د داستان سوژه څنګه پیدا کړو؟

له کومو لارو کولای شو، چې داستاني سوژې پیدا کړو؟ سمول

له دې وروسته چې د سوژې په اړه په پورته موضوعاتو پوه شوو، اوس دا پوښتنه مخ ته راځي، چې آیا لیکوال به دې ته  متنظر وي، چې کومه ورځ یوه پیښه وشي او دی یې د سوژې په توګه ترینه کار واخلي ، بیا کیسه ولیکي. کیدای شي د میاشتو میاشتو لپاره لیکوال له کومې پېښې سره مخ نشي. نو څه به کوو؟ددې لپاره ویلو شو، چې له تجربو پرته نورې لارې هم شته چې لیکوال سوژې پیدا کړي، یوه لار یې د نورو نقل قول او تجربې دي. مثلاً کیدای شي تاسې له چا کومه خاطره او یا پېښه اورېدلي او یا هم چېرته لوستي وي، هغه ستاسې لپاره یوه مناسبه لاره ده چې د خپل خیال او فکر په اساس یې ولیکئ. کیدای شي تاسې په کومه ورځپاڼه کې ولوستي وي، چې یو سړی په غار کې  له دېرش کاله ژوند کولو وروسته خپلې کورنۍ ته راغلی. تاسې له همدغه خبر څخه کیدای شي د یوې سوژې په ډول استفاده وکړئ ؛ کیسه او یا هم ناول ولیکئ. بل لیکوال کولای شي، چې یو معمول او ممکن کار په غیر معمولي او ناممکنه بڼه  ولیکي او په کیسه کې خپل خیال یوځای کړي. فرض کړئ، تاسې هر ورځ اشپزي کوئ، یو ورځ بغیر له دې چې تاسې او یا هم بل څوک اشپزخانې ته لاړ شي، خواړه چمتو شي. دا چې تاسې خپل د هرې ورځ عادي فعالیت ته بله بڼه ورکړه یا خپل عادي کار مو په غیر متعادله بڼه واړاوه، نو کیدای شي د تخیل په مرسته یې په یوه کیسه واړوئ.

نو د سوژې د پیدا کولو لارې:

- د لیکوال شخصي تجربې.

- د نورو له تجربو او لیکنو څخه استفاده.

- د تخیل په ځواک ؛ یعنې لیکوال عادي کار په ذهن کې په غیر عادي باندې بدل کړي.

پوښتنه دا ده چې آیا لیکوال خپلې تجربې  چې څنګه ورسره مخ شوی او لیدلي یې دي او یا هم له نورو یې اورېدلي؛ په هم هغه بڼه ولیکي که څنګه؟

باید ووایو چې په کیسه یا داستان  کې تل واقیعتونه د لیکوال له تخیل سره یوځای کیږي. د کیسې اغېز او جذابیت د بیان او لیکلو له طرز سره تړلې ده. مثلاً  یوه پېښه یا خاطره دوه کسه بیانوي، یو کس یې په ډېر ښه طرز او لفاظۍ سره وایي. حتمي ده چې دغه کس ډېر اورېدونکي لري. یعنې دا چې لیکوال هغه څه چې اورېدلي او لیدلي، د تخیل په مرسته د کیسې د ښکلي کولو او جذابیت لپاره ورسره یوځای کوي.

یا یو لیکوال له چا نه اوري چې« یوه نجلۍ مخکې له دې چې د کانکو رازموینې هال ته ننوځي، کارت یې ورک کړی»  دغه د لیکوال لپاره لومړنی فکر یا سوژه ده، لیکوال کولای شي، د تخیل په یوځای کولو سره کیسې یا داستان ته پراختیا ورکړي.

د ښو پوهېدو لپاره دغه کیسه« سلیمان ښار ته سفر» ولولئ او سوژه یې له هغو ځانګړونو سره پرتله کړئ، چې مخکې مو یادونه وکړه.

سلیمان ښار ته سفر[1] سمول

د حشمت خان  کارخونه دیوې ډېرې تیارې ودانۍ په تلخونه کې وه. تلخونه ډېره سړه بد بویه او د غڼو ځالې درلودې. د حشمت خان  تلخونې کې د زړښت ، نم ، وروستوالي، ناروغیو ، کچرو د خرونو او غواګانو د تپیو بوی لګیده.د خسکو، کیکو ،غڼو، د وړیو او لیو بویونه په کې خواره و.

د جلکۍ کلونه کلونه کېدل ، چې په دغه ځای کې یې شپې او ورځې تېرولې؛ خو زړه یې نه غوښتل چې هلته ژوند وکړي؛ زړه یې نه غوښتل هلته کار وکړي؛ خو مجبوره وه. « حشمت خان» یې ډوډۍ ورکوله، خرڅ یې ورکاوه او د خوب او آرام  لپاره یې ځای ورکړی و. په دې رنګینه او لویه نړۍ کې یې هېڅوک او ځای نه درلود. نه یې مور او پلار وو، چې څه ورته وکړي ، نه هم خور او ورور چې لوبې وروسره وکړي؛ اړه وه چې له همدې  ځای سره په سوزیدو سوزیدو جوړ جاړی وکړي.

سهار له لمر ختلو مخکې له آذان سره ویښیږي او کله چې ماښام أذان اوري، کار بندوي.

دولس کلنه جنۍ یوازې له حلیمې ترور پرته چې هغې هم په دغې کار خونه کې دنده درلوده؛ نور یې څوک نه درلودل.ذهن کې یې ډول ډول فکرونه ګرځېدل. لوړې هیلې؛ ښې او غټې، داسې هیلې چې له ښکلې  غالۍ  څخه یې هم رنګارنګي ډېره وه.

لویه هیله یې دا وه چې یوه ورځ داسې  غالۍ  ووبي، چې حضرت سلیمان ع غوندې لوړو ته پرواز وکړي.له غرونو، کورونو او رغونو د پاسه والوزي. له ستورو تېره شي او په لاسونو یې لمس کړي. څو ځلانده ستوري؛ دخپلې  غالۍ  د ښکلا را لپاره په خپله  غالۍ  کې وټومبي او په ستورو يې ښکلي کړي او له هغه وروسته د« حضرت سلیمان ښار » ته حرکت وکړي. هلته مرغان او زاغان د ځان لپاره مهار، غالۍ  هواره او د خوښۍ ارامۍ ژوند پیل کړي.

حلیمې ترور وویل:« ځوانې نجلۍ ، دغه فکرونه دې له کوچني ذهنه بهر کړه. ما کلونه دلته کار کړی، تارونه مې اوبدلي، له هېچا نه مې نه دي اورېدلي چې داسې  غالۍ اوبم،چې لکه د حضرت سلیمان  غالۍ  په څېر پرواز وکړي. څوک څه پوهېږي، چې د حضرت سلیمان  غالۍ  د فرښتو په مرسته به هوا ته پورته کېده؟ زموږ  غالۍ  به هم کېدای شي کومه فرښته مهربانه شي او آسمانونو ته یې پورته کړي.

نجلۍ د حلیمې ترور خبرو ته غوږ نیوه او ډېره به خپه کېده او زړه به یې ماتېده؛ مګر تن به یې نه کېښود. زړه یې ډېر غوښتل چې پخوانۍ کیسې بیا تکرار شي. زړه یې غوښتل چې د حضرت سلیمان کیسه بیا پېښه شي. د موسی امسا، د عیسی معجزه، د فرښتو کیسې، د قالینو پرواز... دا ټول یو ځل بیا پېښ شي. ولې حلیمه ترور نه پوهېده چې د  نجلۍ  بیچاره په زړه څه تېریږي؛ که حلیمه ترور پوهېدی چې هغه خپه کېږي؛ نو هېڅکله یې داسې نه کول. د دې پرځای به یې هغه هڅوله، هیلې به یې ورکولې، د مور احساس په ورکولو سره به یې د هغې غم او درد لرې کاوه.

په هر صورت  نجلۍ  نه ناهیلې کېده. تل به یې له ځان سره ویل:« سمه ده، سمه ده، حلیمې ترور! یو ورځ به هم داسې یوه  غالۍ  اوبم، چې د حضرت سلیمان ع  غالۍ  غوندې پرواز وکړي.»

نجلۍ  په شپو شپو له ځان سره فکر کاوه، د کار پر وخت به یې فکر کاوه، د خوب پر وخت به یې فکر کاوه...

یو شپه یې همداسې د کارخونې د دیوال له یو سوري څخه د آسمان ستورو ته کتل، په سر کې یې یوه روښنایي پیدا شوه.

سهار چې له خوبه وېښه شوه، د شپې فکرونه یې بیا رایاد شول. خدایه خدایه یې ویلې، چې کاشکي حلیمه ترور نن ژر راشي.

کله یې چې د حلیمې ترور سیوری د فابریکې په زینو کې ولید، په بیړه یې ور منډه کړه او ویې ویل:« حلیمې ترورو! زه د نړۍ د ټولو مرغانو انځور غواړم، ته یې لرې کنه؟»  انځور څه کوې؟»

نجلۍ  ویې ویل: هېڅ، غواړم یې، اړتیا ورته لرم.

حلیمه ترور د  نجلۍ  سترګو ته ځیر شوه. د  نجلۍ  په سترګو کې ستورو بړق واهه. حلیمې ترور وخندل او ویې ویل:« سمه ده، سمه ده  نجلۍ ! زه پوهېږم چې دغه انځورونه د څه لپاره غواړې. دا ټول اوس درته راوړم؛ ولې پوه شه لورکۍ: په دې مرغانو نشې کیدای ، چې ستا غالۍ  پرواز وکړي.

د حلیمې ترور خبرې نه هیلې کوونکې وې؛ خو  نجلۍ  خپل تصمیم نیولای و. له مخکې هم پوهېده چې حلیمه ترور به دا خبرې کوي؛ ولې نه یې غوښتل چې ناهیلې شي؛ خپه شي؛ نه یې غوښتل هغه ځلانده ستوري چې اوس یې په زړه کې روښانه شوي ، په آسانۍ سره ومري.

حلیمې ترور د مرغانو نقشونه راوړل.  نجلۍ  ټولو ته په ځیر ځیر وکتل. خدایه! ټول مرغان، د نړۍ ټول مرغان، لوی – واړه،طوطي، کوتره، زرک، باز،سارا، ملاچرګک...

له خوښۍ یې چیغه کړه. حلیمه ترور یې له مچکو ستړې کړه. حلیمې ترور هم خندل او حیرانه شوه ویې ویل: څه خبره ده  نجلۍ ، ستړې دې کړم. خوښي دې سر ته وخته. لیونۍ شوې یې؟  پرېږده چې وګورم ته څه کوې... که حشمت خان راشي او ووایي، چې تا ولې په خپل سره باندې دغه نقشونه کارولي، څه ورته وایې؟

نجلۍ  بیا خپه شوه، ستړې شوه، افسوس ورغی، اوښکې یې په سترګو کې ټولې شوې. د حلیمې ترور زړه پرې وسوزید، ويې ویل: ولې به دا خبره کوي، د هرچا چې څه زړه غواړي. داسې ښکلي نقشونه چېرته کولای شي، پیدا کړي؟

د تل په څېر غرمه حشمت خان راغی، کارخونه کې وګرځېد. ویې لېدل چې  نجلۍ  نوی نقش پیل کړي؛ لومړی قهرجن شو او ویې ویل: دا څه نقشونه دې پیل کړي، له چا دې زده کړي د خپل ځان استاده شوې یې، له خپل ځانه نقشونه کوې؟

نجلۍ  په ټیټ او لړزیدلي غږ وویل: ښکلي نقشونه دي،  غالۍ  ورسره ښکلې کېږي. ټول د مرغانو نقشونه دي. تر اوسه هېچا داسې انځورونه نه دي کارولي.

حشمت خان چې ښه نقشونو ته وکتل، عصبانیت یې کم شو. په زړه کې ګوړې ماتې کړې؛ خوښي یې په څېره کې ښکاره نه کړه. غوښتل یې چې بله خبره وکړي، حلیمې ترور وار لومړی کړ وویل: حشمت خانه! څه ستونزه لري؟ داسې نقشونه!... ما ورته وویل چې دا کار وکړه. د مرغانو نقشونه اوبدل ډېر سخت کار دی! دا چې خپله یې خوښ کړي، پریږده چې دا کار وکړي، تاسې یې ولې مخ نیسئ؟

حشمت خان نور د ویلو لپاره څه نه درلودل. ويې ویل: ته چې وایې، کار دې وکړي، ستونزه نشته؛خو که یې کار خراب کړو، په خپله غاړه یې. دلته زه چاته داسې پیسې نه ورکوم چې هر څه مې حرام او خراب شي.

حشمت خان لاړ او جیني د نقشونو اوبدل پیل کړه.

له رنګین تارونو سره، د غالۍ  لاندې برخه یې له رنګینو رنګینو تارونه سره پیل کړه. سپینو رنګونو سره یې خواوې، شنو رنګونو سره یې پاڼې؛ له ګلانو ډکي ونې، چې د ونې لاندې ځایونه یې هم شین رنګ درلود. د ونې پرمخ او دڅانګو په اوږدو کې، پاڼو باندې یې د مرغانو رسمونه کاږل.

له شنو، نیلي ... تارونه سره یې نورې برخه همداسې اوبدلې.

په زرین او سپینو رنګونو سره یې د سیندونو مرغانو جوړ کړل.

خرمایي او نخودي تارونه سره یې سندرماره مرغۍ.

تور رنګ سره یې ښاروګانې

له شنو شنو رنګو یې طوطیان

شین، ژیړ، آبي، سپین او مرمري رنګونه یې طاووس ته ځانګړي کړه.

همداسې یې هر رنګ یوه ته ځانګړی کاوو.

نجلۍ  شپه او ورځ کار کولو. د وخت تېریدلو باندې نه پوهېده. نه پوهېده چې  کله شپه او ورځ کېږي.ستوري دي، چې کله پیدا او پنا شي. تر دې هم نه پوهېده چې حلیمه ترور کله راځي او ځي.

سترګې یې سوزېدلې. نور یې رنګونه نه لیدل؛ یوازې سوری یې لیدو. روښنایي او یوازې سپینوالی  او توروالی. د تارونو رنګونه یې په ګوتو لمس کول. تور رنګ تارونه لږ  زیږه وه. سره رنګي تارونو ګرمي درلوده. اوبرنګه او زیتوني رنګ هواري درلوده.ټولو رنګونو یو ډول ځانته ځانګړنه درلوده.

لاسونو یې تڼاکې کړې وې. په ډېر دقت سره یې  غالۍ  کتله. سر به یې له خوښۍ زنګېده، وبه یې خندل او شونډولاندې به یې وویل: عجب! عجب! آفرین! او حلیمې ترور به په ډېر زړه سوي او خواشینې بڼه وړوکې  نجلۍ  ته کتل؛ په سترګو یې نور کوم ځای نه لیده، په لاسونو یې یوازې غوټې اچولې... کله به چې یوازې شوه، ژړل به یې.

اوس یې نو د پای لپاره یوازې دیرش زره غوټې پاتې وې. یوازې د وړوکې  نجلۍ  دوه لویشتې؛ د څلور مرغانو په اندازه.

که څه هم  نجلۍ  په سترګو څه نه لیدل؛ ولې پوهېده، د هیله مندۍ خندا یې کوله او له زړه یې خندلې.

له ځان سره وویل: ښا! اوس باید داسې مرغانو رسم کړم چې وزرونه( بال) یې قوي وي. زور یې ډېر وي. د حضرت سلیمان د ښار لار ورته معلومه وي او وکولای شي  غالۍ هم هلته یوسي.

په ګوتو یې تارونه لمس کړل. د باز وزرونو لپاره یې طلایي رنګ پیدا کاوه. په لاسونو یې دومره پټۍ تړلې وې، چې په آسانۍ یې نشې کولای تارونه له یو بل توپیر کړي. له ځان سره یې وویل: کیدای شي، حلیمه ترور دلته چېرته وي، هغې ته به ووایم چې طلایي رنګ تار راته پیدا کړي. هر څومره یې چې غږونه وکړه؛ خو چا ورته ځواب ورنکړ. څو ورځې کیدې چې حلیمه ترور کارخونې ته نه راتله.

نجلۍ  وویل: پریږده. حلیمه ترور چې نشته؛ خپله مې چې هر تار لاس ته راغي کاروم یې. څه فرق کوي، چې باز مې سپین وي، چرګ مې سور؛ د  غالۍ  شاهین مې هم  یاقوتي.

باز، چرګ او زاغ ټول یې رسم کړل؛ یوازې د ملاچرګک نقشول یې پاتې وو. هوښیار ملاچرګک باید له ټولو مرغانو پورته او مخکې پرواز وکړي، ترڅو نور د حضرت سیلمان ښار ته رهنمایي کړي.

لا یې د ملاچرګک نقش نه وو جوړ کړی چې د حشمت خان سیوری په زینو کې لاندې راغی. شاته یې د یو بل کس سیوری هم ورسره وو.  نجلۍ  کار بند کړو او د راتلونکو کسانو سیوري ته متوجې شوه. غږ؛ حشمت خان وویل: دغه ده، هغه  غالۍ چې یادومه یې. دغه ده. البته تر اوسه پوره شوې نه ده. دا ځای هم تیاره دی؛ رنګونه سم نه معلومیږي. سبا ته چې پوره شوه، لومړی یې بیرون باسو، لمر ته یې غوړوو، وورسته یې بیا وګوره.

د نابلده کس غږ راغی او ویې ویل: سمه ده ګورم یې ګورم یې. دلته هم معلومیږي، چې دا  غالۍ  یو شهکار دی.

حشمت خان له زړه وخندل او ويې ویل: شهزاده ښه دې وویل. ودې لیده، بازارۍ خبره نه کوم، دروغ نه وایم. وګوره وګوره شهزاده! مرغانو ته یې وګوره، لکه چې ژوندي دي. ونې یې هم لکه چې نوی په کې پسرلی وي.وږمه چې په باد لږیدلې ده، پوره پوره د احساس وړ ده. دغه پاڼې، اوبه وګوره څومره موج لري. ټول څېزونه یې طبیعي دي. طبیعي – طبیعي. ګورې چې ما یې د قیمت په اړه دومره...

شهزاده پرېنښود چې د حشمت خان خبره پوره شي، بیا یې مخ ور واړاوه: آه حشمت خانه، حشمت خانه! هیله کوم د قیمت په اړه یې خبرې مه کوه. په پوره باور درته ویلی شم چې دا غالۍ  دومره ښکلې اوبدل شوې،چې د همدې غالۍ وزن  په اندازه طلا درکړم، حق یې نه پوره کېږي.

نجلۍ  د سړیو سوري لیدل، غږونه یې هم اورېدل، حتی د د نفسونو ګرمي یې هم احساسوله؛ ولې څه یې نه ویل. هغې د خپل پرواز په اړه فکر کاوو، د خپلو مرغانو په اړه، په هغو مرغانو پوهېده ، چې حق او حقیقت سمبولونه ګڼل شوي دي. له تڼاکو لاسو او ګوتو سره یې بلد دي. د بدن له خولو او اوښکو سره یې آشنايي لري.

سوري چې له زینو پورته لاړل، کارخونه چې وتړل شوه او  نجلۍ  یوازې شوه، له ځان سره یې وویل: نه پریږدم، سبا یې نه پریږدم چې  غالۍ  مې یوسي. نه یې پریږدم.

سبا له لمر خاتو مخکې ، کله چې حشمت خان راشي، زه مې له مرغانو سره یوځای د غرونو شاته ، آخوا ابادیو ته تښتو.

د  غالۍ  مرغانو ته یې وکتل او په سترګو کې یې وخندل. لاسونه یې په ستخۍ پورته کړل ترڅو د ملاچرګک نیمه پاتې نقش هم جوړه کړي.

درې کرښې یې نه وې اوبدلې ، چې پوه شوه، نور یې نشې کولای. پښې یې سستې شوې او لاسونه یې له کاره پاتې.

هملته د  غالۍ  په وروستۍ څنډه کیناسته؛ مګر ، هغه پوهېده، مخکې له دې چې حشمت خان راشي، باید  غالۍ پوره کړي.لاسونه یې د ونې ښاخونو ته په سختۍ پورته کړل  او ودرېده.

پاتې کرښو باندې پوهه نشوه چې څنګه یې ووبدل. کیدای شي ، هغې نه وي اوبدلې، شاید د پاتې کار لپاره فرښتې هغې کارخونې ته راغلې وې او پاتې برخه یې اوبدلي وي.

غالۍ  چې پوره شوه، تارونه یې پرې کړل او پر ځمکه یې کېښوده.په سوې  پښې یې لاندې په  غالۍ  را ځوړندې کړې. سړو اوبو یې پښې سړې کړې. هم هغلته د چمن په منځ کې د شنې  غالۍ ، مرغانو څنګ ته کیناسته. غوښتل یې د تېر په څېر د  غالۍ  له مرغانو سره خبرې وکړي. نورې شپې. کله چې به یې دغالۍ  برخه بشپړه شوه، کښې به ناسته او وورستۍ خبرې به يې له بې ځانه مرغانو سره، چې اوبدلي یې وو، کولې. له هوسۍ، سوی، مرغانو، کبانو؛ حتی له زمري او ببر سره... هغه هیلې چې په زړه کې یې درلودې، شریکولې.

اوس یې نشوای کولای له مرغانو سره خبرې وکړي. ډېره ستړې وه، چې وکولای شي کښېني. هم هلته د  غالۍ  په منځ اوږده وغځېده .داځل یې هیر شول، چې کبلې او په خواریو اوبدل شوي چمنونه تر پښولاندې نه کړي ، نور کله به یې  زړه نه غوښتل چې ښکلي ګلونه او شنه چمنونه تر پښو لاندې کړي. زړه یې نه کېده چې د سوی مخ او لکۍ یا د مرغانو مخونو باندې پښې کېږدي. خو اوس ستړې وه ، له ډېره بې حالۍ او بې وسۍ له ځایه نشوای پورته کیدلای.

څکه شوه ، چې د پښو ښکالو یې تر غوږو شوه، ویرې پسې واخیسته. هېڅکله د شپې دا وخت کارخونې ته څوک نه وو راغلي. د پښو غږ د وره تر شاه غلی شو.بیا د کلۍ غږ شو چې د وره په کلپ کې را څرخیده، بیا د یوه وړوکي څراغ رڼا له زینو را ښکته کیدله. د نجلۍ  نفس په سینه کې بندي شو؛ د حشمت خان څېره یې وپېژاندله. حشمت خان د زینې په منځ کې ودرید او هملته یې څراغ د اوږو په اندازه پورته ونیو او ويې ویل:  نجلۍ !  نجلۍ ! تراوسه دې نه ده پوره کړې؟

نجلۍ  غوښتل ووایي: ولې نه حشمت خانه!  غالۍ  خلاصه شوه، خلاصه. یوزاې یوځل له لمر لاندې غوړېږي او بس.

خو په دې کار بریالی نه شوه، ژبه یې بنده شوه. چې حشمت خان دوه پټې نور هم لاندې راغی،  نجلۍ  یې ولیده؛ هغه لکه یوه وړوکې مرغۍ، خپله ځاله یې را غونډه کړې او د غالۍ په منځ کې پرته ده، د حشمت خان وینه په جوش راغله،  غالۍ  خواته یې منډه کړه او ځان یې  غالۍ  ته ورساوو. د  نجلۍ  ویښتان یې ونیول او هغه یې له  غالۍ  پورته کړه او چیغه یې کړه: غواړې کور مې خراب کړې، لعنتي  نجلۍ ! که یو وېښته له دغې  غالۍ  کم شي، پوهېږې، څومره ارزښت کموي؟ هغه وخت بیا کولای شې چې تاوان یې راکړې.

نجلۍ  یې کرار کرار دیوال خواته وکښوده او هغې بورۍ باندې وغورځوله چې هلته پرته وه. د وړوکې نجلۍ خپلې پنډۍ په غیږ کې نیولې وې او سر یې دپښو منځ کې پټ کړی و. حشمت خان له زینو پورته لاړ. کارخونه ته یې له شانه کلپ واچاوه، له شونډو لاندې یې نجلۍ ته بدو رد وویلې:  نجلۍ  پوهه نشوه.

له دې وروسته یې زړه نه غوښتل حشمت خان ته وګوري. ټول ځان یې درد کاوه او هډوکي یې بیخي. حتی نه یې غوښتل د هغه نابلده پېرونکي په اړه هم فکر وکړي، چې نوم یې شهزاده و. د غالۍ د مرغانو په اړه یې هم نور فکر نه کاو. یوازې یې دا غوښتل چې باڼه په باڼه کیږدي او ویده شي.

د  غالۍ  مرغان یې ژوندي شوي وو؛ خبرې یې کولې. په لاره تلل. شورماشور یې کا و او خپلو منځونو کې بحث کاو.

تر اوسه پورې مرغانو صبر او زغم کړی وو. زړه کې یې صبر درلود او څه یې نه ویلې. نور یې نور زغم پای موندلی و،  او نه غوښتل چې صبر وکړي. د مرغانو کار الوتل وي. شاید نور یې نه غوښتل چې یوه تیاره کارخونه کې زنداني ووسي.

د حق مرغۍ وویلې: باید حق پېژندونکي ووسو، زموږ مالکه دغه بې کسه  نجلۍ  ده. لاړ به شو او دغه  نجلۍ  به له ځان سره بوځو او لار به پیدا کړو.

تور کارغه وویل: چېرته لاړ شو؟ څه ګټه؟ هر چېرته چې لاړ شو همدا کیسه ده.یا مو ښکاریان، ښکاروي، یا په قفس، نقاشۍ یا هم د  غالۍ  جوړونې په کارخونه کې. یا هم په کومې  غالۍ  کې زنداني.

هوښیار ملاچرګک سر وښوراو او ویې ویل: ولې ځایونه نشته؟ ولې د حضرت سیلمان د ښار کیسه مو نه دی اورېدلې؟هلته ټولو مرغان، زاغان او طوطیان په خپل منځونو کې په سولې او ورورولۍ کې ژوند کوي. ټول هلته ځو.  غالۍ  جوړونکې  نجلۍ  هم له ځان سره هلته سلیمان ع ته ورولو. وایو: ښاغلی! زموږ مالکه دغه وړوکې نجلۍ  ده.

باز وویل: زه هم درسره یم.

مرغۍ وویل: ټول یو، ټول یو.

ملاچرګک وویل: ما پسې راځئ، زه لار کې بلد یم.

مرغانو پرواز کول پیل کړه.  غالۍ  کرار کرار هوا ته پورته شوه، تر تګ پورې  نجلۍ  نه پوهېده چې څه کېږي.  غالۍ  باندې ناسته وه او پرواز یې وکړ. لومړیو کې ووېریده؛ خو چې وروسته پوهه شوه هرڅه سم دي، موسکۍ شوه.

توره کارخونه سورۍ شوه او ستوري ښکاره شول.

د مرغانو  غالۍ  کرار کرار د کارخونې د پاسه د حشمت خان له سیمې تېره شوه. د ټولو ودانیو له بامونو تېره شوه. د حلیمې ترور د کور د پاسه ورسېده،  نجلۍ  غوښتل حلیمې ترور ته هم غږ وکړي او له ځان سره یې بوځي؛ ولې زړه یې ونشو، چې له خوبه یې وېښه کړي.دومره پورته شول، چې په اساني سره یې کولای شوای ټول څراغونه وویني.

کرار کرار وریځو ته ورسېدل.  نجلۍ  فکر وکړو چې له وریځو به ځانته سپین بالښت جوړکړي او کله چې ستورو ته ورسېږي څلور ستوري به، د  غالۍ  په څلورو څنډوکې ولګوي. دغه ستوري به یې د  غالۍ  څراغونه وي.

که غواړئ چې د« سلیمان ښار سفر» کیسې سوژه پیدا کړئ، هغه په یو جمله کې لنډه کړئ. (( د  غالۍ  مرغان او اوبدونکې نجلۍ له د غریبۍ او بدبختۍ څخه د خلاصون په موخه د سلیمان ښار ته سفر کوي.))

همدغه جمله کولای شو، د کیسې سوژه فرض کړو؛ ولې باید وارزوو چې د سوژې څومره ځانګړنې لري او له لومړنۍفکر سره مطابقت لري؟

- آیا د دغې کیسې سوژه یو عادي او معمولي کار دی؟

- آیا لیکوال په دې باندې توانېدلی چې د دغې جملې په اړه ډېر څه ولیکي او د داستان په اندازه پراختیا ورکړي؟

- د دغې کیسې سوژه نوې ده او که نورو لیکوالو هم په دې اړه څه لیکلي؟

- د لوستونکو لپاره جذابیت یا راښکون لري؟

حتماً لیکوال دغه ټو ل موارد تر یوې کچې پورې رعایت کړي، چې دیوه ښه داستان په بڼه یې ر اولي.

تمرین: سمول

څو لومړني فکرونه یا سوژې چې ورسره مخ شوي یاست او یا مو هم له چا نه اورېدلي دي، په یو یا دوه جملو کې ولیکئ. بیا چې کومې سوژې مو لیکلي و ارزوئ. وګورئ چې کومه سوژه د کیسه کولو یا داستان جوړولو وړتیا لري او کومه سوژه له هغوو ځانګړنو سره مطابقت لري، چې مخکې مو د سوژې په ځانګړونو کې یاد کړل.

یعنې:

- سوژه عادي او معمولي نه ده؟

- آیا کولای شو په دې اړه ډېر څه ولیکو؟ یعنې د پراختیا( وسعت) وړتیا لري؟

- آیا جذابه او نوې ده؟ نورو لیکوالو خو، په دې اړه یا سوژه باندې کار نه وي کړی؟

کله مو چې دا کار وکړو؛ نو پوهېږو چې کومه یوه سوژه د کیسې لیکلو لپاره مناسبه ده او هغه د کیسې په چوکاټ کې راوړو.


  [1]  فریدون عمو زاده خلیلي