د مخابراتو وزارت (افغانستان)

د مخابراتو وزارت يوه ۱۸ پوړيزه ودانۍ په هېواد كې له ټولو څخه لوړه ودانۍ ده. د مخابراتو وزارت د افغانستان د دولت يو له مهمو اورگانونو څخه دى، چې مركزي ودانۍ يې په ۱۸ پوړيزه وانۍ كې د كابل ښار په مركز كې ولاړه ده. دا ودانۍ د محمد جان خان واټ ته نږدې او د زرنگار پارك ته څېرمه ولاړه ده. د مخابراتو وزارت د افغانان دولت يو له ملكي اقتصادي لاس ته راوړنو بنسټيزه تيگه ده. ددې وزارت موخي دي، چې د افغانستان اړيكې له نړېوالې مخابراتي ټولنو او نړۍ سره ونښلوي. د مخابراتو وزارت د گرځنده ټېليفونو ۴ كمپنيو او له ۲۰ څخه زياتو انټرنېټ اسانتياؤ وركوونكيو كمپنيو ته اجازه ليك وركړې ترڅو په افغانستان كې خپل فعاليت وكړي ترڅو د اواز او مالوماتو په وركولو كې د خلكو ستونزې حل كړي. . (.af) د افغانستان د انټرنېټ هېواد كوډ او (Toplevel domain ((ccTLD)) for afganistan) دى. نن سبا د افغانستان د مخابراتو وزير امير زې سنگين دى، چې د كرزي په كابينه كې له كارنده وزيرانو له ډلې څخه شمېرل كېږي. امير زې سنگين د پكتيكا ولايت په اورگون كې زېږېدلې دى، چې د سوېډن هېواد مخابراتي سېټم په پرمختگ كې يې كارنده رول لوبولې، نو د همدې وجې ورته د هغه هېواد هويت هم وركړ شوې. او د افغانستان لپاره د سوېډن د هېواد په مرسته كولو كې دده لوى لاس دى.

د مخابراتو وزارت ۱۸ پوړيزه ودانۍ

د مخابراتو وزير

 
وزير اميرزې سنگين

د افغانستان د لنډمهالي حكومت په جوړېدو سره د افغانستان د مخابراتو وزير اميرزې سنگين ټاكل شوې. امير زې سنگين د پكتيكا ولايت د اورگون ولسوالۍ اوسېدونكې دې، لومړنۍ زده كړې يې په اورگون او منځنۍ زده كړې يې په گردېز كې سرته رسولي دي. ۱۲ ټولې يې د ټېليكميونيكېشن ښوونيزه مركز څخه په لومړي درجه ترلاسه كړه. په ۱۹۷۳ز كال يې د جنوبي لندن له پوهنتون څخه د انجينيرۍ سند ترلاسه كړ. په لومړي ځل په ۱۹۷۵ز كال د ټېلي كميونيكېشن ښوونيزه مركز كې د ښوونكي په توگه ومنل شو، د ۱۹۷۸ز او ۱۹۸۰ز كلونو ترمنځ يې د ټېلي كميونيكېشن رياست په غاړه ؤ. په ۱۹۸۰ز كال هېواد پرېښودو ته اړ او د سوېډن هېواد ته مهاجر شو. هورې يې په ۴ مياشتو كې په سوېډني ژبه كې د لسانس سند ترلاسه كړ. سنگين د افغانستان لپاره د سوېډن د مرستو د كمېټې يو له بنسټ اېښودونكيو څټو څخه دى، چې دې كمېټې د افغانستان په ښوونيزه، كرنيزه او روغتيايي څانگو كې په تېرو دوه نيمو لسيزو كې د يادولو وړ مرستې كړي دي. دارنگه يې د سعودي عربستان په خالد نړېوال هواي ډگر كې د مخابراتو په پروژه كې د غړي په توگه له ۱۹۸۲ز څخه تر ۱۹۸۵ز كال پورې پاتې شوې. لدې څخه وروست ۵ كلونو لپاره د سوېډن هېواد په مخابراتي، گرځنده ټېليفونو نېټ وركونو د سېسټم په پنځونه او نوي كونه كې كار وكړ.

په افغانستان كې د مخابراتو لنډ تاريخ

د افغانستان د مخابراتو او خبرتيايي تكنالوژۍ وزارت The ministry of Communication and Information Technology (MCIT) د بنسټ ډبره په ۱۹۵۵ز كال د ظاهرشاهي واكمنۍ كې كېښودل شوه. افغانستان د لومړي ځل لپاره خپل پل د برېښنايي اړيكيتياوو نړۍ ته په په ۱۸۹۸ز كال د يو په يو لېن لرونكي ټېليفون چې د ارگ په مانۍ كې ځاى په ځاى شوې ؤ كېښود. په ۱۹۰۸ز كال يو كوشنې ټېليفوني سېسټم چې د ۲۵ لېنونو لرونكې ؤ، د ارگ په شمالي څلي كې ځاى پرځاى كړاى شو. د ټېليگراف خدمت يوه بله اسانيتيا وه چې د مخابراتي اړيكو په په څانگه كې په ۱۹۱۴ز كال راوړل شو. د ټېليگراف پرځاى كول چې د ۲ كيلو واټو په كچه ؤ، د پوځي موخو لپاره د بابر بڼ په ودانۍ كې چې د مغولو د نامتو واكمن ظهيرالدين محمد بابر په نامه نومول شوې كېښودل شو. په ۱۹۱۹ز كال زيات ۵۰ او ۱۰۰ لاينه ټېليفوني سېسټمونه د شاه دوشمېره ترڅنگ په پوسته خانه كې ځاى پرځاى شول. د لومړي ځل لپاره ۱۴ زده كوونكيو ته ښوونيزه بورسونه وركړل شول ترڅو په بېسيمه ټېليگرافي څانگه كې خپلې لوړې زده كړې په بهرنيو هېوادو كې ترسره كړي.

په ۱۹۲۰ز كال يو بل ټېليگرافي ماشين چې په برتانيا كې جوړ شوې ؤ، كابل ته راوړل شو. دا ماشين تر ۱۹۳۲ز كال پورې كارېده. د اپرېل په ۱۲مه كال ۱۹۲۸ز كال افغانستان د نړېوال ټېليگراف ټولنې (ITU) غړې شو. (د ټېليگراف ټولنه (ITU) په ۱۸۶۵ز كې جوړه شوه، چې بيا په ۱۹۳۲ز كال يې نوم International Telecommunication Union ته بدل كړاى شو). په ۱۹۳۰ز كال اووه د لنډو څپو ټېليگرافونه او ټېليفوني ماشينونه د ماركوني كمپنۍ څخه وپېرودل شول او د كابل، هرات، مزار، مېمنه او خوست ښارونو كې د عامو خلكو كارولو لپاره كېښودل شول. وروسته په ۱۹۳۳ز كال يو بل د لوړ توان لرونكو انتنونو لرونكې سېسټم وپېرودل شو او د كابل ښار د ټېليگراف په مركزي ودانۍ كې كېښودل شو.

راتلونكې موخې او لاسته راوړنې

د افغانستان د وزارت د يو كارنده پلان لمخې غواړي چې افغانستان ددې جوگه كړي، ترڅو د نړېوالې خبرتيايي ټكنالوژۍ د ټولنې غړې شي، ترڅو د افغان كولتور استازيتوب وكړاى شي، او له اړيكتيايي او خبرتيايي ټكنالوژيو څخه خپله برخه گټه پورته كړي. دارنگه دا وزارت غواړي چې افغانان له مخابراتو او ICT څخه گټه پورته كړي، ترڅو افغان دولت او ټولنيزې اسانتياوې لا پياوړې كړي. ددې وزارت له موخو څخه دا هم دي، ترڅو غربت راكم كړي، او د وړ او اړو خلكو سره مرسته او لاسنيوې يې وكړي. د مخابراتو او خبرتيايي ټكنالوژۍ وزارت په پلان كې لري ترڅو په راتلونكيو ۴-۶ كلونو كې لاندې لاسته راوړنې ترلاسه كړي.

  • ټول ښارونه او ۵۰۰۰ كلي د پراخه اړيكتيايي او خبرتيايي خدمتونو پواسطه وپوښي.
  • په راتلونكي يو كال كې ۵ ټلېكام كمپنيو خدمت پېلونه.
  • ملكي برېښنايي سپڼسيزې پروژې پېلونه، چې د ښه نوعيت او ټېټې بيې لرونكې به وي، او خلكو ته به ملكي او نړېوالې اړيكتيايي او خبرتيايي اسانتياوې په راتلونكيو ۳ كلونو كې برابروي. دا كېبل به د زمكې لاندې تېرول كېږي، چې د مركزي اسيا هېوادونه به له سوېلي اسيا سره د افغانستان له لارې تړي.
  • په راتلونكيو ۴ كلونو كې د ۱،۵ بېليونه افغانيو په كچه پانگه اچونې زياتونه.
  • د ۵ مېليونه كاروونكيو ته د گرځنده او ټېليفون اسانتياوې برابرول په راتلونكيو ۴ كلونو كې چې دا اندازه د هېواد ۲۰% شل په سلو كې نيسي.
  • په راتلونكو ۴كلونو كې د ۵۰۰۰۰ كارونه برابرول
  • په راتلونكيو ۱۰ كلونو كې د افغان دولت ۲ بېليونه ډالره گټه ترلاسه كول.

د وزارت څانگې

دا هم ولولئ

اخځليكونه

باندينې ټړون:

افغان وزارتونه او نور اورگانونه