د کوویډ-۱۹ اکسفورډ-اسټرازېنکا واکسین

د کوویډ-۱۹ اکسفورډ-اسټرازېنکا واکسین چې د AZD1222 کود په مرسته پېژندل کېږي او په کوویشېلډ (Covishield) او واک‌وریا (Vaxzevria) سوداګریزو نومونو پلورل کېږي، د کوویډ-۱۹ د مخنیوي لپاره یو ویروس لېږدوونکی واکسین دی. په بریتانیا کې د اکسفورډ پوهنتون او بریتانیايي-سویډني شرکت اسټرازېنکا له‌خوا جوړ شوی او شمپانزي ChaAdOx1 اډنوویروس د لېږدوونکي په توګه کاروي. دا واکسین د عضلاتو له لارې تزریق کېږي. په ۲۰۲۰ کال کې شویو څېړنو وښوده چې تر لومړي ډوز ۲۲ ورځې وروسته د کوویډ-۱۹ په مخنیوي کې د دغه واکسین اغېزناکتیا ۷۶ سلنه او تر دویم ډوز وروسته ۸۱.۳ سلنه ده. په سکاټلنډ کې یوې بلې څېړنې وښوده چې دا واکسین تر دویم ډوز وروسته د کوویډ-۱۹ د الفا بڼې په مقابل کې ۸۱ سلنه او د ډلټا بڼې په مقابل کې ۶۱ سلنه اغېزناک دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

دا واکسین د یخچال د سوړوالي په درجه کې پایدار دی او د خوندیتوب ښې ځانګړنې لري. ځینې جانبي عوارض هم ورسره شته چې د تزریق په ځای کې درد، د سر درد او زړه بدوالی دي، خو دا عوارض د څو ورځو په جریان کې له منځه ځي. ډېر کم امکان لري چې شدید حساسیت هم ورسره پېښ شي؛ د بریتانیا د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم مرکز د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې په شاوخوا ۲۱.۲ میلیونو واکسینونو کې د دغه حساسیت ۲۶۸ موارد ثبت کړي دي. دغه واکسین په ډېرو کمو مواردو کې (چې په ۱۰۰۰۰۰ کسانو کې شاوخوا ۱ کس کېږي) د وینې د ټینګېدو (یعنې تر کوویډ-۱۹ واکسین وروسته د امبولي او ترومبوټیک پېېښو) خطر لرلی دی. د اروپا د درملو مرکز وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې تر ۴مې نېټې پورې په اروپا کې د واکسین شویو ۳۴ میلیونو کسانو تر منځ په ټولیز ډول د وینې د ټېنګېدو ډېر کم ۲۲۲ موارد ثبت شوي (چې ۰.۰۰۰۷ سلنه کېږي).[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

دا واکسین د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د بریتانیا د واکسیناسیون په پروګرام کې د کارېدو لپاره تایید شو او لومړنی بې ازمويښته واکسین یې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې په ۴مه نېټه تطبیق شو. تر هغه را وروسته دا واکسین په ټوله نړۍ کې د ګڼو روغتیایي مرکزونو له‌خوا تایید شوی دی، لکه د اروپا د درملو مرکز، د استرالیا د درملیزو توکو اداره (چې په لنډمهالي ډول یې د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ میاشت کې تایید کړ) او د دې تر څنګ د بیړنۍ استفادې لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان له‌خوا هم تایید شوی دی. د ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ میاشتې پورې د دغه واکسین څه باندې ۲.۵ میلیارده ډوزه د نړۍ ۱۷۰ هېوادونو ته رسېدلي وو. ځینې هېوادونه اندېښمن وو چې دا واکسین د ځوانانو لپاره څه ناڅه جانبي عوارض لري، له همدې امله یې یوازې هغو عمر خوړلیو کسانو ته د استفادې اجازه ورکړې ده چې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو له لوړ ګواښ سره مخامخ دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

طبي استفادې سمول

د کوویډ-۱۹ اکسفورډ-اسټرازېنکا واکسین په ۱۸ کلنو او تر هغه پورته عمر لرونکو اشخاصو کې د کوویډ-۱۹ د مخنیوي په موخه د SARS-CoV-2 ویروس د سرایت په مقابل کې د خوندیتوب لپاره کارول کېږي. دا درمل دوه ۰.۵ ملي لېتره ډوزونه لري چې په لټوئیډ عضله کې (د مټ پر سر) تزریق کېږي. لومړۍ دوره یې دوه ډوزه ده چې واټن یې له ۴ تر ۱۲ اونیو دی. د روغتیا نړیوال سازمان د دغه واکسین د ښې اغېزناکتیا لپاره سپارښتنه کوي چې د ډوزونو تر منځ یې باید له ۸ تر ۱۲ اونیو واټن وي.[۲۱]

د شدیدې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې په روغو لویانو کې د درېیم تقویتي ډوز لپاره اړتیا نه ده لیدل شوې.[۲۲][۲۳]

اغېزناکتیا سمول

په برازیل کې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې له ۱۸مې تر ۳۰مې نېټې پورې د یوې څېړنې لومړنۍ موندنې چې پر ۶۱ میلیون کسانو شوې ده، ښيي چې د سرایت، بستري کېدو او مړینو په مقابل کې د دغه واکسین اغېزناکتیا کابو په ټولو عمرونو کې سره ورته ده، خو د دغو ټولو په مقابل کې خوندیتوب په هغو کسانو کې ډېر کم دی چې عمرونه یې تر ۹۰ کلونو لوړ دي چې لامل یې د عمر د ډېرېدو له امله د روغتیایي سیستم زوال بلل کېږي.[۲۴][۲۵]

منفي اغېزې سمول

په کلینيکي ازمېښتونو کې یې تر ټولو معمول جانبي عوارض خفیف یا متوسط وو او تر واکسیناسیون څو ورځې وروسته له منځه لاړل.

کانګې، اسهال، تبه، پړسوب، د تزریق په ځای کې سوروالی او د وینې د پلېټلېټ ټيټې کچې له هرو ۱۰ کسانو څخه په څه کم ۱ کس کې پېښې شوې دي. د لنفاټیکو غدو غټېدل، د اشتها کموالی، سر ګرځېدل، د خوب ګډوډي، د خېټې درد او خارښ له هرو ۱۰۰ کسانو څخه په څه کم ۱ کس کې پېښ شوي دي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

تاریخچه سمول

لومړنۍ پراختیا سمول

د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې «جنر انستېتیوت» له ایټالوي شرکت «اډوېنټ اېس.ار.اېل» سره هوکړه وکړه چې د کلینیکي ازمېښتونو لپاره د یوه کاندید واکسین ۱۰۰۰ ډوزه تولید کړي. په لومړیو کې اکسفورډ غوښتل چې د واکسین د تولید او مارکېټېنګ حقونه هر هغه درمل جوړوونکي ته ورکړي چې غواړي دا کار وکړي. خو کله چې «ګېټس بنسټ» له اکسفورډ څخه وغوښتل چې بازار ته د کوویډ-۱۹ واکسین د وړاندې کولو لپاره یو لوی همکار شرکت پیدا کړي، دغه پوهنتون د ۲۰۲۰ کال په مې میاشت کې دا وړاندیز رد کړ. ورپسې د بریتانیا حکومت اکسفورډ وهڅاوه چې په متحدو ایالتونو کې د مېشت شرکت «مېرک انډ کو» پر ځای له اروپا مېشتي شرکت «اسټرازېنکا» سره ګډ کار وکړي. په وال سټرېټ ژورنال کې د ناڅرګندو سرچینو په وینا، د حکومت وزیرانو ځینې داسې اندېښنې هم لرلې چې په متحدو ایالتونو کې تولید شوی واکسین به په بریتانیا کې د لاسرسي وړ نه وي. په «اکسفورډ» او «سپېن اوټ» شرکتونو کې مالي ملاحظاتو هم ښايي له «اسټرازېنکا» سره په شراکت کې رول لرلی وي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د اکسفورډ پوهنتون او اسټرازېنکا شرکت تر منځ د غیر انتفاعي مجوز یو لومړنی تړون د ۲۰۲۰ کال په مې میاشت کې لاسلیک شو چې په ټولیز ډول یو میلیارد ډوزه وو او په دې کې ۱۰۰ میلیون ډوزه د بریتانیا د لاسرسي لپاره ریزرف وو. پر دې سربېره متحدو ایالتونو ۳۰۰ میلیون ډوزونه او د درېیم پړاو ازمېښتونه په متحدو ایالتونو کې ریزرف کړي وو. د دغه ګډ کار لپاره ۶۸ میلیونه پونډه د بریتانیا د دولت له بودیجې څخه او ۱.۲ میلیارده ډالره د متحدو ایالتونو د حکومت له بودیجې څخه د واکسین د جوړولو لپاره ځانګړل شول. د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د متحدو ایالتونو د الرژي او ساري ناروغیو ملي انستېتیوت (NIAID) تایید کړه چې د واکسین د ازمېښتونو درېیم پړاو د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې پیلېږي. د جون په ۴مه نېټه اسټرازېنکا شرکت وویل چې کوواکس (COVAX) پروګرام واکسین ته د عادلانه لاسرسي لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان له‌خوا مدیریت کېږي او مالي ملاتړيیې «CEPI» او «GAVI» دي چې ۷۵۰ میلیون ډالره یې په بېوزلو هېوادونو کې د ۳۰۰ میلیون ډوزه واکسین د توزېع لپاره لګولي دي.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې سمول

  1. "AstraZeneca COVID-19 Vaccine (AZD1222)" (PDF). AstraZeneca. 27 January 2021. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۷ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. (په 4 March 2021 باندې). Covishield and Covaxin: What we know about India's Covid-19 vaccines. BBC News.
  3. "AstraZeneca vaccine renamed 'Vaxzevria'". The Brussels Times. 30 March 2021. خونديځ د اصلي څخه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Investigating a Vaccine Against COVID-19". ClinicalTrials.gov (Registry). United States National Library of Medicine. 26 May 2020. NCT04400838. خونديځ د اصلي څخه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "A Phase 2/3 study to determine the efficacy, safety and immunogenicity of the candidate Coronavirus Disease (COVID-19) vaccine ChAdOx1 nCoV-19". EU Clinical Trials Register (Registry). European Union. 21 April 2020. EudraCT 2020-001228-32. خونديځ د اصلي څخه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. O'Reilly P (May 2020). "A Phase III study to investigate a vaccine against COVID-19". ISRCTN (Registry). doi:10.1186/ISRCTN89951424. ISRCTN89951424. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Voysey M, Clemens SA, Madhi SA, Weckx LY, Folegatti PM, Aley PK, Angus B, Baillie VL, Barnabas SL, Bhorat QE, Bibi S, Briner C, Cicconi P, Collins AM, Colin-Jones R, Cutland CL, Darton TC, Dheda K, Duncan CJ, Emary KR, Ewer KJ, Fairlie L, Faust SN, Feng S, Ferreira DM, Finn A, Goodman AL, Green CM, Green CA, Heath PT, Hill C, Hill H, Hirsch I, Hodgson SH, Izu A, Jackson S, Jenkin D, Joe CC, Kerridge S, Koen A, Kwatra G, Lazarus R, Lawrie AM, Lelliott A, Libri V, Lillie PJ, Mallory R, Mendes AV, Milan EP, Minassian AM, McGregor A, Morrison H, Mujadidi YF, Nana A, O'Reilly PJ, Padayachee SD, Pittella A, Plested E, Pollock KM, Ramasamy MN, Rhead S, Schwarzbold AV, Singh N, Smith A, Song R, Snape MD, Sprinz E, Sutherland RK, Tarrant R, Thomson EC, Török ME, Toshner M, Turner DP, Vekemans J, Villafana TL, Watson ME, Williams CJ, Douglas AD, Hill AV, Lambe T, Gilbert SC, Pollard AJ (January 2021). "Safety and efficacy of the ChAdOx1 nCoV-19 vaccine (AZD1222) against SARS-CoV-2: an interim analysis of four randomised controlled trials in Brazil, South Africa, and the UK". Lancet. 397 (10269): 99–111. doi:10.1016/S0140-6736(20)32661-1. ISSN 0140-6736. PMC 7723445 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 33306989 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Voysey M, Costa Clemens SA, Madhi SA, Weckx LY, Folegatti PM, Aley PK, et al. (February 2021). "Single-dose administration and the influence of the timing of the booster dose on immunogenicity and efficacy of ChAdOx1 nCoV-19 (AZD1222) vaccine: a pooled analysis of four randomised trials". Lancet. 397 (10277): 881–891. doi:10.1016/S0140-6736(21)00432-3. PMC 7894131 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 33617777 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود) //www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC7894131 |پيميډ_سنترال= تاسو یوې پتې ته اړتیا لرئ (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Belluz J (23 November 2020). "Why the AstraZeneca-Oxford Covid-19 vaccine is different". Vox. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Coronavirus Vaccine : Summary of Yellow Card reporting" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۶ مارچ ۲۰۲۱. It is known from the clinical trials that the more common side effects for both vaccines can occur at a rate of more than one in 10 doses (for example, local reactions or symptoms resembling transient flu-like symptoms) منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "AstraZeneca's COVID-19 vaccine: benefits and risks in context". European Medicines Agency (EMA) (Press release). 23 April 2021. خونديځ د اصلي څخه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Annex 1: Summary of Product Characteristics" (PDF). European Medicines Agency (EMA). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۸ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "AstraZeneca's COVID-19 vaccine: EMA finds possible link to very rare cases of unusual blood clots with low platelets". European Medicines Agency (EMA) (Press release). 7 April 2021. خونديځ د اصلي څخه ۲۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Text was copied from this source which is © European Medicines Agency. Reproduction is authorized provided the source is acknowledged.
  14. "Spain, Belgium and Italy restrict AstraZeneca Covid vaccine to older people". The Guardian. 8 April 2021. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "One year anniversary of UK deploying Oxford-AstraZeneca vaccine". gov.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Coronavirus disease (COVID-19): Vaccines". World Health Organization (WHO). خونديځ د اصلي څخه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. (په 4 January 2021 باندې). Covid: Brian Pinker, 82, first to get Oxford-AstraZeneca vaccine. BBC News Online
  18. (په 30 December 2020 باندې). Covid-19: Oxford-AstraZeneca coronavirus vaccine approved for use in UK. BBC News Online
  19. "Second COVID-19 vaccine authorised by medicines regulator". GOV.UK (Press release). 30 December 2020. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Vaccines undergoing evaluation". Therapeutic Goods Administration (TGA). 20 July 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) AstraZeneca Pty Ltd, ChAdOx1-S [recombinant], Viral vector -- Provisional determination notice -- Provisionally approved on 15 February 2021
  21. Interim recommendations for use of the ChAdOx1-S [recombinant] vaccine against COVID-19 (AstraZeneca COVID-19 vaccine AZD1222, SII Covishield, SK Bioscience) (Guidance). World Health Organization. 21 April 2021. WHO/2019-nCoV/vaccines/SAGE_recommendation/AZD1222/2021.2. خونديځ د اصلي څخه ۰۸ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Interim recommendations for use of the ChAdOx1-S [recombinant] vaccine against COVID-19 (AstraZeneca COVID-19 vaccine AZD1222, SII Covishield, SK Bioscience) (Guidance). World Health Organization. 21 April 2021. WHO/2019-nCoV/vaccines/SAGE_recommendation/AZD1222/2021.2. خونديځ د اصلي څخه ۰۸ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "Interim statement on COVID-19 vaccine booster doses" (Press release). World Health Organization. 10 August 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Krause P, Fleming TR, Longini I, Henao-Restrepo AM, Peto R, Dean NE, et al. (12 September 2020). "COVID-19 vaccine trials should seek worthwhile efficacy". The Lancet. 396 (10253): 741–743. doi:10.1016/S0140-6736(20)31821-3. ISSN 0140-6736. PMC 7832749 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 32861315. WHO recommends that successful vaccines should show an estimated risk reduction of at least one-half, with sufficient precision to conclude that the true vaccine efficacy is greater than 30%. This means that the 95% CI for the trial result should exclude efficacy less than 30%. Current US Food and Drug Administration guidance includes this lower limit of 30% as a criterion for vaccine licensure. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Khoury DS, Cromer D, Reynaldi A, Schlub TE, Wheatley AK, Juno JA, et al. (May 2021). "Neutralizing antibody levels are highly predictive of immune protection from symptomatic SARS-CoV-2 infection". Nature Medicine. 27 (7): 1205–1211. doi:10.1038/s41591-021-01377-8. ISSN 1546-170X. PMID 34002089 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). S2CID 234769053 Check |s2cid= value (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Cines DB, Bussel JB (June 2021). "SARS-CoV-2 Vaccine-Induced Immune Thrombotic Thrombocytopenia". The New England Journal of Medicine. 384 (23): 2254–2256. doi:10.1056/NEJMe2106315. PMC 8063912 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 33861524 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Lai CC, Ko WC, Chen CJ, Chen PY, Huang YC, Lee PI, Hsueh PR (August 2021). "COVID-19 vaccines and thrombosis with thrombocytopenia syndrome". Expert Review of Vaccines. Taylor and Francis Group. 20 (8): 1027–1035. doi:10.1080/14760584.2021.1949294. PMID 34176415 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). S2CID 235661210 Check |s2cid= value (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Greinacher A, Thiele T, Warkentin TE, Weisser K, Kyrle PA, Eichinger S (June 2021). "Thrombotic Thrombocytopenia after ChAdOx1 nCov-19 Vaccination". The New England Journal of Medicine. 384 (22): 2092–2101. doi:10.1056/NEJMoa2104840. PMC 8095372 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 33835769 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. (په 29 March 2021 باندې). Use of AstraZeneca COVID-19 vaccine in younger adults. (Utilisation du vaccin AstraZeneca contre la COVID-19 chez les jeunes adultes)
  30. "The Backstory: Vaccitech and its role in co-inventing the Oxford COVID-19 vaccine". Oxford Sciences Innovation. 23 November 2020. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "COVID-19 Oxford Vaccine Trial". COVID-19 Oxford Vaccine Trial. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Strasburg J, Woo S (21 October 2020). "Oxford Developed Covid Vaccine, Then Scholars Clashed Over Money". The Wall Street Journal. خونديځ د اصلي څخه ۰۷ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Oxford Developed Covid Vaccine, Then Scholars Clashed Over Money". MSN. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. (په 26 June 2021 باندې). The Oxford vaccine: the trials and tribulations of a world-saving jab. The Guardian.
  35. (په 15 July 2020 باندې). Covid Vaccine Front-Runner Is Months Ahead of Her Competition. Bloomberg Businessweek.
  36. (په 23 November 2020 باندې). Bill Gates, the Virus and the Quest to Vaccinate the World. The New York Times.
  37. "They Pledged to Donate Rights to Their COVID Vaccine, Then Sold Them to Pharma". Kaiser Health News. 25 August 2020. خونديځ د اصلي څخه ۰۷ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. "Oxford team to begin novel coronavirus vaccine research". University of Oxford. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. "Oxford team to begin novel coronavirus vaccine research". University of Oxford. 7 February 2020. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. (په 15 April 2021 باندې). Oxford/AstraZeneca Covid vaccine research 'was 97% publicly funded'. The Guardian.
  41. "AstraZeneca takes next steps towards broad and equitable access to Oxford University's COVID-19 vaccine". www.astrazeneca.com. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. "Oxford University's COVID-19 vaccine: next steps towards broad and equitable global access". University of Oxford. خونديځ د اصلي څخه ۲۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. Coleman J (10 June 2020). "Final testing stage for potential coronavirus vaccine set to begin in July". The Hill. خونديځ د اصلي څخه ۱۰ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. Keown C. "U.S. gives AstraZeneca $1.2 billion to fund Oxford University coronavirus vaccine — America would get 300 million doses beginning in October". MarketWatch. خونديځ د اصلي څخه ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)