د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي

د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي يا مزمنه انسدادي ريوي ناروغي (په انگرېزي: chronic obstructive pulmonary disease) د سږو يوه ناروغي ده چې د سږو د ووب د ويجاړۍ (چې د اېمفيسېما په نامه يادېږي) او د وړو هوالارو د نيمگړتياوو په سبب رامېنځ ته کېږي.[۱] دا ناروغي د وخت په تېرېدو سره نوره هم پرمخ ځي.[۱] د دغې ناروغۍ عمده نښو نښانو کې سالنډي، ټوخی او په سږو کې په لويه کچه بلغم جوړېدنه ده.

په ټوليزه توگه د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي د سېگرېټ څښلو او تمباکو لوگي په سبب رامېنځ ته کېږي، خو يو شمېر نور عاملونه هم شته چې د دې ناروغۍ په پېښېدو کې لاس لري.[۲] دا عاملين په سږو کې يو تسپوديز غبرگون راپاروي.[۳] د سږو فعاليتي آزمېښتونو ښودلې چې د دغې ناروغۍ د ناروغ په سږو کې د هوا بهير په ډېره لږه کچه کې شتون لري.[۴] د سابندي ناروغۍ کې هم د هوا بهير په ټيټه کچه وي او همداراز دا حالت پر شا گرځېدونکی هم وي، خو د سږو اوندنې خنډيزې ناروغۍ کې د ناروغۍ حالت ډېر لږ په شاگرځېدونکی وي او اکثراً ناروغي پرمخ ځي.

د دغې ناروغۍ سمې ادارې کې د تمباکو څښلو بندول، واکسينونه، بياروغېدنه او اکثراً ساکاږونکي برانکوډايلېټر درملونه شامل دي. ځينې ناروغان د اوږدمهاله اکسيجن درملنې او يا هم د سږو پيوندېدنې څخه گټه ترلاسه کوي.[۳]

په نړېواله کچه د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي په څلورم مقام د ډېرو مړينو سبب پېژندل کېږي چې په ۲۰۱۱ ز. کال کې يې له ۳ ميليونو څخه ډېر ناروغان وژلي. [۵] د سېگرېټ څښلو په ډېرېدو او په اکثرو هېوادونو کې د زړو وگړو د شمېر د ډېرېدو سره سم د دغې ناروغۍ له امله مړينې مخ په ډېرېدو دي.[۶] د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي په امريکا کې د مړينې درېيم ډېر سبب گڼل کېږي. په ۲۰۰۷ ز. کال کې په امريکا کې د دغې ناروغۍ د درملنې د لگښت کچه ۴۲.۶ بيليونه ډالره وه.[۷]

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱
  2. Decramer M, Janssens W, Miravitlles M (2012). "Chronic obstructive pulmonary disease". Lancet. 379 (9823): 1341–51. doi:10.1016/S0140-6736(11)60968-9. PMID 22314182. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Rabe KF; Hurd S; Anzueto A; et al. (2007). "Global Strategy for the Diagnosis, Management, and Prevention of Chronic Obstructive Pulmonary Disease: GOLD Executive Summary". Am. J. Respir. Crit. Care Med. 176 (6): 532–55. doi:10.1164/rccm.200703-456SO. PMID 17507545. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: extra punctuation (link)
  4. کينډۍ:Cite doi[۱] Archived 2013-10-13 at the Wayback Machine.
  5. "The 10 leading causes of death in the world, 2000 and 2011". World Health Organization. July 2013. Fact sheet No 310. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mathers CD, Loncar D (2006). "Projections of Global Mortality and Burden of Disease from 2002 to 2030". PLoS Med. 3 (11): e442. doi:10.1371/journal.pmed.0030442. PMC 1664601. PMID 17132052. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "COPD (Chronic Obstructive Pulmonary Disease)". Educational Campaigns. National Heart, Lung, and Blood Institute, U.S. Department of Health & Human Services. 2012-02-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    "2007 NHLBI Morbidity and Mortality Chart Book" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)