د کرتیانو لړۍ

د کرت لړۍ، چې د کرتیانو په نوم هم پېژندل کېږي، د سني مسلمانانو تاجیکي رېښه لرونکې لړۍ ده چې غوریانو ته اړوندېږي او د ۱۳ مې او څلورلسمې پېړۍ پر مهال یې د خراسان په لویه برخه واکمني کړې ده. دوی چې له خپلې پلازمېنې هرات او په بامیانو کې له مرکزي خراسان نه واکمني کوله، په پیل کې د غوري سترواک سلطان عبدالفاتح غیاث الدین محمد بن سام تابع وو چې له هغه سره یې خپلوي لرله او بیا وروسته په مغولي سترواکۍ کې د شاهزادګانو په توګه وو. په ۱۳۵۵ ز کال کې د ایلخانانو د حکومت له شیندل کېدو وروسته، معز الدین حسین بن غیاث الدین د خپلې واکمنۍ د پراختیا په موخه هڅه وکړه. په ۱۳۷۰ ز کال کې د حسین بن غیاث الدین مړینې او په ۱۳۸۱ ز کال کې د تیمور د برید له امله، د کرت لړۍ هڅې پای ته ورسېدې.[۱][۲][۳][۴]

د غوري سلسلې خانان سمول

کرتیان خپل نسب تاج الدین عثمان مارګیني ته اړوند بولي، چې د هغه ورور، عزالدین عمر مارګیني د سلطان غیاث الدین محمد بن سام وزیر و (مړینه: ۱۲۰۲یا ۱۲۰۳ ز کال) د کرت لړۍ بنسټ اېښودونکی ملک روښان الدین ابوبکر و، چې د غور شنسباني کورنۍ ته اړوند و.[۵][۶]

ملک روښان الدین ابوبکر له غورۍ شاهزادګۍ سره واده وکړ. د هغوی زوی شمس الدین په ۱۲۴۵ ز کال کې د خپل پلار ځای ناستی شو.[۷]

د مغولي سترواکۍ خانان سمول

شمس الدین محمد په ۱۲۴۵ ز کال کې د خپل پلار ځای ناستی شو، یو کال وروسته په هند باندې په برید کې له سالي نویان سره یوځای شو او په ۱۲۴۷-۱۲۴۸ ز کال پورې په ملتان کې له صوفي بهاالدین ذکریا سره ولیدل. وروسته یې د مغولو له لوی خان منګوقاآن سره ولیدل (۱۲۴۸ – ۱۲۵۷ ز کال)، او هغه ورته لوی خراسان (معاصر افغانستان) او په ډېر احتمال سره تر سیند سیند پورې سیمې په واک کې ورکړې. په سیستان له واکمنۍ ترلاسه کولو وروسته، هغه له هلاکو خان او درې کاله وروسته د هغه له ځای ناستي آباقا خان سره چې د دربند او باکو باندې په بریدونو کې ورسره مل و؛ ولیدل. هغه یو ځل بیا په ۱۲۷۶ -۱۲۷۷ ز کالونو کې هغه مهال چې شمس الدین صاحب دیوان هم ورسره مل و، له آباقا خان سره ولیدل او داځل داسې ښکارېده چې، د ده په اړه د مغولي واکمن پخوانی سم نظر په شک اوښتی و، چې همدا یې د مړینې لامل وګرځېد، نوموړۍ د ۱۲۷۸ ز کال په جنوري میاشت کې د تبریز په یوه حمام کې د هندواڼې د خوړلو له امله مسموم شو، چې لامل وګرځېد آباقاخان د هغه مړی د ځنځیرونو په مرسته د خراسان په جام کې دفن کړي.

فخر الدین د ادبیاتو ملاتړی و، خو کلک مذهبي هم و. هغه وړاندې له دې  چې د خپل پلار له خوا د اووه کلونو لپاره په بند کې اچول شوی و، تر هغه مهاله چې ایلخاني جنرال نوروز یې ترمنځ منځګړیتوب وکړ. هغه مهال چې د ۱۲۹۶ ز کال شاوخوا د نوروز انقلاب ماته وخوړه، فخرالدین هغه ته د پناه ورکولو وړاندیز وکړ، خو کله چې ایلخاني ځواکونه هرات ته نږدې شول، هغه له جنرال سره خیانت وکړ او هغه یې د غازان ځواکونو ته وسپاره. درې کاله وروسته، فخرالدین د غازان له ځای ناستي اولجیتو پر وړاندې جګړه وکړه، چې له لږ ځنډ وروسته یې په ۱۳۰۶ ز کال کې۰۰۰ ۱۰ ځواک د هرات ښار د نیولو لپاره ولېږه. فخرالدین له هغوی سره چل وکړ او اجازه یې ورکړه، څو ښار ونیسي ، خو له ښار نیولو وروسته یې بېرته پر هغوی برید وکړ او د برید پر مهال یې د دوی قوماندان دانشمند بهادر وواژه. هغه د ۱۳۰۷ ز کال د فبروري په ۲۶ مه نېټه مړ شو، هرات او ګیلان د اولجیتو له خوا ونیول شول.

د شمس الدین محمد پر ځای د هغه زوی روښان الدین د ده ځای ناستی شو. هغه د ملک لقب ځانته وټاکه، هغه لقب چې ټول کرتي واکمنان مکلف وو، هغه وکاروي. د ۱۳۰۵ ز کال د سپټمبر په درېیمه په خیسار (Khaysar) کې د هغه د مړینې پرمهال، اغېزمن ځواک تر ډېر مهاله د هغه د زوی فخرالدین په لاس کې و.

د فخرالدین له مړینې وروسته، د هغه ورور غیاث الدین د ده ځای ناستی شو، خو ډېر ژر یې له خپل بل ورور علاوالدین بن روښان الدین سره جګړه پیل کړه. د هغه قضیه یې اولجیتو ته یووړه او له هغه یې هرکلی وکړ، هغه په ۱۳۰۷ یا ۱۳۰۸ ز کال کې خراسان ته راوګرځېد. له ورور سره یې ستونزې د دې لامل شوې چې په ۱۳۱۴ ز کال کې یوځل بیا ایلخان ته ورشي. وروسته له هغه چې بېرته هرات ته راوګرځېد، وه یې لیدل چې د هغه تر واک لاندې قلمرونه د چغتای د یساور شاهزاده تر برید لاندې دی او د اسفېزار د قطب الدین او سیستان د وګړو له دښمنۍ سره مخامخ دی. یساور هرات محاصره کړ. په داسې حال کې چې د ۱۳۲۰ ز کال په اګست میاشت کې شهزاده د ایلخانانو د ځواکونو له خوا ودرول شو، غیاث الدین د حج د مراسمو د ادا کولو په موخه مکې ته ولاړ او واک یې د خپل غیابت پر مهال خپل زوی شمس الدین محمد بن غیاث الدین ته وسپاره. په ۱۳۲۷ ز کال کې امیر چوپان د ایلخاني ابوسعید بهادر خان د خیانت له امله هرات ته وتښتېد او له غیاث الدین نه چې د ده ملګری و پناه وغوښته. غیاث الدین په پیل کې د ده غوښتنه ومنله، خو کله چې ابوسعید پر هغه فشار راوړ، چې چوپان اعدام کړي، هغه اطاعت وکړ. لږه موده وروسته غیاث الدین خپله په ۱۳۲۹ ز کال کې مړشو. له هغه څلور زامن پاتې شول: شمس الدین محمد بن غیاث الدین،  حفیظ بن غیاث الدین، معز الدین حسین بن غیاث الدین او باقر بن غیاث الدین.[۸]

خپلواکه واکمني سمول

د معزالدین حسین بن غیاث الدین د واکمنۍ له اوج څلور کاله وروسته، ایلخاني ابوسعید بهادر مړ شو، چې له مړینې وروسته یې ایلخانیان په چټکۍوشیندل شول. معز الدین حسین، په خپل نوبت سره، د ایلخاني تاج او تخت له مدعي طغا تیمور سره یوځای شو او هغه ته یې باج ورکاوه. تر مړینې پورې د معز الدین حسین اصلي اندېښنه په سبزه وار کې له ګاونډیو سربدارانو نه وه، چې سربداران د طغا تیمور دښمنان وو، دوی کرتیان د ځان پر وړاندې ګواښ باله او پر هغوی یې برید وکړ. کله چې د ۱۳۴۲ ز کال د جولای په ۱۸ مه کرتیان او سربداران د زوا په جګړه کې له یو بل سره مخامخ شول، په پیل کې جګړه د سربدرانو په ګټه وه، خو د سربدارانو په پوځ کې بې اتفاقي د دې لامل شوه چې کرتیان جګړه وګټي. له دې وروسته، معز الدین حسین په شمال ختیځ کې په مغولي چغتایانو څو بریالي بریدونه وکړل. دغه مهال، هغه ځوان تیمور په خپل خدمت کې ونیو. په ۱۳۴۹ ز کال کې، هغه مهال چې طغا تیمور ژوندی و، معز الدین حسین هغه ته له باج ورکولو ډډه وکړه او د یوه خپلواک سلطان یا واکمن په توګه یې واکمني وکړه. د سربدارانو له خوا د طغا تیمور وژنې دغه باالقوه تهدید هم له منځه یووړ، خو د ۱۳۵۸ ز کال په شاوخوا کې، امیر قزاقان چغتای په خراسان برید وکړ او هرات یې چور کړ. قزاقان خپل کور(سیمې) ته د بېرته راګرځېدو پر مهال ووژل شو او معزالدین حسین فرصت وموند چې خپله واکمني بیا ټینګه کړي. د معز الدین حسین پر وړاندې د سربدرانو نور بریدونه د دوی ترمنځ د خپلې بې اتفاقۍ له امله ترسره نه شول. لږ موده وروسته، د کرتیانو مشر له سربدار مشر علی – یی موید له خوا تښتېدلو شیعه دروېشانو چې مشر یې د لغو شوو عملیاتو پر مهال وژل شوی و، هرکلی وکړ، خو هغه مهال چې کرتیانو د تیمور په قلمرو برید وکړ، د تیمور سره یې اړیکې خرابې شوې. په ۱۳۷۰ ز کال کې د معز الدین له مړینې وروسته د هغه زوی غیاث الدین پیر علی له سرخس او قهستان پرته، چې د غیاث الدین د میرني ورور ملک محمد ابن معز الدین په واک کې وې، د کرت ډېرې برخې په خپل واک کې لرلې.

سرچینې سمول

  1. Farhad Daftary, The Ismāī̀līs: Their History and Doctrines (Cambridge University Press, 1999), 445.
  2. * Martijn Theodoor Houtsma (1993). E.J. Brill's first Encyclopaedia of Islam, 1913-1936, Том 1. E.J. Brill p.546 pp.154. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004097872. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    "The Kurt dynasty which ruled Afghanistan under the Persian Mongols were also Tadjiks. In the south, spreading into BalocistBn the population of Tadjik origin goes by the name of DehwSr or Dehkan, i. e. villager, and north of the Hindn- kush ..."
    • Mahomed Abbas Shushtery (1938). "Historical and cultural aspects". Bangalore Press pp.76. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
      "The inhabitants of Seistan are a mixture of Tajiks and Baluchis. Some of them ... The Ghori and Kurt dynasties who ruled in Afghanistan were Tajiks ... "
  3. M.J. Gohari, Taliban: Ascent to Power, (Oxford University Press, 2000), 4.
  4. C.E. Bosworth, The New Islamic Dynasties, (Columbia University Press, 1996), 263.
  5. Edward G. Browne, A Literary History of Persia: Tartar Dominion 1265-1502, (Ibex Publishers, 1997), 174.
  6. Kart, T.W. Haig and B. Spuler, The Encyclopaedia of Islam, Vol. IV, ed. E. van Donzel, B. Lewis and C. Pellat, (Brill, 1997), 672.
  7. C.E. Bosworth, The New Islamic Dynasties, (Columbia University Press, 1996), 263.
  8. Vasiliĭ Vladimirovich Bartolʹd, Four Studies on the History of Central Asia, Vol.II, (Brill, 1958), 33.