د روسيې او ناټو اړيکې

د ناټو نظامي تړون او روسي فدراسيون تر منځ اړيکې د شمالي اتلانتيک ګډې مرستې شورا د چارچوکاټ دننه په ۱۹۹۱ ز کال کې رامنځته شوې. په ۱۹۹۴ ز کال کې روسيه د سولې لپاره د ملګرتيا (Partnership for Peace) خپرونې سره يو ځای شوه او له همغه وخت راهيسې ناټو او روسيې د ګډې مرستې بېلابېل مهم تړونونه لاسليک کړي دي. [۱][۲][۳]

د روسيې او ناټو شورا (Russia-NATO Council) د امنيتي مسئلو او ګډو پروژو د پر مخ وړلو په موخه په ۲۰۰۲ ز کې رامنځته شوه. د روسيې او ناټو تر منځ ګډې مرستې اوسمهال په بېلابېلو اصلي څانګواو برخو کې پرمخ ځي. لکه: د تروريزم پر وړاندې مبارزه، نظامي مرسته، د افغانستان په اړه مرسته (د روسيې له لوري د امنيتي مرستې نړيوال غير نظامي ځواک د لېږد رالېږد لېږدولو په ګډون)، د سيمه ييزو درملو د توليد پر وړاندې مبارزه، صنعتي ګډې مرستې او د وسلو نه زياتوالی. [۴]

د ۲۰۱۴ ز کال اپرېل پر لومړۍ نېټه ناټو د کريميا يو ځای کېدنې په غبرګون کې له روسي فدراسيون سره د خپلو ټولو عملي ګډو مرستو د ځنډولو ناخوښه پرېکړه وکړه، مګر د ناټو او روسيې شورا (NATO-Russia Council) ونه ځنډول شوه. د ۲۰۱۷ ز کال  فبروري پر ۱۸ د روسيې د باندينيو چارو وزير سرګيلاروف (Sergey Lavrov) وويل، چې نوموړی له ناټو تړون سره د نظامي ګډې مرستې د بيا پيل ملاتړ کوي. د ۲۰۱۷ ز کال مارچ په وروستيو کې يادې شورا د بلجيم په بروسلي کې له وخته مخکې د ناټو د باندينيو چارو وزيرانو له ناستې څخه ليدنه وکړه. [۵][۶][۷]

د ۲۰۲۱ ز کال په اکتوبر کې له هغې پېښې څخه وروسته، چې ناټو په کې په بروکسل کې له خپلو مرکزي ادارو څخه اته تنه روسي چارواکي وايستل، روسيې د ناټو په اړه خپل ماموريت وځنډاوه او په مسکو کې يې د ناټو دفتر د تړلو امر وکړ. [۸][۹]

له سړې جګړې څخه وروسته ګډه مرسته سمول

په جرمني کې د برلين دېوال له نړېدلو څخه وروسته، ناټو او شوروي اتحاد (اوسنۍ روسيې) لکه په اروپا کې د معمولي وسله والو ځواکونو په اړه تړون، د وسلو د اداره کولو تړونونو لپاره تلپاتې هڅې په ګډون پر بېلابېلو کچو باندې خبرې کول پيل کړل. د شوروي د باندينيو چارو وزير Shervardnadze د ۱۹۸۹ ز کال ډسمبر پر ۱۹ نېټه د لومړي ځل لپاره د ناټو له مرکزي ادارو څخه ليدنه وکړه، چې وروسته ورڅخه په ۱۹۹۰ ز کال کې د ناټو او شوروي نظامي مشرانو تر منځ نارسمي خبرې وشوې. د ۱۹۹۰ ز کال په جون کې د Turnberry له لوري پيغام د ناټو او روسيې تر منځ د معاصرو اړيکو په بشپړتيا کې د لومړني ګام په توګه ياد شو. د ناټو سرمنشي Manfred Worner به د ۱۹۹۰ ز کال په جولای کې د راتلونکو ګډو مرستو په اړه د بحث کولو په موخه له مسکو څخه ليدنه کړی وی، چې دا د ناټو او روسيې د اړيکو لپاره لومړنۍ ليدنه وه. [۱۰][۱۱][۱۲]

دا چې په ۱۹۹۱ ز کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو، روسي ولسمشر Boris Yeltsin ناټو ته په دې وړانديز سره يو ليک واستاوه، چې د روسيې اوږدمهاله موخه له ناټو سره يو ځای کېدل وه. [۱۳]

په ۱۹۹۱ ز کال کې د روسيې او ناټو تر منځ رسمي اړيکې او ګډې مرستې د شمالي اتلانتيک د ګډو مرستو شورا (وروسته يې نوم د اروپا او اتلانتيک د ګډون شورا ته بدل شو) د چارچوکاټ دننه پيل شوې او د ۱۹۹۴ ز کال د جون پر ۲۲ نېټه د سولې لپاره د ګډون خپرونې سره د روسيې په يو ځای کېدلو سره نورې هم ژورې [غښتلې] شوې. [۱۴]

د دوه اړخيزو اړيکو، مرستې او امنيت په اړه د مالي ملاتړ قانون ۱۹۹۷ز کال سمول

د ۱۹۹۷ ز کال د می پر ۲۷ مه د فرانسې په پاريس کې د ناستې په مهال، ناټو او روسيې د دوه اړخيزو اړيکو، مرستې او امنيت په اړه د مالي ملاتړ قانون لاسليک کړ؛ چې دا د راتلونکي لپاره د ناټو او روسيې تر منځ د ګډې مرستې د نقشې بڼه لري. [۱۵][۱۶][۱۷]

دې چارې د بحث يو نوی ځای ترتيب کړ: د ناټو او روسيې تل پاتې ګډه شورا (NATO-Russia Permanent Joint Council) د سلا مشورو، ګډې مرستې او د دواړو اړخونو د نظريو تر منځ سمون راوړلو لپاره د کتنځي په توګه رامنځته شو. د يو بل د کړنو پر وړاندې ناټو يا روسيې ته د ويټو ځواکونو د ورکولو هيڅ شرط نه و. ناټو وويل چې په نويو غړو دولتونو کې د ذروي وسلو د تم ځای جوړولو يا يې نویو تل پاتې نظامي ځواکونو ته د لېږد هيڅ پلانونه نه لري. ياد ډلو وويل چې دوی يو بل ته د مخالفو په سترګه نه ګوري او په تر ټولو لوړې سياسي کچه کې د يوې منل شوې ټينګې سياسي ژمنتيا پر بنسټ به د ديموکراسۍ او ګډو امنيتي اصولو پر بنسټ د اروپا – اتلانتيک سيمه کې په ګډه يوه تلپاتې سوله رامنځته کړي. [۱۸]

له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې ګډې مرستې سمول

د ۲۰۰۹ ز کال په ډسمبر کې ناټو په افغانستان کې د مرستې لپاره روسې ته نږدې شوه، چې له روسي پولو څخه يې د شوني نظامي اموالو په ګډون د هوايي مالونو د لېږد تړون لپاره د اجازې او افغان وسله وال ځواکونو لپاره د زياتو جنګي طيارو د برابرولو غوښتنه کوله. که څه هم روسيې له خپلې خاورې څخه يوازې د غير نظامي اکمالاتو د تېرېدلو اجازه ورکړه. [۱۹][۲۰]

د ۲۰۱۱ ز کال د جون پر ۶ مه نېټه ناټو او روسيې د Vigilant Skies 2011 په نوم د خپل تاريخ په لومړني جنګي جېټ تمرين کې ګډون وکړ. د سړې جګړې له راهيسې دا د ناټو تړون او روسيې تر منځ يوازې دويم ګډ نظامي ګواښ منل دي، چې لومړنی هغه يې د اوبتل ګډ تمرين و چې د ۲۰۱۱ ز کال د می پر ۳۰ مه نېټه پيل شو. [۲۱]

د ۲۰۱۲ ز کال په اپرېل کې له ناټو سره د روسيې يو ځای کېدلو په اړه په ياد هېواد کې ځينې لاريونونه وشول، چې د کيڼې جبهې (Left Front) د کيڼ پلوي تړون له لوري تر سره شول. [۲۲]

د ګډو مرستو او نظامي پياوړتيا ځنډول سمول

مخالف ګواښونه او معيارونه سمول

روسيه د يو بل تر منځ د (Moldova/Transnistria 1992–2016)، (Georgia 2004–2012)، (Estonia 2006–2007)، (اکراين له ۲۰۱۴ ز کال څخه تر اوسه)، (سوريه له ۲۰۱۵ ز کال څخه تر اوسه) او (ترکيه له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې) پر وړاندې په مخالفو ګواښونو کې بوخت شوه. [۲۳]

۲۰۱۴ز کال سمول

د ۲۰۱۴ ز کال مارچ په لومړيو کې د ناټو او روسيې تر منځ کړکېچونه هغه وخت زيات شول، چې روسيې د کريميا سيمه په خپلې خاورې پورې وتړله. ناټو له روسيې څخه په ټينګه وغوښتل چې خپلې کړنې ودروي او د اوکراين له ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ. د ۲۰۱۴زد  اپرېل پر ۱ نېټه، ناټو د خپلو باندينيو وزيرانو له لوري د يوې وینا په خپرولو سره اعلان وکړچې: «ناټو د دوی او روسيې تر منځ د ټولو عملي ملکي او نظامي ګډو مرستو د ځنډولو پرېکړه کړې ده. د ناټو او روسيې په شورا کې سياسي خبرې اترې به يې په اړينه سفارتي کچه يا له هغې پورته ادامه ولري، تر څو يې پر مټ د دې کړکېچ د يو بل تر منځ د نظرياتو بدلولو ته لومړنۍ او خورا ښه لاره هواره شي». یاده وینا روسيه په اوکراين کې په ناقانونه نظامي لاسوهنې او د اوکراين په حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا باندې د تيري له امله ملامته کړه. [۲۴][۲۵][۲۶]

په پسرلي کې د روسيې د دفاع وزير اعلان وکړ، چې په کريميا کې د خپلې تورې بحيرې د بهېدلو (Black Sea Fleet) د پياوړې کولو د برخې په توګه په کريميا کې د ۲۰۱۶ ز کال د هستوي وړ Tupolev Tu-22M3 (Blackfire) لرې واتن وېشتونکو وسلو د بيا زياتوالي په ګډون، د نورو ځواکونو د خپرولو پلان لري، چې يادې ذروي وسلې د سړې جګړې پر مهال د شوروي د سمندري وېشتونکو څانګو د ملا تير په توګه کارېدلې؛ مګر وروسته په کريميا کې له نظامي هډو څخه بېرته راټولې شوې. دې ډول حرکتونو ناټو اندېښمنه کړه: په نومبر کې د ناټو لوړ پوري نظامي قوماندان د متحده ايالتونو جنرال Philip Breedlove وويل چې: ياد تړون د هغې شونتيا په اړه د وېرې تر منځ نښو ته کتل دي، چې روسيه کېدای شي خپل کوم هستوي وسلتون Peninsula ته ولېږدوي. په ډسمبر کې د روسيې د باندينيو چارو وزير سرګيلاوروف وويل چې: دا به يوه قانوني کړنه وي، چې «کريميا اوس د داسې يو هېواد برخه شوې ده، چې د هستوي وسلو د نه زياتوالي د تړون له مخې دا ډول وسلې لري». [۲۷][۲۸][۲۹]

د سپټمبر په لومړيو کې د ناټو د ويلس په ناسته کې د ناټو او اوکراين کميسيون يوه ګډه وینا تصويب کړه، چې «په کلکه يې د روسيې له لوري په ناقانونه او ناروا ډول او خپله خوښه د کريميا سيمې تړلتيا د نړيوالو قوانينو څخه په سرغړونه کې د ختيځ اوکراين په پرله پسې او ارادي بې ثباتۍ په اړه پړه کړه»، دا درېځ يا حالت د ياد کميسيون له لوري د ډسمبر د لومړيو په وینا کې يو ځل بيا تاييد شو. [۳۰][۳۱]

سرچينې سمول

  1. "NATO's Relations With Russia". NATO Public Diplomacy Division, Belgium. 6 April 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "NATO Strategic Concept for the Defence and Security of the Members of the North Atlantic Treaty Organization" (PDF). NATO Public Diplomacy Division, Belgium. 20 November 2010. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "NATO PfP Signatures by Date". NATO Public Diplomacy Division, Belgium. 10 January 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Cook, Lorne (25 May 2017). "NATO: The World's Largest Military Alliance Explained". www.MilitaryTimes.com. The Associated Press, US. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "NATO-Russia Relations: The Background" (PDF). NATO. March 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Lavrov Says Russia Wants Military Cooperation With NATO, 'Pragmatic' U.S. Ties". Radio Free Europe/Radio Liberty. 18 February 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Barnes, Julian E., "Russian, NATO Diplomats Discuss Military Deployments in Baltic Sea Region" کينډۍ:Subscription required, The Wall Street Journal, US, 30 March 2017. Retrieved 2017-03-30.
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Anna Chernova and Kara Fox . Russia suspending mission to NATO in response to staff expulsions.
  10. "NATO Declassified - Old adversaries become new partners". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. "NATO Declassified - First NATO Secretary General in Russia". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. (په 1991-12-21 باندې). SOVIET DISARRAY; Yeltsin Says Russia Seeks to Join NATO.
  14. "The NATO-Russia Archive - Formal NATO-Russia Relations". Berlin Information-Center For Translantic Security (BITS), Germany. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Ronald D. Azmus, Opening NATO's Door (2002) p. 210.
  16. Strobe Talbott, The Russia Hand: A Memoir of Presidential Diplomacy (2002) p. 246.
  17. Fergus Carr and Paul Flenley, "NATO and the Russian Federation in the new Europe: the Founding Act on Mutual Relations." Journal of Communist Studies and Transition Politics 15.2 (1999): 88-110.
  18. NATO. "NATO - Official text: Founding Act on Mutual Relations, Cooperation and Security between NATO and the Russian Federation signed in Paris, France, 27-May.-1997". NATO. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. NATO chief asks for Russian help in Afghanistan Reuters Retrieved on 9 March 2010
  20. Angela Stent, The Limits of Partnership: U.S.-Russian Relations in the Twenty-First Century (2014) pp 230–232.
  21. "Russian and Nato jets to hold first ever joint exercise". Telegraph.co.uk. 1 June 2011. خونديځ د اصلي څخه ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:Cbignore
  22. (په 21 April 2012 باندې). Russians Protest Plan for NATO Site in Ulyanovsk. The New York Times.
  23. RAND, Russia's Hostile Measures: Combating Russian Gray Zone Aggression Against NATO in the Contact, Blunt, and Surge Layers of Competition (2020) online
  24. "NATO warns Russia to cease and desist in Ukraine". Euronews.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "Ukraine Crisis: NATO Suspends Russia Co-operation". BBC News, UK. 2 April 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. "Statement by NATO foreign ministers, 1 April 2014". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Pavel Aksenov (په 2015-07-24 باندې). Why would Russia deploy bombers in Crimea?. BBC
  28. "NATO 'very concerned' by Russian military build-up in Crimea - INTERNATIONAL". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Crimea". Interfax-Ukraine. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Joint Statement of the NATO-Ukraine Commission, 4 September 2014.
  31. Joint statement of the NATO-Ukraine Commission, 2 December 2014.