د الماني ژبې گرامر

د الماني ژبې گرامر يا ژبښود گراماتيک (Grammatik) بلل کېږي. پخپله همدا لغت د لاتیني ژبې ویی دی او د لیکلو او لوستلو هنر يې مانا ده.

دالماني ژبې د گرامر پېښليک

دنوې الماني ژبې(سټندرد الماني، معیاري الماني ژبې)پېښلیک په څلورو برخو ویشل کېږي:

۱.تقریباً له۷۵۰-۱۰۵۰ز. زړه الماني چې په الماني ژبه کې ورته (Althochdeutsch)وايي.

۲.تقریباً له ۱۰۵۰-۱۳۵۰ز. منځنۍ الماني( دمنځنیو پېړیو الماني یا Mittelhochdeutsch).

۳.تقریباً له ۱۳۵۰-۱۶۵۰ز. پورې پخوانۍ نوې الماني یا(Frühneuhochdeutsch).

۴. او له ۱۶۵۰ ز. څخه تر اوسه نوې الماني (سټندرد الماني ژبه Neuhochdeutschاو یاپه لنډ ډول Hochdeutsch).[۱]

الماني ابېڅې

دالماني ژبې الفبأ(ابیڅي) ۲۶ دي برسېره پر دې درې املاوټونه(Umalut(Pl. Umlaute)او بل یوخاص توری داسڅټ (ß)په نوم لري. همدارنگې ۵ دیفتونگونه(غبرگغږونه) او نور ډېر ترکیبي توري لري چې، له دوه، دري او څلورو ابیڅې څخه یو نوی توری دنوي آواز سره منځ ته راځي.چې دغه ډول تورو ته په گرامر کې دوه توري یاDigraph درې توري یاTrigrap او څلور توري یا Tetragraph وايي.
الفبأ: A.a/B.b/C.c/D.d/E.e/F.f/G.g/H.h/I.i/J.j/K.k/L.l/M.m/N.n/O.o/P.p/Q.q/R.r/S.s/T.t/U.u/V.v/W.w/X.x/Y.y-Z.z

املاوټونه(Umlaute):املاوټونه دالماني ژبې خاص توري دي( دغه توري په ټولو جرمني ژبو کې غیر له گوتیکي ژبې څخه پیدا کېږي)، دا توري د نوي الماني ژبې (سټندرد الماني ) دځینو فونیمونو(آوازونو، غږیزو توکو) گرافیم یا لیکلې بڼه ده.املاوټونه په اي املاوټ (i-Umlaute)هم پېژندل کېږي. په الماني ژبه کې درې املاوټونه او یو بل غبرگغږ چې په هغې کې هم یو املاوټ راځي شته او په لاندې ډول دي: ä(اِ) ; ö(او) ; ü(اوو) ; äu(اوۍ). په ځینو رسمي لیکنو کې دپورتنیو املاوټونو پرځاۍ لاندې ابیڅي لیکل کېږي:ä=ae; ö=oe; ü=ue [۲]


دوییتوکو ډولونه(دکلام ډولونه)Die Wortarten

په الماني ژبه کې وییتوکي په لاندې ډول دي:

۱.کړ (فعلVerb )؛ ۲.نوم(اسمSubstantiv)؛ ۳.ستاینوم(صفتAdjketiv)؛۴.آرتیکل(جنس ځرگندونکیArtikel)؛ ۵.نومځری(ضمیرPronom)؛ ۶.کړول (قیدAdverb)؛ ۷.وییکي (اداتPartikel)؛ ۸.سربل (اضافه توری،نسبتي توریPräposition)؛ ۹. اړیکوییکی(ربطي یا وصلونکي توری یا ټکی Konjunktion)؛ ۱۰.

شمېر نوم(عددNummerale).


تړ اوړونکي کلماتFlektierbare Wortarten


ناتړ اوړونکي کلماتNicht flektierbare Wortarten


کړ (فعل)(Verb ( Zeitwort

نوم يا Substantiv

نوم هغه کلمې ته ویل کېږي چې یو ژوندی موجود(ساکښ)، څیز(شی)، مفهموم او یا پېښه پرې وښودل شي. په الماني ژبه کې نومونه په مختلفو نومونو یادېږي لکه:Substantiv,Nomen,Hauptwort,Namen او یا Dingwort. او په دوه عمده یا لویو گروپونو ویشل کېږي:۱. ذاتي نومونه (konkreta[Singular.das Konkretum).

۲.معني نومونه([Abstrakta[Singular.das Abstraktum) چې دوۍ خپله بیا په نورو گروپونو ویشل شوي دي:

۱. ذاتي نومونه (Konkreta (Gegenstandswörter :ذاتي نومونه هغه نومونو ته ویل کېږي چې، خارجي وجود ولري یا هغه شیان چې په حقیقي توگه شتون ولري او حس کړاۍ شي، لکه: انسان der Mensch ، موټر das Auto ، کور das Haus ، گلdie Blume، بوټان die Schuhe، سیند der Fluss، باز der Adlerاو داسې نور. ذاتي نومونه په څلورو گروپونو ویشل کېږي: ۱.ځانگړي نومونه(خاص نومونه(Eigennamen(Nomen proprium)؛ ۲.جنس نومونه (عام نومونه(Gattungnamen (Appelativa)؛ ۳.ډله اییزنومونه(جمع نومونه(Sammelnamen (Kollektiva)؛ ۴.موادو نومونه( مادي نومونه(Stoffnamen (Kontinuativa).

۱. ځانگړي نومونه: ځانگړي نومونه هغه نومونه دي چې یو خاص شخص یا شی معرفي کړي ، ځانگړي نومونه په ژونديو موجوداتو، جغرافیوي واحدونو(ځمکپوهنې واحدونو)او داسې نورو څیزونو چې یواځې او خاص وي دلالت کوي. لکه: هاینریش هاینِ(Heinrich Heine)، احمد(der] Ahmad])، زمری (der]Löwe]) ، پړانگ(der] Leopard])، فرانکفورت(das]Frankfurt])، کابل(das] Kabul])، مصر(das] Ägypten])، هندوکش(der] Hindukusch])، مریخ (der] Mars]). دیادونې وړ ده چې ډېر خلک د احمد په نوم یادېږي خو د ویونکي مطلب یواځې همغه احمد وي دکوم په اړه چې غږېږي او دا اکثراً د ویلو په وخت کې له محاورې څخه او د لوستلو په وخت کې له متن څخه مالومېږي.


ستاینوم (صفت)(Adjektiv (Eigenschaftswort

آرټیکل (جنس څرگندونکی)(Artikel(Geschlechtswort

نومځری (ضمیر)(Pronom (Fürwort

کړول (قید)(Adverb(Umstandswort

وییکی (ادات)(Partikel (Füllwort

  1. Mittelhochdeutsche Grammatik; Max Niemeyer Verlag Tübingen 1989
  2. دالماني ژبې گرامر دپښتنو لپاره. ایمل یوسفي