د ماليزيا کلتور

د ماليزيا کلتور د ماليزيا د مختلفو خلکو  مختلف کلتورونه د ځان لور ته کش کوي. لومړي هغه خلک چې په دې سیمه کې يې ژوند کړی، هغه اصلي قبيلې وې چې تر اوسه پاتې دي؛ له دوی وروسته «ماليان» دې سيمې ته ورسېدل، څوک چې دې ځای ته په لرغونې زمانه کې د اسيا له اصلي ځمکو څخه ولاړل. چينايي او هندوستاني کلتوري اغېزو د دې سيمې پېژندګلو هغه مهال منځ ته راوړه، کله چې له دې هېوادونو سره سوداګرۍ پيل شوې او ماليزيا ته کډوالي زياته شوه. په نورو هغو کلتورونو کې چې د ماليزيا په کلتور يې زيات اغېز کړی،  فارسي، عربي او برتانوي کلتورونه شامل دي. ډېری هغه بېلا بېل توکمونه چې اوس په ماليزيا کې شته، خپله ځانګړې او بې سارې کلتوري پېژندګلو لري چې ځینې يې يو بل کې ننوتلي دي.

په مالیزيا کې له اوږدې مودې راهيسې هنر او موسيقي يو دود دی، د «مالايا» هنر تاريخ د مالايا تر سلطنت پورې رسېږي. دوديز هنر په توږلي نقش و نګار، په سپينو زرو پوښلو او اوبدلو متمرکز و. اسلامي بنديزونو د شلمې پېړۍ تر نيمايي پورې د انسانانو انځورګري کوونکي هنري اثار محدود کړل. د هنرونو تر سره کول او د نانځکو د سيورو تمثيل وړاندې کول مشهور دي او ډېر ځله پکې هندوستاني اغېز څرګندېږی. په ماليزیا کې له انفرادي کلتورونو او نورو هېوادونو څخه د ماليزيا په مهندسۍ کې ګڼې اغېزې لېدل کېږي. لويې اوسنۍ ودانۍ جوړې شوي دي، په دوی کې د نړۍ په کچه دوه تر ټولو دنګې ودانۍ شاملې دي يعنې د پيټروناس غبرګ برجونه. ماليزيايي موسيقي مختلف قسمونه لري او تر ډېره بريده د موسيقۍ په هغو وسايلو ولاړ دي چې وهل کېږي (د موسيقۍ هغه الات چې په وهلو سره غږېږي). ډېر پخوا ماليزياي ادب په هندوستاني حماسو ولاړ و، کوم چې ان تر هغه وخته هم بدل نه شو، کله چې ماليزيا اسلامي شوه؛ دا په وروستیو لسيزو کې پراخه شوې موسيقي ده. په لوړو طبقو کې انګلیسي ادب محدود پاتې شوی، تر دې چې چاپي رسنۍ دې هېواد ته ورسېدې. په سیمه ييزه کچه پنځول شوي چينايي او هندوستاني ادبيات په نولسمه پېړۍ کې راڅرګند شول.

پخلی يې عموماً پر توکميزو کرښو وېشلی دی، خو داسې خوراکونه هم شته چې د مختلفو توکمونو څخه مخلوط خوراکونه لري. هره ستره ديني ډله خپلې عمده سپېڅلې ورځې لري چې د رسمي رخصتيو په توګه اعلان شوي دي. په هر ايالت کې د رسمي رخصتۍ ورځې مختلفې دي؛ په ټول هېواد خپره ورځ يې د «ميرډیکا» ورځ ده، په کومه ورځ چې د مالايا خپلواکي لمانځل کېږي. سره له دې چې ميلې يې په ځانګړو توکميزو شاليدونو کې ريښې لري، دا ميلې په ماليزيا کې د ټولو خلکو له خوا لمانځل کېږي. په ماليزيا کې دوديزې لوبې مشهورې دي، په داسې حال کې چې دا هېواد د بيډ مينټن په څېر په نړيوالو لوبو کې د ځواک مرکز دی. په ۱۹۹۸ز کال کې ماليزيا د ټولګټو هېوادونود لوبو کوربه و، دا د ټولګټو لومړۍ لوبې وې، چېرته چې مشعل له انګلستان او کوربه څخه له زياتو هېوادونو څخه تېر شو.

د ماليزيا حکومت د «۱۹۷۱ ملي کلتور تګلارې» په مټ د مالیزيايي کلتور د تعريفولو لپاره اقدامات کړي دي، کوم چې هغه څه تعريف کړل چې رسمي کلتور بلل کېږي، بنياد کې يې مالايي کلتور او اسلامي اغېزې يو ځای شوي دي. دې چارې په ځانګړي ډول په ژبه اغېز وکړ؛ يواځې مالايي رسم الخط رسمي کلتوري رسم الخط بلل کېږي. په رسنيو د حکومت واکمني پیاوړې ده او ډېرې رسنيزې ادارې په يو نه يو ډول د حکومت پورې اړه لري.

شاليد سمول

ماليزيا له دوه جلا جلا جغرافيايی سيمو څخه جوړ هېواد دی چې هغه دا دي: ټاپووزمه ييزه ماليزيا او ختيځه ماليزيا. ماليزيا هغه مهال جوړه شوه کله چې په ۱۹۶۳ز کال کې د مالايا فدراسيون له شمالي بورنو (اوسني سباها ولايت)، سارواک او سينګاپور (په ۱۹۶۵ کې جلا شو) سره يو ځای شول او د ټاپووزمه يييزې او ختيځې ماليزيا تر منځ کلتوري توپير لا هم شته. د ماليزيا د جوړېدو پر مهال، اجرائيوي واک د درې توکميزو بنسټونو پر اساس د سياسي ګوندونو اتحاد «پيريکات» (وروسته باريسان نيشنل) ته ورکړل شو چې دا ګوندونه دا دي: متحده ماليزيا ملي سازمان (UMNO)، ماليزيايي چينايي ټولنه (MCA) او ماليزياي هندوستاني کانګريس (MIC). UMNO له پيل څخه په دې اتحاد غالب ځواک و. سره له دې چې اسلام د دولت رسمي دين دی، د ماليزيا اساسي قانون د مذهب ازادي تضمين کړې ده.[۱][۲][۳][۴]

توکميزې ډلې سمول

ماليزيا ګڼ توکميزه، ګڼ کلتوري او ګڼ ژبنۍ ټولنه لري او په ماليزيا کې ډېری توکميزې ډلې جلاجلا کلتوري پېژندګلو لري. د ماليزيا تولنه د «په کوچنۍ بڼه اسيا» په توګه تعريف شوې ده. د دې سیمې د اصلي کلتور ريښې په اصلي اوسېدونکو قبايلو کې خپرې دي، تر څنګ يې مالايان دي، څوک چې دې سيمې ته په لرغونو وختونو کې تللي دي. وروسته پکې د چينايي او هندوستاني کلتورونو اغېز موندل کېږي چې تاريخ يې هغه وختونو ته رسېږي، کله چې دې هېوادونو په ياده سيمه کې سوداګري پيل کړه. نورو هغو کلتورونو کې چې په ماليزيا  يې د پام وړ اغېز کړی، فارسي، عربي او برتانوي کلتورونه شامل دي. د حکومت جوړښت، د يو ټولنيز تړون له تصور څخه منځ ته راغلي ځواک د نسلي توازن سره يو ځای، د مالايا او ماليزيايي توکميزو لږکيو د کلتوري ادغام لپاره د ډېر کم ترغيب لامل ګرځېدلی دی. له تاريخي اړخه حکومت د مالايي کلتور او ماليزيايي کلتور تر منځ ډېر کم توپير کړی دی.[۵][۶][۷][۸]

مالايا چې د ماليزيا د وګړو له نيمايي زياته برخه جوړوي، له سياسي اړخه واکمنه دنده تر سره کوي او د «بومي پترا» په نوم پېژندل کېدونکي ډلبندۍ کې شامله ده. د «بهاسا ماليزيا» په نوم د دوی اصلي ژبه د هېواد ملي ژبه ده. د ماليزيا د اساسي قانون د تعريف تر مخې، تول مالايا مسلمانان دي. «اولنګ اسال» چې د ماليزيا لومړي اوسېدونکي دي، په ۲۰۰۰ز کال کې يې د ماليزيا د وګړو يواځې ۰.۵٪ سلنه برخه نيولې وه، خو د ختيځې ماليزيا، بورنيو کې يې د اکثريت استازولي کوله. په سراواک اوسبا کې، ډيری نامسلمان اصلي اوسېدونکې ډلې د «ډاياکس» په توګه ډلبندي شوي دي او دوی په دې ايالت کې شا اوخوا ۴۰ سلنه وګړي تشکيلوي. ډېرو قبيلو مسيحيت منلی دی. ۱۴۰۰۰۰ اورنګ اسلي يا اصلي اوسېدونکي خلک، په ټاپوزممه ييزه ماليزيا کې په جلا جلا توکميزو ټولنو کې ژوند کوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

له پېړيو راهيسې چينايان په ماليزيا کې اباد دي او د دې هېواد دويمه ستره توکميزه ډله ده. لمړي چینايان چې په دې ابنايي کلیو کې اباد شوي، په عمده ډول په مالاکا او د مالاکا په شا او خوا کې، په کرار کرار يې د ماليزيايي کلتور عناصر خپل کړل او د ماليزيايي ټولنو سره يې ودونه وکړل او په دې ډول يوه نوې توکميزه ډله منځ ته راغله، کومې ته چې پيرانکان (ابنايي چينيان) ويل کېږي. دې چينايانو د مالايا کلتور د عناصرو په ساتلو سره، مالايي دودونه خپل کړي دي، لکه په پراخه کچه د هغوی بودايي او ټاوسټ دين. په ټاپوزمه ييزه ماليزيا کې ويل کېدونکې چينايي ژبې ډولونه کينټونيز، مينډارن، هوکين، کوکي، هيناني او فوزو دي.[۱۵][۱۶]

په ماليزيا کې هندوستاني ټولنې په درې مهمو توکميزو ډلو کې تر ټولو کوچنۍ دي چې د دې هېواد د وګړو نږدې لس سلنه نفوس تشکيلوي. دوی د سويلي اسيا په بېلا بېلو ژبو خبرې کوي. په دې هېواد کې د هندوستاني اصليت خلکو کې اتيا سلنه يې ماليالي، تامل او تيلګو دي. ماليزيا ته کډوالو شويو هندوستانيانو دې هېواد ته هندو او سیک کلتورونه له ځانه سره لېږدولي دي. په دې کلتورونو کې عبادتځايونه او ګوردوارې، پخلي او لباسونه شامل دي. د ماليزيا په هندوستاني ټولنو کې هندي دود پیاوړی پاتې دی. د هندوستانيانو يوه ټولنه چې مالايي کلتوري طريقې يې خپلې کړي دي، په مالاکا کې هم موجوده ده. که څه هم دوی هندوان دي، په چټيا بهاسا ماليزيا خبرې کوي، د مالايانو په څېر لباس اغوندي او د هغوی عادات لري.[۱۷]

سرچينې سمول

  1. "Malaysia". Cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Was Merdeka taken or was it given?". Malaysia-today.net. 8 نومبر 2010. د اصلي آرشيف څخه پر 11 نومبر 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 15 نومبر 2010. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Malaysia". State.gov. 14 July 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "No Freedom of Worship for Muslims Says Court". Ipsnews.net. 31 مې 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Kahn, Joel S. (1998). Southeast Asian Identities: Culture and the Politics of Representation in Indonesia, Malaysian, Singapore and Thailand. Singapore: Institute of Southeast Asian Studies. د کتاب پاڼې 169. د کتاب نړيواله کره شمېره 981-3055-79-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Andaya, Barbara Watson; Andaya, Leonard Y. (1982). A History of Malaysia. London: MacMillan Press Ltd. د کتاب پاڼې xiii. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-333-27672-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. R. Raghavan (1977), "Ethno-racial marginality in West Malaysia: The case of the Peranakan Hindu Melaka or Malaccan Chitty community", Bijdragen tot de Taal-, Land- en Volkenkunde, Royal Netherlands Institute of Southeast Asian and Caribbean Studies, 133 (4)), د کتاب پاڼي 438–458, doi:10.1163/22134379-90002605, ISSN 0006-2294 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Crouch, Harold A. (1996). Government and Society in Malaysia. New York: Cornell University. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8014-3218-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Malaysia". Cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Gomes, Aleberto G., The Orang Asli of Malaysia (PDF), International Institute for Asian Studies, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۱۳ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۰ منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Article 152. Constitution of Malaysia.
  12. Gomes, Alberto G. (2007). Modernity and Malaysia: Settling the Menraq Forest Nomads. New York: Taylor & Francis Group. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-96075-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Religion". Matic.gov.my. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Assessment for Dayaks in Malaysia, Refworld, UNHCR, 31 December 2003, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۰ منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Malaysia". Cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. R. Raghavan (1977), "Ethno-racial marginality in West Malaysia: The case of the Peranakan Hindu Melaka or Malaccan Chitty community", Bijdragen tot de Taal-, Land- en Volkenkunde, Royal Netherlands Institute of Southeast Asian and Caribbean Studies, 133 (4)), د کتاب پاڼي 438–458, doi:10.1163/22134379-90002605, ISSN 0006-2294 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. R. Raghavan (1977), "Ethno-racial marginality in West Malaysia: The case of the Peranakan Hindu Melaka or Malaccan Chitty community", Bijdragen tot de Taal-, Land- en Volkenkunde, Royal Netherlands Institute of Southeast Asian and Caribbean Studies, 133 (4)), د کتاب پاڼي 438–458, doi:10.1163/22134379-90002605, ISSN 0006-2294 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)