ دراز»  کیسه په نظر کې نیسو، چې ټول داستان د« جودي آبوت» په ژوند پورې اړونده ده، ټولې پېښې یې د جودي آبوت پر ژوند باندې راڅرخي. په ټوله کې موږ د جودي آبوت له شخصیت، د هغه د ژوند له لوړو ژورو، غریبۍ، بدبختۍ او د هغه له ډېرو هڅو او کوښښونو سره بلدیږو. «جودي» د کیسې اصلي کرکټر دی. « بابالنګ دراز» د «جودي» له نږدې ملګرو څخه دی، چې د جودي په ژوند کې مهم رول لري او د کیسې فرعي کرکټر لري. د «جودي آبوت» ټولګیوال، د ښوونځي مدیر، د لیکونو لېږدونکی او نور د جودي آبوت د ژوند په بدلون کې کوم ځانګړی رول نه لري؛ ولې د ښوونځي او لیلې چاپیریال د ښودلو لپاره چې جودي پکې ژوند کوي ، راغلي دي.

یا

«په پښتو ژبه کې د مصطفی سالک، پاتې شه باران دی. ناول په نظر کې ونیسئ. په کیسه کې غزن او څانګه اصلي کرکټرونه دي.» [1]

- هغه کسان چې کیسې کې رول لري، یا د پېښې ترسره کوونکي او یا هم پیښې د هغه شاوخوا راچورلي، اصلي کرکټرونه ورته وايي.

- لیکوال د کیسې په اوږدو کې د کرکټر ظاهري بڼه، څېره، کړنې،  شخصیتي ځانګړنې... په کیسه کې د حاکمو شرایطو په پام کې نیولو سره، ښکاره کوي او د هغه په اړه خبرې کوي. دغه کار ته کرکټرکښنه یا شخصیت پردازي وایي.

- هغه شخص چې ټولې پېښې د هغه ګردچاپیر را څرخي؛ په داستان کې اصلي رول لوبوي، د کیسې اصلي کرکټر یا د داستان اتل ورته وایي.

- له اصلي کرکټر پرته نور کسان هم په کیسه کې وي، چې د اصلي کرکټر د ښودلو او هغه سره د تړلو پېښو له مخې په کیسه کې پیدا کېږي، دغو ته فرعي کرکټرونه وایي.

- ځېنې نور کسان چې په کیسه کې هېڅ رول نه لوبوي، یوازې د صحنې ښودل او چاپیریال جوړولو لپاره راځي، چې د اصلي او فرعي کرکټرونو د ښودلو لپاره وي. مبهم شتون لري، د لښکر سوری یا سیاهی لشکر ورته وایي.

* د دغه مطالب د ښه وضاحت او پوهېدنې لپاره د« د خدای په امان ، ښاغلی چیپس !» کتاب ولولئ او له مطالعې وروسته هلته کرکټرکښنې ته پام وکړئ. د دغه کتاب لنډیز دلته راوړو.

د « د خدای په امان ، ښاغلی چیپس !» کتاب لنډیز:

ښاغلی چیپس د انګلیس په بروکفیلد ښوونځي کې ښوونکی دی، کلونه کلونه کیږي چې په خپله دنده کې زیار ګالي او د نسلونو په روزنه بوخت دی، چیپس ډیر مهربانه  او لورین ښوونکی دی د ښوونځي له زده کوونکو سره صمیمي اړیکه ساتي، د هغه یو عادت دا هم  دی چې هر کال نوي زده کوونکو د چای څښلو لپاره خپل کورته بیايي. خو له دې سره سره هغه ځینې کلکې کړنلارې هم لري، هغه په دې ټینګار لري چې د زده کوونکو او ښوونکو ترمنځ بایدیوه پوله موجوده وي.هغه یو دودپال ښوونکی دی چې دودیزې جامې اغوندي ، یوه ورځ له ورځو څخه د ښاغلي چیپس سر ګرځي ، ولیږي او ژوبلیږي ، دلته یوه پیغله چې کاترین نومیده ښوونکی ویني او مرستې ته يې را منډه کړي، د ښاغلي چیپس په اصطلاح له عصري ښځو سره جوړه نه وه،خو له څو ورځو بدلتیا وروسته یې کاترین په زړه کې ځای نیسي له هغې سره آشنا کیږي او څه موده وروسته سره واده کوي.د څه مودې ګډ ژوند په تیرولو سره ښاغلی چیپس د کاترین د عصري او نوښتګرو کړنو تر اغیز لاندې راځي، کاترین د ښاغلي چیپس د کلک دریځیو او حتی د زده کوونکو د رټلو او تنبیه مخنیوی یې کوي.د کلونو ګډ ژوند وروسته میرمن کاترین مري. په ښوونځي کې د ښاغلي چیپس د زده کړې زاړه میتودونه ، دودیزې جامې او د زړو لغتونو کارونه یې د ښوونځي سیالو ښوونکو او د ښوونځي چاروالو تر نیوکې لاندې راځي، دالستون د ښوونځي مدیر له ښاغلي چیپس څخه غواړي چې تقاعد وکړي ، هغه ته وايي چې ستا جامې د زده کونکو او ښوونکو د خندا وړ دي او ستا د تدریس میتودونه ډېر زاړه دي او اړتیا ده چې نوي میتودونه وکارول شي. خو له دې سره سره بیا هم د بروکفیلد اوسیدونکو د ښاغلي چیپس د لورینو او مهربانیو له وجې د دالستون له وړاندیز(تقاعد) سره مخالف وو. په دې بهیر کې دالستون لوړې رتبې ته ارتقاء کوي او له بروکفیلد څخه ځي. د هغه له تګ وروسته د دالستون خبرې پر ښاغلي چیپس اغیز کوي او په پای کې له دندې ځان کوښه کوي.

یوه ورځ د ښوونځي نوي زده کوونکي د تیر دود پوره کولو لپاره د ښاغلي چیپس کورته ورځي له هغه سره د خبرو اترو او چای څښلو وروسته له ښاغلي چیپس څخه د خدای په اماني کوي ، دهغې ورځې پر سبا چیپس ناروغه کیږي او د ملګرو تر څنګ ساه ورکوي اود ښوونځي زده کوونکي له چیپس څخه خدای په اماني کوي.

***

دغه ټوله کیسه د ښاغلي چیپس د ژوند، ظاهري او فکري بدلونونو په اړه ده. په ټوله کې ښاغلی چیپس کلونه په ښوونځي کې تدریس کوي او هماغه دی چې ټول ژوند یې په مینه اومحبت زده کوونکو ته ځانګړی کوي. دې ته په کتلو چې سنتي عقاید او فکرونه لري، خپله دنده په سنتي بڼه مخته وړي، تر هغه پورې چې یوه ورځ د غره په لمن د بایسکیل ځغلونې پر وخت له کاترین سره آشنا کېږي او بیا ورسره واده کوي. کاترین تر یوه حده پورې چیپس له پخواني فکر نه راګرځوي.

په دغه داستان کې چې ټوله پېښه د ښاغلي چیپس په شاوخوا راچورلي د هغه د ژوند او کرکټر ټولې برخې د معلمۍ، عقایدو، واده... دا ټول لوستونکو ته ښيي. دلته ښاغلی چیپس د کیسې اصلي کرکټر دی. کاترین له چيپس سره واده کوي، د هغه په افکارو باندې د کاترین نوی فکر اغېزه کوي. لوستونکی‎ هم تر ډېری پورې له کاترین سره بلدیږي؛ مګر د چيپس په اندازه نه. کاترین دلته فرعي کرکټر دی. یا دالستون چې د ښوونځي مدیر دی، ښاغلی چیپس دېته مجبوروي چې تقاعد واخلي. لوستونکي په کیسه کې، یوازې په څو صحنو کې د دالستون له شخصیت سره بلدیږي؛ پوهېږي چې دالستون هم تر یو بریده د ښاغلي چيپس د دندې په بدلونه کې رول درلود. دالستون هم په فرعي کرکټرونو کې شمېرل کېږي. زده کوونکي هم کله ناکله په کیسه کې پټ یا په مبهم شکل رول لري. د هر کال پیل کې زده کوونکي د ښاغلي چیپس کور ته بلل کېږي. د چیپس فکر، عقاید، کړنې... په کیسه کې نندارې ته وړاندې کېږي. په اصل کې لوستونکی هېڅ د زده کوونکو له شحصیت سره نه بلدیږي؛ ځکه زده کوونکي یوازې د چا پیریال جوړونې ، موقعیت ښودنې او د چیپس د افکارو معلومولو لپاره راغلي. هغوی په ډلییز شکل راغلي او د لښکر سوری حسابیږي.

په دغه داستان کې لیکوال ښاغلی چیپس د کاترین او ښوونځي له همکارانو سره؛ په ځانګړي ډول له دالستون سره په تقابل کې واقع کوي. ښاغلی چیپس زاړه او سنتي افکار لري؛ مګر کاترین او دالستون د نوې مفکورې خاوندان دي. لیکوال د هغوی متضاد افکار څېړي. ښاغلی چیپس د ښوونځي ښوونکی دی، هغه یو لورین او په عین وخت کې له زده کوونکو او همکارانو سره په جديت رفتار کوي. د کافي نظم او دسپلین نه درلودل ، د ځوان ښوونکي لپاره د ضعف ټکی ګڼي، په یو ځای کې خپل ځوان همکار ته وایي:

« مهمه نه دی، ته ډېر ځوان یې، د نظم راوستل تجربه ده او ته دلته چانس لرې، په لومړیو کې باید زده کوونکي وویروې. دا د کار رمز او راز دی.»

د ښاغلی چیپس دغه خبرې د هغه عمرته په کتلوسره، په کلک چلند او کار کې په دسپلین باندې د هغه باور څرګندوي؛ هغه جدیت د کار رمز او راز ګڼي. بل خوا ځوان ښوونکی له زده کوونکو سره په ډېرې راحتۍ او په مینه ناکه بڼه اړیکه ټینګوي او ورته مهمه نه ده چې زده کوونکي یې له ډیرو محترمانه الفاظو سره یادوی یا که نه . د دغه داستان په ۱۰۵ مخ کې وایي:

« یو نوی ګومارل شوی مشر، چې تازه له آکسفورد نه فارغ شوی و؛ د شپږم ټولګي زده کوونکو ته یې اجازه ورکوله چې هغه ته په وړوکي نوم غږ وکړي او د چیپس دغه کار نه خوښېده او له داسې کړنې څخه یې کرکه کوله .»

لیکوال د ښاغلی چیپس د جامو اغوستل داسې توصیفوي چې د هغه له شخصیت سره سمون نه ښکاره کوي. هغه یو داسې زوړ فکره دی  چې د پخوانيو وختونو چپن اغوندي؛ ډیره لرغونې خولۍ په سر کوي؛ پخواني کتابونه لولي؛ د خبرو کولو په وخت کې نوې کلمې نه کاروي؛ ډېری کلمې پخوانۍ او کله کله د خبرو په اوږدو کې لاتین کلمې هم راوړي. لکه په ۱۰۱ مخ د داستان کې وایي:

« چیپس له زړې او وړینې چپنې، په لړزانده قدمونو، په ارامه سترګو چې د اوسپنیزو ډنډو لرونکو عینګو تر شه ځلېدې او له خندونکو بې اغیزو خبرو سره ، بروکفیلد نور نشوای کولای هغه یوه زره هم بدل کړي.»

نوي افکار د سپین ږیری چیپس په نظر عجیب او غریب ښکارېدل او د نوو افکارو درلودونکو ښځو به په هغه کې یو ډول هیښوونکی حالت پیدا کړ. د هغه په  اند نوښتونه کرکچن ښکاریدل. کله یې چې کاترین د غره په لمنو کې پر بایسکل سوره ولیده؛ حیران شو چې ښځه څنګه بایسکل ځغلوي. د داستان په ۲۹ مخ کې لولو:


« په لومړیو کې د کاترین قضاوت د هغه په اړه څه نه درلودل؛ بیا کله چې چیپس کاترین په بایسکل سوره ولیده او له یو پردي سړي سره په یوه کلیواله سیمه کې یوه کوټه کې کیني؛ دنیا ورته عجیبه ښکاري...»

په داسې حال کې چې د چیپس او کاترین شخصیتونه یو د بل متضاد دي. کاترین یوه ۲۵ کلنه ځوانه ښوونکې ده او نوي او معاصر افکار لري. د خبرو پر مهال زاړه او پخواني کلمات نه کاروي؛ مګر له ساده جملو او نوو کلمو نه ګټه اخلي. داسې جامې اغوندې چې د د ورځې له موډ سره برابرې دي او هغې ته  بایسکیل چلول یو عادي کار ښکاري چې هره ورځ یې خلک ترسره کوي. د داستان په ۳۰ مخ کې لولو:

«کاترین په دې فکر وه، چې ښځې هم باید پوهنتونو ته لاړې شي او د رایې اچونې حق باید هم ولري...»

کاترین هڅه کوي، چې له نوي او معاصرو افکارو له مخې د چیپس پر عقایدو اغېزه وکړي. تر یو ځایه بریالۍ کېږي هم؛ چې د چیپس په سختګیرۍ کې کموالی راولي. دکاترین په مړینې سره د چیپس رفتار او اعمال بېرته پخواني شکل ته ګرځي. له کلونو وروسته ښاغلی چیپس مري او د هغه هغه سنتي عقاید هم ختمېږي. د کتاب په وروستیو مخونو کې د دالستون له شخصیت سره آشنا کېږو، چې هغه هم د نوي فکر خاوند دی او باور لري، چې د چیپس د تدریس طریقه زړه او له کار لوېدلې. دا چې ښاغلی چیپس تل دپخواني وخت جامې اغوندي، د خندا وړ ګڼي او وایي که چېرې ښاغلی چیپس تقاعد واخلي، زه به بروکفیلد ښوونځی له ورځني کاروان سره برابروم. د داستان په ۷۲ مخ کې ښاغلي چیپس ته په خطاب کې وایي:

« ستاسې تدریس بیخي زوړ او له کاره لوېدلی دی، رفتار او ادب دې هم د بې نظمۍ باعث ګرځي.»

د همدغه مخ په بل پراګراف کې وایي:

« هو، وګوره، څه دې اغوستي؟ له څنګه چې پوهېږم ستا چپن په ټول ښوونځي کې د خندا وړ ده او د ټولو لپاره د خندا او تفریح ګرځېدلې.»

دالستون په ۷۳ مخ کې وایي:

« زه هڅه کوم چې له بروکفیلد یو بشپړ معیاري ښوونځی جوړ کړم. زه د عمل سړی یم؛ له دې سره سره له کلاسیکو اثارو سره مخالفت نه لرم. البته په دې شرط چې ښه درس ورکړل شي. دا چې دغه اثار په مړې ژبې باندې دي، دا یې دلیل نشي کېدای چې په مړو مېتودونو دې هم تدریس شي. ښاغلی چیپس! تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، ستاسې درسونه په لاتین او یوناني ژبه کې هماغه لس کاله پخواني درسونه دي، هم هغه درسونه چې زه کله په لومړي ځل دلته راغلم.»

وینو چې لیکوال ځای ځای هڅه کوي چې، د کرکټرونو جامې، خبرې، اعمال، عقاید... له شخصیت سره برابرې وي، چې د داستان لپاره یې غوره کړي. یعنې دا چې ښاغلی چیپس سنتي یا قدیمي عقاید لري؛ لیکوال هڅه کړې، چې د هغه د تدریس طریقه، سن، د خبرې، کړنې... هم سنتي وښیي. په دې شکل نه دی چې: ښاغلی چیپس سنتګرا معرفي کړي؛ مګر جامې یې د اوسني خلکو په څېر وي او یا ووایي، چې خولۍ یې نوې په سر کړې وه، د نن ورځې ځوان غوندې خبرې دې وکړي. په دغسې وخت کې د لوستونکي په ذهن کې تضاد پېښېږي او د کیسې له منلو انکار کوي. یا داسې هم نه دی چې کاترین نوی فکر لري؛ خو د خبرو په اوږدو کې دې زاړه لغات او کمات وکاروي. دا چې کاترین لوستونکو لپاره د نوي فکر خاونده ده؛ باید جامې یې هم له اوس وخت سره برابرې وي ، نوي فکر ولري او او په نوي طرز خبرې هم وکړي.

نوپه  داستان کې کرکټرکښنه یا شخصیت پردازي یو له مهمو عناصرو څخه ده چې لیکوال باید ډېر پام ورته وکړي. شخصیت باید له خبرو، جامو، اعمالوسره مناسبت ولري.

په دغه داستان کې شخصیتونه د کیسې اصلي محورونه دي. لیکوال داستان د شخصیت جوړونې په اساس مخته وړي او لوستونکي د شخصیتونو په تحلیل سره د کیسې موخې ته رسېږي او پوهېږي چې په ټولنه کې د نن ورځې ځینې اشخاص دودپالنه د خپل بریالیتوب رمزوراز ګڼي او ځینې نور کسان بیا  نوښتونه او نوښتپالنه د ټولنې دپرمختګ اصلي او اساسي وسیله ګڼي او باالاخره داسې کسان هم په ټولنه کې رامنځته شي ، چې له زړو افکارو سره د نوو افکارو ګډون د بریالیتوب بنسټ ګڼي او له دې لارې خپل ژوند ښایسته کوي.

تمرین: سمول

د کرکټرکښنې د تمرین لپاره داسې اشخاص لکه: هټۍ وال، ښوونکی، قصاب... په پام کې ونیسئ. هڅه وکړئ له هغوو سره له نږدې آشنا شئ. وروسته د هغوی اخلاقي ځانګړنې او ظاهري خصوصیاتو ته لکه: جامې، خبرې... پام وکړئ؛ لکه څرنګه چې دي، هماغسې یې په کاغذ باندې ولیکئ. وروسته یې په لوږ غږ یو خپل ملګري ته ولولئ. بیا له اوریدونکو وغواړئ، چې آیا دغه کس یې وپېژانده؟ څو ځلې دا کار تمرین کړئ. وروسته له دې چې دڅو کسانو په اړه مو ولیکلی شول، له همدغو کسانو څخه د الګو په ډول د خپل داستان په چاپیریال کې ګټه واخلئ.

د چا له خولې کیسه وړاندې شي؟ سمول

کیدای شي، ځېنې وخت تاسې ته څه پېښ شوي وي او تاسې وغواړئ ،هغه پیښه چاته بیان کړئ. یا هم په کوم بل چا پیښه شوي وي، تاسې یې لیدونکي یاستئ؛ د یو شاهد په توګه  یې بله چاته بیانوئ.

مثلاً : ښوونځي ته ځئ، په ټکسي کې پام کېږي چې دپیسو پټوه راسره نشته ،  که غواړې دغه پېښه بیان کړې،نو ویلای شې چې:

۱- په ټکسي کې ناست وم؛ بهر مې ننداره کوله او د ریاضي فورمولونه مې په ذهن کې تکرار ول. ناببره مې د ښوونځي په لوحه سترګې ولګېدې ، ټکسي چلونکي ته مې غږ کړ: ښاغلیه! ودریږه! کوزیږم، لاس مې جیب ته کړ، جیب خالي و.

یا ممکن کیدای شي، ښوونځي ته د تګ په وخت کې مو یو کس ته پام شي، چې د پیسو پټوه یې هېره شوې. که تاسې وغواړئ، دغه پېښه بیان کړئ:

۲- په ټکسي کې ناست وم، د بیرون ننداره مې کوله. ټکسي له څلور لارې تېره شوی نه و، چې غږ وشو. استاده! همدلته ودریږه ښکته کېږم. لاس یې جیب ته کړو. رنګ یې والوت، د شونډو لاندې یې وویلې: ام پټوه مې!!!

که دغه دواړه بېلګې سره پرتله کړو، لیدل کیږي چې دلومړۍ بیلګې روایت کوونکی ، په ذهن کې دریاضي فورمونو له تکرار څخه هم خبرې کوي. خو په دویمه بېلګه کې یې یوازې هغه څه بیان کړي، چې لیدلي یې دي. په دې باندې نه پوهېږي، چې د ریاضي فرمولونه دهغه کس په ذهن کې تکراریږي که نه؟ په اصل کې د هغه کس له ذهن څخه نا خبره دی او نشي کولای هغه څه هم بیان کړي،چې دهغه په ذهن کې  لاندې باندې کېږي. پر دې هم نه پوهېږي، چې د هغه کس جیب خالي دی او کنه؟ مګر کله چې هغه شخص جیب ته له لاس وروړي او رنګ یې الوځي ، پوهېږي چې پټوه ورسره نشته.

یا یو پېښه هغه کس ته پېښه شوې وي او تاسې هم شاهد ووسئ؛ غواړئ همدغه کیسه بېرته هغه کس چې پرې تېره شوې بیان کړئ.

۳- ټکسي کې ناسته وې، بیرون دې ننداره کوله. په لوړ غږ دې وویل: استاده ودریږه! لاس دې جیب ته کړ. ناڅاپه دې رنګ والوت. د شونډو لاندې دې وویل: پټوه مې...

یا کیدای شي یو پېښه تاسې ډېرو ته پېښه شوې وي. غواړئ بیان یې کړئ:

۴- په ټکسي کې ناست وو. بیرون مو ننداره کوله. چې ورسیدو په لوړ غږ مو موټروان ته کړه چې: استاده! ودریږه! لاسونه مې جیبونو ته کړه، زموږ ټولو رنګونه والوتل. ومو ویل: د پیسو پټوې مو...

کومې کیسې یا داستانونه چې لولو؛ که ورته ځیر شو، وینو چې لیکوالو ټولې کیسې له بېلابېلو لیدلورو څخه روایت کړي دي،که د یوې کیسې پېښه«زما» لید لوري روایت شي هغه ته« زما روایت» یا « د لومړي شخص لیدلوری» وایي. کیدای شي لومړی شخص مفرد وي؛ لکه لومړۍ بیلګه او کیدای شي جمع وي. لکه په څلورمه بېلګه کې.

که د کیسې پېښه د « هغه» له لید څخه روایت شي. هغه ته د « درېیم شخص لید لوری» وایي. لکه په دویمه بېلګه کې.

یا که د کیسې پېښه د « تا» له لید لوري روایت شي هغه ته د « دویم شخص لیدلوری» وایي.

نوـــــ داستانونه له بېلابېلو لیدلوریو راویت کېږي.


د کیسې د پېښې اسانه او ښه  طریقه د لومړي او درېیم شخص له لوري  روایت دی.

د لومړي شخص لیدلوري په ټاکلوسره لیکوال ځان د داستان د کرکټرونو په چوکاټ کې اچوي؛ چې کیدای شي د کیسې اصلي یا هم فرعي کرکټر وي.په دغې طریقه کې لیکوال کولای شي، خپل ځانګړي احساسات او عواطف بیان کړي؛ مګر نشې کولای نورو شخصیتونو ته لار پیدا کړي او د هغوی احساس او فکر انتقال کړي. یا د کیسې د نوررو شخصیتونو بیانونه چې له لید نه یې بهر وي، ورته لاس  رسی پیدا کړي. د بېلګې په توګه د یوې کیسې هغه برخه را اخلو، چې د لومړي شخص لیدلوري پر اساس لیکل شوې ده:

هغه شپه مې غوښتل چې ویښ پاتې شم؛ خو امکان یې نه و. بس چې ویده شوم خوب لیده. خوب مې لیده چې یو وړوکی هلک د تورې مرغۍ  په ځاله کې ناست دي. توره مرغۍ« توکا» هلک ته حشرې او غڼې ورکوي او هغه شیبه  په شیبه غښتلی کېږي؛ تر هغه وخت چې له ونې الوځي. پر بام  کیني او له هغه وروسته الوځي. مینا ورته په دیوال ناسته ده او انځور یې کاږي؛ کله چې زه مینا ته نږدې شوم، دا سندره یې زمزمه کوله« مه راځه نږدې ، راته مه راځه نږدې، تاته ګواښ دی ، مه راځه نږدې»

د ماشوم د ژړا لوړ غږ مې تر غوږو شو، چې په څنګ ګوټه کې و، وېښ شوم. د مور هغه نرم او سندریز غږ مې اوریده چې ویل یې« اللو اللو ، بچی مې اللو اللو ، ماته مه راځه پیشو ، اللو اللو» او د ماشوم چیغو ته مې غوږ و. ګردچاپیر مرغان هم  په سندرو سر وو؛ کله چې وړوکی ماشوم له شېدو خوړلوخلاص شو، ډاډمن شوم چې ټول ویده دي، په کراره کراره ،  له تخت څخه را کوز شوم. بیرون ووتم، څراغ مې له ځان سره واخیست. جامې مې واغوستې او کرار کرار یې د کوټې له څنګه تېر شوم. له تشناب نه مې د آسپریم یو قوطی هم له ځان سره واخیست. لاندې پوړ ته لاړم. دروازه مې خلاصه کړه او کوپ کوپ دننه ننوتم.  زاړه پلاستیکي لوښي ګډو وډ پراته وو او اضافي خواړه ترې توی شوي وو ، زړې ورځپاڼې خورې وې، واښه هوار وو،کله مې چې یو لوښي ته وکتل، یو ډول سریښناکه ، سره بخوني او ساړه خواړه پکې پراته وو، له یو بل لوښي نه مې هم خواړه په دغه لوښي کې واچول او د موټر ګراج خواته لاړم.

ځان سره مې وویل:« لیوانی شوی یې، څه ټکه درباندې پریوتې ده؟»

ګراج پر سر ناستې تورې مرغۍ ته ځیر شوم، ومې لیدل چې کله سندره وايي، څومره خپله ژیړه مښوکه خلاصوي؛ پر وزرونو یې چې د لومړني سهار د لمر وړاندې لګیدلې ، ومې لیدل چې څنګه زرینه او اوبرنګه رڼا خپروي.

لاسي څراغ مې روښانه کړ، یوه ژوره سا مې واخیسته او ننوتم.

دلته وینو راوي یا روایت کوونکی د داستان اصلي شخصیت دی؛ کیسه مخ ته وړي. همدغه شخصیت دی چې وایي: خوب مې ولید، ومې ویل، لاړم... ځکه د لید زوایه  یا لید لوری د لومړي شخص ده. لوستونکی په اساني سره کولای شي ځان د راوي په توګه وویني او له کیسې سره عاطفي او حسي اړیکه ټینګه کړي.

د درېیم شخص لیدلوری: دغه ډول لیدلور تر ټولو اسانه او د بدلون منونکی دی. په دغې طریقه کې  راوی ځان له کیسې بهر باسي او د شاهد په ډول ټولې پيښې، واقیعتونه... چې د کیسې په اشخاصو باندې راځي، بیانوي. په دې اساس لیکوال په اسانۍ سره کولای شي دشخصیتونه ځانګړنې روښانه  کړي؛ ځکه په ټول داستان کې هغه لیدونکی او شاهد وي، د هغوی له ټولو کړنو او ځانګړنو  سره آشنا وي او د هغوی په اړه په هر څه پوهېږي. په داسې وخت کې لیکوال د خپل داخلي او بیروني زره بین په مرسته  د شخصیتونو د ټولو کړنو اندونو شاهد وي. خو یوازې هغه څه چې د داستان لپاره اړین دي، هغه باید د کیسې لپاره وټاکي او لوستونکو ته یې بیان کړي.

په دغه طریقه کې لیکوال له هغه څه څخه زیاد هم بیانولی شي، چې لیدلي یې وي؛ یعنې له دې پرته چې د کیسې د شخصیتونو کړنې موږ ته رپوټ کوي، د هغو د کړنو او خبرو په اړه هم کولای شي قضاوت وکړي او د هغو په اړه خپل نظر څرګند کړي. یا د د رد او تایید لپاره یې خپل استدلال  راوړي؛ یا هغه څه چې د شخصیت په ذهن کې ګرځي هم راوړي. دغې طریقې ته د « د نامحدوده ، کلي دانايۍ» لیدلوری وایي. که لیکوال ځان د کیسې د یو شخصیت په چوکاټ کې واچوي، ټوله کیسه د هماغه کس د لید له لوري روایت کړي، دیته به بیا « محدوده کلي دانايي »لید لوری وایي. په دغه طریقه کې لیکوال یوازې د هماغه ټاکل شوي، شخصیت له مخې کیسه بیانوي، د هغه افکار او احساساتو څخه خبر وي. په دې کې د هغه لید او ژبه وي چې د کیسې د نورو شخصیتونو په پرتله دغه شخصیت باندې قضاوت کېږي. لیکوال په دې کې د پيښو او واقیعتونو په اړه نظر نه څرګندوي.

دغې ټوټې ته پام وکړئ:

 ټولو هلکانو هغو پېړو او په زیورونو پسوللو ښځو ته کتل، چې یوازې د یو ډبۍ دګازروحلوا او د سینګار درملو پسې راغلې وې. د کنسرونو د ډبیو په وړاندې چې لکه جګې ماڼې ولاړ وو د ټینګې نه وې. روب، مربا، د ماهي غوښه... به یې په خپلو سبدونو کې اچولې، چې د هر ډبي په ګزارولو سره به یې د لکه ډولکي غږ ټوم! ټوم! پورته شو، هکانو په د پلرونو پر وړاندې زړور شول او وبه یې پوښتل:«چې دا دومره شیان څنګه وړي؟»

لنډه خو دا چې انسان ته ددې لیدل سخته ده ، چې خپل سبد یې خالي او د نورو ترڅوکو ډک وي؛ تر کومه به زغم کوي. نو زړه به یې په درد نه راځي او کینه به یې زړه ته لویږي؟  باالاخره مارکوالدو له د اولادونو او ښځې له ډېرو غوښتنو وروسته په دغه لوی  پلورنځي کې څو ګامه مخته لاړ، بیا یې زغم لنډ شو او خپلو بچو او ښځې ته یې ځینې فرمایشونه ورکړل، له دوی بیل شو او له لږ مخته تګ وروسته یې د خرما یوه کڅوړه راپورته او سبده ته یې ورګزار کړه. په دې کار سره ده غوښتل، دغه خوند هم وڅکي ، که د لنډو لسو دقیقو لپاره هم وي  او ځان نورو ته وښیي. وروسته یې بیرته هغه په خپل ځای کېښوده. د دې ترڅنګ یې یو قوطی ترخه لوبیا، یو پاکټ قهوه، د پلو لپاره مساله او یو پاکت آش هم سبد ته وراچولي وو،

مارکوالدو ډاډمن وو، که سیالي نه وي ، زه هم کولی شم، اقلاً د یو پاو وخت لپاره ، داشوق پوره کړم ،چې د بېلابېلو او د خپل خوښې مارکې والا او د خپل خوښې کمپنیو جنسونه را غونډ کړم، پرته له دې چې کومه پیسه ورکړم، خو یوه خبره وه! که چیرته یې کورنۍ په دې لوبه کې لیدلی وای ، نو بیابه هغو څه فکر کاوه، ځکه هغوی به هم له ځنډ پرته د بېلابېلو جنسونو او ډبیو په راغونډولو بوخت شوي وای، نو بیا به څه کیده!

(مارکوالدو- ایتالوکالوینو- ۱۰۶ پاڼه)

اوس نو راځو ، دغو پورته څو جملو ته ستاسو پام را اړوم. پام وکړئ پورته کرښو کې لیکوال لیکي:

لنډه خو دا چې انسان وویني خپل سبد یې خالي او د نورو ترڅوکو ډک دی؛ تر کومه به زغم کوي. نو زړه به یې په درد نه راځي او کینه به یې زړه ته لویږي؟» 

دغه برخه په رښتیا د لیکوال خپل نظر دی چې د کیسې په اوږدو کې یې راوړی دی. یا په لاندې برخه کې لیکي:

«خو یوه خبره وه! که چیرته یې کورنۍ په دې لوبه کې لیدلی وای ، نو بیابه هغو څه فکر کاوه، ځکه هغوی به هم له ځنډ پرته د بېلابېلو جنسونو او ډبیو په راغونډولو بوخت شوي وای، نو بیا به څه کیده!»

دلته هم د هلکانو له لوري په عملي بڼه کوم کار ترسره شوی نه دی؛ مګر د لیکوال یوه وړاندوینه ده، چې فکر کوي، که هلکانو پلار د جنسونو په را غونډولو لیدلی وای ؛ نو څه به پېښه شوي وو.

له دې سره چې د لیکوال نظر پکې راغلی او وړاندینه یې هم کړې، ویلی شو چې دغه کیسه د«نامحدوده کل دانا» له لید لوري لیکل شوې ده.

تمرین:

یو لنډه کیسه په بېلابېلو لیدلوریو له مخې ولیکئ، وروسته هغه وارزوئ، چې د لید کومه زاویه یا لید لوری ستاسې د کیسې لپاره مناسب دی. که فکر کوئ، چې په کیسه کې مې باید د راوي خپل نظر هم شامل شي ، نو بیا خپله کیسه د لومړي شخص له لید لوري ولیکئ، خو باید دېته مو پام وي ، چې په داسې حال کې بیا تاسو د کیسې د نورو کرکترونو کړنې چې د راوي له نظره یې لرې ترسره کوي ، څه ولیکئ .

خوکه فکر کوئ، چې لوستونکي باید د کیسې د ټولو کرکټرونو له کړنو، افکارو، ذهن، احساس... سره بلد شي، د درېیم شخص د لید زاویه یا لید لوری چې د«نامحدوده کل دانايي» ته ورته وي ، استفاده وکړئ .

اوس دلته د بېلابېلو لید زوایو یا لید لورو له مخې څو بیلګې راوړو. له لوستلو وروسته یې ټول توپیرونه له یو بل سره پرتله او بررسي کړئ.

د لومړي شخص زاویې یا لیدلوري بیلګه:

اصغرخان

هر څه مې چې وویل:« چاخان وایي: بابا! دا ستا د یار نښې نه دي.» د رحیم غوږ پورې ونه رسېد. وویل:«نه رضا جانه! اراده یې وکړه، ټول شیان یې کېښودل او لاړ د تسبیح لپاره.»

ومې ویل:« څه؟ وایي ډېر له دې عشق نه دي چې تسبیح له لاسونو نه غورځي؟ ښا یو یې دی هم.

وویل: « کار چېرته دی؟ کار له دې خبرو تېر شوی. اصلاَ یار دې هلته دی، د هر کور دروازه یوه یوه وهي. هلته مچې، شونډې... هر څه حلال دي. په شک مې ورته وویل: « نه پوهېږم...»

موټروان له بس نه سر بهر کړو، د څنګ هندارې ته یې وکتل. اشترنګ یې د سړک ښي لور ته تاو کړ او ودارید. وروسته دروازه یې خلاصه کړه او ساه یې ویسته.

« یوویشت متره پیاده لاړ شه. صبر وکړه! ښاغلی پياده کېږي. بلې آزادي ته ځي.»

د مسافرو له منځه مې ځان وویست او بهر شوم. هوا خوله لګوله. لاسونه مې « کوښ» کړه او خولۍ مې ښکته راوسته. د سړک له اوږدو تېر شوم او یوویشت مترې لور ته لاندې لاړم. پیاده رو کې تېز شوم. د خبرو سر بیا خلاص شو. رضا وویل: ما خپله واورېدل.

زه ننوتم چې: « خالي کڅوړه. بابا هغه اصلا شتون نلري.»

رضا وویل: « صبر وکړه چې ویوینې.»

باران ونیولو. ځان مو تېز کړ. له رحیم نه چې بېل شوم، پیاده رو کې نږدې روغتون ته وم، ومې لیدل چې د اضغرخان رنګه انځور په دیوال باندې دی. اوږده سینه، لکه غاړه، تاو برېتونه. کله به یې چې د مسخرې خندا کوله؛ نو شونډې او وریځې به یې تاوراتو شوې. که اضغر خان به دې نه پېژنده، حتما به دې ویلې، چې دغه بابا له تنې سره یو ځای له دیوال نه تېر شوی، چې عکاسي  داسې شوې، چې د بریا نښې نښانې یې درلودې.

بله ورځ مې اضغر خان ولید چې له کوره راووت. له اته مترې وروسته روغتون ته د ګوتو په څوکو راغلی. د کوڅې سر ته چې راورسېد، د روغ هیله مې ورته وکړه.

ها اضغر خان..... څه کیسې دي؟ مبارک دې وي، پرون شپه انځور مې دې ولید. غټ کړې دې هم وو.

وویل: « هو مګر ودې نه لید؟»

ومې ویل: « نه څه شی؟»

توره کورتۍ یې په اوږو واچوله. سګرټ یې کش کړو او دود یې اسمان ته پورته کړ وویل: « همدا ورځې د تګ اراده لرم.»

-چېرته؟

- ولاَ رضا جانه! خپله ښه پوهېږې. بیا لاړو. دنده دی. ولې دا ټول لاړ نشو؟ زما وینې خو بل ډول نه دی. انځورونه مې هم په تت رنګ کې واخیست. بلاخره وخت راورسید چې د خدای پاماني سندره ووایم.


د ژباړن زیاتونه .     [1]