د افغانستان حکومت

د مشرانو جرگه:(Upper house) سمول

 
حامد کرزی په کندهار کی

په مشرانو جرگه کې د استازیتوب تگلاره د هیوادونو په سیاسي نظام پورې تړلې وي. د بېلگې په ډول په برتانیه کې تر ډېره بریده غړیتوب په میراثي بنسټ ولاړ وي. په امریکا کې د مشرانو د جرگې استازي هم د ولسي جرگې په ډول انتخابي وي. چې په عمومي ډول وفاقي ایالتونو ته پکې مساوي حق ور کول کیږي. لیکن واک یې د ولسي جرگې په پرتله ډېر محدود دی. البته د امریکا د مشرانو جرگه اوس مهال د نړۍ تر ټولو پیاوړې یوه ده.چې لامل یې د خلکو د رایې په واسطه د استازو ټاکل دي. ددوؤ جرگو درلودونکې مقننه اوس مهال د نړۍ ډېر منلی نظام دی ځکه چې په دې کې د هر فکر درلودونکې طبقې ته د ملي استازیتوب موقع ورکول کېږي. ددې په واسطه په قانون جوړونه کې د بیړي امکان نه وي او د فکر کولو وخت پکې ډیر وي او د مقننې د کاري وېش له امله اسانتیاوې پکې پیدا کېږي. څرنگه چې د ځیني پوهانو په آند دوې مقننې له هیواد سره تېری بلل کېږي. ځکه چې دوهمه مقننه یواځې نمایشي وي او اصلي کار په ولسي جرگه کې کېږي. دمشرانو د جرگې استازي انتخابي نه بلکه انتسابي وي ځکه نو دا استازي په اولس کې هم په سیاسي سطحه باندې اهمیت نه لري همدا لامل دی چې د مشرانو جرگې ته د سیاسي تعیش نوم هم ورکول کېږي.

د مقننې دندې: سمول

۱- قانون جوړونه: د مقننې تر ټولو مهمه او لویه دنده د حالاتو او وختونو له غوښتنو سره سم د هیواد لپاره د قوانینو جوړول او پخواني قوانین له بدل شویو حالاتو سره سمول دي. ځکه چې د اولس استازي د اولس لپاره د هغوی د طبعي اړتیا په نظر کې نیولو سره قوانین جوړوي. د قانون مسوده ماهرین جوړوي او دشورا غړي له بحث کولو وروسته هغه پاسوي.

۲- په قانون کې اصلاح: سمول

مقننه سربیره پر قانون جوړونه د هیواد په قانون کې د اصلاح او بدلون واک او اختیار هم لري. په برتانیه کې په قانون کې اصلاح د رایو په معمولي او ساده اکثریت سره راتلی شي مگر په نورو هیوادونو کې په عمومي ډول په قانون کې بدلون د دوه درېیمې په اکثریت سره کېږي.

۳-اجراییه دندې سمول

اوس مهال د واک تر وېش لاندې د هیواد درې واړه قوې نه یواځې خپلې دندې سرته رسوي بلکه په خپلو کې د مرستې په ډول د یوه او بل لپاره ځینې دندې هم تر سره کوي. په پارلماني نظام کې په ځانگړي ډول مقننه د حکومت جوړونې ، حکومت ماتونې او احتساب ستر واک لري. د مقننې غړي نه یواځې د حکومت پر پالیسیو باندې د نیوکو کولو حق لري بلکه د پوښتنو ، قراردادونو او تحریکولو په واسطه اجراییه پالیسي کنټرولوي. مقننه د نه باور رایې په ورکولو سره کابینه په استعفی کولو باندې مجبوروي.

۴- مالي دندې: سمول

د مقننې یوه مهمه دنده د هیواد د مالياتو څارل دي. ځکه چې د مقننې له خوښې پرته نه په هیواد کې کومه مالیه لگول کېدی شي او نه هم له ملي خزانې څخه څه مصرفېدی شي.مقننه د هر مالي کال په پای کې ملي بودیجه چې د اجرایې له خوا وړاندې کېږي منلی یا رد کولی شي او یا هم له اړتیا سره سم پکې د کموالي تحرکات وړاندې کولی شي. اما ولسي جرگه په ملي بودیجه کې د څه زیاتولو حق نه لري. د ولسي جرگې غړي د تېر مالي کال د لگښتونو په اړه له حکومت څخه تفصیل او معلومات تر لاسه کولی شي.

۵- قضاییه دندې: سمول

مقننې په ځینې حالاتو کې د قضایي واک دنده هم تر لاسه کوي. د بېلگې په ډول د امریکا سنا د ولسمشر ، د هغه د مرستیال او لوړو وفاقي افسرانو پر ضد د تورونو مقدمې اوروي. سربېره پردې په نورو هیوادونو کې هم پارلمان په دې اړه پراخ واک لري.

۶- ټاکنیزي دندې: سمول

په پارلماني نظام کې ولسمشر په عمومي ډول د کابینې له خوا ټاکل کېږي. په سویټزرلینډ کې مقننه نه یواځې اجراییه بلکه د وفاقي محکمې قاضیان هم ټاکي. مقننه په امریکا کې ځیني وخت ولسمشر او مرستیالان هم ټاکي. لومړی وزیرهم د ولسي جرگې له خوا ټاکل کېږي.

۷- د شکایتونو له منځه وړل: سمول

مقننه د اولس له استازو څخه جوړه یوه اداره ده. دا استازي د اولس هیلې تر حکومته پورې رسوي. او د حکومت په پالیسیو باندې په نیوکو کولو سره د اولس احساسات اظهاروي.