د سرکوزي والگی (زکام) (په انگریزي: Swine influenza) د سرکوزیو د تنفسي سیسټم ناروغي ده چې له انفلونزا (اې) ویروس نه پیداکېږي. دغه ویروس له سرکوزیو نه انسانانو ته خپرېږي.

د پېښو شالید او خپرېدا

د سرکوزي والگی (زکام) ټولې نړۍ ته د خپریدا پټ قوت رابرسېره شوی دی. غوره به وي چې د تېرو پېښو په هکله لږه رڼا واچوو. دغه والگی اوسه پورې په غیر اسلامي هېوادونو کې ځینې کسان وژلي دي. د ۲۰۰۸ کال تر وروستیو پورې په امریکا کې د سرکوزي والگي یوازې ۱۲ پېښې په انسانانو کې لیدل شوې وې. د دغه والگي ویروس په هرو دوو دریوو کالونو کې خپله بڼه لږ بدلوي چې دا وړتیا یې د واکسین له امله او یا له پخوانۍ اخته کېدا نه په بدن کې د جوړې شوې انټي پاډي څخه ژغوري. د یوې لسیزې په اوږدو د همدې تغییراتو له کبله یې مقاوم انواع پیدا کېږي او ستونزې پیداکوي. په ۱۹۵۷ کې د آسیایي والگي په وبا؛ نږدې ۴۵ میلیونه امریکایان اخته او ۷۰۰۰۰ تنه مړه شول چې ۱۱ کاله وروسته د هانگ کانگ نه خپاره شوي والگي ۵۰ میلیونه امریکایان پر ناروغۍ اخته کړل چې ۳۳۰۰۰ تنه یې ووژل.

ډولونه

د سرکوزي د والگي ویروس د انفلونزا ویروس د نورو ډولونو په شان خپله بڼه بدلوي. د نوموړي وایروس اوسني ډولونه د انفلوینزا وایرس سي یا اې له لاندنیو ډولونو څخه پیداکېږي.

H2N3 ,H3N2 ,H3N1 ,H1N2 ,H1N1

د مرغانو د والگي ویروس ( اچ ۳ ان۲) په چین او ویتنام کې د سرکوزو د والگي سبب شوی وو، روغتیا پوهانو ویلي چې سرکوزي د انسان انفلوینزا ویروس ( اچ۵ ان۱) هم انتقالولی شي؛ نو وېره شته چې دا دواړه ډولونه د داسې یو بل ډول د پیدا کېدو سبب شي هغه چې بیا انسانانو ته په اسانۍ سره انتقالېدای شي.

د لیږد لارې

  1. هغه خلک چې د حیواناتو؛ په ځانگړي ډول د سرکوزیو په فارمونو کې کار کوي په نوموړي ویروس اخته کېدو ته مساعد دي.
  2. له انسان نه انسان ته هم د یوې عادي موسمي نزلې په ډول انتقالېږي.
  3. همدا ډول که یو کس داسې یو شی چې په دغه ویروس ککړ وي، لمس کړي او وروسته خپل ککړ لاس پزې او یا خولې ته نږدې کړي هم مصابېدی شي.
  4. د خوړو له لارې نه انتقالېږي.

یادونه: که یو څوک په دی وایروس مبتلا وی نو د اعراضو د ښکاره کېدو نه یوه ورځ وړاندې او اوه ورځې وروسته پورې بل چاته دا وېروس انتقالولی شي. دغه ویروس د بدن نه دباندې دوه ساعته ژوندی پاتې کېدای شي.

د والگي اعراض او نښې

نزلې ته ورته نښې لکه د پزې بهېدا او د ستوني درد، تبه، ټوخی، د نفس تنگېدا، زړه بدوالی او کانگې، نس ناستی، د اشتها کموالی، د بدن درد، لړزه او د بدن کمزوري دي. د امریکې او مکسیکو په اوسنیو پېښو کې ډیري ناروغان نس ناستي او کانگې لري. دا اعراض د سرکوزي د والگي مشخصې نښې نه دي نو ځکه د ناروغۍ د پیژندنې له پاره د ناروغ په تاریخچه او د ستوني او پزې د سواب د لابراتواري معایناتو کول حتمي دي.

مخنیوی

د دغه والگي د واکسین په وړاندې د وایروس مقاوم کېدل، په نږدې لسیزو کې د یوې لویې ستونزې سبب شوی. بیا هم د دې والگې مخنیوی په دریو برخو کې کولی شو:

  • په سرکوزیو کې: سرکوزو ته د والگي ضد ځانگړی واکسین لگول.
  • د سرکوزیو نه انسانانو ته د سرایت مخنیوی: د سرکوزو سره تماس نه کول او له فارمونو نه لرې اوسېدل.
  • انسان نه انسان ته د سرایت مخنیوی:
  • د والگي د وبا د خپرېدو په وخت کې خولې او پزې ته ماسک اچول او د گڼې گوڼې ځایونو ته د ورتگ نه ډډه کول.
  • د والگي د وبا د خپرېدو په وخت کې د اچ ۱ ان ۱ واکسین لگول.
  • د شیانو سره د تماس نه وروسته لاسونه په اوبو، صابون او یا الکولو پاکول.
  • د اعراضو د ښکاره کیدو سره د طبي کتنو له پاره ډاکټر ته مراجعه کول او له نورو خلکو نه ځان گوښه کول څو ټولنې ته د سرایت سبب نه شي.
  • متوازن او مکمل خواړه خوړل او د شخصي حفظ الصحې پاملرنه.
  • د غه ویروس د نورو وایروسونو او بکټریاوو په شان د فارنهایټ په ۱۶۰ درجو حرارت سره له منځه ځي.

درملنه

د نښو او اعراضو د را برسېره کېدو تر څنگ د تنفسي قطراتو لابراتواري کتنې د ناروغۍ تشخیص یفیني کوي.

درملنه: د سرکوزي د والگي د ويروس پرضد لاندیني درمل کارول کېږي، که دا درمل په خپل وخت وکارول شي نو ناروغي له منځه وړي، اعراض کموي او د ناروغۍ له پرمختگ او اختلاطاتو نه مخنیوی کوي.

  • Oseltamivir
  • Zanamivir
  • Amantidine
  • Rimantidine

د درملو په خپل وخت استعمال ښه پایله لري اما که د اعراضو او نښو له ښکاره کېدو نه ۴۸ ساعته وروسته استفاده وشي نو موثریت به یې کم وي.

له درملو نه د والگي د وبا د خپریدا په وخت کې د وقایې په ډول هم استفاده کېدای شي.

سرچینې