د اکولا اوبتل
Akula class submarine
Подводные лодки проекта 971 «Щука-Б»
عملى كونكى شوروی بحری ځواک (0)
روسی بحرِی ځواک (۸)
هندوستانی بحری ځواک (۱)

د اکولا اوبتل (په روسی کی:Подводные лодки проекта 971 «Щука-Б) یو روسي (شوروي) برید کونکي اټمي اوبتل (تحت البحري بیړۍ) دي چي د دښمن اوبتلونو ، پېړییو او مځکنی هدفونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه اټمي اوبتل د ۱۹۸۶ کال څخه تر ۲۰۰۹ پورې د سېوېرودوینسک (Severodvinsk) او کونسومولسک (Konsomolsk) په ښارونو کې جوړېده. تر ۲۰۰۹ کال پورې ۱۵ اوبتلونه جوړ شول. په اوس وخت کې د اکولا اوبتل د روسیې او هندوستان په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل دی.

د محرک سیستم

د محرک سیستم د اټومي بټۍ ( اټمي بټۍ د حرکت قوت ۱۹۰ مگا واټ دي)، د ۳۵ مگاواتونو توربین او آبي ځرخ (اوبو څرخ) څخه جوړ شوی دی. د اټومي بټۍ بخار جوړوی او دغه بخار د توربین په حرکت راولی.

وسلې

هر اوبتل کولای سی د روسی عصری وسلې ولري. د اکولا اوبتل اته یا لس تورپید اندازونه لري. د دغی تورپید اندازونو څخه تورپیدونه او د پېړۍ پر ضد توغندی یا د مځکنی هدفونو پر ضد توغندی فیر سی.

عکسونه