د روم جمهوريت د يوې تاريخي سياسي جغرافيې نوم و چې په هغه کې اوسنۍ فرانسه، اېټاليا، اسپانيا، يونان، او د تورکيې او مصر ځينې برخې شاملې وې.

د روم جمهوريت د لرغوني رومي تمدن يو دولت و، چې د رومي وګړو د عامه استازولۍ له لارې پر مخ تله. د روم اداره يا کنترول چې د رومي پاچاهۍ يا سلطنت (په دوديز ډول يې نېټه له ميلاد څخه مخکې ۵۰۹ کال ته رسېږي) په ړنګېدلو سره پيل او له ميلاد څخه مخکې ۲۷ کې د رومي سترواکۍ په رامنځته کېدنې سره پای ته ورسېد، د دې دورې پر مهال په چټکۍ سره د ښار له منځنيو شا او خوا سيمو څخه د مديترانې پر ټوله سيمه باندې واکمنۍ ته وغځېده.

رومي ټولنه د جمهوريت له مخې په بنسټيز ډول د لاتين او ايتروسکان ټولنو او همدا راز د سابين، اوسکان او يوناني کلتوري عناصرو يوه کلتوري يو ځای کېدنه يا ګډوله وه، چې په رومي زيارتګاه “Roman Pantheon” کې په ځانګړي ډول تر سترګو کېږي. د ټولنې سياسي ادارې نږدې په ورته کې لرغونې يونان کې د مستقيمې ديموکراسۍ په بڼه وده وکړه، چې ډله ييز او کالنۍ محکمې به يې درلودې چې د مشرانو جرګې له لورې به يې څارنه کېدله. لوړ پوړي قاضيان په اصل کې دوه کنسلان يا استازي وو، چې په پراخه کچه اجرائيه، قضائيه، مقننه، فوځي او مذهبي واکونه يې درلودل. که څه هم په کوچنۍ کچه پياوړو کورنيو (چې جينټيس يې بولي) اصلي محکمې انحصار کړې، مګر بيا هم رومي جمهوريت په عمومي ډول د استازولۍ ديموکراسۍ له لرغونو بېلګو څخه ګڼل کېږي. رومي بنسټونو د هغو ستونزو په حل کولو کې د پام وړ بدلونونه وزغمل، چې د جمهوریت په دوران کې ورسره مخامخ شول. لکه: د خپلو نيول شويو ولايتونو د اداره کولو په موخه د پروماجيستراسيو “promagistracies” [د ځايي محکمو، چې د اصل محکمو پلوې وې] رامنځته کول يا د مشرانو جرګې جوړښت. [۱][۲][۳]

جمهوريت د رومي سترواکۍ د پاکس رومانا “Pax Romana” دورې خلاف د خپل شتون په ټوله کې پرله پسې جګړې ته ورته حالت کې و. لومړني دښمنان يې يې خپل لاتيني او ايترسکان ګاونډيان او همدا راز ګاولس “Gauls” نومي توکم و، چې ان له ميلاد څخه مخکې ۳۸۷ کال کې يې ښار لوټ کړ. جمهوريت بيا هم پراخه غځېدنه ثابته کړه او که څه هم د بدبختۍ زېږنده وو، مګر تل يې له لاسه وتلو سيمو بېرته لاندې کول اداره کړل. له ګاليک لوټ “Gallic Sack” څخه وروسته روم په يوه پېړۍ کې ټوله ايټالوي ټاپو وزمه ونيوله، چې جمهوريت يې په مديترانه کې پر يو ستر ځواک باندې بدل کړ. د جمهوريت تر ټولو ستر ستراتيژيک سيال کارتاژ “Carthage” و، چې جمهوريت يې پر وړاندې درې جګړې وکړې. پيونيک جنرال هانيبل “Hannibal” له الپ غرونو څخه په تېرېدنې سره په څرګند ډول ايټاليا باندې بريد وکړ او په تراسيمين جهيل او کانای سيمو کې يې د دوه ويجاړونکو ماتو په ورکولو سره روم باندې جګړه وکړه، مګر جمهوريت له ميلاد څخه مخکې ۲۰۲ کال کې د زاما جګړه “Battle of Zama” کې له سکايپيو افريقانس “Scipio Africanus” څخه په مننې يو ځل بيا ورغېده او جګړه يې وګټله. کارتاژ ته په ماتې ورکولو سره روم د مديترانې د لرغونې نړۍ واکمن ځواک شو. روم وروسته د پينځم فليپ او د مقدوني پيرسيوس، د سيليوسېد سترواکۍ د درېيم انتيوچس، د لوزيتانيا د ويرياتس، د نوميديا د جوګورتا، د پونتيک پاچا مېترېدېتس، د ګاول د ويرسينګيتورېکس او د مصر د ملکې کليوپاترا له لورې د پام وړ ماتو څخه وروسته د ستونزمنو برياوو پر يوه اوږده لړۍ سپور شو.

د هېواد دننه جمهوريت په ورته ډول د ټولنيزو او سياسي کړکېچونو يوه اوږده لړۍ تجربه کړه، چې په بېلابېلو سختو کورنيو جګړو سره پای ته ورسېده. په لومړي سر کې د حکمونو شخړې “Conflict of Orders” د خورا ګڼ شمېر عوامو پر وړاندې د پارتيزيانو مخالفت وکړ، چې نږدې اوليګارشي ممتازه پرګنه وه او عوامو په پای کې له ميلاد څخه مخکې د څلورمې پېړۍ پر مهال بېلابېلو ګامونو کې سياسي برابري تر لاسه کړه. وروسته د جمهوريت پراخه برياوو يې ټولنه ماته کړه، ځکه چې د دوی له لورې د غلامانو راوړل شوي پراخه نفوذ ارستوکراسي غني کړه، مګر بزګر او کليوالي کارګران يې بې ارزښته کړل. د دې موضوع په نښه کولو لپاره د پاپيولاريس “Populares” په نوم بېلابېلو ټولنيزو سمون راوړونکو د کرنيزو قوانينو د تصويبولو هڅه وکړه، مګر ګراکچي ورونو ساتيوناينس “Saturninus” او کلوديس پولچر “Clodius Pulcher” ټول د “Optimates” په نوم خپلو سيالانو له لورې ووژل شول، چې د دوديز ارستوکراسي نظم ساتونکي وو. غلامي هم د غلامۍ د درې جګړو “Servile Wars” لامل شوه، چې د وروستۍ جګړې مشري سپارتاکس “Spartacus” کوله؛ نوموړی يو تښتېدلی ګلادياتور پياوړی شخص و، چې ايټاليا يې ړنګه کړه او روم يې له ميلاد څخه مخکې ۷۱ کال کې تر خپلې ماتې پورې بې وسه پرېښوده. په دې برخه کې د جمهوريت وروستۍ لسيزې د سترو جنرالانو د راپورته کېدنې له مخې په نښه شوې وې، چې د سياسي نظام د واک تر لاسه کولو په موخه يې له خپلو فوځي سوبو او ډله ييز يا ګوندي حالت څخه ګټه پورته کړه. ماريس له ميلاد څخه مخکې د ۱۰۵ او ۸۶ کالونو تر منځ او سولا له ميلاد څخه مخکې د ۸۲ او ۷۸ کالونو تر منځ په نوبت جمهوريت کې واکمني وکړه؛ دواړو د خپلو سيالانو د له منځه وړلو په موخه له ځانګړو پياوړتياوو څخه ګټه واخېسته.

ګڼ کړکېچونه د کورنيو جګړو د يوې لړۍ لامل شول، چې لومړۍ جګړه د دوه جنرالانو جوليوس کايسار او پمپي تر منځ وه. کايسا د خپلې بريا او د ټول ژوند لپاره د يو زورواکي يا ديکتاتور په توګه له ګومارنې سربېره له ميلاد څخه مخکې ۴۴ کال کې ووژل شو. د نوموړي وارث اوکتاوين او دويم بريدمن مارک انتوني له ميلاد څخه مخکې ۴۲ کال کې د کايسار قاتلينو بريوټس او کاسييس ته ماتې ورکړه، مګر دوی هم په پای کې له دې وروسته سره بېل شول. له ميلاد څخه مخکې ۳۱ کال کې د اکتيوم جګړه ‘Battle of Actium’ کې د خپلې ملګرې او معشوقې کليوپاترا تر څنګ د مارک انتونۍ وروستۍ ماتې او د سنا له لورې له ميلاد څخه مخکې ۲۷ کال کې د اګسټس په توګه اوکتاوين ته د ځانګړو واکونو ورکولو (چې نوموړی يې اغېزناک ډول د روم لومړنی سترواک کړ) په دې ډول جمهوريت پای ته ورساوه.

تاريخچه

بنسټ ايښودنه

روم له خپلې بنسټ ايښودنې راهيسې د پاچاهانو له لورې اداره شوی و. دا پاچاهان د هغو خلکو له لورې د ټول عمر لپاره ټاکل شوي وو، چې د روم د مشرانو جرګه يا “Roman Senate” يې جوړوه. وروستی رومي پاچا ليوکيس تارکيونييس سوپربس “Lucius Tarquinius Superbus” نومېده، چې په عاميانه ژبه “Tarquin the Proud” پېژندل کېده او په دوديزو تاريخونو کې تارکوين له ميلاد څخه مخکې ۵۰۹ کال کې له روم څخه د دې له امله شړل شوی و، چې زوی يې سيکټس تارکيونييس د لوکريشيا په نوم شريفې ښځې باندې جنسي تېری وکړ، چې تېري څخه وروسته يې د خپلې مېرمنې په توګه غوره کړه. د لوکريشيا مېړه لوکييس تراکيونييس کولاتينس د تارکوينييس سوپربس له وراره لوسيس جونيس بريوتس سره يو ځای له مشرانو جرګې او رومي فوځ څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه او پخوانی پاچا يې ايتروريا ته شړنې (تبعيد) ته اړ کړ. [۴][۵][۶]

له دې پېښې څخه وروسته مشرانو جرګې د پاچاتوب له منځه وړلو هوکړه وکړه. د پاچا زياتره پخوانۍ دندې په خپل وار دوه بېلو کونسلانو يا استازو ته ولېږدول شوې. دا استازي د يو کال لپاره ټاکل کېدل، چې هر يو يې د ويټو واک له لارې (د اړتيا حالت کې) د خپل همکار د څارونکي په توګه د عمل کولو توان درلود؛ پخوانيو پاچاهانو د وېټو حق له ځان سره ساتلی و. د دې تر څنګ که چېرې به کوم استازي په دنده کې له خپلو واکونو څخه ناسمه ګټه پورته کوله، د خپلې دورې له پای ته رسېدلو څخه وروسته محاکمه کېدلی شو. لوکييس جونييس بريوتس او لوکييس تارکيونييس کولاتينس د رومي جمهوريت لومړني استازي يا کونسلان شول (د جمهوريت په رامنځته کېدنه کې د کولاتينس د ونډې سربېره نوموړي د پخواني پاچا په ورته کورنۍ پورې تړاو درلود او له همدې امله اړ و، چې له خپلې دندې څخه لاس واخلي او روم پرېږدي. نوموړی له دې وروسته د پبلييس واليرييس پبليکولا “Pulius Valerus Publicola” له لورې د مرستيال استازي په توګه وګومارل شو. [۷]

زياتره معاصرې پوهې دا پېښې د تارکوين د خپلې کورنۍ دننه د يوې ارستوکراسيکي کودتا د نامتو اوښتون په پرتله د موهوماتو ته ورته تفصيل ورکونې په توګه څرګندوي. دوی د نوموړي د نسکورېدلو د لامل مستبد يا ظالم پر وړاندې د يو شخصي غچ نکل يادوي، چې په يوناني ښارونو کې عام و او د سياسي غچ د دې ډول نمونې نظريه ارستو ورکړې وه. [۸][۹][۱۰]

سرچينې

  1. "Roman Republic". National Geographic Society. 2018-07-06. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Roman Republic". Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Momigliano 1989، صص. 110–11.
  4. Cornell 1995, pp. 215–18
  5. Dion. Hal. Ant. Rom.، iv.64–85.
  6. Livy، 1.57–60.
  7. Cornell 1995، صص. 226–228.
  8. Cornell 1995، صص. 215–218, 377–378.
  9. Drummond 1989a، ص. 178.
  10. Aristotle، 5.1311a.