د افغانستان اسلامي دولت


د افغانستان اسلامي دولت (په دري ژبه: دولت اسلامی افغانستان،Dawlat-i Islāmī-yi Afghānistan ؛ په انګریزي ژبه: The Islamic State of Afghanistan) د افغانستان د سوسیالیستي دولت له سقوط وروسته د افغان مجاهدینو د ټولو نه، بلکې د ډیری ډلو له خوا د ۱۹۹۲ زکال د اپرېل په ۲۶مه د پېښور د هوکړې پر بنسټ تاسیس شو. د دغه دولت ځواک په هېواد کې د دویمې کورنۍ جګړې د پیلېدو له امله محدود و؛ د دغې جګړې له امله د طالبانو خوځښت را پیدا شو چې په جګړه کې یې د بریا پر مټ په ۱۹۹۶ زکال کې کابل ونیو. له دې وروسته د افغانستان اسلامي دولت په یو تبعیدي دولت واوښت او د طالبانو پر وړاندې یې د شمالي ټلوالې مشري وکړه. دغه دولت په ۲۰۰۱ زکال کې د طالبانو د لومړني دولت د سقوط او د متحده ایالاتو او ناټو په مرسته د افغانستان د انتقالي دولت د تاسیس تر مهاله د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د مشروع دولت په توګه په رسمیت پېژندل کېده. [۱][۲][۳]

مخینه سمول

د ۱۹۹۲ زکال په مارچ میاشت کې ولسمشر محمد نجیب الله د روسیې د ملاتړ په لاسه ورکولو سره چې د ده حکومت یې پیاوړی ساتلی و، هوکړه یې وکړه چې استعفا ورکړي او د یو بې پلوه انتقالي حکومت لپاره لار هواره کړي. په دې سره د مجاهدینو څو ډلو د یو ملي ائتلافي حکومت د جوړولو اړوند مذاکره پیل کړه. خو له دغو څخه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ملاتړ یې له ځانه سره درلود او له هغوی یې هدایات اخیستل، په دغو خبرو کې ونډه وا نه خیسته او په یوازې ځان یې د کابل د نیولو هوډ وکړ. حکمتیار خپل ځواکونه د کابل پر لور ولېږل او له ځنډ پرته د اپرېل په ۱۷مه اجازه ورکړل شوه ښار ته دننه شي. دغې چارې د مجاهدینو نورې ډلې اړ کړې د اپرېل په ۲۴مه کابل ته ننوزي او مخه ونیسي څو حکمتیار د افغان دولت واګې خپلې نه کړي. دغه چاره د مجاهدینو د پنځو یا شپږو سیالو ملیشه ډلو ترمنځ د جګړې لامل وګرځېده چې له ټولو دغو ډلو څخه بهرنیو هېوادونو ملاتړ کاوه. د مجاهدینو څو ډلو د ۱۹۹۲ زکال د اپرېل په ۲۶مه د یو انتقالي حکومت اعلان وکړ، خو دغه حکومت هېڅکله هم په واقعي بڼه د افغانستان د چارو واګې خپلې نه کړې. [۴][۵]

تاریخچه سمول

رباني او حکمتیار سمول

د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت ولسمشر محمد نجیب الله اړ شو چې د ۱۹۹۲ زکال د اپرېل په ۱۵مه استعفا ورکړي. د ۱۹۹۲ زکال د اپرېل په ۲۵ مه د شوروي پر ضد د مقاومت کوونکو مجاهدینو له اوو لویو ډلو څخه شپږو یې په کابل کې د واک ترلاسه کولو په موخه د انتقالي حکومت د جوړولو اړونده د پېښور هوکړه لاسلیک کړه؛ په دغو کې د پښتانه ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب مهمې ډلې د دغې هوکړې له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه او د نجیب الله د حکومت یو شمېر پاتې چارواکو هم ترې ملاتړ وکړ. د هوکړې پر مټ اسلامي دولت اعلان او صبغت الله مجددي یې مشر وټاکل شو؛ دغه حکومت د اسلامي شریعت د پلي کېدو وویل ، څښاک ځایونه یې وتړل او ښځو ته یې امر وکړ چې حجاب واغوندي. په جون میاشت کې تر ډېره تاجک قوم ته د اړوند اسلامي جمیعت د ګوند مشر برهان الدین رباني د انتقالي اسلامي دولت مشر وټاکل شو؛ د ۱۹۹۲ زکال د ډسمبر په ۳۰مه نوموړی د خپلې اووه کسیزې دولتي شورا له خوا د یوې دوې کلنې دورې لپاره د لنډ مهاله حکومت مشر وټاکل شو. ورته مهال د حکمتیار د اسلامي حزب مخالفې ډلې (له اسلامي جمیعت څخه په ۱۹۷۶ زکال کې جلا شوې وه) هم په حکومت کې ونډه غوښته او د رباني له ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه. له څو میاشتې جګړې وروسته دوی د ۱۹۹۳ زکال په مارچ میاشت کې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې حکمتیار په جون میاشت کې د لومړي وزارت څوکۍ ترلاسه کړه او همدارنګه یې د رباني د لنډ مهالي حکومت دوره له دوه کلونو څخه یو نیم کال ته را لنډه کړه. له دې سره هم د مخالفو ډلو ترمنځ جګړو دوام وموند او کابل په زیاته کچه ونړېد.[۶][۷]

د طالبانو رامنځته کېدل سمول

د ۱۹۹۴ زکال په وروستیو کې د طالبانو په نامه اسلامي بنسټ پالونکې نوې ډله رامنځته شوه چې ډیری غړي یې پښتانه و او وتوانېدل د پاکستان په ملاتړ د هېواد د سوېل ګڼ شمېر برخې ونیسي. طالبانو د ۱۹۹۵ او ۱۹۹۶ زکال په ترڅ کې د دوامداره مخکې تګ پر بنسټ وشو کولای د ۱۹۹۶ زکال په سپټمبر میاشت کې پلازمېنه کابل ښار ونیسي او د رباني دولت او نورې ډلې یې اړ کړې د هېواد شمال لوري ته شاتګ وکړي؛ طالبانو وکولای شول د لومړیو دوو کلونو په ترڅ کې د افغانستان دوه پر درې برخه خاوره ونیسي. دوی د ۱۹۹۶ زکال د سپټمبر په ۲۷مه په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه پخوانی ولسمشر نجیب الله راوویست او د عامو خلکو ترمنځ یې په دار را وځړاوه. [۸]

طالبانو د دغه هېواد نوم د افغانستان اسلامي امارت ته واړوه او د اسلامي شریعت څخه یې د خپل تفسیر پر بنسټ پر خلکو سخت دریځي قوانین ولګول، دوی ښځې اړ کړې چادرۍ واغوندي. د هغوی لګول شوو قوانینو پر ښځو پام وړ منفي اغېز وکړ، هغوی یوازې له ډېرو نادرو استثنايي مواردو پرته نشو کولای له کوره یوازې ووزي او همدارنګه له کار کولو منع شوې. ورته مهال نږدې ټولې افغان نجونې زده کړو ته له لاسرسي محرومې شوې او په دې سره په دغه هېواد کې د بېسوادۍ کچه لوړه شوه. سربېره پر دې یې سینماګانې، تلویزیوني شبکې او د فوټبال لوبې لوبغالي وتړل.[۹]

شمالي ټلواله سمول

د رباني راپرځېدلي حکومت د ازبک جنګ سالار عبدالرشید دوستم، تاجک قومندان احمدشاه مسعود او د کریم خلیلي په مشرۍ د شیعه هزاره ګانو د وحدت ګوند د څانګې په ګډون سیاسي ائتلاف جوړ کړ. دوی د دغه ائتلاف رسمي نوم «د افغانستان د آزادۍ متحده اسلامي جبهه» وټاکه چې د لویدیځوالو له خوا د شمالي ائتلاف او په افغانستان کې د شمالي ټلوالې په نوم پېژندل کېږي؛ دغې جبهې موخه لرله چې د طالبانو څخه د هېواد واک بېرته ترلاسه کړي. [۱۰]

د ۱۹۹۷ زکال د مۍ میاشتې په وروستیو کې د طالبانو بریدونه د شمالي ټلوالې له یو لړ ستراتیژیکو بریاوو وروسته ودرېدل. نړیوالې ټولنې په دواړو خواوو فشار راووړ څو د مذاکرې میز ته کښېني، خو د دواړو اړخونو غوښتنې دومره زیاتې وې چې د دوی ترمنځ اختلاف یې نه له منځه تلونکی وښود او له امله یې سیاسي کړکېچ را منځته شو. په ۱۹۹۷ زکال کې د ملګرو ملتونو راپور دغه هېواد په ډېر ناوړه وضعیت کې وښود؛ د دغه راپور له مخې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه ۲۵ سلنه وه، د ماینونو د چاودنې له امله پریمانه تلفاتو شتون درلود، د ملیشه ډلو له خوا اقتصادي کلابندۍ لوږه رامنځته کړې وه او همدارنګه نړیوالو بشرپالونکو بنسټونو نه شو کولای خپلې مرستندویه چارې ترسره کړي. سربېره پر دې د ۱۹۹۸ زکال په فبروري میاشت کې د افغانستان په شمال ختیځ، بدخشان ولایت کې ځمک ښووئېدنې هم ۴۵۰۰ تنه ووژل. [۱۱]

د ۱۹۹۸ زکال په لومړۍ نیمايي کې داسې ښکارېده چې خبرې به د یوې سوله ییزې حل لارې لامل وګرځي، خو دغه مهال شمالي ټلواله وپاشل شوه. طالبانو د هغوی ترمنځ له بې اتفاقۍ څخه په ګټنې عملیات پیل کړل او په چټکۍ سره یې د میمنې، شبرغان او بالاخره د مزار شریف ښارونه ونیول (د ۱۹۹۸ زکال د اګست ۸مه). طالب جنګیالیو په مزارشریف ښار کې پریمانه کسان ووژل چې په دغو کې اته ایراني خبریالان او دیپلوماتان هم شامل و. دغې چارې نړیواله غصه راوپاروله او نږدې و د ایران دولت په افغانستان برید وکړي، خو د ایراني دولتي چارواکو پرېکړه د ایران د مذهبي رهبر له مخالفت سره مخ شوه او له جګړې مخه ونیول شوه.[۱۲]

شمالي ټلوالې د ۲۰۰۱ زکال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان باندې د متحده ایالاتو د برید پر مټ وکولای شول طالبان تېښتې ته اړ کړي. په دې سره په ۲۰۰۲ زکال کې د افغانستان انتقالي اسلامي دولت د افغانستان د اسلامي دولت ځای ونیو.

سرچينې سمول

  1. Directorate of Intelligence (2001). "CIA -- The World Factbook -- Afghanistan". د اصلي (mirror) آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۲. note - the self-proclaimed Taliban government refers to the country as Islamic Emirate of Afghanistan الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite report
  3. کينډۍ:Cite report
  4. (په 28 April 1992 باندې). Afghanistan: power struggle. PBS
  5. کينډۍ:Cite report
  6. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "Afghanistan. §5.6 Burgeroorlog". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  7. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "Afghanistan. §5.6 Burgeroorlog". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  8. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "Afghanistan. §5.6 Burgeroorlog". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  9. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "Afghanistan. §5.6 Burgeroorlog". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  10. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "Afghanistan. §5.6 Burgeroorlog". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  11. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "Afghanistan. §5.6 Burgeroorlog". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  12. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "Afghanistan. §5.6 Burgeroorlog". Microsoft Corporation/Het Spectrum.