د افغانستان دولت

د افغانستان دولت چې په رسمي بڼه د افغانستان اسلامي امارت (له ۲۰۲۱ زکال څخه تر نن ورځې) بلل کېږي د یو واحد دولت په توګه د افغانستان مرکزي دولت دی. دغه دولت د طالبانو تر مشرۍ لاندې دیني او امارتي بنسټ لري چې سیاسي واګې یې د طالبانو د رهبر او د هغه د مذهبي سلاکارانو په واک کې دي؛ چې په ټولیزه بڼه د رهبرۍ عالي شورا بلل کېږي. د دوی رهبري ټولې مهمې سیاسي پرېکړې د تړلو دروازو تر شا کوي او بیا وروسته د دوی د دولتي او قضايي دستګاوو له خوا اجرا کېږي. له دې امله چې افغانستان خپله یو اسلامي هېواد دی، حکومت یې د شریعت پر بنسټ دی او طالبان هم په کلکه سره د اسلامي شریعت لارښوونې د پراخو ټولنیزو او کلتوري سیاستونو له مخې اجرا کوي.

د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د سلطنت، جمهوریت او دیني حکومتونو د بېلابېلو ډولونو پر مټ اداره شوی دی. د دغه هېواد معاصر مذهبي (تئوکراتیک) دولت له ۲۰۰۱ زکال وروسته د طالبانو د شل کلن بغاوت پر مټ په ۲۰۲۱ زکال کې د امریکا او طالبانو د یوې هوکړې پر مټ رامنځته شو او له هغو مخکنی اسلامي جمهوري دولت چې د لویدیځ په ځانګړی ډول د امریکا ملاتړ یې له ځانه سره درلود وپاشل شو.

د افغانستان معاصر دولت په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی او همدارنګه کوم څرګند اساسي قانون هم نه لري، په داسې حال کې چې طالبانو په نږدې راتلونکې کې د اساسي قانون د کمیسیون د جوړولو لپاره خپل پلانونه اعلان کړي. دغه دولت د اساسي قانون پر ځای د اسلامي شریعت څخه خپل سري تفاسیر پلي کوي. همدارنګه په کې د دولتي قواوو ترمنځ هېڅ تفکیک شتون نه لري او ټول واک د طالبانو د رهبر په واک دی. نړیوال څارونکي په دغه دولت باندې د توتالیتارېزم (ټول واکۍ)، د بشري حقونو څخه د سیستماتیکو سرغړونو، نه ځواب ویلو، د روڼتیا د نشتوالي، پر ښځو باندې د بندیزونو لګولو، مذهبي او قومي لږکیو سره د ناوړه چلن او همدارنګه د مخالفو افکارو لرونکو کسانو د ځورولو له امله نیوکې کوي. دغه دولت واک ته د رسېدو راهیسې له اقتصادي ناورین، نړیوالې انزوا، ترهګرۍ، پاڅونونو او همدارنګه د طبیعي پېښو له یوې ټولګې سره ښکېل دی. [۱][۲][۳]

د افغانستان د اسلامي امارت رهبري سمول

رهبر سمول

د افغانستان د اسلامي امارت رهبر د دولت رئیس، اعلی سرقوماندان او د افغانستان مذهبي مشر دی. د هغه په مسئولیتونو کې د کابینې د غړو، د قضایه قوې د چارواکو، د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز، والیانو او ښاروالانو ټاکل او لرې کول، د اړتیا وړ فرامینو صدور او همدارنګه د پورته یادو شوو کسانو د وظیفوي صلاحیتونو ټاکل شاملېږي. رهبر همدارنګه هغه قوانین چې د وزارتونو له خوا جوړېږي د عدلیې وزارت او له اسلامي شریعت سره د هغو د همغږي کولو د کمیسیون له تائید وروسته تصویب یا هم رد کوي. د رهبر کاري دوره د هغه تر ژوندانه دوام لري او مرستیالان یې خپله د رهبر او همدارنګه د رهبرۍ شورا له خوا ټاکل کېږي چې بیا کولای شي د هغه ځای ناستي شي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

رهبر ته یوه څلور یا شپږ کسیزه مشورتي شورا د افرادو د ټاکنې، ملي امنیت او همدارنګه د داخلي او مذهبي سیاستونو په برخه کې مشورې ورکوي. دغه کسان د هېواد د سیاسي پرېکړو اړوند وروستۍ خبره کوي. [۱۳]

د رهبر مرستیالان سمول

د افغانستان د اسلامي امارت د رهبر مرستیال (مرستیالان) د رهبر له خوا د نامحدودې مودې لپاره ټاکل کېږي. د رهبر مرستیال په هغه صورت کې چې پخوانی رهبر د دندو د ترسره کولو توان وه نه لري یا هم ورته لاسرسی نه کېږي د واکیال رهبر په توګه عمل کوي. ورته مهال، کېدای شي چې رهبر له دوه مرستیالانو څخه زیات مرستیالان ولري، هماغه ډول چې اختر محمد منصور هیبت الله اخندزاده او سراج الدین حقاني خپل مرستیالان ټاکلي و. د معیار له مخې د رهبر له مړینې وروسته د هغه لومړی مرستیال رهبر ټاکل کېږي. [۱۴][۱۵][۱۶]

د کندهار د علماوو شورا سمول

د کندهار د علماوو شورا یا د کندهار ولایتي شورا په عملي بڼه د افغانستان د اسلامي امارت په چارو باندې واکمن او څار کوونکی بنسټ دی. له دې سره چې دغه شورا په رسمي بڼه د کندهار ولایت په حکومتي چارو کې د مشورې ورکولو او پر هغو د څار مسئولیت پر غاړه لري په کابل کې د وزیرانو د شورا ټولې پرېکړې تائید او یا هم رد کوي. [۱۷][۱۸][۱۹]

د دغې شورا ټول غړي دیني عالمان او د کندهار ولایت اصلي اوسېدونکي دي. د دغې شورا ټول ۲۴ غړي رهبر ټاکي او خپله ځانته مشر او مرستیال لري چې یو اداري او مالي مدیر په چارو کې ورسره مرسته کوي. [۲۰][۲۱]

د علماوو ملي شورا سمول

د علماوو شورا په افغانستان کې تر ټولو مخکښه دیني مرجع ده. دغه شورا له شریعت سره د اجرایوي قوې د ټولو چارو د همغږۍ څخه د ډاډ ترلاسه کولو مسئولیت لري او آن کولای شي د وزیرانو شورا پرېکړې له پامه وغورځوي. په نورو مسئولیتونو کې یې د رهبر ټاکنه، د هغو لرې کول او همدارنګه له رهبر سره بیعت شاملېږي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

فتوا ورکوونکی مرکزي بنسټ سمول

مرکزي دارالافتا د بېلابېلو مسایلو اړوند د فتوا ورکولو مسئولیت پر غاړه لري. دغه بنسټ د یو دیني قضايي بنسټ په توګه عمل کوي او اجازه لري د ګڼ شمېر موضوعاتو اړوند الزامي پرېکړو ته ورته پرېکړې وکړي، هغه چې د دوی له خوا له اسلامي قوانینو سره مطابق ګڼل کېږي. مشر یې د رهبر له خوا ټاکل کېږي او همدارنګه یې یوازې رهبر له واکه ګوښه کولای شي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

اجرایوي قوه سمول

لومړی وزیر سمول

د افغانستان د اسلامي امارت لومړی وزیر د حکومت د مشر په توګه ټاکل کېږي. نوموړی د ملکي خدمتونو پر چارو د نظارت او د وزیرانو شورا د مشرۍ مسئولیت پر غاړه لري. د لومړي وزیر دفتر په کابینه کې د شاملو هغو شپږو بنسټونو څخه دی چې په مستقیم ډول د رهبر تر څار لاندې فعالیت کوي. [۳۱][۳۲][۳۳]

لومړی وزیر د کابینې له نورو غړو سره یوځای د رهبر له خوا د یوې نامالومې مودې لپاره په کار ګمارل کېږي او همدارنګه یې رهبر له واکه لرې کولای شي.

د لومړي وزارت مرستیالان سمول

د افغانستان د اسلامي امارت د لومړي وزارت مرستیالان د حکومت د مرستیالانو په توګه ګمارل کېږي او د لومړي وزیر په غیابت یا د هغه د کاري ناتوانۍ پر مهال د ملکي خدمتونو او د وزیرانو د شورا مسئولیت پر غاړه لري. له دې سره له ۲۰۲۱ زکال راهیسې دغه مرستیالان د ځانګړو تخصصي برخو اړوند ګمارل شوي چې مهمو موضوعاتو ته د اړوندو تخنیکي کمیسیونونو مسئولیت پر غاړه لري. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د لومړي وزیر او د کابینې د غړو په څېر د لومړي وزارت مرستیالان هم د رهبر له خوا ګمارل کېږي او همدارنګه یې له واکه هم لرې کوي. 

د وزیرانو شورا سمول

د وزیرانو شورا د افغانستان د اسلامي امارت کابینه جوړوي. دغې شورا ته ۲۵ بنسټونه (وزارتونه) اړوند دي چې د ملکي او پوځي خدمتونو د برخې مامورین اداره کوي او د لومړي وزیر له خوا یې چارې څارل کېږي. وزارتونه د خپلو چارو اړوند د قوانینو جوړولو مسئولیت لري چې د عدلیې وزارت له ارزونې وروسته د رهبر له خوا تائید او یا هم رد کېږي. په داسې حال کې چې لومړی وزیر د کابینې مشري پر غاړه لري خو په عملي بڼه بیا د رهبرۍ مقام ته ځواب ویونکي او د هغو تابع دي. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو د شورا جوړښت په لاندې ډول دی:

  • د لومړي وزیر دفتر
  • په اقتصادي چارو کې د لومړي وزارت د مرستیال دفتر
  • په اداري چارو کې د لومړي وزارت د مرستیال دفتر
  • په سیاسي چارو کې د لومړي وزارت د مرستیال دفتر
  • د ملي دفاع وزارت
  • د کورنیو چارو وزارت
  • د مالیې وزارت
  • د پوهنې وزارت
  • د اطلاعاتو او کلتور وزارت
  • د اقتصاد وزارت
  • د حج او اوقافو وزارت
  • د عدلیې وزارت
  • د سرحدونو او قبایلو د چارو وزارت
  • د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت
  • د امر بالمعروف نهی عن المنکر او د شکایاتو د اورېدو وزارت
  • د عامې روغتیا وزارت
  • د سوداګرۍ او صنعت وزارت
  • د کار وزارت
  • د کانونو او پټرولیم وزارت
  • د اوبو او برېښنا وزارت
  • د هوايي چلن او ټرانسپورټ وزارت
  • د لوړو زده کړو وزارت
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
  • د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت
  • د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت

کمیسیونونه سمول

یو شمېر کمیسیونونه هغو مسایلو او موضوعاتو ته د رسیدګۍ په برخه کې جوړ شوي چې د اسلامي امارت له خوا مهم ګڼل کېږي. د کابینې یو شمېر وزیران د دغو کمیسیونونو د چارو د مخته وړو په موخه ګمارل کېږي. د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت له خوا د ۲۰۲۱ زکال د اګست له ۱۵مې نېټې وروسته یو شمېر کمیسیونونه رامنځته شوي چې په لاندې ډول دي: [۴۳]

  • اقتصادي کمیسیون[۴۴][۴۵]
  • اداري کمیسیون[۴۶][۴۷]
  • هېواد ته د افغان شخصیتونو د بېرته راګرځېدو په موخه د اړیکو نیولو کمیسیون [۴۸][۴۹]
  • د امنیتي او تصفیوي چارو لوی کمیسیون[۵۰]
  • د اعلام او انحلال کمیسیون (د وسلو په برخه کې تصفیوي کمیسیون)[۵۱]
  • د رسنیزو سرغړونو کمیسون [۵۲]
  • د مرستو رسونې کمیسیون
  • سیاسي کمیسیون[۵۳]
  • د ملي تدارکاتو کمیسیون[۵۴][۵۵]
  • د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د هغو د استرداد کمیسیون[۵۶]

قضایه قوه سمول

د افغانستان د اسلامي امارت قضایه قوه د دغه هېواد قضايي سیستم جوړوي؛ چې له سترې محکمې ، د ایستناف له محکمو، مدني محکمو او لومړنیو محکمو څخه جوړه ده. د محاکمو قاضیان او چارواکي د رهبر له خوا ټاکل کېږي او ګوښه کېږي. [۵۷]

ستره محکمه سمول

د افغانستان د اسلامي امارت ستره محکمه د قضایه قوې وروستۍ او عالي محکمه ده چې د نورو محاکمو پر چارو څارنه کوي. اوس مهال دغه محکمه یو قاضي القضات او دوه مرستیالان لري. [۵۸]

سرچينې سمول

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. * Sakhi, Nilofar (December 2022). "The Taliban Takeover in Afghanistan and Security Paradox". Journal of Asian Security and International Affairs. 9 (3): 383–401. doi:10.1177/23477970221130882. S2CID 253945821 Check |s2cid= value (مساعدة). Afghanistan is now controlled by a militant group that operates out of a totalitarian ideology. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. . Islamic Emirate Introduces New Members of Caretaker Cabinet.
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Sohail, Ajmal (October 2022). "Taliban: Structure, Strategy, Agenda, and the International Terrorism Threat" (PDF). European Eye on Radicalization: 13–15. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Ruttig, Thomas (March 2021). "Have the Taliban Changed?". CTC Sentinel. Combating Terrorism Center. 14 (3). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  16. 'Taleban leader held' in Pakistan, BBC News, March 2, 2007
  17. (په 11 January 2022 باندې). منبع: رهبر طالبان دستور داده تا شورای علما در کندهار ایجاد شود.
  18. Sohail, Ajmal (October 2022). "Taliban: Structure, Strategy, Agenda, and the International Terrorism Threat" (PDF). European Eye on Radicalization: 13–15. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. (په 11 January 2022 باندې). منبع: رهبر طالبان دستور داده تا شورای علما در کندهار ایجاد شود.
  21. Sohail, Ajmal (October 2022). "Taliban: Structure, Strategy, Agenda, and the International Terrorism Threat" (PDF). European Eye on Radicalization: 13–15. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. "The Taliban Biography: The Structure and Leadership of the Taliban 1996-2002". nsarchive2.gwu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. "Database". www.afghan-bios.info. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. "Acting PM of Afghanistan's Taliban gov't chairs cabinet meeting on economy". www.xinhuanet.com. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  39. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  40. Sohail, Ajmal (October 2022). "Taliban: Structure, Strategy, Agenda, and the International Terrorism Threat" (PDF). European Eye on Radicalization: 13–15. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  42. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  43. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  44. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  45. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  46. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  47. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  48. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  49. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  50. کينډۍ:Cite tweet
  51. کينډۍ:Cite tweet
  52. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  53. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  54. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  55. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  56. "Restitution of state lands, a distinctiveness of the IEA | Islamic Emirate of Afghanistan". www.alemarahenglish.af. 29 March 2023. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  58. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).