د نور توغندۍ

د نور توغندۍ (په پارسی کې: موشک نور په چینایی کې:鹰击-82, literally Eagle Strike) د بېړۍ ماتونکي راکټونو څخه دی چې د بېړیو او بلو هدفونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه توغندی چی د سوځولو (سوند) جامدو موادو څخه جوړه شوی ده ۲۰۰ کیلومتره واټن وهلی سي. د نور توغندۍ د بېړیو، هلیکوپترونو، الوتکو او ساحلی بتریو څخه توغولای سی (ويشتلای سی). دغه توغندۍ کولای سی دکنوینشن یا اټمی سروکي ولري. ایران دغه توغندۍ لمړي ځل په ۲۰۰۶ کال کې په برياليتوب ازمويلی دی.

نور
نور توغندی

ډول Anti-ship cruise missile
د کار نیټه
کارونه لخوا د:  ايران
 سوريه
صنعتي تاریخ
جوړونکی  ايران
اوږدوالي 6.39 متر  د (P2043) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قطر 0.36 متر  د (P2386) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تاریخ سمول

په ۱۹۹۱ کال کې ایران د چین څخه ۶۰ د سی-۸۰۲ راکتونه لاس ته ورغلل. دغه راکتونه د قشم په ټاپو کې پراته وه. په ۲۰۰۵ کال کې چین او ایران یو مهم تړون لاسلیک کړل. د تړون په اساس چین د ۷ مارچ په ۲۰۱۰ کال کې د توغندیو تولیدونکي کارخانه پرانیستله. د هغو وخت څخه ایران د سی – ۸۰۲ چینایی توغندۍ د لایسنس په اساس جوړولای سی. دغه توغندۍ په ایران کې د نور په نوم یادېږي. د نور توغندۍ د جنگي بېړيو، د سو – ۲۴ الوتکې، اېف – ۴ الوتکې د کیلو اوبتل څخه توغولای سی.

عکسونه سمول

سرچینې سمول