دودوما د تانزانیا په منځ کې پروت ښار او پلازمېنه ده. د حمل او نقل يو بېلگه ده؛ خو اقتصادي حالت يې ښه نه دى. دا ښار د اوبو او هوا له پلوه وچ دى، کلنى ورښت يې ٨٠٠ ملي مترو ته رسېږي. دودوما له دارالسلام څخه د ټانگاتيکا جهيل په گريټ نارتهه عمومي سړک پرته ده. دا ستره او ټولېزه لار سويلي افريقا له مصر سره تړي. په دې ښار کې يو هوايې ډگر هم شتون لري. په لومړۍ نړيواله جگړه کې١٩١٨-١٩١٤وروسته او په ١٩٦١ ټانگاتيکا (چې اوس د تنزانيې برخه ده) له خپلواکۍ څخه د مخه د انگلستان د حکومت په پېر کې يو ولايت و. په ١٩٩٥ کې ددې ښار نفوس ١٨٩٠٠٠وو.