د کرنې له امله د ګلخانه‌يي ګازونو خپرېدل

کرنه د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو او پر کرنیزو ځمکو د ځنګلونو په څېر غیر کرنیزو ځمکو د بدلولو له لارې د اقلیم له بدلون سره مرسته کوي. مالداري یا د څارویو پالنه د ګلخانه‌يي ګازونو د تولید او خپرېدو لویه سرچینه بلل کېږي. په ۲۰۱۰ ز کال کې د دغو ګازونو په خپرېدو کې د کرنې، ځنګلدارۍ او د ځمکې په کارولو کې د بدلون ونډه له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې اټکل شوه. په ۲۰۲۰ ز کال کې د اروپايي اتحادیې د علمي مشاورې میکانیزم اټکل وکړ چې خوراکي سیستم په ټولیز ډول د دغو ګازونو په خپرېدو کې ۳۷ سلنه ونډه اخیستې او ښايي دا شمېره د نفوسو د ګڼوالي او خوراکي رژيم د بدلون له امله تر ۲۰۵۰ ز کال پورې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې لوړه شي. ځینې پالیسۍ ښايي د یوه پایدار خوراکي سیستم لپاره د کرنې له سکتور څخه د ګلخانه‌يي ګازونو خپرېدل کم کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د کرنې سکتور د ګازونو په خپرېدو او د ځمکې د کارولو په اغېزو کې یوه محرکه قوه ده او فکر کېږي چې د اقلیم د بدلون لامل کېږي. پر دې سربېره چې کرنه د ځمکې یوه مهمه کاروونکې او د فوسیلي سون‌توکو مصرفوونکې برخه ده، د وريژو د تولید او د څارویو د روزنې له لارې په مستقیم ډول د ګلخانه‌يي ګازونو له تولید سره مرسته کوي، د اقلیمي بدلون د حکومت‌منځي پلاوي په وینا، د تېرو ۲۵۰ کلونو په اوږدو کې د دغو ګازونو د ډېرېدو درې اصلي لاملونه لیدل شوي چې د ځمکې کارول، کرنه او فوسیلي سون‌توکي دي.[۸][۹]

د ګلخانه‌يي ګازونو یوه لویه برخه د کرنې د خوراکي سیستم له امله خپرېږي.[۱۰][۱۱]

د اقلیمي بدلون د حکومت‌منځي پلاوي په وینا، د ګلخانه‌يي ګازونو په خپرېدو کې خوراکي سیستم لږ تر لږه له ۱۰ تر ۱۲ سلنې ونډه لري او کله چې په ځمکه کې د کرنې له امله بدلونونه رامنځته کېږي، ښايي دا شمېره ۱۷ سلنې ته لوړه شي. له کرنیزو فارمونو څخه د نایټرس اکسایډ، میتان او کاربن ډای اکسایډ خپرېدونکي ګازونه د ټول خوراکي صنعت له لارې د خپرو شویو ګلخانه‌يي ګازونو نیمايي برخه او د کرنې له لارې د خپرو شویو ګازونو ۸۰ سلنه برخه جوړوي.

د فارمي څارویو د هاضمې سیستمونه په دوو ډلو وېشل کېږي: مونوګاسټریک (یو معده‌يي چې یوازې یو ځل خوراک کوي) او رومېنټ (څلور معده‌يي یا شخوند وهونکي چې څو ځله خواړه ژويي او میده کوي). د رومېنټ ډلې حیوانات لکه د غوښو او لبنیاتو لپاره کارېدونکې غواوې د دغو ګازونو په تولید کې ډېره ونډه لري. مونوګاسټریک حیوانات ښايي د دغو ګازونو په خپرېدو کې کمه ونډه ولري، دا ډول حیوانات د خوړو د تبادلې لوړ مؤثر سیستم لري او ډېره اندازه میتان ګاز هم نه تولیدوي.[۱۲]

ډېرې داسې لارې چارې شته چې د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو او اغېزو د کمولو لپاره يې کارولی شو. په دې کې د مالدارۍ د ګټورتوب لارې چارې راځي چې مدیریت او د تکنالوژۍ استفاده په کې شاملېږي. تر دې لا ډېره اغېزناکه پروسه دا ده چې سره (کود) مدیریت شي، پر فوسیلي سون‌ توکو او بېرته نه رغېدونکو سرچینو کمه تکیه وشي، د حیواناتو د خوړو او څښاک په جریان، وخت او موقعیت کې تنوع راشي او د حیواني خوړو تولید او مصرف کم شي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ځمکه کارول سمول

د ځمکې د کارولو له لارې کرنه په څلورو لویو طریقو د دغو ګازونو په خپرېدو کې ونډه اخلي:

  • د ځنګلونو د کمولو له امله د کاربن ډای اکسایډ خپرېدل.
  • د وریځو د کرلو له امله د میتان ګاز ازادېدل.
  • د غوا په کولمو کې د تخمر له امله د میتان ګاز ازادېدل.
  • نایټرس اکسایډ ګاز د سرې (کود) د کارولو له امله ازادېدل.

د دغو کرنیزو پروسو په پایله کې ۵۴ سلنه میتان ګاز، شاوخوا ۸۰ سلنه نایټرس اکسایډ ګاز او د ځمکې د کارولو اړوند نږدې ټول کاربن ډای اکسایډ خپرېږي.[۱۶]

له تېرو ۱۷۵۰ ز کلونو راهیسې د ځمکې په پوښ کې لوی سیاره‌يي بدلونونه په معتدلو سیمو کې د ځنګلونو د له منځه وړلو په پایله کې رامنځته شوي دي. کله چې د کروندو او څړځایونو لپاره ځنګلونه او په ونو پوښل شوې ځمکې پاکې شي، د ساحې سپینتوب (albedo) ډېرېږي او په پایله کې دغه کار په ساحوي شرایطو پورې د اړوندو ګرمو یا سړو اغېزو لامل کېږي. د ځنګلونو له منځه تلل د ساحوي کاربن ډای اکسایډ پر بېرته جذب اغېز کوي چې په پایله کې د کاربن ډای اکسایډ غلظت لوړېږي او د ګلخانه‌يي ګازونو د غالبېدو لامل کېږي. د ځمکې د پاکولو په طریقو لکه غوڅولو او سوځولو کې دغه اثرات موجود دي او د ژوندیو موجوداتو (نباتاتو) سوځول په مستقیم ډول دا ډول ګازونه او د دود په څېر معلق ذرات هوا ته ازادوي. د ځمکې پاکول ښايي د خاورې د کاربن سفنج یا نرموالی له منځه یوسي.[۱۷][۱۸]

د وریځو تولید سمول

په نړیواله کچه د وريژو تولید د ګلخانه‌يي ګازونو په خپرېدو کې د نورو نباتي خوړو په پرتله ډېره ونډه لري. په ۲۰۲۱ ز کال کې اټکل شوی چې ۳۰ سلنه میتان ګاز او ۱۱ سلنه نایټرس اکسایډ ګاز د کرنې له امله خپور شوی دی. د ډېرې مودې لپاره د وريژو د کروندو خړوب ساتل له ځمکې څخه د میتان ګاز د خپرېدو لامل کېږي، ځکه چې خاوره د اکسیجن جذب ته نه پرېږدي او له دې امله په ځمکه کې د عضوي موادو د غیر هوازي تخمر لامل کېږي. په ۲۰۲۱ ز کال کې یوې څېړنې وښوده چې په ۲۰۱۰ ز کال کې د ۴۷ میلیارده ټنه ګلخانه‌يي ګازونو له ډلې ۲ میلیارده ټنه د وريژو اړوند وو.

مالداري سمول

مالداري او په مالدارۍ پورې اړوند فعالیتونه لکه د ځنګلونو له منځه وړل او پر سون‌توکو د ولاړې کرنې طریقې د څه باندې ۱۸ سلنه ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو لامل کېږي چې په لاندې ډول دي:

  • د نړۍ ۹ سلنه کاربن ډای اکسایډ خپرېدل.
  • د نړۍ له ۳۵ تر ۴۰ سلنه میتان ګاز خپرېدل (تر ډېره د کولمو د داخلي تخمر او سرې یا کود له امله).
  • د نړۍ ۶۴ سلنه نایټرس اکسایډ خپرېدل (تر ډېره د سرې یا کود د کارولو له امله).[۱۹]

د مالدارۍ فعالیتونه هم په غیر متناسب ډول د ځمکې د کارولو په اثراتو کې ونډه لري، ځکه چې د جوارو او رشقې په څېر حاصلات یې د څارویو د تغذیې لپاره کرل کېږي.

په ۲۰۱۰ ز کال کې په نړیواله کچه د ټولو کرنیزو فعالیتونو په پایله کې په خپرو شویو ګلخانه‌يي ګازونو کې ۴۳ سلنه ونډه د کولمو د داخلي تخمر وه. د یوه نړیوال تحلیل له مخې د رومېنټ حیواناتو غوښه د نورو حیواناتو د غوښو او پروتیني سرچینو په پرتله لوړه اندازه کاربن لري. په نړیواله کچه د رومینټ (یا څلور معده‌يي شخوند وهونکو) حیواناتو له‌خوا د میتان تولید له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې ښودل شوی دی.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په ټوله نړۍ کې د کرنې لپاره د کارېدونکو ځمکو ۷۰ سلنه او د ټولې ځمکې د سطحې ۳۰ سلنه برخه د مالدارۍ تولیداتو نیولې ده. د څارویو څرول هم د ځمکې پر راتلونکې ښېرازۍ اغېز کوي. نه کارېدونکي څړځایونه هم د خاورې د خرابېدو لامل کېدای شي. د مالداریو ډېروالی د ځايي وحشي حیواناتو پر استوګنځایونو اغېز کوي او د هغوی د کمېدو لامل کېږي.[۲۴]

د کیمیاوي سرې تولید سمول

د کیمیاوي سرې د جوړېدو په جریان کې د کاربن ډای اکسایډ، میتان او نایټرس اکسایډ په څېر ګلخانه‌يي ګازونه تولیدیږي. دا کاربن ډای اکسایډ د نړۍ د کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو تر کچې ۱ سلنه ډېر اټکل شوی. د نایتروجن سره (کود) ښايي د خاورو د باکتریاوو په مرسته پر نایټرس اکسایډ ګلخانه‌يي ګاز بدله شي. د انسان له‌خوا د نایټرس اکسایډ خپرېدل چې ډېره برخه یې له کیمیاوي سرو څخه ده، د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ په کلني ډول شاوخوا ۷ میلیون ټنه اټکل شوی دی.

خاوره خرابېدل سمول

ډېره کرنه ښايي د خاورې د خرابېدو لامل شي، ښايي له ۲۵ تر ۴۰ سلنه خاورې د اوبو سرچینو ته ورسېږي او د کروندګرو له‌خوا کارول شوي افت‌وژونکي مواد او سرې یا کودونه ښکته ولېږدوي چې په دې توګه اوبه نورې هم ککړېږي. په دوامدار ډول د مالي ترتیباتو او قراردادي کرنې لپاره لویو کروندو ته لېوالتیا په متحدو ایالتونو او اروپا کې تر ټولو لوړه ده. د ځمکې نړیوال ائتلاف له اکسفام [د ۲۱ خپلواکو خیریه ادارو یو بریتانوی کنفدراسیون دی چې په نړۍ کې د بېوزلۍ پر کمولو تمرکز لري او په ۱۹۴۲ ز کال کې جوړ شو] او د نړیوالې نابرابرۍ له لابراتوار سره په ګډه په ۲۰۲۰ ز کال کې په یوه څېړنه کې ومونده چې د ځمکې ۱ سلنه مالکان د نړۍ د ۷۰ سلنه ځمکې کرنه مدیریت کوي. تر ټولو لوی توپیر په لاتینه امریکا کې موندلی شو: تر ټولو بېوزله ۵۰ سلنه خلک یوازې ۱ سلنه ځمکه لري. د ځمکې کوچني مالکان د افرادو یا کورنیو په توګه د ځمکې په کارولو کې ډېر محتاط دي. د ۲۰۲۰ ز کال د څېړنې له مخې، له ۱۹۸۰یمې  ز لسیزې راهیسې د ځمکو د کوچنیو مالکانو تناسب کم شوی دی. اوس مهال د کوچنیو مالکانو لویه برخه په اسیا او افریقا کې موندلی شو.[۲۵][۲۶]

سرچينې سمول

  1. Section 4.2: Agriculture's current contribution to greenhouse gas emissions, in: HLPE 2012, pp. 67–69
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Blanco, G., et al., Section 5.3.5.4: Agriculture, Forestry, Other Land Use, in: Chapter 5: Drivers, Trends and Mitigation (archived 30 December 2014), in: IPCC AR5 WG3 2014, p. 383 Emissions aggregated using 100-year global warming potentials from the IPCC Second Assessment Report
  5. Science Advice for Policy by European Academies (2020). A sustainable food system for the European Union (PDF). Berlin: SAPEA. د کتاب پاڼې 39. doi:10.26356/sustainablefood. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-9820301-7-3. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. SUMMARY AND RECOMMENDATIONS, in: HLPE 2012, pp. 12–23
  7. Smith, P., et al., Executive summary, in: Chapter 5: Drivers, Trends and Mitigation (archived 30 December 2014), in: IPCC AR5 WG3 2014, pp. 816–817
  8. Steinfeld H, Gerber P, Wassenaar T, Castel V, Rosales M, de Haan C (2006). Livestock's long shadow: environmental issues and options (PDF). Food and Agriculture Organization of the UN. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-105571-7. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۰۸ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Intergovernmental Panel on Climate Change Archived 1 May 2007 at the Wayback Machine. (IPCC)
  10. "The Food Gap: The Impacts of Climate Change on Food Production: a 2020 Perspective" (PDF). 2011. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Friel, Sharon; Dangour, Alan D.; Garnett, Tara; et al. (2009). "Public health benefits of strategies to reduce greenhouse-gas emissions: food and agriculture". The Lancet. 374 (9706): 2016–2025. doi:10.1016/S0140-6736(09)61753-0. PMID 19942280. S2CID 6318195. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Friel, Sharon; Dangour, Alan D.; Garnett, Tara; et al. (2009). "Public health benefits of strategies to reduce greenhouse-gas emissions: food and agriculture". The Lancet. 374 (9706): 2016–2025. doi:10.1016/S0140-6736(09)61753-0. PMID 19942280. S2CID 6318195. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Thornton, P.K.; van de Steeg, J.; Notenbaert, A.; Herrero, M. (2009). "The impacts of climate change on livestock and livestock systems in developing countries: A review of what we know and what we need to know". Agricultural Systems. 101 (3): 113–127. doi:10.1016/j.agsy.2009.05.002. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. کينډۍ:Cite report
  15. کينډۍ:Cite report
  16. Intergovernmental Panel on Climate Change Special Report on Emissions Scenarios retrieved 26 June 2007
  17. "Intergovernmental Panel on Climate Change" (PDF). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. IPCC Technical Summary Archived 2010-08-06 at the Wayback Machine. retrieved 25 June 2007
  19. Steinfeld, Henning; Gerber, Pierre; Wassenaar, T. D.; Castel, Vincent; de Haan, Cees (1 January 2006). Livestock's Long Shadow: Environmental Issues and Options (PDF). Food & Agriculture Org. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789251055717. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۰۸ باندې – عبر Google Books. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود),
  20. Food and Agriculture Organization of the United Nations (2013) "FAO STATISTICAL YEARBOOK 2013 World Food and Agriculture". See data in Table 49.
  21. Ripple, William J.; Smith, Pete; Haberl, Helmut; Montzka, Stephen A.; McAlpine, Clive; Boucher, Douglas H. (20 December 2013). "Ruminants, climate change and climate policy". Nature Climate Change. 4 (1): 2–5. Bibcode:2014NatCC...4....2R. doi:10.1038/nclimate2081. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Cicerone RJ, Oremland RS (December 1988). "Biogeochemical aspects of atmospheric methane". Global Biogeochemical Cycles. 2 (4): 299–327. Bibcode:1988GBioC...2..299C. doi:10.1029/GB002i004p00299. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Yavitt JB (1992). "Methane, biogeochemical cycle". Encyclopedia of Earth System Science. London, England: Academic Press. 3: 197–207. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Steinfeld, Henning; Gerber, Pierre; Wassenaar, T. D.; Castel, Vincent; de Haan, Cees (1 January 2006). Livestock's Long Shadow: Environmental Issues and Options (PDF). Food & Agriculture Org. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789251055717. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۰۸ باندې – عبر Google Books. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود),
  25. Ruhl, JB (2000). "Farms, Their Environmental Harms, and Environmental Law". Ecology Law Quarterly. 27 (2): 263–349. JSTOR 24113926. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).