د افغانستان امريکايي پوهنتون

کينډۍ:چلېدنبکس university

د افغانستان امريکايي پوهنتون {په انگلیسي|American University of Afghanistan} د افغانستان لومړنی شخصي پوهنتون دی چې په ۲۰۰۶ ز کال يې بنسټ ايښودل شوی.

دې پوهنتون په خپل لومړي ښوونیز کال کې ۳۵۰ پوهنپالان (محصلین) جذب کړه، چې د زده کړو ژبه یې انگلیسي ده.

دا پوهنتون د معلوماتي ټېکنالوجۍ، سافټویر انجینیرېنگ او مخابراتي چارو، سیاسي علومو پوهنځي کې د نړیوالو اړیکو، اداري امورو رهبرۍ، مدیریت او سوداگرۍ (BBA) پوهنځي کې د مالیاتو، بانکوالۍ، بازارموندنې، اقتصاد او مدیریت ډېپارټمېنټونه لري چې د زده کړو چارې یې د یو شمېر امریکایي او ځینو افغاني ښوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي.

همدارنگه دې پوهنتون کې د لرې واټن زده کړې یا (Distance Learning) هم ترسره کېږي چې پوهنپالان په اړوند پوهنتون کې خپلو ټولگیو ته حاضرېږي او په بهرنیو هېوادونو کې د پوهنتون ښوونکو له د انټرنېټ په وسیله زده کړه ورکول کېږي.

مخېنه سمول

تاریخ سمول

 
د افغانستان امریکایي پوهنتون کې د صالحه بیات ودانۍ انځور (AUAF) -کابل.

د زده کړو درانه فیسونه سمول

له کومه ځایه چې معلومه ده، افغانستان یو بېوزله او فقیر هېواد دی، چې د یوه زده کړیال (محصل) د کورنۍ لپاره به دا ډېره گرانه وي چې د خپلو اولادو زده کړو لپاره لس زره امریکایي ډالره کالنی فیس برابر کړي. مایکل سمېټ (په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون رییس) له اشنا راډیو سره یوه مرکه کې وویل چې مونږ ددې مسئلې په پوهېدو چې د افغانستان ټول وگړي بډایه نه دي، نو په دې توگه هڅه کوو چې د سیمه ییزو ټولنیزو شخصیتونو په مالي ملاتړ د پوهنپالانو (محصلینو) دا ستونزه راکمه کړو. سمېت وایي چې اوسمهال د بلخ او هرات ولایتونو یو شمېر پوهنپالان د اړوندو ولایتونو د ځینو پانگه والو له خوا مالي ملاتړ کېږي چې په دې توگه زموږ په پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، او دا یې هم زیاته کړه چې دا پروسه نورو ولایتونو ته هم غزېدلې ده.

اوسمهال له ۱۰۰ ډېر پوهنپالان چې انجونې هم په کې دي، د زده کړو کالنی فیس یې په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا ورکول کېږي، چې په راتلونکي کال به له دې بورسونو (سکالرشېپونو) گټه اخېستونکو پوهنپالانو شمېره ۱۵۰ تنو ته لوړه شي.

د منلو لپاره اړین مدرکونه سمول

۱. د منلو فورمې ډکول ۲. د ښوونځي درې کلنې نمرې (اصل) ۳. د ښوونځي ډېپلوم (اصل) ۴. اصلي تذکره ۵. د ټافل یا ایلېټس اصلي رپوټ toefl 510/65 ielts 6.0 ۶. یوه پاڼه لیکنه ۷. له خپلوانو پرته د یوه بل چا توصیه لیک

بهرنۍ تړنې سمول

تړلې لیکنې سمول

سرچینه سمول