د لبنان جگړه ۲۰۰۶

د لبنان دويمه جگړه
حرب تموز
מלחמת לבנון השנייה
Milhemet Levanon HaShniya
تاريخ ۲۰۰۶
هېواد لېبنان
پوځونه
اسرائیل
حزب الله
حركة أمل
د قدس ځواک
الـحـزب الشـيـوعـي اللبـنـانـي

د لبنان دويمه جگړه (په عربي کې:حرب تموز په عبري کې:מלחמת לבנון השנייה (Milhemet Levanon HaShniya)) په ۲۰۰۶ کال کې په لبنان کې د اسرائيل د ځواکونو او حزب الله په منځ کې يوه جگړه وه. دغه جگړه د ۱۲ په یولیو کې پېل شوه او د ۱۴ په اگست کې پای ته ورسېدله.

تاریخ

په یولیو کې د حزب الله ځواک پر د اسراییل د شلومی پر ښار د توغندیو په مرسته برید وکړ. په دی برید کې څو اسراییلی عسکرو وژل شول. تر برید وروسته اسراییل ځواکونو د لبنان پر جنوب ټوپخانو او الوتکو په مرسته برید وکړل. په لبنان باندې د اسرائيلوله سختو بمباريو او په جنوبي سيمو باندې له پوځي يرغل څخه دولس ورځې تېري شوي چې له امله يې د پلازمينې بيروت يوه لويه سيمه په كنډوالو بدله شوې، هوائي ډگرونه له كاره غورځول شوي او ډېر نور ښارونه تباه كړل شوي دي. د لبنان بندرونه ويجاړ شوي دي، تر درې نيم سوه ډيرو لبنانيانو خپل ژوند له لاسه وركړى چې د ملگرو ملتونو د يو راپور له مخې دريمه برخه يې يوازې ماشومان دي. تر پينځو لكو ډير خلك له خپلو كورونو وتلو ته اړ شوي او د لبنان له جنوبي سيمو څخه چې كوم خلك د بمباريو له ويرې خپل كورونه پرېږدي او د لبنان شمالي سيمو ته د تللو هڅه كوي په لاره كې د اسرائيلي الوتكو لخوا په نښه كيږي لنډه دا چې نږدې ټول لبنان د اسرائيلي ځواكونو لخوا محاصره شوى دى. د ۱۴ په یولیو کې حزب الله د حیفه پر ښار برید وکړ او تر څو ساعتونو وروسته اسراییلی الوتکې بیا د لبنان پر جنوبی سیمو برید وکړې. په دی برید کې اسراییلی هوایی ځواک څو پلونه، یو برېښناکوټ او عمومی سړکونه ويجاړ شوي. په شپه کې د اسرائيلو يوه سمندري بېړۍ د حزب الله په توغندي ولگېده او له منځه ولاړه. دغه عصری توغندۍ د ایران څخه د حزب الله لاس ته ورغلله. تر ۳۲ ورځونو وروسته اسراییلی پوځ نسوای کولای حزب الله ته ماته ورکړه او مجبور شو چې لبنان ترک وکړي.