د چارلس داروين مذهبي اندونه (نظريات)

د مذهب په اړوند د چارلس داروين اندونه د ډېرې لېوالتيا او لانجې موضوع ده. د مودرنې بيالوژي د پرمختګ او د ارتقاء تيورۍ په اړوند د هغه مهم کار په خپل وخت کې د مذهب او ساينس په اړه شويو بحثونو کې څرګنده ونډه درلودلې ده. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې، په متحده ايالاتو کې د تخليق-ارتقاء اختلاف په اړوند د نوموړي همکارۍ د لانجو مرکز وګرځېد.

کله چې داروين د انګلیکي کليسا او په عموم کې د مسيحيت د عقيدتي اصولو په متنونو لانجې راپورته کړې، وروسته د خپل ژوند په اوږدو کې نوموړي د «جان فورډايس» د يو لیک په ځواب کې خپل دريځ د يو ملحد (اګنوستي هغه فلسفه ده چې وايي انسان خلقت د ماوراء الطبيعية په حقيقت نه شي پوهېدای) په توګه روښانه کړ:

"زما په ډېرې بې ثباتۍ (څپڅپاندۍ) کې، زه د خدای له وجود څخه د انکار کولو په معنا سره کله هم يو ملحد نه وم. –زه فکر کوم چې عموماً (او نور پسې نور څومره چې زه لوېدم)، خو د تل لپاره نه، يو ملحد به زما د ذهني وضعيت تر ټولو سمه تشریح وي".[۱]

چارلس داروين غېر مواقفت پلوه وحدانيت پرسته مخينه درلوده، خو يو انګليکي ښوونځي کې يې زده کړې کړې وې. د يو روحاني کېدو په موخه، نوموړي د اړوند لسانس سند تر لاسه کولو لپاره په کيمبريج پوهنتون کې داخله وکړه، په کوم کې چې د الاهياتو (علم الکلام) زده کړه هم شامله وه. نوموړي په طبيعي تاريخ کې زياته لېوالتيا پيدا کړه، او لکه څنګه چې «جان هرشل) ويلي، نوموړی د ساينس لپاره له شوق او ذوق څخه ډک شو، د «وليام پيلي» د طبيعي الاهياتو پر بنسټ، کومو چې په طبيعیت کې د الاهي جوړښت دليل وړاندې کړ، تر څو روښانه کړای شي چې د خدای قوانين د طبيعيت په مټ عمل کوي. د «The voyage of the Beagle» په نوم کتاب کې، نوموړی ارتودوکس پاتې شو او د وېش د تشريح کولو لپاره يې "د تخليق مرکزونه" لټول، خو د سفر د پای پر لور، نوموړی شک پیدا کړ، چې انواع ټاکل شوي دي. تر دې وخته نوموړي په بايبل د تاريخ په توګه نيوکه درلوده، او حيران و چې ولې بايد ټول مذهبونه په يو ډول سم نه وي. په 1836ز کال کې له راستنېدو وروسته، نوموړي د انواعو د بڼو د بدلون په اړوند اټکلونو کولو  او د مذهب په اړوند فکر کولو سره د ځمکپېژندنې په اړه خپل نوي اندونه چمتو کړل.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د 1839ز کال د جنورۍ په مياشت کې له «ايما ويګ ووډ» سره د داروين له واده وروسته، دوی تر څو کلونو پورې د مسیحيت په اړه بحثونه وکړل، د «ايما» اندونه (نظريات) د هغې د نورې کورنۍ په څېر د وحدانيت وو. د «پيلي» او «تاماس مالتيس» د خدايي ارادې نظريې د يو مهربانه پنځونکي د قوانينو په پايله کې د لوږې په څېر بدۍ ثابتې کړې، کومو چې په ټوليز ډول ښه اغېز درلود. د دراوين په نزد، طبيعي غوراوي د مطابقت ښېګڼې پيدا کړې، خو د جوړښت اړتيا يې له منځه يوړه، او هغه په ټولو تکليفونو او دردونو کې د يو قادر مطلق خدای کار نه شو لېدلای، لکه «ايکنومون» غومبسه، کومې چې د خپلو هګیو لپاره د ژوندۍ غذا (خوراک) په څېر چينجي فلج کول. تر 1844ز کال پورې، نوموړي ژونديو موجوداتو ته يوازې د څو خامیو سره په بشپړ ډول د مناسبو په توګه کتنې سره د «پيلي» پيروي وکړه، او تر 1859ز کال پورې يې دا نظريه تر يو بريده بدله کړه. د « On the Origin of Species» په نوم د هغه اثر د مذهبي نظرياتو عکاسي کوي. که څه هم نوموړي مذهب د قبايلي بقا د ستراتيژۍ په توګه بللی و، داروين بيا هم باور درلود چې خدای حتمي قانون جوړونکی دی، او وروسته يې يادونه کړې، هغه مهال چې نوموړی د خدای د وجود په اړه په خپله د پنځېدلي په توګه قانع شوی و او د دې حقدار و چې هغه ته په خدای باور لرونکی وويل شي. دا نظريه وروسته لړزانده (څپڅپانده) شوه، او نوموړي د د ټاکلو مذهبي معاملاتو په اړه د پرېکنده نظرياتو جوړولو پرته، د وجداني شکونو لټون پيل کړ. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

داروين د سيمه ييزې کليسا د مذهبي غړيو په کار کې مهمې ونډې درلودلو ته دوام ورکړ، خو له شا اوخوا 1849ز کال راهيسې، د يکشنبې په ورځ قدم وهلو لپاره تلو، داسې حال کې چې د هغه کورنۍ به کليسا ته تله. سره له دې چې د خپلو مذهبي نظرياتو په اړه يې کمې خبرې کولې، په 1879ز کال کې نوموړي ځواب ورکړ چې هغه د خدای له وجود څخه د انکار کولو په معنا کله هم ملحد نه و، او دا چې په عام ډول به يو ملحد (غېر ارادي يا هغه څوک چې په قادر مطلق باور لري) زما د ذهني حالت تر ټولو سمه تشریح وي. نوموړی له دې هم وړاندې ولاړ چې ووايي "ساينس له مسيح سره هيڅ اړیکه نه لري، پرته له دې چې د ساينسي څېړنې عادت انسان د ثبوت منلو کې محتاط ګرځوي. زما لپاره، زه نه منم چې کله هم کومه وحی شوې ده. تر هغه بريده چې د راتلونکي ژوند پورې اړه لري، هر انسان بايد د متضادو ناجوتو (مبهمو) شونتياوو تر منځ خپله پرېکړه وکړي".[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د داروين مذهبي مخينه سمول

چارلس داروين د نيپوليني جګړو پر مهال زېږېدلی او له هغې وروسته پړاو کې ستر شوی و، کوم چې يو محافظه کار پړا و، هغه مهال کله چې د «ټوري» تر واکمنۍ لاندې حکومت د انګلستان له خوا جوړې شوې انګليکي کليسا سره د نږدې اړيکو دردلو پر بنسټ بنسټپالنه وځپله، خو کله چې د کورنۍ د يادښتونو يادونه وشوه، نو د اتلسمې پېړۍ روښانفکرۍ، او ډېريو غېر موافقو کليساوو د مسيحيت مختلف تشريحات وړاندې کړل. د هغه «وايګ» چې داروينيانو او «ويج ووډيانو»  د پراخې کورنۍ ملاتړ يې کاوه، کلک وحدانيان وو، که څه هم د هغه يو نېکه، «ايراسمس داروين»، يو ازاده خيال (دهري) و، او د پلار يې يو ارام ازاد خيال و، خو د يو ډاکټر په توګه يې د خپلو شتمنو انګليکي سرپرستانو سره له هر ډول ټولنيزو شخړو ډډه کوله. په داسې حال کې چې د داروين مور او پلار د ټولنيز فشار د بدلون لپاره چمتو وو، تر څو چالس ته د انګلستان په کليسا کې د تعميد غسل ورکړي، د هغه پرهېزګارې (ديندارې) مور خپل بچيان د موحدينو کليسا ته بوتلل. د نوموړې له مړينې وروسته، کله چې هغه يوازې اته کلن و، نوموړی د «شريوسبري» په ښوونځي کې ليليه شو، کوم چې يو انګليکي دولتي ښوونځی و.[۲۱]

ايډنبرا – طبي زده کړې او لامارکي تکاملي نظريه سمول

د انګلستان دوه پوهنتونونه، يعنې اکسفورډ او کامبريج، د انګلستان د کليسا لاندې فعال وو، او محصلين اړ وو چې د انګليکي عقیدې په نهه دېرشو مادو لاسليک وکړي، له همدې امله ډېرو غېر مطابقو انګريزانو خپل کوچنيان سکاټلينډي پوهنتونونو ته استول، کومو چې د طب په څېر ډګرونو کې ښه شهرت درلود. چالس په لومړي سر کې د ايډنبرا په پوهنتون کې زده کړه وکړه، او کله چې هغه له درملو څخه څنډې ته کړای شو، نوموړي په پلينين ټولنه (د ايډنبرا پوهنتون د محصلينو يوه ټولنه وه) کې په طبيعي تاریخ کې فعاله لېوالتيا پيدا کړه. دې ټولنې ته د هغه يو وړانديز کونکی بنسټپال « William A. F. Browne» و، او د 1827ز کال د مارچ په اوه ويشتمه نېټه «بروان» استدلال وکړ چې دماغ او شعور يوازې د دماغو د فعاليت اړخونه دي، روح يا روحاني هستې له جسم څخه جلا څه نه دي. يو سخت بحث پيل شو، او وروسته يو چا له يادښتونو څخه د دې ماده پرست (ماټرياليسټ) بدعت (کفر) ټوله يادونه وويسته. دا لومړی ځل و چې داروين له بنسټپال ازاد فکر او له هغې څخه پيدا شويو دلايلو سره مخ شو. په يوه موقع «رابرټ ايډمنډ ګرانټ» د لیمارک د ارتقايي نظرياتو په اړه بحث وکړ. داروين هک پک شو، خو هغه په نږدې وختونو کې د خپل نېکه «ايراسمس» همدا ډول اندونه لوستي وو او بې پرې (بې تفاوته) پاتې شو.[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې سمول

  1. "Letter 12041 – Darwin, C. R. to Fordyce, John, 7 May 1879". Darwin Correspondence Project. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Desmond & Moore 1991, pp. 12–15Darwin 1958, pp. 21–25
  3. von Sydow 2005, pp. 5–7
  4. Darwin 1958, pp. 57–67
  5. Keynes 2001, pp. 356–357
  6. "Darwin Online: 'Coccatoos & Crows': An introduction to the Sydney Notebook". د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Darwin 1958, pp. 82–85
  8. "Darwin Correspondence Project " What did Darwin believe?". 7 جولای 2015. د لاسرسي‌نېټه 14 اپریل 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. von Sydow 2005, pp. 8–14
  10. Miles 2001
  11. Darwin, Charles (1859). On the Origin of Species By Means of Natural Selection (چاپ First). London, UK: John Murray. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Davis, Ted. "The Evolution of Darwin's Religious Faith". BioLogos. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. von Sydow 2005, pp. 4–5
  14. Moore 2006
  15. Darwin 1958, pp. 85–96
  16. "Darwin Correspondence Project " What did Darwin believe?". 7 جولای 2015. د لاسرسي‌نېټه 14 اپریل 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Darwin Correspondence Project – Darwin and the church". د اصلي آرشيف څخه پر 7 اکتوبر 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 15 اګست 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. van Wyhe 2008, p. 41
  19. "Darwin Correspondence Project " What did Darwin believe?". 7 جولای 2015. د لاسرسي‌نېټه 14 اپریل 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Darwin 1887, pp. 304–307
  21. Desmond & Moore 1991, pp. 12–15Darwin 1958, pp. 21–25
  22. Browne 1995، مم. 72–88.
  23. Desmond او Moore 1991، م. 38.
  24. Desmond او Moore 1991، م. 22.