د نفوسو دزياتوالي لاملونه

راټولوونکی فيض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه


دنورو موجوداتو په څېر انسانان هم دټولنيز ، سياسي ، اقتصادي او اخلاقي فکتورونو په واسطه متاثر کېدلى شي. دنفوسو کنترول ډېره مغلقه او پېچلې پروسه ده ، خو که چېرې علمي او شعوري فيصلې خلکو ته دهغوى دژوند مطابق وړاندې شي ترڅو دزېږېدنې کچه دمړنيې دکچې سره برابره شي او دزېږېدنې کچه بايد کنترول شي ، او هر يو بايد پوه شي چې دزېږېدنې دکچې ټيټوالى ډېر غوره دى دمړينې دکچې دټيټوالي څخه، نو په دې صورت کې به زيات خلک وکولى شي چې درست تصميمونه ونيسي چې په هر حال دايوه ساده خبره نه ده راځۍ چې بيولوژيکي او اجتماعي لاملونه دنفوسودزياتوالى مطالعه کړو.

دنفوسو دزياتوالي بيولوژيکي لاملونه دانسانانو دنفوسو مطالعه دهغوى خصوصيات او هغوى پورې مربوطې پېښې دديموګرافي څخه عبارت دى. ددغه علم پوهان دراتلونکو نفوسو دزياتوالي وړاندوينه دبيولوژيکي نښو په نظر کې نيولو سره کوي. په اوس وخت کې تقريباً دنړۍ په ټولو هيوادونو کې دزېږېدنې کچه دمړينې دکچې څخه زياته ده ، نو ددې وجې دنفوسو اندازه زياتيږي. هغه هيوادونه چې دزېږېدنې او مړينې کچې په کې لوړې وي په دې هيوادونو کې دزېږېدنې کچه دمړينې دکچې څخه په چټکۍ سره زياتېږي ، لکه افغانستان او حبشيه دغه هيوادونه اکثره دماشومانو دمړينې لوړه کچه لري ، ځکه چې زياتره خلک يې سوئي تغذيه او امراض په کې زيات منځته راځي. هغه هيوادونه چې دزېږېدنې کچه يې لوړه او دمړينې کچه يې ټيټه وي دنفوسو اندازه په کې په چټکۍ سره زياتوالى مومي ، لکه ګواتيمالا او سايريا . په دغه هيوادونو کې په منځني ډول دنوي پيدا شوو ماشونو دمړينې کچه لوړه وي . هغه هيوادونه چې دمړينې او زېږېدنې دواړه کچې په کې ټيټې وي په دې هيوادونو کې دنفوسو دزياتوالي کچه ډېره ټيټه وي، لکه سويډن او بريتانيا.دا او نور زيات شمېر پرمختللي هيوادونه دنمونې په ډول دماشومانو دمړينې ډېره ټيټه کچه لري. ديوې ټولنې دنفوسو په زياتوالي کې دماشوم راوړونکو ښځو فيصدي او دهرې ښځې دماشومانو شمېر ډېر رول لري. دنفوسو دزياتوالي په اندازه کې دنفوسو دعمر جوړښت ډېر مهم ګڼل کېږي. که چېرې دنفوس زياته برخه ځوانان وي او يا فاميل ولري او يا به په راتلونکي کې دفاميل خاوندان شي او که څه هم هره کورنۍ ٢ ماشومان ولري بيا هم ددغې ټولنې نفوس زياتېږي. دنفوسو دزياتوالي اجتماعي لاملونه داڅرګنده ده چې دنړۍ په پرمختللو هيوادونو کې دنفوسو زياتوالى ډېر بطي دى او دزېږېدنې کچه يې ډېره ټيټه ده ، خو په وروسته پاتې هيوادونو کې دنفوسو زياتوالى ډېرد ګړندى دى او د زېږېدنې کچه يې ډېره لوړه ده. داهم واضح خبره ده چې کم نفوس دهرچا په ګټه دى خو بيا هم په نړۍ کې ډېر وګړي ددغې نظريې خلاف دي ، مذهبي، کلتوري، اجتماعي او اقتصادي عوامل ديو شخص دکورنۍ دنفوسو په اندازې باندې تاثير کوي ، هغه اساسي اجتماعي عامل چې ديوې کورنۍ اندازه تعينوي هغه په ټولنه کې دښځو رول او خوښه ده. په هغه کلتورنو کې چيرته چې نارينه په ښځو باندې زيات حاکميت لري دښځو رول په کې د زياتو ماشومانو زېږول او دهغوى پالنه وي. کله کله دښځو دارول دقوي مذهبي عواملو سره يو ځاى شي ، دنمونې په ډول دښځو دتعليم کموالى او وروسته والى دښځو وختي (په کم عمر کې ) واده کول او داسې نور ... په دغه سيمو او کلتورونو کې ښځې په مېړه او بچيانو متکي وي ا و په دغه سيمو کې وختي واده کول زيات رواج لري. دزېږېدنې کچه يې لوړه وي ، ځکه چې دا ښځې په هغه عمر کې واده کېږي په کوم عمر کې چې زيا تولد صورت نيسي. په دې سيمو کې دتعليم کموالي دښځو خوښه او اختيار کم کړى، دوى ددې اختيار هم نه لري چې په خپله خوښه واده وکړي او يا يې دڅه مودې لپاره وځنډوي نو له دې وجې دوى زيات ماشومان راوړي. خو په پرمختللو هيوادونو کې ښځې خپلواکه او تعليم يافته دي او ډېر ژر واده نه کوي محدود ماشومان لري (٢.٣) داسې ويل کېږي چې يواځينى مهم فعاليت چې دنړۍ دنفوسو په کموالي کې مرسته کوي ښځو ته دتعليم ورکول دي. يانې دا په دې مانا که دښځو دتعليم سطحه لوړه شي ښځې به دخپل اختيار خاوندانې شي او په خپله خوښه به واده وکړي ، نو دنفوسو دزياتوالي کچه به ټيټه شي. دملګرو ملتونو ديو راپور له مخې چې ٥٥% افريقايي ښځې ، ٣٧% اسيايي ښځې او ٤٢% دلاتين امريکا ښځې د٢٠ کلنۍ په عمر کې واده کېږي ، ولې په پرمختللو هيوادونو کې ښځې په اوسط ډول د٢٥-٢٧ کلنو په عمر کې واده کېږي او وختي واده کول په کې ډېر کم وي. هغه ښځې چې تعليم يافته وي دزياتې تنخوا وظيفې ولري دوى په مالي لحاظ خپلواکه وي ، کولى شي چې واده وروسته وکړي او ډېر کم ماشومان ولري. همدارنګه تعليم يافته ښځې کولى شي چې دزېږېدنې دکنترول مختلفې طريقې استعمال کړي. په پرمختللو هيوادونو کې د٧٠% څخه زياتې ښځې دحاملګۍ ضد دواګانې او طريقې استعمالوي، خو په وروسته پاتې هيوادونو کې دغه فيصدي ډېره ټيټه ده د٢٠% څخه کمې ښځې په افريقا کې ٦٠%ښځې په لاتين امريکا کې او٤٥% ښځې په اسيا کې (پرته له چين څخه) دحاملګۍ ضد طريقې استعمالوي . په هغه سيمو کې چېرته چې دماشومانو دمړينې کچه لوړه وي داطبيعي ده چې هغوى به لويي کورنۍ لري ، ځکه چې دهغوى زيات ماشومان بلوغ ته درسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په وروسته پاتې هيوادونو کې والدين هغه وخت خپل ځانونه په امن کې بولي څه وخت چې دوى زيات ماشومان ولري. کله چې دوى نهايي عمر ته ورسېږي او دکار کولو توانايي وه نه لري نو ددوى ماشومان دوى سره دضرورتونو درفع کولو په خاطر مرسته کوي. خو دا يواځې په هغو سيمو کې مروجه ده چېرته چې حکومت دټولنيز تضمين پروګرامونه نه لري. په وروسته پاتې هيوادونو کې دماشومانو اقتصادي ګټې ډېرې مهمې دي ، همدارنګه ځوان ماشومان مختلفې وظيفې او کارونه کوي چې دکورنۍ په اقتصاد کې مرسته کوي. په پرمختللو هيوادونو کې زيات شمېر ماشومان ملي سرمايه ده دوى دقانونه په واسطه دکار کولو څخه منعه کېږي ، دوى حتمي او ضروري مکتبونو ته ليږدول کېږي او دکورنۍ زيات مقدار عايد ددوى په تعليم مصرفېږي.