د سجیل توغندی
موشک سجیل


هېواد ایران
څواک د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک
د توغندی ډول د بالیستیک توغندی
د راکټ واټن ویشتونکی ۲۰۰۰ - ۲۵۰۰ کیلومترو

سجیل (په پارسي گې: موشک سجیل) د ایران د مځکې څخه مځکې ته د لېری واټن ویشتونکی توغندی او د دوو برخو څخه جوړه شوی ده. دغه توغندی چی د سوځولو (سوند) جامدو موادو څخه جوړه شوی ده دوه زره کیلومتره واټن وهلی شي. ایران دغه توغندی په ۲۰۰۸ کال کی په برياليتوب ازمويلی دی. د سجیل توغندی د ایرانی د سرچینو په مطابق کولای سی اتومي سرگلولې له ځانه سره ولېږدوي.

د سجیل عکسونه