د سمندر تېزابي کېدل
د سمندر تېزابي کېدل، د ځمکو سمندرونو د pH مقدار دوامداره کمېدل دي چې له هوا څخه د کاربن دای اکسایډ (CO2) د جذب له امله رامنځته کېږي. د سمندرونو د تېزابي کېدو اصلي لامل د انسان لخوا د فوسیلي سوندتوکو سوځول دي. په هوا کې د کاربن ډای اوکسایډ کچې زیاتوالي سره د سمندر لخوا د جذب شوي کاربن دای اوکسایډ کچه هم زیاتېږي. دا کار د سمندر په اوبو کې د یو لړ کیمیاوي تعاملاتو لامل کېږي چې په سمندر او هغه بڼو چې د اوبو لاندې ژوند کوي باندې منفي اغیزه پرېږدي. کله چې کاربن ډای اکسایډ د سمندر په اوبو کې حل کېږي، کاربونیک اسیډ (H2CO3) جوړوي. د کاربونیک اسیډ ځینې مالیکولونه یوه بای کاربونېټ آیون او یوه هایډروجن آیون ته بېلېږي، له همدې کبله د سمندر تیزابیت (د H+ آیون غلظت) ډېرېږي. د ۱۷۵۱ تر ۱۹۹۶م کلونو په منځ کې، د سمندرونو د pH کچه له کابو ۸.۲۵ څخه ۸.۱۴ ته راټیته شوې ده چې د نړۍ په سمندرونو کې د H+ آیون غلظت کابو ۳۰ سلنه زیاتوالی ښکاروي (د pH کچه لوګاریټمي ده، له همدې کبله د pH په کچه کې یو واحد بدلون د H+ آیون په غلظت کې لس برابره بدلون سره سمون لري.)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
تر ۲۰۲۰م کاله پورې د سمندر د pH کچه ۸.۱ وه، په دې معنا چې په اوسني حالت کې لږ القلي ده (له ۷ څخه پورته pH). د سمندرونو تیزابي کېدل د دې لامل کېږي چې pH کچه نور هم راټیټه شي، په دې معنا چې اوبه لږ القلي اوپه پایله کې لا تیزابي کېږي. د سمندرونو تېزابي کېدل کولی شي د صدفونو د پوښ د تولید یا نورو اوبو لاندې ژوو چې د کلسیم کاربونېټ پوښ لري د کمېدو او همدارنګه د سمندري موجوداتو لپاره د نورو فزیولوژیکي ننګونو لامل شي. هغه موجودات چې د کلسیم کاربونېټ پوښ لري نشي کولی په تېزابي شویو اوبو کې د نسل تولید وکړي. د سمندر تېزابي کېدل په ډېرو بڼو، په ځانګړې توګه صدف او مرجان په شان موجوداتو باندې اغیزه پرېږدي. دا پر سمندرونو باندې د اقلیمي بدلونونو یوه اغیزه ده.[۷][۸]
د سیند سطحې pH کې بدلونونه د ټولې نړۍ په کچه شتون لري، له سړو سمندرونو او لوړ جغرافیایي عرض سره چې د لا ډېر CO2 مقدار او همدارنګه د بای کاربونېټ د اشباع ټیټه کچه لري، چې د کلک پوستکي تولید لپاره د سمندري موجوداتو د وړتیا د کمېدو لامل کېږي. د سمندري جریانونو، لوی براعظمي سیندونه چې د اوبو تروشوالی نری کوي، د یخونو اوبه کېدل او د فوسیلي سوند توکو سوځولو او بزګري له امله د نایټروجن او ګوګړ لاندې کېناستل هم د سمندر پر تېزابیت اغیزه پرېږدي. د سمندرونو تېزابي کېدل پخوا د ځمکې په تاریخ کې واقع شوي دي او له هغه څخه رامنځته شوي ایکولوژیکي سقوط په سمندرونو کې د نړیوال اقلیم او کاربني څرخېدو باندې اوږدمهاله اغیزې لرلې دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
اټکل کېږي چې د تېزابیت ډېرېدل د سمندري موجوداتو لپاره د ډېرو زیانمنو پایلو یوه پراخه لړۍ رامنځته کوي، لکه د مټابولیک سرعت او په ځینو ارګانیزمونو کې د دفاعي ځوابونو کمېدل او د مرجان د سپینېدل. د سمندرونو تېزابي کېدل د سیندیز چاپېریالونو پر ایکوسیسټمونو هم اغیزه کوي چې د انساني نفوس لویې برخې لپاره خواړه، معیشت او نور ایکوسیسټمي خدمتونه برابروي. کابو ۱ میلیارډ کسان په بشپړ یا نسبي ډول د کب نیونې، ګرځندویي او ساحلي مدیریت په شان د مرجاني تېږو وړاندې شویو ایکوسیسټمي خدمتونو پورې تړلي دي. د آزاد هایډروجن آیونونو شتون زیاتوالي سره، اضافي کاربونیک اسیډ چې په سمندرونو کې جوړېږي بلآخره په بای کاربونېټ آیونو باندې د کاربونېټ آیون د بدلېدو لامل کېږي. د سمندر القلي توب له دې پروسې سره بدلون نه مومي یا کېدای شي په اوږدمهاله زمانه کې د کاربونېټ انحلال له امله ډېر شي. په موجوده کاربونېټ آیونونو کې دا خالص کموالی کېدای شي د سمندري کلکېدونکو موجوداتو لکه مرجان او ځینې پلانکټونونو لپاره د بایوجنیک کلسیم کاربونېټ تشکیل لا سخت کړي او داسې جوړښتونه کېدای شي د انحلال په وړاندې زیانمن شي. له همدې کبله په دوامداره توګه د سمندرونو تېزابي کېدل کېدای شي سمندر پورې اړوند راتلونکي خوراکي زنځېرونه وګواښي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د سمندر تېزابي کېدو اصلي حل لاره د فضا کاربن ډای اکسایډ کچې په ټیټېدو کې پرته ده. د اکاډمي د ننه پینل غړو په توګه، ۱۰۵ علمي اکاډمیو د سمندرونو تېزابي کېدو په هکله یوه بیانیه صادره کړې ده او توصیه کوي چې تر ۲۰۵۰ کاله به، د نړیوال CO2 خپرېدل لږ تر لږه د ۱۹۹۰م کال کچې په نسبت ۵۰ سلنه کم شي. د ملګرو ملتونو اغېزمنې پرمختیا ۱۴مه موخه («د اوبو لاندې ژوند») «د سمندرونو تېزابي کېدو اغیزو ته رسیدګي او هغه ترټولو ټیټې کچې ته رسولو» موخه لري.[۲۰][۲۱]
لاملونه او د کاربن دوره سمول
انساني فعالیتونه لکه د فوسیلي سوندتوکو سوځول او د ځمکې کارونې بدلونونه فضا ته د CO2 د نوي جریان لامل شوي دي. کابو ۴۵ سلنه په فضا کې پاتې ده؛ ډېری پاتې برخه یې د سمندرونو او نوره برخه یې د وچې بوټو لخوا جذب شوې ده. د کاربن دوره د سمندرونو، ځمکني بایوسفېر، لیټوسفیر او اټموسفیر ترمنځ د CO2 دوران توصیفوي. د کاربن دورخه کې دواړه عضوي مرکبات لکه سلولوز او غیرعضوي کاربن مرکبات لکه کاربن ډای اوکسایډ، کاربونېټ آیون او د بای کاربونېټ آیون شامل دي. عضوي مرکبات په ځانګړې توګه د سمندرونو تېزابي کېدو بحث کې مهم دي، ځکه هغوی د ځمکې سمندرونو کې د شته محلول CO2 ډېری بڼو کې شامل دي.[۲۲][۲۳]
کله چې CO2 حل کېږي، له اوبو سره تعامل کوي ترڅو د آیوني او غیر آیوني کیمیاوي بڼو تعادل رامنځته کړي: حل شوی آزاد کاربن ډای اوکسایډ (CO2(aq))، کاربونیک اسیډ (H2CO3)، بای کاربونېټ (HCO−3) او کاربونېټ (CO2−3). د دې بڼو نسبت د سیند اوبو ګرمي، فشار او تروشوالي پورې اړه لري (لکه څنګه چې د Bjerrum plot کې ښکاره شوې ده). د غیر عضوي محلول کاربن دا بېلابېلې بڼې د یوه سمندر له سطحې څخه د هغه ننه ته د سمندر انحلالیت پمپ په واسطه لېږدول کېږي.[۲۴][۲۵]
د فضايي CO2 جذب په وړاندې د سمندر د یوې ساحې مقاومت د Revelle فکټور په توګه پېژندل کېږي.
د سمندرونو تېزابي کېدل له انساني اقلیمي بدلون سره پرتله شوې او د «د نړېوالې تودوخې ناوړه دوهګوني» او «د CO2 بله ستونزه» په نوم نومېږي. د سمندرونو د تودوخې لوړوالی او د آکسیجن له لاسه ورکول د سمندر له تېزابي کېدو سره یوځای عمل کوي او پر سمندري چاپېریال د اقلیمي فشار «درې وژونکو» ډله جوړوي. د خوږو اوبو بدنونه هم تېزابي ښکاري، که څه هم دا پدیده لا پېچلې او لږ ښکاره ده.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
اټکل کېږي چې د انساني فعالیتونو څخه په فضا کې د آزاد شوي کاربن ډای اکسایډ ۳۰ تر ۴۰ سلنه په سمندرونو، سیندونو او جهیلونو کې جذب یا حل کېږي.[۳۷][۳۸]
سرچينې سمول
- ↑ Caldeira, K.; Wickett, M. E. (2003). "Anthropogenic carbon and ocean pH". Nature. 425 (6956): 365. Bibcode:2001AGUFMOS11C0385C. doi:10.1038/425365a. PMID 14508477. S2CID 4417880. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ "Ocean acidification | National Oceanic and Atmospheric Administration". www.noaa.gov. د لاسرسينېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Jacobson, M. Z. (2005). "Studying ocean acidification with conservative, stable numerical schemes for nonequilibrium air-ocean exchange and ocean equilibrium chemistry". Journal of Geophysical Research: Atmospheres. 110: D07302. Bibcode:2005JGRD..11007302J. doi:10.1029/2004JD005220. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Hall-Spencer, J. M.; Rodolfo-Metalpa, R.; Martin, S.; et al. (July 2008). "Volcanic carbon dioxide vents show ecosystem effects of ocean acidification". Nature. 454 (7200): 96–9. Bibcode:2008Natur.454...96H. doi:10.1038/nature07051. hdl:10026.1/1345. PMID 18536730. S2CID 9375062. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Report of the Ocean Acidification and Oxygen Working Group, International Council for Science's Scientific Committee on Ocean Research (SCOR) Biological Observatories Workshop" (PDF). منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ "Ocean acidification | National Oceanic and Atmospheric Administration". www.noaa.gov. د لاسرسينېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Zeebe, R.E. (2012). "History of Seawater Carbonate Chemistry, Atmospheric CO2, and Ocean Acidification". Annual Review of Earth and Planetary Sciences. 40 (1): 141–165. Bibcode:2012AREPS..40..141Z. doi:10.1146/annurev-earth-042711-105521. S2CID 18682623. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Henehan, Michael J.; Ridgwell, Andy; Thomas, Ellen; Zhang, Shuang; Alegret, Laia; Schmidt, Daniela N.; Rae, James W. B.; Witts, James D.; Landman, Neil H.; Greene, Sarah E.; Huber, Brian T. (2019-10-17). "Rapid ocean acidification and protracted Earth system recovery followed the end-Cretaceous Chicxulub impact". Proceedings of the National Academy of Sciences. 116 (45): 22500–22504. Bibcode:2019PNAS..11622500H. doi:10.1073/pnas.1905989116. ISSN 0027-8424. PMC 6842625. PMID 31636204. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 2019-10-21 باندې). Ocean acidification can cause mass extinctions, fossils reveal. The Guardian.
- ↑ Anthony, KRN; et al. (2008). "Ocean acidification causes bleaching and productivity loss in coral reef builders". Proceedings of the National Academy of Sciences. 105 (45): 17442–17446. Bibcode:2008PNAS..10517442A. doi:10.1073/pnas.0804478105. PMC 2580748. PMID 18988740. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Kump, L.R.; Bralower, T.J.; Ridgwell, A. (2009). "Ocean acidification in deep time". Oceanography. 22: 94–107. doi:10.5670/oceanog.2009.10. د لاسرسينېټه ۱۶ مې ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Orr, James C.; et al. (2005). "Anthropogenic ocean acidification over the twenty-first century and its impact on calcifying organisms" (PDF). Nature. 437 (7059): 681–686. Bibcode:2005Natur.437..681O. doi:10.1038/nature04095. PMID 16193043. S2CID 4306199. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۰۸ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Cornelia Dean (په 30 January 2009 باندې). Rising Acidity Is Threatening Food Web of Oceans, Science Panel Says.
- ↑ Robert E. Service (13 July 2012). "Rising Acidity Brings and Ocean Of Trouble". Science. 337 (6091): 146–148. Bibcode:2012Sci...337..146S. doi:10.1126/science.337.6091.146. PMID 22798578. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ IAP (June 2009). "Interacademy Panel (IAP) Member Academies Statement on Ocean Acidification". منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود), Secretariat: TWAS (the Academy of Sciences for the Developing World), Trieste, Italy. - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Raven, J. A.; Falkowski, P. G. (1999). "Oceanic sinks for atmospheric CO2". Plant, Cell & Environment. 22 (6): 741–755. doi:10.1046/j.1365-3040.1999.00419.x. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Cramer, W.; et al. (2001). "Global response of terrestrial ecosystem structure and function to CO2 and climate change: results from six dynamic global vegetation models". Global Change Biology. 7 (4): 357–373. Bibcode:2001GCBio...7..357C. doi:10.1046/j.1365-2486.2001.00383.x. S2CID 52214847. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "carbon cycle". Encyclopædia Britannica Online.
- ↑ Kump, Lee R.; Kasting, James F.; Crane, Robert G. (2003). The Earth System (چاپ 2nd). Upper Saddle River: Prentice Hall. د کتاب پاڼي 162–164. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-613-91814-5. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Ocean Acidification Is Climate Change's 'Equally Evil Twin,' NOAA Chief Says". Huffington Post. 9 July 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسينېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Nina Notman (29 July 2014). "The other carbon dioxide problem". Chemistry World. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Alex Rogers (9 October 2013). "Global warming's evil twin: ocean acidification". The Conversation. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Hennige, S.J. (2014). "Short-term metabolic and growth responses of the cold-water coral Lophelia pertusa to ocean acidification". Deep-Sea Research Part II. 99: 27–35. Bibcode:2014DSRII..99...27H. doi:10.1016/j.dsr2.2013.07.005. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Pelejero, C. (2010). "Paleo-perspectives on ocean acidification". Trends in Ecology and Evolution. 25 (6): 332–344. doi:10.1016/j.tree.2010.02.002. PMID 20356649. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Nina Notman (29 July 2014). "The other carbon dioxide problem". Chemistry World. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Hennige, S.J. (2014). "Short-term metabolic and growth responses of the cold-water coral Lophelia pertusa to ocean acidification". Deep-Sea Research Part II. 99: 27–35. Bibcode:2014DSRII..99...27H. doi:10.1016/j.dsr2.2013.07.005. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Doney, S.C. (2009). "Ocean Acidification: The Other CO2 Problem". Annual Review of Marine Science. 1: 169–192. Bibcode:2009ARMS....1..169D. doi:10.1146/annurev.marine.010908.163834. PMID 21141034. S2CID 402398. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Ocean acidification (Issues Brief)" (PDF). IUCN (International Union for Conservation of Nature). November 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسينېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Gies, E. (11 January 2018). "Like Oceans, Freshwater Is Also Acidifying". Scientific American. د لاسرسينېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Weiss, L. C.; Pötter, L.; Steiger, A.; Kruppert, S.; Frost, U.; Tollrian, R. (2018). "Rising pCO2 in Freshwater Ecosystems Has the Potential to Negatively Affect Predator-Induced Defenses in Daphnia". Current Biology. 28 (2): 327–332.e3. doi:10.1016/j.cub.2017.12.022. PMID 29337079. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Millero, Frank J. (1995). "Thermodynamics of the carbon dioxide system in the oceans". Geochimica et Cosmochimica Acta. 59 (4): 661–677. Bibcode:1995GeCoA..59..661M. doi:10.1016/0016-7037(94)00354-O. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Feely, R. A.; Sabine, C. L.; Lee, K.; Berelson, W.; Kleypas, J.; Fabry, V. J.; Millero, F. J. (July 2004). "Impact of Anthropogenic CO2on the CaCO3 System in the Oceans". Science. 305 (5682): 362–366. Bibcode:2004Sci...305..362F. doi:10.1126/science.1097329. PMID 15256664. S2CID 31054160. د لاسرسينېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۴ – عبر Pacific Marine Environmental Laboratory (PMEL). منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)