د کابل د سقوط په اړه غبرګونونه (۲۰۲۱ ز کال)

د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۱۵ مه نېټه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلازمېنه کابل ښار، د طالبانو د ۲۰۲۱ ز کال د عملیاتو پر مهال طالب ځواکونو ته په لاس ورغی، چې له امله یې له ۲۰۰۱ ز کال نه راهیسې په افغانستان کې پیل شوې جګړه پای ته ورسېده. د کابل سقوط په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول چې په کې د افغانستان د دولت په توګه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو، په دغه هېواد کې د انساني حالت، د جګړې د پایلې او په نړیوالو چارو کې د پوځي لاسوهنې اړوند بحثونه شامل و.

په افغانستان کې دننه غبرګونونه سمول

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ښکاره ډول د واک په سوله ییز لېږد ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې: له خپلو بچیانو سره به په کابل کې پاتې شي. د افغانستان په وخت د شپې نږدې ۱۱ بجې، ولسمشر محمد اشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې: له خونړۍ جګړې نه د مخنیوي په موخه، له افغانستان نه وتلی دی. هغه څرګنده کړه چې: «د تورې او ټوپک قضاوت طالبانو ګټلی دی».[۱][۲]

د افغان نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډل مشرې خالدې پوپل څرګنده کړه چې: «زما د نسل لپاره دا ډېره ځورونکې ده، چې ویني تاریخ بیا تکرار کېږي». د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي سمیع الله شینواري څرګنده کړه چې: د اګست ۱۵ مه«هغه ورځ ده چې افغانانو خپل هېواد له لاسه ورکړ او ټولې نړۍ یې یوازې سیل کاوه». د کرېکټ د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړو، د طالبانو پر خلاف څرګندونې لرلې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بیرغ انځور یې د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ د خپلو ټولنیزو شبکو په پاڼو کې خپور کړ.[۳][۴][۵]

د کابل سقوط د یو شمېر لاریونونو لامل وګرځېد چې په ځانګړې توګه د اسلامي دیموکراتانو او فېمنیستانو له خوا رهبري کېدل. د ملي مقاومت د جبهې د جوړېدو او د پنجشېر د شخړې د پیل لامل وګرځېد. د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود په دې استدلال سره چې: «موږ له شوروي اتحاد سره جګړه وکړه او دا وړتیا لرو چې له طالبانو سره هم مقابله وکړو». د کورنۍ جګړې ګواښ وکړ.[۶][۷][۸]

د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۹ مه نېټه په پاکستان باندې د بندیز غوښتنې (#SanctionPakistan) ټرنډ په افغانستان او نړۍ کې په مخکښ ټویټري ټرنډ واوښت، افغانانو پاکستان له طالبانو نه د ملاتړ مسئول باله.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

نړیوال دولتونه سمول

افریقا سمول

  • سویلي افریقا: د سویلي افریقا د نړیوالو اړیکو او همکاریو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان لپاره یې د سویلي افریقا د عالي کمیشنرۍ له لارې چې له افغانستان سره د دیپلماتیکو اړیکو مسئولیت هم پر غاړه لري، د سویلي افریقا له هغو وګړو سره چې په افغانستان کې سرګردانه پاتې دي اړیکه نیولې او د هغوی د امنیت د خوندیتوب او ورسره د قونسلي خدمتونو د مرستې په برخه کې هڅې روانې دي. د سویلي افریقا حکومت د امنیتي ستونزو له امله د زرګونو افغان بې ځایه شوو د سخت حالت اړوند اندېښنه څرګنده کړه او «له واکمنو چارواکو یې وغوښتل چې، قانون حاکم او د ټولو افغانانو او بهرنیو وګړو امنیت په یو ډول وساتي». همدارنګه یې «له ټولو پوځي او امنیتي ډلو» وغوښتل چې، له زغم نه کار واخلي او په هېواد کې د ثبات د ټینګښت او یو قانوني دولت د جوړولو په موخه د خبرو اترو له لارې هڅې وکړي.[۱۶]
  • یوګانډا: کمپالا اعلان وکړ چې دوی کولای شي، ۲۰۰۰ افغان کډوال ومني.[۱۷]

امریکا سمول

  کاناډا: کاناډایي دولت اعلان وکړ چې، دوی په افغانستان کې د خپل سفارت چارې ځنډوي. کاناډا د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ نامعلوم شمېر ځواکونه د تخلیې یا وتو په عملیاتو کې د مرستې او سفارت تړلو په موخه ولېږل. کاناډايي دولت څرګنده کړه چې د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ شوي، ۲۰۰۰ افغان کډوال مني.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]


  1. redirect کينډۍ:د هېواد مالومات امریکا متحده ایالتونه د امریکا متحده ایالات: د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل: په داسې حال کې چې افغان ځواکونو نه شو کولای، د هېواد کنټرول وساتي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون «نه شو کولای کوم بدلون رامنځته کړي».[۲۲]

آسیا سمول

  چین: د چین دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز څرګنده کړه چې: «په افغانستان کې فاجعه متحده ایالاتو او د هغو متحدینو رامنځته کړه». د کمونیست ګوند پیپل ورځپاڼې د طالبانو بریا د مائو تسه«د خلکو جګړې» د تاکتیک له مخې وبلله، چې د کلیوالي وګړو د ملاتړ د راجلبولو او لرې پرتو سیمو ته د دښمن د را کاږلو اړوند دی.[۲۳]

  هند: هند په کابل کې له خپل سفارت نه خپل سفیر او دیپلماتیک کارکوونکي واېستل. [۲۴]

  ایران: ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل: «د امریکا پوځي ماته او د هغو وتل باید په افغانستان کې د ژوندانه، امنیت او تلپاتې سولې د بېرته ټینګښت په فرصت واړول شي. ایران په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت له هڅو ملاتړ کوي او د یوه ګاونډي او ورور هېواد په توګه په افغانستان کې له ټولو ډلو غواړي چې، یوې ملي هوکړې ته سره ورسېږي».،[۲۵]

  پاکستان: پاکستاني لومړي وزیر عمران خان د دې موضوع په تشرېح کې چې څه ډول پاکستاني وګړو لوېدیځ کلتور په خپل کلتور کې ګډ کړی وویل چې: افغانانو د «غلامۍ کړۍ» ماتې کړې. له سي ان ان سره په مرکه کې عمران خان وویل چې: «دا کېدای شي په کړکېچ واوړي» د افغانستان حالت ته په اشارې یې وویل چې:«نړۍ باید د بشري حقونو په برخه کې طالبانو ته وخت ورکړي». هغه د ښځو د حقونو په اړه د توضیح پر مهال وویل: «د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه غوره لار له طالبانو سره تعامل او د یو شمېر موضوعاتو اړوند لکه د ښځو د حقونو او یو ټول شموله حکومت جوړولو په برخه کې د هغوی هڅول دي. د افغانستان مېرمنې پیاوړې دي او دوی کولای شي، خپل حقونه واخلي». عمران خان په افغانستان کې د کړکېچ له امله پاکستان ته د کډوالو له ورتلو اندېښنه څرګنده کړه او و یې ویل: «موږ نه شو کولای، له دې زیات کډوال ومنو، همدا اوس په پاکستان کې ۳ میلیونه افغان کډوال هستوګن دي».[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

اروپا سمول

  فرانسه: د فرانسې دولت اعلان وکړ چې د اګست په ۱۶ مه به د ولسمشر امانوئل مکرون تر مشرۍ لاندې د بېړنۍ دفاع د شورا غونډه د روان حالت په اړه جوړه کړي. د اروپا او بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان څرګنده کړه چې: په هغه هېواد کې په چټک ډول د حالت د خرابېدو له امله، دغه وزارت پرېکړه کړې چې د خپلو ټولو دیپلماتانو د اېستلو په موخه په کابل کې خپل سفارت د کابل هوايي ډګر ته ولېږدوي.[۴۸][۴۹]

  روسیه: په کابل کې د روسیې سفارت اعلان وکړ چې: طالب ویاند ورته د سفارت د خوندیتوب ژمنه ورکړې او دوی خپل سفارت نه تړي. د روسیې دولت څرګنده کړه چې: په دغه هېواد کې د حالت په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ ناستې جوړولو په موخه خبرې پیل کړې دي. د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۲۵ مه نېټه، مسکو امر ورکړ چې: د روسيې، بلاروس، قرغزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او اوکراین د وګړو د اېستلو په موخه څلور پوځي ټرانسپورټي الوتکې ولېږل شي.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

  بریتانیا: لومړي وزیر بوریس جانسون څرګنده کړه چې: هغه به د حالت په اړه د بحث په موخه د پارلمان غونډه راوبولي. د اګست د ۱۵ نېټې له غرمې وروسته یې د کابینې بېړنۍ غونډه جوړه کړه، له غونډې وروسته جانسون د یوې اعلامیې په خپرولوسره څرګنده کړه چې: حالت«ډېر کړکېچن» دی او دا «چې موږ پوهېږو چې د اوږد مهال لپاره به چارې همداسې پرمخ لاړې شي». جانسون په دغه اعلامیه کې دا هم څرګنده کړه چې: نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني او اړینه ده چې:«د ترهګرۍ په ډګر باندې د افغانستان له اوښتو مخه ونیول شي».[۵۴][۵۵][۵۶]

اقیانوسیه سمول

  اسټرالیا: د اسټرالیا حکومت ۲۵۰ سرتېري او درې الوتکې د وتو(تخلیې) په عملیاتو کې د مرستې په موخه وګومارل. اسټرالیايي لومړي وزیر سکاټ موریسون څرګنده کړه چې:«زموږ له غوره هڅو سره سره، زه پوهېږم چې دا ملاتړ به ټولو چارو ته بسنه و نه کړي».[۵۷]

سرچینې سمول

  1. Bose, Saikat Kumar (15 August 2021). "In Video With Daughters, Afghanistan's Hamid Karzai Appeals To Taliban". NDTV.com. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. (په 2021-08-19 باندې). In Afghanistan, We Have Never Tasted True Independence.
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. "Afghan filmmaker Sahraa Karimi's video of running around Kabul goes viral: 'They are coming to kill us'". Independent. 17 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghan director Sahraa Karimi recounts escape from Kabul | DW | 20.08.2021". DW.COM. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Khalida Popal: 'The Afghanistan women's team was built to fight Taliban ideology'". the Guardian. August 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Seir, Ahmad; Faiez, Rahim; Gannon, Kathy; Gambrell, Jon (19 August 2021). "Afghans protest Taliban in emerging challenge to their rule". AP News. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2021-08-23 باندې). Anti-Taliban resistance group says it has thousands of fighters. BBC News.
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. "#SanctionPakistan trends as violence rages in Afghanistan". Al Jazeera. August 11, 2021. د لاسرسي‌نېټه September 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "#SanctionPakistan trends as Afghans demand sanctions against Pakistan for supporting Taliban The Kabul Times Government %". The Kabul Times. August 9, 2021. د اصلي آرشيف څخه پر September 28, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Dirco in bid to aid stranded South Africans after Taliban seizes control of Afghanistan". Independent Online. 17 August 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 18 August 2021 باندې). Taliban takeover: Uganda to take in 2,000 Afghan refugees. BBC News.
  18. "Canada suspends operations at embassy in Afghanistan, citing safety concerns". CTVNews. 15 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Gilles, Rob (12 August 2021). "Official: Canada sending forces to close Afghan embassy". apnews.com. The Associated Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Fife, Robert; Chase, Chase (16 August 2021). "Canada working 'closely' with allies on evacuation from Kabul amid 'extremely fluid' situation, Trudeau says". www.theglobeandmail.com. The Globe and Mail. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Canada to Take in 20,000 Afghan Refugees Targeted by Taliban". www.voanews.com. Voice of America. 13 August 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 15 August 2021 باندې). World reacts as Taliban closes in on Afghan capital.
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. "Indian Government statement on situation in Afghanistan". Ministry of External Affairs. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Pakistan's Prime Minister Imran Khan sits down for exclusive interview with CNN - CNN Video, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Becky Anderson, Zeena Saifi and Helen Regan. "Pakistan's Imran Khan says world should give Taliban 'time' on human rights but fears 'chaos' without aid". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. "Pakistan dispatches humanitarian aid to Afghanistan". www.aa.com.tr. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  39. (په 5 September 2021 باندې). As Taliban factions bicker, ISI chief in Kabul to find berths for Haqqanis. Indian Express.
  40. (په June 2020 باندې). Dealing With the Taliban - India’s Strategy in Afghanistan | After U.S. Withdrawal. Carnegie Endowment.
  41. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  42. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  43. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  44. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  45. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  46. "Pakistan urges world to stand by Afghan people". www.aa.com.tr. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Who said what?: Highlights from the virtual 21st SCO summit in Dushanbe". Firstpost. 2021-09-17. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  49. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  50. (په 15 August 2021 باندې). No need for evacuation of Russian embassy in Kabul, says mission. TASS.
  51. "Russia starts Kabul evacuations as security situation worsens". www.ft.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Russia says emergency UN meeting on Afghanistan is planned". The Moscow Times. 15 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  54. "Afghanistan must not become 'breeding ground for terror' once again, PM says". Sky News. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. "No one wants Afghanistan to become 'breeding ground for terror' – PM". BBC News. 15 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "Boris Johnson to recall parliament over Afghanistan crisis". the Guardian. 15 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. (په 16 August 2021 باندې). Australian military rescue mission to Afghanistan to proceed 'when situation allows'. ABC News.